مونږ به لېوني نه يو!
14.05.2013 12:46شايد چې ډېر کسان ووايي راقم خپله قبله بدله کړه او په شخص پرستۍ يې لاس پورې کړ.
هو خدای مه کړه! کله کله يو انسان دومره ناهيلی شي چې هغه ته ډاډ او تسل ورکول زمونږ لپاره فرض شي يا کله کله انسان دومره غاوره شي چې هغه ته د خپلې بندګۍ احساس ورکول اړين او ضروري شي. له خپل مصنوعي او بې بصرو ورکړي شهرت نه خپل مقام ته راوستل او د خپل مقام نه اګاه کول د کره کتونکي ذمه او وظيفه ده.
ښاغلی عزت الله ځواب چې د شعور په عدالت کې لوڅ، لغړ او بربند ولاړ دی، چغې وهي، بغارې وهي. دې حالاتو نه په خپلې ادراکي زاويه او ليدلوري رنګارنګ پوښتنې کوي. خو هېڅوک ورته ځواب نه ورکوي، که څوک ورته ځواب هم ورکړي. د تسلۍ حس يې پرې مطمئن کېږي نه، بلکې نور هم راپارېږي. ښاغلی مسلسل په دې حالاتو ماتم او وير کوي. له يوه عجبه لېونتوب سره لاس و ګريوان دی. ذهن او فکر يې په دې حالاتو کې د سکون سيوري ته دمې ته نه پرېږدي. بلکې په مسلسل اضطراب يې اړولی دی. د کاينات يوه ټوټه مځکه ورته ځای نه ورکوي. په خپل دې هدف پسې ورک ورک او لالهانده ګرځي. د خپل ذات او وجود له ډېرو ستونزو نه بې خبره او د يو ټولنيز غم په حصار کې ورک دی. احساس ورته ذات په يوه تنور کې درولی دی. سوزېږي، لمبه کېږي او لوګي ترې راخېژي.
لفظ ډېر ظالم دی، لفظ ډېر مظلوم دی، لفظ لکه د هوايي مرغانو دی. کله کله خو يې کوم صياد راونسي او ټول عمر يې د ځان غلام کړي، خو کله کله يې يوازې بڼکې په لاس ورشي او باقي دا مرغه ترې والوزي. زه که د ځواب په شاعرۍ شروع وکړم او د نړۍ ساحتياتي تنقيد شروع کړم. شايد چې دا به زما د ژبې سره ډېر زياتی وي. ځکه چې ځواب سره يو فکر دی او هغه د هغه فکر ترجمان. که چېرته د ځواب په تورو تسلي ونه شوه شايد چې همدغه فکر له هغه څخه يو انځورګر جوړ کړي او خپل دا فکر د انځور په صورت کې دې خلکو او ټولنې ته وړاندې کړي. يا شايد يوه بله لار خپله کړي. زما يې دې سره هېڅ کار نه شته چې پلانې مسره بې اهنګه او بې څپې ده، پلانې مسرې کې دوه توري زيات او کم دي، توري خو د فکر د اظهار يوه وسيله ده. ګنې که يوازې په تورو خبرې کوو. بيا خو به زه هم د قاموسونو نه توري راټول کړم سره به يې ونښلوم. موسيقي او خوند به هم لري. خو د فکر، مفهوم او مطلب توکی به په کې نه وي. د هرې خبرې جوهر فکر دی. که فکر او مفهوم کوم توری ونه لری. د هغه ښار حېثيت لري. چې په ظاهره خو ښار وي. مګر په صحي معنو کې به يو دښت وي. دا کليشوي خبرې به د ادبياتو شاګرداتو او د بديع و بيان مينانو او حافظانو ته پرېږدو چې هغو دې د عربې دا راژباړل شوې ارونه او اصول په شعرونو باندې تطبيق کړي. ځواب ته په يوې څپې کمښت يا ډېرښت باندې بلها ډېر پېغورونه ورکړي. زما خو يې دې سره هېڅ کار نشته.
ځواب وايي چې په ايېنه کې صورت ښکارېدل په اصل کې د يو صورت د موجودګۍ نښه ده خو که دا صورت هر څو کوښښ وکړو نه شو لرې کولی تر څو اصلي صورت کوم چې د هندارې مخ ته ولاړ دی هغه لرې نه شی چې سر چينه يې هغه ده، او همداسې يې د روانو چارو په اړه هم فکر او نظر دی.
زه به د ځواب په فکر خبره کوم. او د هغه فکر د پښتنو خلاف په روانو چارو يو نقد دی. زه هم حېران شوم. چې ولې د مياعلي صېب له درباره يو لېوني راچغه کړه چې زه نه بلکې (مونږ به لېوني نه يو) دا د چا خبرو ته ځواب دی. د ځواب سره داسې کوم اضطراب ملګری دی. چې هغه يې داسې قسمه ځواب ويلو ته مجبور کړی دی. ښاغلی ولې دې خالاتو دومره يرولی چې سترګې يې پټې دي خو زړه يې ويښ. ځواب که دولس زره نورې ټولګې هم چاپ کړي. شايد هغه ارزښت ونه لري. کوم ارزښت چې دا ټولګه لري.په صحي او حقيقي معنو کې دا د ځواب يو فکري انځور دی. ځکه چې ځواب هم ځواب دی او دا ټولګه د يو څو پوښتنو ځواب دی. څوک به ورته شعر وايي او څوک به يې ورته نه وايي. خو دا ددې حالاتو د حل يوه کونجي ده. تاسو لوستونکي سترګې پرانيزۍ او د ځواب دا ځواب چې د بلا ډېرو سولونو ځواب دی. هغه پوښتنې پېدا کړئ، او د ځواب په کتاب کې يې حل وګورئ. چې دا يو احتجاج دی او که اکسير نسخه ده. که چېرته دا پوښتنې او د هغوی حل مو پېدا نه کړو. بيا شاعرۍ مه لولئ او چرته کوم بل کار پلو مخ کړئ. خپل وخت عبث مه ضايع کوئ.
مننه
خپل کور، سحر ۹:۲۷دقيقې
د اپريل د مياشتې دوهمه نېټه
پښتونخوا کوهاټ

