د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څه باندې نیمه پیړۍ د«خیال»په خیالونواویادونوکی

محمد عیان 13.05.2013 19:26

  بنګړي نیم ښکته که نیم پورته +
                               مړوند دې پریده چې زه سرپې لګومه
دالنډۍ خو ده وویله .
ما ورته بیا داټپه راغبرګه کړه چې ځینې کسان مړوندداسې ترسیموي:
په فرانسي ټوپک سوری شې +
                              ورور مې ولاړؤ تا مې تاوکړه مړوندونه
مونږدواړودمړوندپه اړه خبرې کولې چې دلاس کوم ځا ی ته مړوند وایي ، مټ ته که بندونوته ؟
دازمااودخیال«کټوازي» وروستنی ادبي ګپ شپ و چې سره لګو لای موؤ. دا خوددې وخت خبره وه . اوس به لاړ شو نیمه پیړۍ شاته وخت ته . له نیمې پیړۍ نه لاهم ډېرشاته . نیمې پیړۍ اوڅوکالوته،یانې پینځه پنځوسو پخواکلونوته .
که علاقه لرئ چې دخیال محمد کټوازي دژونداواندسره ښه اشناشئ چې اوس یې دتل دپاره سترګې پټې کړې او داکرښې چې زه یې توروم دهغه تابوت دها لیند د«سخیپول»په هوایي ډګرکې وطن ته د تګ دپاره دبیګاه راهیسې پروت دی ،نو زماسره مخکې لاړشئ او تراخیره یې ولولئ!     هۍ هۍ ربه ! «شیرین عمر دی چې تیرشو»«ریشتیاچې عمردژمي مازیګردی»او«دیارانوهم ورځ په ورځ کمی دی».
د دیارلس سوه شپږدیرشم کال دکب میاشت وه چې درحمان باباپه ښوونځي کې اوولس تنه هلکان چې د ټولو قرقلي خولئ ګانې په سروې ، په پینځم ټولګي کې داخل شول۰ زه هم په همدې میاشت کې  په یاد ښوونځي کې په څلورم ټولګي کې اچول شوی وم ۰                    دغه اوولس تنه به هره ورځ یوځای ګرځیدل اودښوونځي نور زده کوونکي  به ورته په څووو۰ ډیرپه ځیرځیر به یې ورکتل . داسې ویل کیدل چې دا دقرقولیوهلکان دکټوازد خوادي .                                  دوی دښرنې اوسیدونکي وواوترڅلورم ټولګي پورې یې د«علي بابا»  په ښوونځي کې زده کړې کړې وې چې اوس درحمان باباپه پینځم ټولګي کې داخل شوي وو . دعلي بابااورحمان بابادواړه ښوونځي بیا وروسته لیسوته اوچت شول .                                                 زه خوپه څلورم ټولګي کي داخل شوی وم ،لیکین وروسته مې دسویې امتحان ورکړاوپه اووم ټولګي کې دکټوازي سره ټولګي وال شوم.که څه هم په یوه ګروپ کې نه وو،دی په الف اوزه په بې ګروپ کې وم،خویره زمونږدواړه ټولګي داسي وولکه په یوه ګروپ کې چې وي. اکثره وخت به دواړه ټولګي دلیلیې(شپیځي)په یوه لویه کوټه کې اوسیدل . یوځای به موډوډۍ خوړله ،یوځای موسپورت کاوه، یوځای به علمي سفر   (سیرعلمي) ته تلواویوځای موټول ژوند ؤ. ښه سره بلداوانډیوالان وو.      دکټوازي ژوندلیک همدغه چې کورنۍ یې لیکلی اوویلي يې دي چې د پینځه شپیتو(۶۵)کالوپه عمروفات شو، دقیق اوبلکل سم دی .ځکه سم دی چې په ۱۳۳۶  کا ل کې په پینځم ټولګي کې داخل شي نوباید چې په     ۱۳۲۹ کې نه ؛ بلکې په  ۱۳۲۶کې زیږیدلی وي .که هرچادهغه د ژوند لیک نیټه بدله لیکلې وي نوبایده دي چې سم یې کړي اوپه راتلونکې کې یې په ژوندلیک کې ګډوډي پیښه نه شي . که په اٍثاروکې یې هم همدغه نیټه په تیروتنه لیکل شوې وي نو ښه به داوي چې سمه شي .                خیال ډیرځیرکه اوهوښیارؤ. په تنکۍ ځوانۍ کې زرهرڅه ته متوجی کیدو. قرقولي خولۍ یې ځکه له سره وغورځوله چې دنوروزده کوونکو په سرنه وې . دهرچاسره به یې په ډکه خوله خندل اوډ یرې خوږې خوږې خبرې به یې ورته کولې .اوس په ښوونځي کې هغه «خیال»او یوه نیم به لا«خیال جان» هم باله . یواځې خپلو ښرنوالو(کټوازیانو) به  ورته په حلقي تلفظ دخیال محمدغږکاوه ، خونوروزیاتوزده کوونکوورته «خیال» وایه. په سبق کې هم تکړه ؤ ولې دومره ډیر درس ته یې ډډه نه لګیدله ، بیاهم په ټولګي کې یې نومره ښه وه . دریشيانې او جامې به یې پاکې وې . باید داسې ووایم چې تل به ډیرمنظم اوسوتره ؤ .                پرون(۹/۲/۲۰۱۳ ــ ۲۱/۱۱/۱۳۹۱)چې دخیال دویرپه ټغردده په کور کې نا ست وو«له دې نیټې نه هغه یوه ورځ مخکې وفات شوی و» نو زمونږیوبل ټولګیوال او دهغه وخت زوړانډیوال راته مسکی شواودټولو په مخکې یې راته وویل چې ګوره که کله دخیال زړې خاطرې لیکې نود هغه وخت د کټوازیانوزده کوونکودسموات کیسه دې هیره نه شي !        هغوی به په سموات(سموار)کې دچای څښلونه وروسته کتارولاړوواو هریوه به سماوارچي ته دخپل چای یوه یوه ټنګه ورکوله اووتل به . زیات وخت به سموات ته یوځای ورتلل . دمشرقي اوپه تیره تیره د شینواروزده کوونکوته داتعجب اوره ښکاره کیده چې ولې یې یوتن دا پیسې نه پریکوي(نه ورکوي)؟ په حقیقت کې خوداښه دیموکراتیکه کړنه وه چې بیاوروسته دپوهنتون په لیلیه کې به هم خیال دکوټې محصلینوته غږوکړچې راځئ په دیموکراتیکواصولویوڅه تازه میوه(انګور،خربوزه اویاکوم بل شی)وخورو.هرچابه یوبرابردوه دوه ،درې درې ،څلورڅلور اویازیاتې افغانئ واچولې،میوه به موپې واخستله اوبیابه موپه ګډه وخوړ له . په یولسم ټولګي کې ووچې درحمان بابا ښوونځی په دغه وخت کې په یوه نوموتې لیسه بدل شوی واودټولوسیاستوالوپام ورته راګرځیدلای ؤ. مونږتردې دمه له سیاست اوددنیادسیاسي حالاتونه خبرلاهم نه وو. یواځې به موکله کله عادي کنفرانسونه اویا ډرامونه ښوول اوپه پسرلي کې به مودرحمان بابا په اړه یوکنفرانس هم جوړاوه . نورنو«الله هم پاک اودلباریې هم پاک ».عادي ژوندبه و،درسونه اوازموینې به وې اودژمي په رخصتیوکې به خپلوکورونوته تلو .                                       خیال به په ولیبال اوزه به څه ناڅه په باسکټبال اونوروساتیریواوشوخیو کې مصروف وم . چې یولسم ټولګي ته ورسیدونود هیوادسیاسي فضأبدله شوه . دا«۱۳۴۳» کال وچې ددیموکراسۍ رڼوځی رالګیدلی ؤ.           خیال ، لعل پادشاه،یوشمیرنورانډیوالان اوزه د«خلق دیموکراتیک جریان »په یوه کمیټه کې په داسې وخت کې تنظیم شوچې ددغه جریان لومړنۍ کنګره لانه وه جوړه شوې . مادخیال سره ددغې کمیټې په لومړنۍ یا دویمه – دریمه جلسه کې ټوکه وکړه او ورته کړل مې(ویل مې):خیال جانه داخوډېره داغزونه ډکه لاره ده چې غوره کړې موده او ته داسې ښایسته ښایسته دریشیانې اغوندې اودومره لوکس لوکس ګرځې ، دادخواریکښانودطبقاتي مبارزې دبریالیتوب په لاره تګ خوبه درته ګران(ستونزمن) نه وي او...؟ نورڅه مې لاهم ویل چې هغه راته په خبره کې راودنګل ... ویل یې بس هرډول سختیوته تیاریم څه چې په تاسوراځي په مادې هم راشي .                                                دده سره ورونواقتصادي مرسته کوله اوښه جیب خرڅ یې ورته رالیږو. خوښیده یې چې پیسې په خپلوجامواودریشیانوولګوي . کله کله به مونږ ټولوانډیوالانودخیال په ځای ورته «غوړ»وایه . دغوړکلمه مو له همدوی نه (ښرنوالونه) اوریدلې وه چې ښایسته جینۍ (جلکۍ)ته به یې غوړه او ښایسته هلک ته به یې «غوړ» وایه ،خومونږبه ده ته دده دپاکوالي په نسبت«غوړ» وایه .                                                            چې دولسم ته ورسیدونود«۱۳۴۴»کال په اوړي کې مودرحمان باباپه لیسه کې یوکنفراس جوړکړ.دکنفرانس ریس خیال وټاکل شو. کنفرانس ته مودپوهنتون یوزیات شمیرمحصلین ، دخوشالخان خټک دلیسې زده کوونکي،ددارالمعلمین زده کوونکي ،دابن سینادښوونځي زده کوونکي او دکابل دنورولیسواوښوونځیوزده کوونکي راغلي وو.                       کنفرانس په پوره قوت سره حاضرین جذب کړي وواوپه ډیرشورماشور اوچک چکوبدرګه کیدو. هرچاته به ښې اوږدې اوږدې لاس پړکونې وې اوچغې به ورته وهل کیدې . زیاتې مقالې اوشعرونه هغوزده کونکو    حاضرینوته وړاندې کړل چې دخلک دیموکراتیک جریان ته منسوب وو. خیال که څه هم تردې وخته پورې یې په کنفرانسونو کې ګډون نه وکړی اوکله یې هم مقاله یاشعرپه کې نه واورولی اویامانه ولیدلی ،خودنوې مطالعې په برکت یې داکنفرانس دومره په لوړه کچه چلاوه چې ټول ورته حیران وو.                                                                 ماپه دې کنفرانس کې د«کارګره !»ترسرلیک لاندې یونثر(مقاله)اوبیا همدغه نثرپه شعرولوست . دهغه شعریوڅوبیتونه به دلته راوړم ،ټول ته به ضرورت ځکه نه وی چې یوخولیکنه اوږدیږي اوبل داچې یوشمیر  لوستونکوته به دهغه وخت اوهغې روحیې اوجذبې شعرچندانې خوند ور  نه کړي . دمقالې اوشعرعنوان همدایوؤ:                             «کارګره!»                                                                       یوځلې جګ کړه سور نشان کارګره+                                   چې ارتجاع شي په لړزان کارګره                                            بچي دې کورکې درته وږي ناست دي +                                        ته فابریکه کې پریشان کارګره                                                په چارایي کې یې د کارپه تمه +                                             لابه ترڅو ولاړحیران کارګره                                       خښتې دې وکړې اوس ماښام درباندې +                                  دشپې به چرته کړې ګذ ران کارګره                                        په کراچۍ پسې روان یې زورکړې +                                    چلند په تاکړي تجاران کارګره                                            ترڅوبه نوراستثماریږې وروره +                                        ځان ته دې جوړکړه خپل جهان کارګره                                    اسې دخولې په چغونه حل کیږي +                                        دې ته ضروریوسازمان کارګره                                  اووروستنی بیت یې داو:                                               دفیوډالۍ اوبورژوازۍ دې ځنګیدلي برج ته +                         یوځلې ورکړه پوخ ټکان کارګره                                               دکنفرانس ټول حاضرین دوروستني بیت د«پوخ ټکان »سره په ولاړه ودریدل چغې نارې یې جوړې کړې اولاسونه یې پړکول . احسان الحق «غمجن»شینواري اویوشمیرنوروزده کوونکوراته بیا وروسته ویل :ستا دشعرسره دومره احساساتي شوچې غوني مو ځګه(زږه ) اوخولۍ ګانې موله سرنه پورته هوا ته روانې وې .                                         په هغه وخت کې داخبرې نوې وې . دکارګراومزدورصفت لا چانه و کړی .دکنفرانس په پای کې زیاتومحصلینودلیسې دمدیرصاحب بصیر خان نه په ډیره خوښۍ مننه کوله اوورته ویل یې چې: مدیرصاحب ډیر  اوچت اوپه زړه پورې کنفرانس موترتیب کړی و. مدیرصاحب خیال ته ویل : وروره دومره درنه خوشاله یم چې دډیرې خوشالۍ نه دې وخورم که څه وکړم .تاسوڅومره عالي اوجذاب کنفرانس جوړکړی و.            همدامدیرصاحب چې پرون دخوشالۍ نه په جاموکې نه ځایدواوچې په سبایې ټولګي ته راغی نودخپل همیشني عادت له مخې یې په تندي ګوتې ایښې وې اوویل یې : ورونوداکنفرانس خوډیرخطرناک کنفرانس و. زما ورور، یاکوم بل خپلوان یې یادکړ، بیګاه زمونږ کورته راغلی واورا ته ویل یې چې تاولې دغسې کنفرانس ته اجازه ورکړې ده ؟ داکنفرانس ټول سرترپایه ستادچوکۍ په ضررو. هغه ورته ویلي ووچې دعیان شعردحقو قودپوهنځي د څلورم ټولګي له سویې نه اوچت و. په دغه رنګه مسایلو هرڅوک نه پوهیړي چې دشعرمفهوم اومطلب څه شی دی . ته پې هم نه یې پوه شوی.دایوډیرسیاسي شعراوپه ټوله کې سیاسي کنفرانس و. ګومان کوم چې مدیرصیب ته چا داخبرې کولې هغه په خپله دحقوقودپاکولتې دڅلورم ټولګي محصل و. مدیرصاحب ته به حکومتي چارواکوهم کوم اخطارمختارورکړی وي، لیکین په دې اړه یې څه ونه ویل چې چاورته ګواښ ماښ کړی دی ، خویره ډیرخپه اووارخطاو.                            له همدې کنفرانس نه وروسته چې «خیال» یې ریس وبیادرحمان بابا په لیسه کې ترډیرې مودې پورې دبل کنفرانس نښه نښانه نه وه .               چې پوهنتون ته داخل شو، بس داوربټۍ ته موورودنګل . لادرسونه مونه ووپیل شوي چې د «خلق»جریده راووتله .لعل پادشاه«عالمي»، ما اونظام الدین« سلیمانخیل»(اوس دهغه تخلص هم کټوازی اودهغواولس تنوله ډلې نه دی چې دخیال سره یوځای له ښرنې نه راغلی وو» ، په میرویس میدان کې ، خیال اوڅونورو انډیوالانوپه«پل باغ عمومي»کې اویوزیات شمیردښارپه نوروځایونوکې، یاده جریده په چغوچغوخرڅوله .  داکارموترهغې سرته رساوه چې له شپږمې ګڼې نه وروسته دوخت د  دولت له خوابنده شوه .                                                            چې لومړنۍ ګڼه موپلورله اوپه هغې کې د«خلق دیموکراتیک»مرام خپورشوی ونوپه خپلوناروکې به موویل :« دخلق دیموکراتیک مرام » یا«مرام دموکراتیک خلق». داسرلیک په دوه مفهوموتعبیریدو: یوداچې دامرام دخلق دجریدې مرام دی . بل داچې دامرام دخلق دیموکراتیک جریان (ګوند) مرام دی .تردغه وخته چې لادګوندونوقانون نه ونودادخلا صون لاره وه .حکومتي چارواکونه شوویلی چې ولې مودګوندمرام نشر کړی دی .ځکه یې څه نه شوویلای،چې مونږورته ویل  دادخلق دجریدې مرام دی ،خوپه حقیقت کې دګوندمرام و.                                    خیال اوزه دادبیاتودپوهنځي دلومړي ټولګي په یوګروپ کې ،لعل پادشاه اویوشمیرنورانډیوالان رانه په بل ګروپ کې داخل وو.داکال مودمني تر موسمه څه ناڅه ارام و،خویره په خپلوګوندي منډوترړوکې مونږدرې واړه اونورټول درحمان بابانه رافارغ شوی ګوندي ګروپ هغه دچاخبره خپل غوږګرولوته هم وزګارنه وو. دحکومتي چارواکواودپوهنځیود ریا ستونوله خوادفشارنه لا ارام وو، خوترتعقیب لاندې وو. په ټولګي کې را سره داسې جاسوسان فعال ووچې هره  ورځنۍ خبره به مواړونده ځای ته رسیده. لیکین داچې دخلق دیموکراتیک جران په ډیرقوت سره دپو هنتون په صحنه کې راڅرګندشوی واودنوروګوندونویاجریانونودومره جوتې نښې نښانې لانه وې نوزیاتومحصلینوبه ورته په درنه سترګه کتل.  چارواکوهم ورته په ښکاره څه نه ویل .                                       چې منی شواودتیرکال دلړم دمیاشتې ددریمې نیټې دشهیدانوکلیزه رانژ دې شوه نوزمونږجریان ددې کلیزې دلمانځلو دپاره چمتووالی ونیواوپر یکړه یې وکړه چې دکلیزې په ورځ به خامخامظاهره کوو. دعقرب د دریمې دشهیدانوورځ به په درنومراسمولمانځو. مونږیوشمیرنطاقان دجر یان دمشرتابه دیوه غړي په کورکې چې په «تپه سلام»کې پروت و، را ټول شواودافیصله مووکړه چې دهرې موضوع په اړه به یو تن په پښتو اوبل به په دري خبرې کوي .لیست جوړشواو عنوانونه یې داسې وټاکل شول : دلړم ددریمې دشهیدانویاد ، فیوډالیزم ، کپیټلیزم ، امپریالیزم،زوړ استعماراوداسې نور. هردوه تنه باید یوه موضوع په دواړوژبودمظاهرې په بهیرکې عاموخلکوته تشریح کړي چې دهغوی دسیاسي شعوراوفکرد بیدارۍ سره مرسته وکړي .                                                      دتیرکال مظاهره داسې پیښه شوه : دعقرب دمیاشتې په دویمه نیته باید نوی صدراعظم ارواښادډاکترمحمدیوسف چې ددیموکراسۍ دوخت      لو مړنی صدراعظم ودملي شورانه داعتمادرایه واخلي . دخلق دجریان غړي اویوزیات شمیرنوردسیاست مینه وال له دې نه خبرشوي ووچې د دغه جریان دپارلمان استازي به صدراعظم ته درایې ورکولونه مخکې یوه سکونډونکې ویناکوي اودخلکوپام به دحکومتونونیمګړتیاوته وراړ   وي . په هغه وخت کې په صدراعظم اویادلوړې پوړۍ په کوم بل چاروا کي نیوکه اوانتقاد څه ساده خبره نه وه . نوځکه پارلمان ته په دې ورځ دومره ډیرخلک ددغې ویناداوریدودپاره ورغلي ووچې هلته دناستې خو څه چې ان دولاړې ځای هم نه و. زه  دسیل بینانوپه پاس منزل کې  ناست وم چې دپارلمان ریس مرحوم ډاکترعبدالظاهردودانۍ تالارته راننوتواوپه ولاړه یې دواړه لاسونه خواره کړل . دځان سره یې څه وویل . دهغه خبرې خومونه اوریدې ،لیکین لاسونه یې داسې خواره کړي ووچې دومره ډیرخلک ؟ یعنې دومره زیات سیل بینان اوتماشاچیان له بهرنه راغلي دي ؟ لږه شیبه وروسته اعلان وشوچې نن داعتماددرایې ورکولوجلسه وځنډیده نومهرباني وکړئ دپارلمان له ودانۍ نه ووځئ ! مونږاونورټول خلک ددغه اعلان نه وروسته دملي شورادودانۍ نه را ووتواودسباورځې جلسې ته سترګې په لاره وو. داورځ تیره شوه اوسبا چې بیادغې ځای ته یوشمیرخلک ورغلل نودپارلمان دروازه بنده وه . څوک یې نه ورپریښودل چې دننه په پارلمان کې دصدراعظم اووکیلانو ویناوې واوري . په دې ورځ چې دلړم دمیاشتې دریمه نیټه وه ، دغودپار لمان په دروازه کې منتظرینوچې هرڅومره کوشش کړی وچې ودانۍ ته دننه ورننوځي وس یې نه ورسیدلی . پولیسوورله مخه نیولې وه . منتظر ین له دې ځایه دحبیبې لیسې په لورورغلل اوزده کوونکي یې ورله مظاهرې ته راوویستل .  بیاورسره یوزیات شمیرنورکسان یوځای شول اودپوهنتون په لوروخوځیدل . ددهمزنګ په خواکې یې یومیټینګ جوړ کړاوبل ځل دورته میټینګ دپاره دپوهنتون په ساحه کې تم شول . له پو هنتونه دښارپه لوردمظاهرې مخه ونیول شوه نومظاهره چیان دکارته سخي دتپې دلورې کارته پروان ته واوښتل اوبیاپه پښتونستان واټ کې تم شول . له هغې نه وروسته دمیوند واټ په چوک او  نوروځایونوکې وګر ځیدل . اخیرماسپیښیم بیرته دهمزنګ ته راستانه شول. هلته یې واوریدل چې یوشمیرکسان یې دکارته چاردپولیسوپه ماموریت کې بندیان شوي دي . دوی چې دهغوی دحلاصولوپه نیت هغې خواته وخوځیدل اود پولیسو سټیشن اودصدراعظم کورته نژدې شول (دصدراعظم کور او دپولیسو ماموریت په یوه ګا ونډکې پراته وو) نوپه مظاهره چیانوډزې پیل شوې . په ډزوکې ترې درې تنه شهیدان شول چې یویې «حسن» خیاط ؤ . دهغه قبرپه «شهدای صالحین»کې دتپې په سرپروت دی.داسې ویل کیدل چې دډزوامرسردارعبدلولي دپخواني باچامحمدظاهر زوم کړی ؤ. په دې ورځ ، چې مونږلا درحمان بابا دلیسې په دولسم ټولګي وو، د دغې لیسې دروازې ته غټ قلف پروت و . چاته دبهرتلو  اجازه نه وه ، خوبیاهم دورځې په اخیروخت کې مونږدوه درې تنوځان د ډ زوځای ته ورورساوه اوچې هلته ورغلونومظاهره پای ته رسیدلې وه . اوس چې د پوهنتون په لومړي ټولګي کې یواودتیرکال دلړم ددریمې د شهیدانوتلین ته تیاری نیسونومونږپه دې وسواس کې یوچې سبابه څنګه اوله کومه ځایه مظاهره شروع کوو. له کریم «زرغون»نه مې چې د طب د پوهنځي محصل اوددې جریان دپوهنتون دمشرتابه دکمیټې غړی و، پوښتنه وکړه چې څنګه به یې پیلوو؟هغه راته وویل ته اندیښنه مه کوه. مونږیې دطب دپوهنځي له دروازې نه پیلوو.مونږهم خوښ شوچې دپیلو لوځای شته .                                                                       ماښام شواودډوډۍ کوټې ته لاړو. چې ډوډۍ مووخوړله نوچای موهم له هغوغټوغټوچجوشونونه راواخیستوچې په یوه میزپراته وو. دډوډۍ خونه دومره لویه نه وه چې دلیلیې ټول محصلین په کې په یوځل ځای شوي وی . دې خبرې ته پخوامونږځکه نه وومتوجې شوي چې محصلین به مخکې وروسته راتلل اود ډوډۍ خوراک نه وروسته به خپلې کوټې او یاکوم بل ځای ته تلل.هیڅکله داسې نه وه ډکه شوې لکه نن شپه . نن چې  هرڅوک راځي ډوډۍ خوري اوله میزه نه پاڅي . همدلته دمه په دمه چای راخلي اوپه خپلومنځوکې په خبروبوخت دي . په دې وخت کې د میزپه سردچایوچجوشونه تش شول . چې کله به چجوشونه تش شول نو یوه تن به دچجوش سرله چجوش سره وټنګاوه . چپړاسي به خبرشوچې په میزچای خلاص شوی دی . هغه به زربل ډک چجوش راوړ. اوس چې دډوډۍ خونه دمحصلینونه ترڅنډوپورې ډکه ده اولاځینې ځینې یې په ولاړې ولاړې «دخیال په اصطحلا»چای «سوروي» . دغه چجوش چې تش ونویومحصل وترنګاوه اونورومحصلینوورپسې دخولې چسار جوړکړ(چش چش ... ) .                                                       هلته دادود وچې دډوډۍ غرفې ته به په کتارکی ولاړوواودچانه به کاشغه یاپنجه په ځمکه ولویده نوهغې به شرنګاجوړه کړه اونورو محصلینوبه ورپسې دچش چش غوغاپورته کړه . بیابه ټولوورپورې وخندل . دکاشغې خاوندبه هم وخندل اولاس به یې دمعذرت اوبښنې په دودجګ کړ.                                                                       اوس نودادچجوش ترنګاڅه وه چې بس دسباورځې دکلیزې دمظاهرې دپاره ټلۍ(زنګ) وه. ټولومحصلینوپه یوه وخت لومړی دخولې چش چش وکړاوبیایې په یوه غږچغې اوشورپکړجوړکړ. په شورکې زمونږدجریان یوغړی جګ شواویواځې یوڅوشعارونه یې ورکړل .زه هم ورپسې میز ته پورته شوم څوبیتونه مې وویل اوبیامې خبرې وکړې . چې له میزنه راکوزشوم نوزماانډیوالانوله خوشالۍ نه اوچت اوچت ټوپونه وهل . زیاتومحصلینوچې زمونږ په جریان کې نه ووهم ډیرزیات تشویق کړم . خپل انډیوالان اوپه تیره تیره دغه درحمان بابا دلیسې فارغ التحصیلا ن خوراته له اندازې نه زیات خوښ وو.سباموبس له همدې ځایه ،دپوهنتون دشپیځي(لیلیې) ددروازې نه مظاهره شروع کړه . دپوهنتون په تدریسي ساحه کې راسره نهاري محصلین هم یوځای شول . دمیوندواټ دلارې د «شهدای صالحین» ادیري په لوری وخوځیدو . دمیوندواټ په چوک کې یوشمیرویاندانوخبرې وکړې اوبیاادیرې ته ورسیدو. هلته هم ویناوې پیل شوې . دمظاهرې ګډون کوونکوبه ورته په ډیره سړه سینه غوږنیولی و اوپه خاصوبرخوکې به یې چک چکې هم ورته کولې . هغه وخت چې  زمادخبرووارراغی نوتصادف داسې وچې یوشمیرجینکومحصلینودګلونو هغه ګیډۍ ګانې چې دځان سره یې راوړې وې راواخیستې اودتپې په لوردشهیدقبرته روانې شوې . په همدې لحظه کې مادارواښاداجمل خټک دانظم په اوچت اوازپیل کړ:                                                    پیغلې ګلونه په سینه قطارول قبرته +                                        په ډډاوازیې داڅوټکي اورول قبرته                                          شهیده خوردې په ګولوسوري ټټرنه قربان +                                چې پې آسونه دنګیدلي هغه سرنه قربان                                    خدایه سپرلی کړې چې داسرې وینې ګلونه شی بیا+                       دخویندومیندولوپټې سره نشانونه شي بیا                                      نشان یانشانونه پیښوریان بیرغ ته وایي . داشعرددې صحنې اووخت سره ښه« خټه اوګټه»ولګیدواوزیات استقبال شو .                                  مازیګرمازیګرمظاهره پای ته ورسیده اوزمونږټول انډیوالان ډیر خوشاله وو. چې درهبرۍ له خوادمظاهري دپایلوارزونه کیدله نو نیمګړتیایې داوه چې باید ټوله ورځ په ښارکې ګرځیدلي وای چې عام خلک موپوه کړي وی . ادیرې ته مویواځې دګلونودګیډیوډله لیږلی وی . په راتلونکوکلونوکې موهمداسې وکړل .                                       څوورځې وروسته په پارلمان کې دخلق دجریان په استازوحمله وشوه اوخبریې مونږمحصلینوته راورسیدو. زه خیال اویوشمیرزمونږ نور    ټولګي وال دادیتیورم مخې ته ولاړوواوپه دغه ساعت کې له همدې ادیتیورمه چې زمونږ دلوست ټولګی وراوتلي وو. ددې پیښې په اړه مود نوروټولګیوالوسره خبرې کولې . په دې وخت کې نجیب الله چې دطب د پوهنځي محصل اودخلق دجریان غړی و،زمونږ خواته راغی اووی ویل تاسوچې په دې اړه  خبرې کوئ نوهغه دسرک لورته نژدې محصلین هم په همدې باره کې په خبروبوخت دي . راځئ چې ټول یوځای شو اوپه ګډه داموضوواورو. هلته چې یوځای شونوسمدلاسه یوتن په یوه جګ ځای و دریدواودې نوروورته دټکه لاس پړکونې شروع کړې . مونږ هم کټ مټ دهغوی په شان چک چکې وکړې اویوشورځوګ(زوږ)جوړشو. دشوروالاخودپارلمان دوهل شویواستازوملګري وو،خونورمحصلین هم ورته په یوه رپ کې راټول شول . لیکین مونږته دااندیښنه اوشک پیداشو چې درهبرۍ له خوابه دستورراغلی وي چې میټینګ یامظاهره وکړوکه نه ؟ ځکه چې زمونږ دادبیاتوپوهنځي ته دمظاهرې خبرچا نه وراکړی اویاداچې دمظاهرې په اړه ټولې رهبرۍ تصمیم نه ونیولی . بالاخره مظاهره شروع شوه. دابن سیناښوونځي په لورعمومي سرک ته راووتلو اودښارپه لوردابن سیناروغتون ته دورتلوپه نیت ځکه روان شوچې هلته هغه دپارلمان استازي بستري وو. دامظاهره چې له پوهنتون نه پیل شوی وه ،په روغتون کې یې یواځې یومیټینګ وکړاوبیاترمازیګره په ښارکې وګرځیده اوپه تیمورشاهي پارک کې پای ته ورسیده .                        کله به دسیاست لورې ته مخ اړوواوکله به دتنکي زلمیتوب خیالو نو اویادونوته . یوه ورځ خیال اوزمونږیوبل انډیوال دپوهنتون دفوټبال په چمن کې اینډې کولې.هغه هم درحمان بابانه خلاص شوی واودخیال سره په هغه لیسه کې په یوه ګروپ کې ؤ. دوی به تل یوبل تخنول او چغې به یې وهلې.اوس دوی دواړوهمدغه لوبه جوړه کړې وه اویوبل یې ځغلول. دهغه بل انډیوال بایسکل په چمن کې پاتې شو. دوی دواړه لیلیې ته ورسیدل. مابایسکل راواخیستواودلیلیې مخې ته مې قلف ودراوه. چې کلي مې وروړه نوهغه ویل ته یې دبایسکلونوخونې ته بوځه ! ماچې ولیدوهغه په بستره کې پروت و.ښه مې داوګڼله چې ډوډۍ وخورم نو زه به یې ورله ورسوم . له ډوډۍ نه وروسته چې ورغلم بایسکل چاپه خټو کې قلف کش کړی ؤ . خدای پوهیږي چې چابه ورته داسې تیاره ملا تړلې وه . انډیوال یې بیازمانه تاوان واخیستو،خودتاوان حق یې په مانه و. خیال ورته دومره په قهروچې نژدې یې ورسره جنګ کړی ؤ.           دادبیاتودپوهنځي لومړی ټولګي موچې عمومي درسونه په کې لوستل کیدل پای ته ورساوه اودویم ټولګي ته بریالي شو. دویم ته خوکامیاب شو لیکین په دې نه پوهیدوچې کومې څانګې ته به موورکړي . زمونږدواړو اودلعل پادشاه هم لومړنی انتخاب دژورنالیزم څانګه وه . چې پسرلي ته راغلونوهمدغې څانګې ته یې درې واړه ورکړي وو.                        اوس نوراشه که یې ګورې!مونږ تنکي ځوانان اودنوې مفکورې جذبې. توبه توبه . که به مویواستازارام پریښی وي . یوشمیراستازان خوډیرپوه اوپه نوې مفکوره ښه سمبال وو. زمونږسره یې ټکرنه کاوه . لکه علي محمد «زهما»،فاروق«اعتمادي»،عزیز«نعیم»،کاظم«آهنګ»اوڅونور. دحسن«کاکړ»سره مولږلږاو کله کله ټکرراتلو، خودسیدشفیع«راحل»   چې دکابل ټایمزریس و ، دارواښادصباح الدین«کشککي»چې داطلاعاتو اوکلتوروزیراودکاروان دجریدې مسوول ؤاویوشمیرنوروسره موتراخیره خړه پړه وه . راحل صاحب ته مې په ازموینه کې اته دیرش نیم تخته یي پارچې ډکې کړې وې اودهغوسیاسي مسالوپه باره کې مې څرګندونې کړې وې چې ده غوښتلې وې ، خوبیاهم له سلونه یې راته اته څلویښت پوینټونه راکړي وو. دې نورودووانډیوالانومې هم ټیټې نومرې وړې وې اوکه ټول ټولګي ته یې امتیازي (بخشش)پوینټونه نه وی ورکړي نوراتلو نکې موښه نه وه . پوښتنه مې ترې وکړه چې استازه ماخودغه سیاسي مسالې ډیرې په دقت اوپوره پوره تشریح کړې وې نوڅنګه دې دومره کمې نومرې راکړې دي ؟ تازمادا( ۳۸) نیم تخته یی مخونه لوستلی دي که نه ؟ وې ویل نه . ماویل ولې ؟ ویل یې ځکه چې په پښتودې لیکلې وو. ماویل خوتادامتحان په سراعلان وکړچې څوک یې په پښتولیکي نولیکلای یې شي . بس بل غږیې ونه کړاودامعنایې لرله چې: «کوربه ګاونډي ته ویلي ووچې په بیل کې یې مستې(تومنه)کړې دي ». که بانه وه خو همداوه چې په پښتودې لیکلې ده .                                       ددویم ټولګي په لومړي سرکې راباندې یوه بله ټکه هم رانازل شوې وه .اوهغه داچې وامووریدل په ګوندکې انشعاب راغلی دی . خیال اوزه په دې غږ کاڼه شوي وو. لعل پادشاه لکه غرټینګ ولاړواوپه خوله یې څه نه ویل ، خودخپلې خوښې اړخ دپاره یې ښې منډې ترړې وهلې . ولې مونږډیرناارامه وو. باوربه مورانه شي چې په لومړۍ شپه بیخي نه یم ویده شوی اودوه شپې نورې هم راباندې ټکنۍ تیرې شوې . دخیال حال هم زمانه کم نه و. څوشپې څوورځې سرکاوته سرکاوته ګرځیدو. ورو وروعادي حالت ته راوګرځیدو.دنوروګوندونوتاریخونه موولوستل. په دې پوه شوچې دغه ډول پیښې په زیاتوګوندونوکې هوبهو منځته را تلونکي وي .                                                                       دجریان ددوه ټوټې کیدونه وروسته ، چې له کوټه سنګي(میرویس میدان) نه مود«مۍ»دلومړۍ (دکارګرانودنړۍ وال پیوستون)دورځې په  مناسبت په ا فغانستان کې دلومړني ځل دپاره دمظاهرې په ډول مارش پیل کړنودخلق جریده مودمظاهرې په مخکې په تخته نښلولې وه . یوشمیر عام خلک هم راسره راروان شول . چې درحمان بابالیسې ته راورسیدو نوانډیوالانوزه ددروازې ددیوال سرته ورجګ کړم . دلوړ اوازپه شعارونواوشعرونومې پیل وکړاویاده لیسه مو دځان سره مظاهرې ته راوویسته . ورو وروراسره نورګوندیان اوعام خلک یوځای کیدل او مظاهره غټیده.لومړی حجاري اونجاري فابریکې ته بیاجنګلک فابر یکې ته اونوروخایونوته لاړو. دمۍ لومړۍ ورځ موپه ډیروپه زړه پورې مرا سموسره ولمانځله . له دې ورځې نه وروسته په عواموکې هم زمونږ د اړخ نوم د«خلق»یاخلقیانوپه نامه مشهورشو.                                  څه موده وروسته رانه بیابل ګروپ بیل شو، خومونږکمزوري نه شو . زمونږجریان دپوهنتون په ټولو مظاهروکې که هغه به ځانله زمونږوه اویابه دنوروسره یوه ایتلافي مظاهره وه ، دیوسترځواک په توګه ومنل شو. دپوهنتون اومعارف دغیرعادلانه قوانینوپه ضدموپه ایتلافي مظاهرو کې چې ډیرې اوږدې اوپه اونیواونیویې دوام وکړدیوه پولادي دسپلین لاندې برخه اخیستله . په دې مظاهروکې زمونږټولوملګروبلکل غیرحا ضري نه کوله اودمظاهرې دمنځ نه به هم نه وتل . دغرمې ډوډۍ خوبه زمونږټولوملګرونه خوړه ،خو یوشمیربه مولا دسهارچای هم نه وڅښلی. ځکه چې په کومه بله ګوندي وظیفه لکه دشعارونوراوړلو...پسې به تللي وو. بیابه مونوټوله ورځ ناره تیره کړه. اوړی واودکابل په سیزونکی لمر کې به په قیرسرک دپوهنې دوزارت مخې ته دویناوواوریدوته ناست وو. بیابه هماغسې چې سهارله پوهنتونه په مظاهره اومارش دښارپه لوررار وان شوي وو،بیرته به ماښام ماښام دپوهنتون لیلیې(هاسټل) ته ورسیدو.   که دپوهنتون دپیر(دوران)ټولې کیسې اوبهیرونه رایادکړونوسپکی شان کتاب پې لیکل کیږي . په دې دوران کې زمونږټولوملګروزمونږ درې واړوپه شان اویازمونږنه هم زیات په مظاهرو،ګوندي اونوروسیاسي منډوترړواوقربانیوکې ګدون کاوه . دلته دټولودنومونویادونه مشکله ده .   بالاخره دپوهنتون اومعارف قوانین مومات کړل اودپوهنتون په ازاده فضاکې موسترجشن جوړکړ. هرپوهنځي خپلې خپلې جشني کاروایانې وکړې . زمونږدادبیاتوپوهنځي داجشن په ملي اتڼ ولمانځه . په اتڼ کې ارواښادغلام قادرکټوازی مخ ته شواویودغورځوډک اتڼ مووکړ.قادرهم دښرنی اوسیدونکی اودهغواولسوتنوله ډلې نه وچې دخیال سره یوځای د رحمان باباپه ښوونځي کې داخل شوی ؤ. دپوهنتون ټولوحاضرومحصلا  نو (نجونواوهلکانو)په زوټه (زوره)چغې کړې : آدبیات برد،ادبیات برد (ادبیاتویووړه) . هغه ګروپ هم دانارې بدرګه کړې چې په همدې جشن کې یې«رقص ویتکانګ ها»اجراکړی ؤ. ځان ته یې ځکه ویتکانګیان ویل چې په دغومظاهروکې یې ښه کوټلې برخه اخستلې وه .هغوی په یوه سیاسي ګوندپورې مربوط وواودغه ګونددویتکانګیانودایډیالوژۍ پلوي هم نه و،خوپه یادومظاهروکې یې کلکه برخه اخستلې وه اوځانونه یې په دغه نامه یادول . سبادکاروان دجریدې دلومړي مخ سرلیک همدا «رقص ویتکانګ ها» واوپه متن کې یې بیاداټول جشن تشریح کړی ؤ. قادر کټوازی په وروسته کې زمونږدګوند ښه مظبوط غړی و.                خیال هم داتڼ سره ډیره مینه لرله اودپوهنتون دلیلیې دجمعې دشپې په اتڼ کې به یې خامخابرخه اخستله اوکله کله به ورته لا مخ ته هم شو.      دیوې مودې په تیریدوسره موپه غیررسمي توګه دخلکوپه مینځ کې ورو ورودخلق د «جریان» نوم په «ګوند» بدل کړ.                          دورځونه یوه ورځ زمونږ دګوندمظاهره وه چې په «پل باغ عمومي» کې تم شوی وه . یوتن خبرې کولې اونوروورته غوږنیولی و. اوس په دې وخت کې خیال اوزه دمظارې شاته صف کې ولاړوواونورپه ځمکه ناست وو. ناڅاپه دهغه زمونږ په یوه شاعرسترګې ولګیدې اوماته یې کړل(ویل یې):                                                                    یره : داشاعران مې ډیربدایسي . ډیرڅنګه اوڅنګه ... خلک دي . ټوله ورځ پردیوجینکوته ګوري . دچین مشرماوتسې تونګ ځکه په انقلابي تیوري کې تیروتنه وکړه چې شاعرؤ . وګوره دازمونږپلاني شاعرټوله ورځ په جینکوکې سترګې ښخې کړې وي .                                   ماورته وویل : یعنې ستادخبرومعناداده چې شعراوشاعري یوبې خونده مسلک دی اوشاعران ضعیف خلک دي . ده وویل ورک یې کړه نه مې خوښیږي. بس هماغه دده حبره وه چې زما په سراسماني کاڼی راولویدو. تردغې ورځې پورې خوزه لګیاوم ټوله ورځ به مې پاڼې تورولې اوپنسل پاک به مې ورله په منځ کې راکشکولو اودشعرنوم به مې ورکاوه . معنا داچې هرڅنګه  وو،ووبه ، خوماورته شعروایه . دغه ډول خپل شعرونه به مې په مظاهروکې هم په اوچت اواز ویل . ځینې ځینې همدغه پخواني شعرونه مې وروسته په ورځپاڼوکې هم چاپ شول .دلیسې دوخت په کنفرانسونوکې به مې تل خپل جوړکړی شعروایه . دکنفرانس په پای کې به زیاتوزده کوونکوتشویقولم چې ښه شعردې ولوستو . په دولسم ټولګي کې خومې دکارګرشعرپه کنفرانس کې دپوهنتون محصلین اونورحاضر ین په دومره جوش راوستلي ووچې ټول ورته دلومړي ځل دپاره په ولاړې ودریدل . بیاد نوروانډیوالانوښوشعرونوته په ولاړه ودریدل هم دودشو. دخیال دخبرې سره مې شعریانظم لیکل بس کړل.خپله دشعرونو کتابچه مې دکندوپه سرکیښوده ، که نه نودډیرتمرین ،مطالعې اوکوشش نه وروسته څه ناڅه امکان وچې یوخشره مشره غوندې شاعررانه جو ړ شوی وی . څرنګه چې مونږیودبل خبرې ته ډیرغوږایښودواودیوه بل خبره مودرنه ګڼله نوپه شاعرۍ مې درنه تیګه کیښوده . فکرمې وکړچې زه لکه چې دې ته نه وم متوجې چې شاعران ښه خلک نه وي اودایې لاڅه کړې چې بل کارنه لري ټوله ورځ جینکوته ګوري . زمونږ سیاسي مفکورې رانه ښه بې ږیروپاخه شیخان جوړکړي وو . نجونوته موهډو کتلای هم لانه شول .                                                            لوستونکي چې داکرښې لولي نوحق حیران به وي چې زه څه وایم ، خیال اودشاعرانوسره ضدیت ؟ که حوصله وي نوتراخیره راسره ولاړ شئ چې څه پیښیږي ؟ څوک چې غواړي شاعرشي نودهغوی دپاره هم یودرس دی .                                                                      داوږدومظاهرونه وروسته پوهنتون شپږمیاشتې وځنډیدو(تعطیل شو) . مونږباید په ۱۳۴۸ کال کې له څلورم ټولګي نه خلاص شوي وی، لیکین ددغه ځنډ له کبله د۱۳۴۹ کال دغبرګولي په میاشت کې فارغ التحصیل شو. سلامسلات مو وکړچې دکاردپاره به یورادیوته اوبل به باختراژانس ته لاړشو . داټوکه موهم وکړه چې : که انقلاب مووکړنوداځایونه به مو تیارنیولي وي . دهغه رادیوخوښه وه اوزمااژانس . په همدغوموسیسوکې موو ظیفه شوه . که هره ورځ به مونه شوکتلای نوپه ورځ کې خوبه دوه درې وارې دتلیفون په مټ غږیدو . دورځونه یوه ورځ مې ورله دفترته تلیفون وکړ. دتلیفون غوږۍ یوې جینۍ واخیسته . ورته ومې ویل خیال مې په کاردی . هغه یا نوې وه اویایې تراوسه هغه ته دمکمل نوم «خیال محمد» غږکاوه . لږه ساکیته(تیروته)اوپه خبروکې بنده غوندې شوه . ما  په زړه کې وویل چې هغه فکرکوي ګوندې زه هغه خیال یادوم چې هنر منددی . بیامې ورته وویل بلې خیال جان یادوم . هغه لاچوپ وه اوبیایې دځان سره وویل خیال ؟ ماورته وویل بلې بلې «اموخیال که ازطرفای کتوازاست»(هغه خیال چې دکټوازدخوادی). خیال کټوازي . نوبیایې په ځواب کې راته وویل چې وبښه هغه په دفترکې نه شته بهروتلی دی . وروسته چې خیال دفترته راغلی دی نونوریې نوم یابه داسې ووایم چې نوریې تخلص «کټوازی» شو. هغې ورته په دري ویلي ووچې : کتوازي صیب ،کتوازي صیب دباختراژانس نه درته تلیفون راغلی ؤ. هغې نورکټوازی صیب باله اوددفترنوروغړوهم دهغې نه واوریدل چې ګوندې دخیال تخلص کټوازی دی . خیال دکټوازنه ؛ بلکی د«ښرنې» او سیدونکی ؤ ، خومونږدښوونځي له وخته اوریدلي ووچې دوی دکټواز د خوادي اوځکه زماخولې ته هم کټوازی راغی چې که هغه جینۍ یې داو سیدودسیمې په نامه وپیژني اودهغه بل سندرغاړي خیال سره به یې توپیر وکړي نو زماپه خبره به پوه شي چې زه څوک غواړم . ماورله په خوله کې دغه نوم ورکړاوهغې ورله تخلص کړ .                                   بله ورځ چې دخیال سره مخامخ شوم اوپه څه خبرې پورې خبره شوه نوده راته وویل چې ددفترجینۍ راته غږوکړ: «کټوازي صیب ،کټوازي صیب» .چې دده خبره مې واوریده نوخوله مې ټپه اوغوږونه مې کاڼه کړل . هیڅ مې په دې اړه ورته ونه ویل ، خوپه پټه خوله  مې ورته و خندل چې داګلونه خوماوکرل . وروسته په ټوله رادیواودرست چاپیر یال  کې کټوازی شو . هغه داتخلص په ځان نه وایښودلی اوماهم ورته کلونه کلونه څه ونه ویل چې خبره داسې وه . یواځې دوه درې کاله مخکې مې دلته په هالیندکې له دې جریانه خبرکړ. هغه په خپلوټولو شعر ونوکې د «خیال»تخلص کارولی دی .                                    خیال یوه ورځ اژانس ته راغی اویوه ورځپاڼه یې په لاس کې وه . ډیر خوشاله اومسکی مسکی کیدوورته . ماته یې ویل : په دفترکې ناست وم چې اخبارمې راواخیستونوسترګې مې په دې سرلیک ولګیدې : «مبارزه وطن پرستانه مردم ... ». لومړی خوچې مې په دې عنوان سترګې و لګیدې اود«مبارزې» کلمه مې په کې ولیده اوبیامې په وطن پرستانه ... نوحیران شوم چې څومره ښه عنوان دی. بیامې ولیدل چې:«ازنیوټایمز» اوچې سترګې مې په «مترجم:عیان»ونښتې نودډیرې خوشالۍ  نه اسمان ته پورته شوم . یوخوداچې مترقي مقاله وه . بل دا، له انګلیسي نه دې ژباړلې وه . څومره زردې زده کړه . اوبل دې ته لاډیرخوشاله شوم چې په دري ژبه هم ښه روانه ترجمه کولای شې .                                 هو. هغه زماپه ترقۍ اوزه دهغه په پرمختګ خوشالیدم .                   زمونږ بل انډیوال لعل پادشاه عالمي هم داطلاعاتواوکلتوردوزارت په مرکزي څانګه کې مقررؤ . تصادف داسې وچې مونږدرې واړه دژوند په ډیروبرخوکې سره یوځای وواودپوهنتون په دوران کې خوبه لادلیلیې په یوه کوټه کې اوسیدو.مونږدواړودلعل پادشاه سره هیڅکله ځان یوبرابر نه دی ګڼلی . هغه زمونږنه خپل ولس اوګوندته ډیرکارکړی اوډیرې قربانئ یې ورکړي دي.دلته دهغه په اړه ځکه ډیرنه غږیږوچې یوخوهغه کلونه کلونه پخواچارماري شوی چې څلی یاقبریې لا تراوسه معلوم نه دی او په هماغه وخت کې موورپسې په سروسترګوژړلي دي . بله داچې د هغه یوه لنډه رښتیانۍ کیسه مې لیکلی چی زمادلنډوکیسوپه پینځمه ټولګه کې چاپ شوې ده . دټولګې نوم «زمونږاتل»دی اودهغه په اړه دلنډې کیسې نوم هم همدغه دی .                                                دماموریت په پیرکې مونږ درې واړواوزمونږنوروډیروملګرودخدای  تعالی رانازل شوی ډیرې تودې سړې ولیدې . مونږ دلومړۍ ورځې نه خپل ټول ژونددخلکو دژونددسوکالۍ اوپرمختګ په خاطردګوندمنډوترړو ته وقف کړی واودغه لاره مو دژونداصلي محورؤ.له هیڅ رنګه ستونزو اوستومانۍ نه موډډه نه کوله.چې په کومه خوابه یې ځغلولوپه هماغه لور به موځغاستل.یووخت یې مونږدرې واړه دګوند پوځي چینل ته ورمعرفي کړوچې ددغې چینل مشرپه مونږکې یوتن انتخاب کړي اوعسکري ملګروسره ګوندي کار مخ ته بوځي. دپوځي چینل مشرپه مونږدرې واړوکې خیال انتخاب کړ. هغه هوښیارځوان اوپه عین حال کې وتلی دیپلومات ؤ . دټولوشرایطوسره یې دیپلوماتیک برخوردکاوه. دٍثورانقلاب وروسته دهغه همدادنظامي چینل سره ارتباط اوسیاسي پوهه وه چې لوړوپوړیو ته یې ورساوه اوپه وروسته کې وزیرشو.په دې باره کې نور تفصیلات هم شته ، دلته به خبره نه اوږدوو.که څه هم زه په ملکي برخه اوهغه په پوځي چینل کې په ګوندي کاربوخت و، خوزه یې دټولو پوځي حالاتونه خبرولم اوزمونږ ترمینځ زیاتې سیاسې خبرې پټې نه وې.یواځې په یوه موضوعَ کې مونظــــــریونه ؤ.                                           خیال ته دٍثورپه اوومه شپه دنده ورسپارل شوی وه چې خپل پوځي چینل ته دانقلاب دپیلیدوقومانده اودستورورسوي. راته کړل یې(ویل یې): دګوند پریکړه مې خپلو ټولوارتباطي غړوته ورسوله ، خوکرۍ ورځ راپسې دپولیسوموټر راپسې و . ماویل که نن شپه ژوندی پاتې شوم نو پولیسانوسبابه بیا دخیره سره ګورو. درې زره افغانئ مې په ټکسیانوکې ولګولې. په هغه وخت کې په شل افغانئ ټکسي ښه لرې ځای ته تلو. د ثورپه اوومه ورځ هغه په رادیوکې په خپله رسمي شعبه کې واودګوند له خواورسپارل شوې وظیفې ته منتظرؤ. پیښې روانې وې ،دتوپونواوټانکو نواوازونه پله پسې اوریدل کیدل . زه چې دخپلې دولتي وظیفې نه را خلاص شوم نودپښتونستان واټ په لوروخوځیدم .په زرنګارپارک کې راته عارف شینواری چې په رادیوکې یې کارکاوه دڅونوروکسانو سره مخې ته راغی. له ستړی مشې خوارمشې اوګړې بړې نه وروسته موڅو خبرې مبرې وکړې .عارف درادیودجریاناتوپه اړه څه ناڅه څرګندونې وکړې . ماهم ورته غلي غلي وویل : بس هرڅوک چې دي زماپه اند موفق دي ،سیاسي قدرت نیسي . هغه راته په خنداخنداکې وویل:مونږله رادیونه راووتولیکین کټوازی صیب لاهملته دی اویوه ټانکیست ته یې غږوکړچې«حضرت»چیرې دی؟هغه چې خبره کوله نوځکه یې وخندل چې ګنې ته څنګه وایې:چې هرڅوک چې دي موفق دي. یعنې چې تاسو یاستئ اوکټوازی خولاپه رادیوکې ټانکونه رهنمایي کوي.چې بیاوروسته مې کټوازي ته داکیسه وکړه نوهغه وویل چې ماد هغه ټانکیست نه د حضرت نه ؛ بلکې د «اسلم» پوښتنه وکړه اودعارف په غوږبه حضرت لګیدلی وي .اسلم چې وروسته یې «وطنجار» تخلص شو. هغه هم اوس دبښنې دی خدای دې وبښي .                                                    له دوی نه چې مې خدای پاماني واخیسته نوپښتونستان واټ ته ورغلم. هلته یولړپیښې وشوې. زما دخیال سره سوداوه چې څه حالت به یې وي. بیاهم زړه مې په دې ښه کاوه چې ټانکونه خورادیوته وررسیدلي دي ښایي چې مصؤن به وي .                                                        دوی ته چې ټانکونه رادیوافغانستان ته ورننوتي دي نودرادیوکنترول یې په خپل لاس کې نیولی اودسټیډیوګانونه یې ټول کارکوونکي را ویستلي دي . بیاچې ماورته وویل په دومره بجورادیوسقوط وکړنوده را ته وویل چې : هو،ریشتیازماخودرادیوچوپ کیدوته هډوپام نه ؤ. تخنیکي همکاران خوماپه خپله له سټیډیوګانونه راوویستل اواوس تارایاده کړه،خو زماپه هغه وخت کې بیخي دې ته خیال نه وچې رادیوبه ټپه شوی وي . دورځې خورادیوچوپ وه . ماښام په شل باندې اووه بجې داتڼ په نغمو پیل شوه . بیااعلامیې واورول شوې اوپه وروسته کې مې بیادده په اواز دشاعردابیتونه واوریدل :                                                  دزوروراوبه په بره خیژي + خودخیبردپاسه نه شي ختی                  نادانه زوربه دې اوبه شي ګوره + دلته ورک شوي بیرته نه شي ختی . په سبایې په هماغه ټانک چې درادیومخې ته ولاړو، مونږ دواړه پې د پاسه ودریدواویویادګاري عکس موواخیستوچې په ټولورسنیوکې خپور شو. دشپې په یولس بجې چې دواړه دده کوټې ته ورسیدونوکشري ورور یې راته دروازه بیرته کړه . کوټه دسیلوترشاکوڅه کې وه . ښارټول بندو اووروریې دماښام ډودۍ په رستورانت کې خوړلی وه چې دلته په کوټه کې ورسره یوه وچه مړۍ هم نه وه . مونږدواړوهغه شپه ناره تیره کړه.  همداوروریې لږه موده پس په کلي کې تروریستانوشهیدکړ .                 په دې پیرکې هغه لومړی درادیوتلویزیون دوزارت مرستیال اوبیا د  اطلاعاتواوکلتوروزیروټاکل شو ، خوزه لادښاروالۍ ما موروم . ځکه چې دباختراژانس نه اوبیاداطلاعاتواوکلتوردوزارت نه ایستل شوی وم . دایستلوکیسه اوږده ده ،خوچې لنډه یې کړم نولامل یې یوسیاسي کتاب ؤ. هغه کتاب ماداطلاعاتواوکلتوردوزارت ودانۍ ته نژدې ، دپښتنې تجارتي بانک مخې ته چې ددیوال په سرپروت وله یوه پلورونکي نه اخیستلی و. دوخت وزیرمرحوم ډاکتر«نوین» راته دګړنیوپوښتنواښتنو په وخت کې ویل چې ولې دې داسیاسي کتاب دفترته راوړی دی؟                        ماورته وویل چې دا مې له پلاني ځایه چې داهم دافغانستان خاوره اود کابل ښاردی په پیسواخستلای دی . که چیرې منع وي نوبایدچې هلته هم خرڅ نه شي . دفترته مې ځکه راوړچې کورته ان چهلستون ته تلای نه شوم نوچیرته مې وړای وی ؟ زه په دې اندیم چې دابه منع نه وي ځکه چې دکابل په ښارکې خرڅیږي . که خبره رالنډه کړونوله وزارته یې وو یستم . یوکال بیکاره وم اوله دغې جبري بیکارۍ نه وروسته مې دکابل ښاروالۍ ته سرووت .هلته یې دسیاه سنګ(شاه شهید)دقیرو(تارکولو)په فابریکه کې ، دجشن دبیرغونودنصبولوپه مدیریت کې دغړي په توګه مقررکړم چې لااوس هم دهغه وخت دښاروال صاحب نه منندویه یم .       دیوې چاشنۍ خنداخبره خوداوه چې کله به دخذمتي وظیفې نه خپل د   جشن مدریت ته دمیاشتې په اخیرکې په تنخاپسې ورغلم نویوزیات شمیر «لمبر بدل» لوټونه به راته خزانه دارډالۍ کړل . له انقلاب نه وروسته راته زمادخذمتي دفتریوه غړي وویل چې څنګه، هغه خزانه دارته دې جزاورکړه که نه ؟ ماورته وویل چې دخزانه دارخوڅه ګناه نه وه .هغه  مجبوروچې دغه لوټونه یې یوچاته ورکړي وی اوله ټولونه زه ښه وم . ځکه چې : وایي«په نري ورخ اوبه ښې ځي» . هغه هم لوټونه دکوره نه ووراوړي . داخزانه دارخوهډودجزاوړنه ؤ، لیکین هغه پخواني همکارته مې هم یوه ذره زیان وروه نه رساوه چې زه یې له کاره ویستلی وم . د هغه نوم نورمحمدوردګ اودرادیوافغانستان پخوانی کارکوونکی ؤچې اوس زمونږ سره داطلاعاتواوکلتوردوزارت د«پښتودپرمختیا»په ریاست کې غړی ؤ. نوموړی دوزارت اداري ریس ته لاړواوورته وی ویل چې دادرې تنه په دفترکې سیاسي کتابونه لولي اوګوندي فعالیت کوي . که ته یې غم نه شې خوړلی چې زه یې دبلې لارې نه کاروکړم .اداري ریس د بلې لارې دډارنه زمونږدغرمې دډوډۍ دوقفې په وخت کې یوهیأت دفتر  ته رالیږلی واومیزونه یې راته مهراولاک کړي وو. دکتابونودپیداکیدونه وروسته زه اودوه نورانډیوالان مې بیکاره شو. د انقلاب نه یوه ورځ نیمه وروسته ددفاع په وزارت کې یوه پوځي انډیوال راته وویل راشه چې هغه وزیرنوین دروښیم چې ته یې له کاره لرې کړی وې. ما ورته وویل که زه اوس هغه په دې حالت کې ګورم چې بندي دی نوداهغه ته توهین اوسپکاوی دی . داکارنه کوم، زه ورته کتلی نه شم او دیوډول فشارلاندې راځم . نوین صیب ښه ژورنالیست و،خدای دې و کړي چې له بنده خلاص شي . ستانه مننه .                                        خیال خو درادیوتلویزیون معین مقررشواو زه هم دښاروالۍ نه را و غوښتل شوم او دباختراژانس مرستیال وټاکل شوم . دورځونه یوه ورځ  نورمحمد وردګ په لاره کې مخې ته راغې . تپوس مې ترې وکړچې : وردګ صیب وظیفه دې چیرې ده ؟ وی ویل ولا وروره بیکاره یم . ما ویل کوم ځای دې خوښیږي ؟ ویل یې رادیو مې خوښه ده . یوځای ور سره رادیوته لاړم . عریضه موولیکله . دګټوازي صیب نه مو امر واخیست اوپه هماغه ورځ مقررشو. بیاراته وروسته دوزیردتحریراتو مدیرښاغلي زرین شاه وویل چې مونږ(دوزارت مجلس)هغه ستا په سر له کاره ګوښه کړی و،خوتابیرته مقررکړ. ماویل چرته ولاړشي . ټول یو افغانستان دی بایدپه یوځای کې خوخامخا کاروکړي ،نوهمدلته ښه دی .د غچ اخیستلو(انتقام )په ځای بایدچې مرسته ورسره وشي .                    زه بیادهمدغې اژانس ریس،وروسته ددولتي مطبوعې لوي ریس،اوپه اخیر کې «دثٍورانقلاب»نومې ورځپاڼې مسوول شوم .                       خیال ته چې دوزارت دچوکۍ مسوولیت ورپه غاړه شونوددروازې ملازم ته یې ویلي وو: عیان چې هروخت زمادفترته راځي نوزمانه اجازه مه اخله ، هغه پریده چې مخامخ ماته راځي !زه خوبه په خپل سر نه ورتلم اودروازه وان ته به مې ویلې چې اجازه واخله لیکین هغه به ویلې وزیرصیب راته په قاریږي ، ته بې اجازې تلی شې .                    دانقلاب نه وروسته دافغانستان دخلق دیموکراتیک ګوندکې بیاانشعاب راغی اورنګارنګ لانجې په کې شروع شوې. بیاپه خپله دخلقیانوپه اړخ کې ان دوژلوترپولې پورې خبره ورسیده. مونږدرې واړه(لعل پادشاه، خیال اوزه)دنوروملګروسره یوځای ډیرستومانه وو،خوڅه موکړي وی ، څه چاره؟ هیڅ مونه شوکولای. لعل پادشاه خورانه بالاخره په همدغو   لا نجواوپیښوکې قرباني شواولاتراوسه یې قبرهم معلوم نه دی .               راځئ چې یوځل بیا دخیال دماموریت پخواني وخت ته وروګرځو.  ده به یووخت دخپلې څانګې دپاره پروګرامونه لیکل اوبیابه یې خپرول. یوه ورځ ترې ددغې څانګې ریس یامدیرپوښتنه کړی وه چې دامطلب دې له کومې ورځپاڼې نه اخیستلی دی؟ هغه ورته دورځپاڼې نوم یادکړی چې دهیوادیاانیس اویاکوم بل یوه نه . دوی چې به په رادیوکې پروګرا مونه جوړول نوموادبه یې ټول له مجلواوورځپاڼونه اخیستل . داخباروالاهم پوهیدل چې ددوی لیکنې رادیوخپروي، خویره نوم یې نه اخلي . دایوه معموله خبره وه . چې په دغه ورځ یاد ریس دخیال نه پوښتنه وکړه چې دامطلب دې د کومې خپرونې نه اخیستلی اوده ورته هغه په ګوته کړه نو ریس ترې بیا وپوښتل چې ولې ته یې په خپله نه شې لیکلی؟ ته یې دخپل فکرنه ولیکه ! دده ځواب داوچې: نه ماکله لیکنه نه ده کړی .ریس ورته وویل : همدانن یې پیل کړه، همدااوس ! دده لیکل شوی مطلب یې څیرې کړی واوورته ویلي یې ووچې همداموضوع یو ځل بیاله یادونه ولیکه. په خپلوکلیمواوخپلوالفاظو،هرڅه چې دې په یاد پاتې وي ، وې لیکه ! ویل یې بس ماهم ناراستي ونه کړه اودغه مضمون مې یوځل بیاپه خپلوکلیموولیکو. دڅانګې مشرراباندې داکاروکړاوزه یې لیکلوته تشویق کړم . له دې نه وروسته مې دخپل پروګرام دپاره په خپله لیکلوته ملا و تړله. له همدغې ورځې نه خیال خپله عادي لیکوالي شروع کړه . تردې وخته پورې شعرخوڅه کړې چې لیکلی یې وي ؛ بلکې عادي لیکنه یې هم کله نه وه کړې . بله ورځ یې راته کړل(ویل یې) : زه په خپل رادیویي پروګرام کې هرځل یولیکوال،ادیب اوعالم معرفي کوم . کوم وارچې مې دامریکادانقلابي لیکوال «جک لندن» په اړه پروګرام چمتوکړاومسوول سړي ته مې ور وړنوده راته وویل چې افرین دغه ډول پروګرامونه جوړه وه چې د امریکااونورولویدیزو هیوا دونولیکوالان اوپوهان په کې معرفي کیږي . ویل یې مابه اکثره وخت دسوسیالیستي هیوادونودلیکوالواوپوهانوپه باره کې لیکنې کولې اوپه دې پروګرام کې به مې خلکوته ورپیژندل . نن هغه په دې امریکایي لیکوال شاباسی راکړ،خوپه دې نه پوهیدوچې زما د  نوروپروګرامونودلیکوالو اودجک لندن مفکوره یوه ده . په دې یادونه مونږدواړووخندل اوبیاخبره بل لورته ولاړه .  په هغه شپه چې خیال دوزیرپه توګه اعلان شونوزه اوهغه دواړه تر سهاره پورې دیوه خبرپه ارتباط ددوی په کورکې ویښ ناست وو،خودا ځل چې په کورکې یې کورنۍ هم موجوده وه نوپه مړه ګېډه ډوډۍ موو خوړه. نن دهغې شپې په څیرنه ووچې دده په کوټه کې مودسیلوترڅنګ وږې تیره کړې وه.ددغه وختونوجریانونه به په کوم بل وخت اوبله لیکنه کې که دخدای رضاوه وړاندې کړم .اوس به په دې لنډولنډویادونوبسنه کوو.                                                         دانقلاب نه دراوروسته پیښو، دده دژونداوپه تیره تیره دهغه دوزارت د چوکۍ نه دې خواته ډیرکسان په جریان کې دي.هغه اوس یواځې زمونږ سره نه ؛بلکې دټول هیواددخلکوسره په تماس کې ؤ. دې پیرته به ډیرنه تم کیږواودخلقیانودوخت وروستني پړاوته به ځان ورنژدې کړو.         کله چې زمونږدګوندپه منځ کې وضعه خراپه شوه نومااوخیال به په خپل مینځ کې هرڅه ښکاره ښکاره ویل اودمشرتابه په اختلاف دواړه ډیرځور یدو. ده راته ویل چې دډیرسخت فشارلاندې یم. راته ویل کیږي چې که په رادیوتلویزین کې کوم غلط خبرتیرکړې نوبیادې خیرنه شته . داسې جزابه درکړم چې ... . دغه ګواښ به ورته هغه چاکاوه چې دځان په اړه یې دغلط خبرتشویش لاره . غلط خبردا معناچې پلانی سړی یعنې اخطار ورکوونکی له چوکۍ نه لرې شوی دی.                                       دګوند وضعه ورځ په ورځ خراپیده .لومړی دافغانستان دخلق دیموکرا تیک کوند کې په لویه اډانه اوبیاپه خپله دخلقیانوپه منځ کې بې اتقاقي او ګروپ بندي لوړې څوکې ته ورسیده . دبلې خوانه یوخوګاونډي هیوادونه تیارپه څَوْکې ناست وواوشوروي ــ امریکاهم خپلې خپلې موخې(اهداف) لرلې. لومړني یې له ډیرپخوانه غوښتل چې ددوی دخوښې کسان دګوند رهبري په نوکوکې ټینګه کړي اوواکمن شي ،خودویم یې په هرځای کې ددغه ډول ګوندونواودولتونوداورمیږدماتولو ماهیت لري . امریکاچې هر څه کول ،کول به یې .ددغې غټې ببونه خوګیله نشته ،لیکین شوروي ته ګوره چې دنیستوڼي مارمووخوت .                                              هغه ورځ مې ښه په یادده چې یوپوځي ملګری خپل کورته راغې نود کوروالاووته یې وویل چې: راوړئ ! لږشربت،فانتا،کولا... راوړئ چې زړه پې یخ کړواودادڅوورځوستړیاپې وباسو.میرمنې یې ورته وویل : ایله چې نن موخوشاله ولیدې . خیریت خوبه وي څنګه خوشاله خوشاله ښکارې؟ ده ورته په ځواب کې وویل چې نن ریشتیاډیرخوښ یم. ځکه چې دتره کي صاحب اوامین صاحب ترمینځ زړه بداوی لرې شواوپه خپل مینځ کې سره جوړشول. په سبایې چې دهغوی خواته ورغلی و نو بیایودبل نه ګیله من وو.ویل یې چې دهغوی نه راووتلم نوددروازې دپیره دارنه مې پوښتنه وکړه چې ددوی دفترونوته زماله وتلونه وروسته څوک راغلي وو؟ ساتونکي ورته ویلي ووچې دشوروي اتحادسفیرراغلی ؤ.  وروسته پسې ډیرې زړه دردوونکې پیښې راغلې ... چې راغلې . د خلقیانوپه وخت کې پاکستان ته یوهیأت تللی واوکټوازی هم په دغه هیأت کې ورسره ؤ. ددې سفرپه باره کې به دهغه یادونه وروسته وکړم، خود هیأت دراستنیدوسره سم ، روسانودخپل هوایي پل په مټ دځواکونواو ټانکونوکتارونه رازیات کړل. امریکاهم بریتونه تاوول چې که خیري له روسانونه مو«اڼوکۍ»تاوکړی اوډیرزربه څملي. اڼوکۍ په پیندیکول(غیږ نیولو)کې له سیال نه پښه تاوولوته وایي . دامریکې دملي امنیت مشاور « بریژنسکي»لافې شافې خوټولواوریدلی دي چې ویلي یې وو، شوروي مونږافغانستان ته راکش کړ . له هغوی نه خویې دویتنام بدل ښه په درز کې واخیستو، خوپه منځ کې یې له مونږه په میچنه دجوارودَلْ جوړکړ. وایي: جنګ دسنډاګانوواوریښې یې دبوټووویستې . که خبره رالنډه کړو نودروسانویرغل یادورغمي(مرغومي)انقلاب رانازل شو.درادیوتلویزیون داعلامیې سره سم چې«ټول وزیران دې هلته ورشي»، نوکټوازی هم د خپل ساتونکي سره پلی رادیوتلویزیون ته ورغی . کوریې یادسټیشن ته نژدې پروت ؤ. داچې هغه هلته ورغلی ودده سره څه وشول،ترڅه وخته پورې هلته و، بیاچیرته بندي شواوڅه پې تیرشول؟ هغه نوخدای اوده ته معلوم وو. مابیاونه لیدو.زماپه دفترهم یووسله وال ګروپ چې مشریې د هغه وخت دیومهم سړي ورورؤ ورننوتلی ؤ. چې دفترته ورننوتلم نوهغه زما په چوکۍ قبضه لګولې وه اوبیانیه یې ورکوله.کلاشینکوف یې هم په لاس کې نیغ نیولی ؤ . ددفترددروازې ساتونکي اونورچپړاسیان یې هم دننه ننویستلي وو. چې دروازه مې بیرته کړه نوهغه وینابس کړه اوغونډه یې پای ته ورسوله. زمادفتر«دثورانقلاب»دورځپاڼې دفترؤ.هغه چې هر څه ویلي وي ،ویلي به یې وي،خویره ماتردې ننه پورې له هیچانه تپوس نه دی کړی چې څه یې وویل؟زه پوهیدم چې څه به یې ویلي وي. یواځې زمایوپخواني انډیوال نثاراحمد «بهین» چې په دفترکې  راسره همکارو راته وویل چې په دغه ډول عمل مې ډیرچروت خراپ شو.ماورته وویل  : زماچروت ځکه نه دی خراپ چې دداسې ستروپیښوسره دارنګه جریا نات حتمي دي . بس له هماغې لحظې نه کورته لاړم اوڅوورځې راونه وتلم. زماشخصي کارت لرونکی تمانچه یې رانه هم درادیوتلویزیون په دروازه کې دیوه وزیرورورواخیسته اوبیایې هیڅکله رانه کړه .هغه راته وویل چې ماته وطنجارصیب ویلي چې له عیان نه هم تمانچه واخله .       څوورځې وروسته راپسې زمونږدمشرتابه پوځي ملګرو یوتن کورته را ولیږوچې صدارت ته راشه اودګونددبل اړخ دمشرتابه دسیاسي بیرود پلاني غړي سره«ګوندي تشکیلات»جوړکړه ! دبل اړخ دمشرتابه غړي ته چې ورغلم نو راته وی ویل چې دتشکیلاتودجوړولودپاره راته دوه درې ورځې صبروکړه. ددوی زیات ملګري په بهرنیوهیوادونوکې وونو زړه یې و چې هغوی یوځل راټول شي بیابه تشکیلات جوړکړي . زه «سروري» صیب ته بیرته ورغلم چې هغه سړي دتشکیلاتوپه اړه داسې خبره وکړه. بیامې پسې ده ته پیشنهادوکړچې تشکیلات خواسان دي جوړ به یې کړولیکین زما غوښته داده چې: که زمونږهغه سپین ږیري ملګري چې دسیاسې بیروغړي دي راخلاص شي اوداتشکیلات دوی جوړکړي نوښه به وي . دوی خوبه ښایي دتیروکړنوډیرمسوولیت ونه لري اوکه لري یې هم دومره به نه وي چې کلونه کلونه زندان پې تیرشي . هغه راته وویل چې په ټیټوپوړیوکې به ډیرکوشش وکړم چې زیات کسان را خلاص کړم لیکین په سیاسي بیروکې دادوه تنه «نومونه یې ورله وا خیستل» به په اسانۍ راخلاص شي . دریم کس څه ناڅه جنجال غواړي اودڅلورم سره دوی ډیرمخالف دی،خوبیاهم زه به کوشش وکړم چې ټول راخلاص شي . هغه یوزیات شمیربندیان راخلاص کړل ، خوکټوازی په کې نه واودده په نه راخلاصیدومې چروت ډیرخټه شو. دغه یوشمیرچې له بنده را خوشې شوي وو،دسروري هڅه اوزورؤ . بل چاپه کې رول نه دی لوبولی . دادلومړي لاس خبره ده . که هرچاپه خپلواثاروکې دبل کس نوم لیکلی وي نواصلاح دې کړي. دسیاسي بیروغړي راخلاص شول او دبل اړخ دمشرتابه دغړوسره یې دتشکیلاتوپه جوړولوپیل وکړ. ما خپل دریځ ترپښولاندې کړ، که نه نوچې ماورسره تشکیلات جوړکړي وی ، هغه دبل اړخ دتشکیلاتومشربه هوبهوزمانوم په لومړي کتارکې لیکلای وی اولادزیاتوګواښونواوپټوتهدیدونونه به په امان وی . په دې اړه هم ډیرې خبرې شته ،کوم بل وخت ته به یې پریږدو.                    په ګوندي ښاري کمیټه کې تصمیم ونیول شویا به داسې ووایم ، دستور ورکړای شوچې باید دخلقي بندیانولیست جوړشي اودښاري کمیټې ټول غړي یې امضأکړي . زه دخلقیانوله خوااویوبل د یادشوي اړخ له لورې ښاري ګوندي کمیټې ته دمسوولینوپه توګه ورمعرفي شوي وو. دا چې قدرت دهغوی په لاس کې ونوهغه یې ددغې کمیټې منشي اوزه یې مرستیال وټاکل شوم .                                                            ښاري کمیټې چې کومه پریکړه وکړه نودخیال نوم هم دبندیانوپه لیست کې پاتې شو.ددې بندیانواودنورونویودبندي کیدواودخلقیانودکورونودلټولو په باره کې چې زمونږپه مینځ کې کوم جنجال اوکړچ پیښ شوی، داځای یې دویلونه دی . زماهلې ځلې هغوانډیوالانوته ښې مالومې دي چې یابیا وروسته بند یان شول اویازماسره په ښاري ګوندي کمیټه کې په تماس کې وو. دخیال په باره کې مې دې منشي ته وویل چې زه ګوندته لیکلی لاسوند (سند)ورکوم چې خیال به دشوروي اتحاداوګوندپه ضدهیڅ ډول عمل نه ترسره کوي اوداوسني نظام سره به مخالفت نه کوي. په خپل هیوادکې به اوسي. که دهغه په اړه هرڅه پیښ شول زه به یې ځواب وایم اوزه یې مسوول یم. هغه هیچاته کوم زیان ــ تاوان نه دی رسولی اویوبې ضرره انسان دی. ټول خلک ترې خوشاله وواوله چوکۍ نه یې هیڅ ډول بده استفاده نه ده کړې. منشي راته یواځې سرښوراوه اودهویانه ځواب یې نه راکاوه. مازیګرچې ښاري کمیټې ته راغی نودغه خبرې چې ماورته سهارکړې وې ، رانه بیاټکي په ټکي پوښتلې اوماهم دسهارنه اوس لاپه زغرده ځوابولې.ماګومان وکړچې داخبرې ثبتوي، خوپه زړه کې مې ویل چې لیکلی سند ورکوم نوبیاله ثبته خوویره نه شته. کیدای شي هغه به نه وي ثبت کړی لیکین ماته دغسې شک پیدا شوی ؤ. وروسته چې راسره د خلقیانودرهبرۍ یوپوځي ملګری په برخوردکې لږاوښتی شانته مالوم شو ،ځیل یې راسره کاوه اوراته ویل یې چې داخلک وایي ته دګوندي وحدت ضدیې نوزماشک نورهم زیات شو. کیدای شي داسې به نه وه چې هغه د بل اړخ والا دې زمااوازثبت کړی وي اودې زمونږ والادې زماسره کینه پیل کړې وي،لیکین مادغه ډول فکرځکه کاوه چې ددې نظامي انډیوال د خیال سره اړیکې لږې خړې شان ته وې. ماګومان کاوه چې هغه ته به  یې ویلي وي چې ته خیال ته درنه جزاغواړې اوعیان یې دخلاصون ضمانت کوي. خیال ته مې هیڅکله نه دي ویلي چې ماستادپاره هغوی ته «ضمانت خط» ور کاوه. زماهم هیڅ وس ونه رسیدواوخیال په زندان کې پاتې شو ...  چې پاتې شو، کلونه کلونه هلته پاتې شو.                                            دتحصیل په دوران کې به یې کله کله په پښودردراتواوکله کله به یې ژوره ساه وویسته اوراته وه به یې ویل چې ساه مې بنده وه. فکرمې کاوه چې دغه اونورتکلیفونه به یې په جیل کې لازیات شي اوهمداسې وشول .    په ماهم له هرې خواصحنه راتنګه شوه،خوچاته مې څه نه ویل.یواځې دوه درې تنه نژدې ملګري رانه خبرووچې په وحشي څیروکې څوکسانو په تمانچوګواښولم،خوبیاهم زه ورپسې دومره نه ګرځیدم. په ماهغه وخت  ډیرفشارراغی چې دخپلوپاسنیوانډیوالانوله خواراباندې نیوکې پیل شوې. یانې چې زه دوحدت ضد یم . دې خپلوته داسې معرفي کیدلم چې زه د وحدت په ضدفعالیت کوم. حال داچې مامخکې له انقلابه اوبیاوروسته او اوس په دې پیرکې هم هرڅه چې مې کړي ټول دوحدت په ګټه وو. دهغه وخت ددواړواړخونوټولوپخوانیوګوندي کدرونوته چې په خپله هم د وحدت طرفداروو،زه ښه مالوم وم چې دوحدت ضدنه یم.اوس مې یواځې  دومره کول چې: ماویل هرڅوک بې سنده مه بندیانوئ، دهرچاکورونه مه تالاشي کوئ،بړستنې یې بیدیاته مه راوباسئ اوپه هرچادبانډیست نوم  مه ږدئ ! ټول دګوندغړي دي ، په ګوندکې یې راټول کړئ اودیوې متشکلې قوې په توګه ترې مثبته استفاده وکړئ !ددوی په وهلوددې ګوند ځواک کمزوری کیږي . دکابل په چاردهي کې خلک لګیادي حلواګانې خیرات کوی اووایي چې سورکفرراغلی ، روسانووطن ونیو. هغوی د ټانکونوګولوته سینې لوڅې کړې دي ، خوتاسوبیاهم خپل لینګي په خپله  وهئ اوپاخه ګوندیان له لاسه ورکوئ. چې څه موده تیره شوه نودسیاسي بیرویوه غړي ته مې وویل چې زماپښې خوږیږي،که دیودوه میاشتودپاره مې کوم سوسیالیستي هیوادته ددرملنې دپاره ولیږئ نوښه به وي. هغه ته مې داهم وویل چې یوشمیردتمانچووالاراته خپلې وسلې ځلوې راځلوي اوګواښوي مې. شازارلیوال هم زماتهدیدول لیدلي وو.هغه چې په مکرو یانوکې زمونږدکور مخې ته زه له موټره کوزکړم نودتمانچې وحشي ته یې پام شوی ؤ. چې کورته ورسیدونوتلیفون یې راته وکړچې ځان دې ساته ! هغه سړي درته تمانچه په لاس کې نیولې وه. لومړی درپسې شاته درروان واوبیایې تاته ستادکورترڅلورم پوړپورې درکتل. ماورته وویل هو . داڅوورځې کیږي چې دغه ډول صحنې تکراریږي. فکرکوم چې اوس خومې ایله ډاروي اوکه سم نه شوم نوبیامې خامخاوژني . لکه چې څه موده وروسته یې زمایوشمیرډیرنژدې انډیوالان اوله هغې ډلې نه یې «سلیم جان کونړی»چې کټ مټ زماپه دریځ کې ؤ،دګوندي کنفرانس په ورځوکې ترورکړ. دسیاسي بیروغړی مې له دغودپټې خولې ګواښونونه چې راته کیدل هم خبرکړ . هغه ته مې وویل چې په حقیقت کې په ګوند کې وحدت نه شته ، خونوم پې زمابدیږي. زه غواړم چې یوځل داحقیقت راڅرګنداوټولوته مالومه شي چې څوک دوحدت ضددي نوبیابه بیغمه خپل ګوندي کاراومنډوترړوته دوام ورکړم . دسیاسي بیرودغه محترم غړي چې له زندانه نوی راخلاص شوی ؤ، سمدلاسه راته وویل چې:« په کیوباکې به دې سفیرکړو». ماورته په ځواب کې وویل که دعلاج د پاره مې لیږئ اوکه وظیفې ته ، خودومره لرې نه شم تلای . زاره مې چوي چې دهیواددسیاسي بهیرنه لرې پاتې شم. چې څه موده تیره شوه نو دبهرنیوچارووزارت ته یې وغوښتلم اوهلته یې راته اعلان کړه چې په «پولیند»کې سفیرټاکل شوی یې! مادوزارت مرستیال ته د«هواویا نه» ځواب ورنه کړاوخبره مې بلې خواته بوتله . لامل یې داوچې اوس د«نه وحدت»خبرې نوروته هم خورې شوې وې. دوحدت اره(اصله)څیره را جوته شوی وه. بیاهم لکه دمخکینیوپړاوونوپه شان ریشتینی وحدت نه ؤ.  بالاخره هغه انډیوال هم اعتصاب وکړاوڅوورځې وظیفې ته لانه ړوچې زماپه باره کې ترې ماته داسې ګونګوسی رارسیدلی وچې دی دوحدت ضددی. ماپه دغه ګرماګرمه کې دمشرتابه یوبل ملګري ته وویل: بهر ته مې ددې دپاره زړه ښه کاوه چې په ګوندکې وحدت نه شته اونوم پې زما بدیږي . اوس خوخبره ډنډوره شوه اوهرڅه راښکاره شول . راځه چې دواړه سروري صاحب(دصدارت مرستیال)ته ورشواوورته ووایوچې زه پولیندته دسفارت دپاره نه ځم.سروري په«څلورسوه بستره ایز»روغتون کې بستري ؤ.دابل ملګری راسره روان شواوچې روغتون ته ورغلو « یاداچې روغتون ته مو تلیفون وکړ،اوس مې هیردي»نوسروري صا حب له روغتون نه بهردکوم چاسره رسمي کتنه لرله.بیرته چې کورته راوګر ځیدونویاداچې زماتصمیم به افشأشوی واویابه تصادف داسې برابرشوی وچې دهمدې ماښام په خبرونوکې له پولینده زما داګریمان رارسیدل او هلته مقرریدل اعلان شول.نورڅه موځکه نه شوه ویلی اودپاتې کیدوخبره مونه شوه کولای چې بیابه راته ګوریدل ډونګیدل اوویلی به یې چې ولی خپلې وظیفې ته نه ځي.دلته دلمسونواودوحدت ضدفعالیت دپاره پاتې دی. ساده لوحوروسانودغسې شیطانیانې ډیرزرمنلې .                             زه پولیندته لاړم اوخیال ته په زندان کې هره ورځ مرګ اواعدام دروا زه ټکوله . په ما داسې وخت هم راغی چې ټوله شپه به ترسهاره ویده نه شوم اومخامخ به کارته لاړم. کیسې دلته هم ډیرې دي، اوس تې تیریږو، خویوه لنډه کۍ شان کیسه دیادونې وړده . کیدای شي چې ستاسودپاره هم دلچسپه وي. هلته زه دومره ناخبره وساتل شوم چې تاسوبه ورته تعجب وکړئ اوژربه موباوررانه شي.                                                پولیندته زمادورتګ نه څومیاشتې وروسته په هغه هیوادکې یوځپونکی سیاسي ــ اقتصادي بحران شروع شو. دپولینددوستوهیوادونوورسره ډول ډول مرستې کولې. مونږخوپه خپله مرستې ته اړوونوداسې پروګرام مې جوړکړچې هم پولیندخوشاله شي اوهم زمونږدهیوادډیرتاوان ونه شي. په خپل سیاسي راپورکې مې کابل ته ولیکل چې دلته له پولیندسره بیلو بیلو هیوادونوداقتصادي مرستولړۍ پیل کړې ده . تاسوهم یوه اندازه وڅکې (ممیزــ کشمش)چې زمونږ دخپل وطن محصول دی اودومره ګران راته نه پریوځي ، په وړووړوپلاستیکي کڅوړوکې واچوئ اوبیایې دمشرله خواد پولینددوړکتونونوسره دمرستې په نامه راولیږئ . داراپورزمونږدبهرنیو چارووزارت ته رسیدلی ؤاووڅکې یې هم نو موړي هیوادته را لیږلې وې، خوماته یې دپروتوکول برخلاف ، هیڅ ډول خبرنه ؤراکړی. یوه ورځ دورځونه یې دپولیندخارجه وزارت ته وغوښتلم چې وزیردر سره ګوري.مادسکرتریت دلارې داړونده ځای نه پوښتنه وکړه چې وزیر راسره دڅه په اړه کتنه کوي ؟ ځواب داوچې هغه غواړي ستانه مننه وکړي. حیران شوم چې دڅه مننه به رانه کوي ؟ چې دځان سره مې فکر وکړنودوه موضوعګانې وې : یوه دغه د ممیزو اوبله داوه چې مونږدسفارت دمرکزګرمۍ دپاره چې په ژمي کې به د ډبروپه سکروګرمیده،څوموټره سکاره اخیستلي وو . ژمی لالږلرې وچې دهغه هیوادتخنیکي مشرته مې یوه درنه تحفه ورولیږله اوبیامې ورته وویل چې که امکان ولري زمونږ دسفارت دمرکزګرمۍ دپاره راته یو د ګیس ماشین ولګوي نوددې سکرود لوږونه به خلاص شو . مافکرکاوه چې دراتلونکي کال دپاره به داکاروکړي . لیکین هغه ډیرزریوښه پر مختللی ګازي ماشین په سفارت کې ولګاوه اودا زبات (مونږکونړیان زبات،احسان ته وایو)یې هم راباندې وکړچې دالوتکې دماشین په کچه ماشین مې ستاسوپه سفارت کې نصب کړ. مونږاوتاسوورته بایلروایو. دډبروسکاره راته په کورکې پاتې شول .دبهرنیوچارووزارت ته مې خبر ورکړچې ستاسودماشومانودوړکتونونود مرکزګرمۍ دپاره یې یوسئ ! ویل یې څومره پیسې یې غواړې؟ ماویل ستاسوماشومانوته سوغات دی، وړیایې یوسئ . ډیرخوشاله شول اوپه سبایې په څوموټروکې یوړل .        اوس نوزه دکتنې په وخت کې حیران وم چې وزیربه دکوم شي یا سوغات مننه کوي . بس تاسره خدای په نیکۍ مل شه،هغه هم دکوم څیز نوم یادنه کړاوماهم داسې کومه خبره ونه کړه چې په سکرواویاوڅکو پورې اړه ولری . ددیپلوماتیکې فضأ خبرې موسره وکړې اوملاقات پای ته ورسیدو.                                                                        زمااره(اصله)خبره اوس دلته ده.کله چې د ګوندي کنفرانس دپاره کابل ته وغوښتل شوم اومسکوته ټول افغان سفیران راټول شول نودهوټل په میلمستیاکې یوه افغان سفیرپه ډیره خانتما(مغروره)توګه وویل چې:زمونږ رهبرڅومره هوښیاراونوښتګرشخص دی . دپولینددپاره یې څومره ستر نوښت کړی؟دوړکتونونوماشومانوته یې ورله ممیزدتحفې په ډول ور لیږلي وو.داخبره په دې پورې راغله چې دپولیند په حقله دوی زمانه څه ناڅه پوښتنې کولې اوماورته دهغه هیوادوضعه تشریح کوله. دغه سړی چې په بل اروپایي هیوادکې سفیروله دې موضوع نه خبرو،خوزه ناخبره ساتل شوې وم. دپروتوکول له مخې ددنیاپه یوه هیوادکې هم داسې نه دي شوي چې یوهیواددبل سره علني(ښکاره)مرسته کړې وي اودهغوی سفیر دې ترې نه وي خبرشوی.                                                        بس څه سربه موخوږوم،خیال په جیل کې«په کوټه قلفۍ کې»اوزه په سفارت کې له ډیروشیانونه ناخبره وو. چې په پولیندکې مې وظیفه پای ته ورسیده اوبیرته وطن ته ستون شوم نووامې وریدل چې خیال یې اعدام کړی دی. اعدام هم نه ؛ بلکې په سپوختوسپوختوکې یې وهلی او وژلی دی.«سپوختې مونږدمثانې برخې ته وایو».دهغه وخت اودنن فشار چې دده دویرپه ټغرناست یو،یوبرابردی.په هماغه وخت کې هم همدومره د غم په سمندرکې لاهووم لکه دااوس چې یم .                                دزندان ددننه جریاناتونه خویي زه نه شوم خبریدای لیکین چې دزندانه راووتونودمکرویانوپه یوه مؤقتي کورکې یې راته دخپلوهغوشعرونوقلمي ټولګه راوښوده چې په دغه دوزخي جیل کې یې لیکلي وو. ماورته وویل داشعرونه ستادي ؟                                                              ویل یې هو.                                                                     ماویل نه به وي.                                                                ده ویل دي.                                                                     تعجب مې وکړاوورته ومې خندل . په خندا خنداکې  مې ورته راغبرګه کړه چې یاره ستانه خوډیرلوي شاعروتلی دی.                              ده هم په وروشان اوازوویل : نه ، ته مې تشویقوې.خپله خبره مې تکرار کړه اوورته ومې ویل چې دهڅونې اوتشویق دپاره یې درته نه وایم. دایو حقیقت دی.لومړی خوبه درته داووایم چې هیڅ مې زړه ته نه لویږي چې خیال دې شاعرشوی وي اودبلې خوانه په دې باورلرم چې ته ریشتیاوایې اوټوکې راسره نه کوې . حیران دې ته یم چې شاعرشوی خودې وی ، لیکین یودم دومره پاخه شعرونه ؟ اوریشتیابله خبره. چروت په دې وړی یم چې ته خودشاعرانوضدوې . هغه ورځ دې په یادده که هیره چې د   پل باغ عمومي ترخوادې راته په مظاهره کې دشاعرانوکمه ویله او د هغوی غندنه دې کوله اوبیانوماهم له شعرویلونه استعفاوکړه.                ده وخندل . ویل یې سم خومې په یادنه دي،لیکین داخومې ستاسره ډیر سترچل کړی دی. داسې چل لکه...«په یوه ولایت باندې یې ټوکه وکړه چې دهغوی چل مې درسره کړی دی». ته مې دشعراوشاعرۍ نه زړه توری کړی یې اومادادی سلامته قلمی ټولګه درته وړاندې کړه.             دلته یوه یادونه ضروري ګڼم اوهغه داچې که هرڅوک دشعراوشاعرۍ سره مینه ولري اودشعري طبعې اومینې نه وروسته ډیرتمرین وکړي . د پخوشاعرانو شعرونه ولولي. په پله پسې ډول شعرولیکي اوبیایې استازو شاعرانوته داصلاح دپاره وروښیي نوکیدای شي چې شاعرتې جوړشي . په دې کې شک نه شته چې یوڅوک عاشق یابندي اویادنوروکړا وونو سره مخ شي اوبیاترې شاعرجوړشي. لیکین حتمی نه ده چې یوڅوک دې لومړی خامخاعاشق شي اویادې ځان په زوره جیل ته ورټیله کړي نوبیا به ورنه شاعرجوړشي.دشاعرکیدودپاره دشعرسره مینه،شعري طبعه،ډیر تمرین،د ستروشاعرانودشعرونولوستل اودهغوی له خواددوی دشعرونو اصلاح کول ضروري دي اوله دې لارې نه پیغلې اوځوانان شاعران کیدای شي. خیال ته مې په وروسته کې چې دده شعري ټولګه مې ولیده یودوه شعرونه ولیکل ، خوتراخیره مې ورته ونه ویل چې تاته مې لیکلي دي . دهغه یوه یې دوه بیتونه دادي :                                          زمادشعردنیاورانه شوله +                                                    بیایې له سره جوړول غواړم                                         بیادخیالونوپه وزروالوځم +                                            دعرش ولورتی کشول غواړم .                                                  بالاخره خیال دنژدې یوې لسیزې نه وروسته له جیله راووتو.روسانو هم په ظاهره له افغانستانه پښې سپکې کړې، خوپه پټه یې هرڅه په لاس کې وو.اخیریې سفیر«پاستوخوف»دکودتادسیسه جوړه کړه اود خلقیانوپه  نامه يې پای ته ورسوله. دغه اړخ یې ښه بې دریغه وځپو. یوشمیریې شهیدان کړل، څه یې بندیان،اوڅه مخفي(پټ)شول .«ددې کودتاپه اړه به یووخت ښه دلومړي لاس مالومات درته وړاندې کړم». اوس همدومره بس دی .                                                                           خیال چې دزندان نه راخلاص شونوڅه موده دبهرنیوچاروپه وزارت کې سلاکار،بیادوزارت مرستیال اوڅه موده وروسته په لیبیاکې سفیرشو.  داځل زماواروچې دکودتاداغیزې له کبله څوارلس میاشتې په کابل کې، په کوټه کې دشنه اسمان دځلانده لمرپه ارمان وم. اوچې ډیرناروغه شوم اوستونې مې بندشونوبیاپیښورته ولاړم. خیال لاهملته په لیبیاکې سفیرؤاو ماڅوکاله دخپلې کورنۍ سره په پیښورکې تیرکړل.دستوني درملنه مې و شوه اودپخ پخیوخبروپه ځای مې له ستوني نه سمې نورمال خبرې را و وتلې. دستوني دهغه سپیشلیست«ډاکترمحب الله»نه لااوس هم منندویه یم. چې له پیښوره مسکوته لاړم نوهلته ددې ځای نه هم ژوند ستونزمن اود زغم وړنه و.  بیرته پیښورته دراستنیدوپه تکل وم چې زما اودده دیوبل ملګري اودښوونځي دوخت ټولګي وال تلیفون راته مسکوته راغی . هغه په جرمني کې اوسیدوچې څوخبرې یې راسره وکړې نوبیایې راته وویل چې دادی دیوه همصنفي سره دې وغږیږه! زه غوږۍ(ګوشي)ورکوم. ما ورته وویل چې څوک دی؟ده ویل په خپله به یې وپیژنې.چې هغه غوږۍ واخیسته نودټکه یې په ماغږوکړ: «وه غوړه ، وه غوړه !» پوه شوم چې خیال دی . سره ددې چې اوازیې راته بدل کړی ؤ، خوماټول عمرـ توبه خدایه،نه نه!ټول عمرنه ؛بلکې زیات وخت هغه ته دغوړغږکاوه.نن راته ده غږکړچې«وه غوړه !». غوړخوبه مې ورته ځکه وایه چې پاک صفا  اوغوړپړبه ګرځیدو.دسرویښتان به یې تل غوړول اوښه ګڼ ګورویښتان یې لرل. لیکین ددوی په ځای کې لکه مخکې چې مې وویل«غوړهلک یا غوړه جینۍ» ښایسته هلک اوښایسته جینۍ ته وایي.دامې په خپله له همده نه اوریدلی وو. دتحصیل له پیره بیاترډیره وخته پورې مې ورته دخیال په ځای همداغوړوایه .                                                           چې عادي خبرې موشروع کړې نوراته وی ویل:سفارت مې پریښودو اوهالیندته کډوال شوم. ماورته وویل چې زمادپاره هم څه چاره وګورئ چې درشم،خویره چې قانونی لاره وي . ده ویل قانوني امکان نه لري، هماغه نورې لارې ولټوه ! نورې لارې مې ونه لټولې اوبیرته پیښورته ځکه ستون شوم چې په شوروي اتحادکې سوسیالیستي نظام مخ په ځوړ ؤ. هغه غلو روسانوبه دپیسودپاره خلک په رڼاورځ وژل چې په راتلو نکې پانګه واله روسیه کې ترې لوي لوي پانګه وال جوړشول . مونږلا هلته ووچې یوافغان يې دلس زرواوبل افغان یې ددرې سوه( ۳۰۰)ډالرو دپاره ووژل. په هماغه وخت کې یوه روسي داړه مارد«هلالي»صاحب دکورنۍ یوځوان په کومه بله پیښه کې په تبرګي په سروواهه اوقتل یې کړ. دهغه شهید له فاتحې نه وروسته چې په کورکې ورته ما ،سیدمحمد «ګلابزوی»صاحب اوفدامحمد«فدا»وکړه، نونورراته مسکوداووماشوما نوسره داوسیدودپاره دوزخ شوی ؤ. بیله پیښوره مې بله چاره نه وه .دوه کاله لابیاپه پیښورکې وم چې وروسته دالماتادلارې هالیندته مهاجرشوم .  څه موده وروسته راته کمپ ته تلیفون راغې . ومې نه پیژندوچې څوک دی.اوازیې بدل کړی ؤاوراته ویل یې عیان یې؟ماویل هو.بیایې راغبرګه کړه ، دافغانستان یې؟ماویل بیله شکه . چې بله خبره یې وکړه نوپوه شوم چې خیال دی اوپه کړس کړس موسره وخندل . بیاوروسته هغه کمپ ته راپسې راغې اوله نژدې نه مووکتل . مونږدواړه ترداننه پورې په هالیند کې کډوال پاتې شو...چې پاتې شو.                                                 دافسوس خبره خوداده چې دافغانستان دخلک دیموکراتیک ګوندد  ټولوڅانګواوهم دنوروسیاسي ګروپونوسیاسی شخصیتونه اونورې پخې سټې به په لویدیزه نړۍ کې زمونږدیوه تکړه انډیوال«ظاهرافق»په خبره : لکه دباروتوبې فایدې وسوځي اووارپه واربه له منځه ولاړشي. ښایي د یوشمیرتابوتونه به وطن ته یوړل شي ، خودزیاتوکسانوکالبوتونه به زما په ګډون داروپا،امریکا،کاناډا،استرالیااونوروهیوادونو«مـــــــــــــــــږې» وشپیلوي . غربیان اوډنډورچیان یې تبلیغ کوي اووایي: هغوی چې پرون یې دامپریالیزم په ضد شعارونه ورکول، نن ددغه امپریالیزم خیرات(؟!» ته لاس ترزنې ناست دي . که دغه دغرب ډنډورچیان او میراثي خیرات خواره په خپلوبندوکوپړیوچې دبوسونه ډکې دي لږغونتکې فشارراوړي نوپه مغزوکې به یې وروګرځي چې دهیوادددې مخکښ قشردکډوالۍ اوله وطنه دراورکیدولامل همدا وینه خوړونکي امپریالیستي هیوادونه اوددوی میراثي خیرات خواره دي . که نه نوچاته به خپل وطن کشمیرنه وي او څوک به پردي له زباته ونونه ډک(له احسانونونه ډک)خیرات ته لاس ونیسي ؟                                                                           دپانګه والوهیوادونوهمداچلوټه ده چې دافغانستان سترسیاسي کول(نسل) لکه دباروتوغوندې بې هیڅ ضایع کاندي اوپه یوشمیرداسې کسانوباندې چې ددوی دخلاص لاس ځنځیري وي،خپل استعماري پلانونه بشپړکړي.   دوطن خبره خوبه داسې وغزووچې په ټول دولتي نظام کې به دې په چازړه اوبه ونه څښي اونه به دې پې سترګې خوږې شي .اکثره سیاسي وطنپال مغزونه ترې یا بهرراوتلي اویاهملته بیکاره لاس ترزنې ناست دي.که یوه نیم یې کارهم پیداکړی وي نوهغه به داسې کاروي چې:«وخو ره اومه مره». تر«۲۰۲۵»کال پورې چې داشغال لومړنۍ مرحله ده، ددې کول ډیرکی به دتل دپاره سترګې پټې کړي اودویم پړاوچې داوازو اوګونګسیوله مخې به تر«۲۰۵۰»کال پورې وي ، دیادشوي نسل نښه نښانه به هم لا نه وي.داچې هرڅنګه وي، وي به،خویره زماپه انداوباور ددې ازمویل شوي وطن راتلونکي نسلونه اونه تسلیمدونکی ولس به    خامخا زمونږله خاورې نه دهرډول اشغال ریښې له سټې نه وباسي .      په هالیندکې نن سبازما اتلسم کال شروع دی اوکټوازی زمانه څوکاله مخکې دلته راغلی ؤ. هغوی چې زمونږسره په ورته دریځ کې دي ټول به دباروتوپه څیرایرې ایرې شي . دګردوعمرونه به بربادتیرشي اولکه برباده ونه وبه نه نیسي ګلونه .                                                 دورځونه یوه ورځ دخیال سره ددوی په کورکې د روتردام په ښارکې مشخولیدواودتیرووختونویادونه موکوله.هغه راته کړل(ویل یې): یووخت په افغانستان کې سوله بیخي نژدې وه،خوشورویانوراباندې ورانه کړه. د دې موخې(مقصد)دپاره پاکستان ته یوهیأت لاړوچې زه یې هم غړی وم. دپاکستان دچارواکوسره موپه دې اړه په زړه پورې خبرې وکړې اودې پایلې ته ورسیدوچې باید ددواړوهیوادونوترمینځ یوتړون لاس لیک شي. لکه څنګه چې مخکې مې یادونه کړې وه چې دلیکنې په بهیرکې به په دې اړه څه ناڅه ووایونواوس به قضاوت تاسوته پریدم.                       خیال راته ویل: دهغه هیواددچارواکوسره موخبرې وکړې اودې هوکړې(موافقې)ته ورسیدوچې بایدپه دواړوهیوادونوکې سوله اوثبات ټینګ شي اوداکارددواړوهیوادودولسونوپه ګټه دی . پاکستاني هیأت ویل چې تاسو به په پاکستان کې دخلق دګوندڅانګه ړنګه کړئ اوفعالیت به یې ودروئ اومونږبه دټولومجاهدینوکاروایانې اوکړنې ختمې کړو.داددې دووهیأتونودخبرولنډیزؤ.                                                          هغه وویل: چې افغانستان ته راورسیدونویوه کس(ده ورله نوم هم واخیستو)چې دشورویانوسره یې ژوره رابطه لرله، هغوی ته او...راپور ورکړچې ددې دواړوهیوادونوترمینځ په دې نژدې وخت کې دسولې تړون لاس لیک کیږي. نوبیړه وکړئ چې درباندې ناوخته نه شي او مخه یې ونیسئ!هغه سړي دټولوسیاسي خبرواترواوکتنوپوره پوره رپوټ روسانوته ورکړی ؤ.روسان هم راګړندي شول چې ددې قراردادمخه ډب اوبنده کړي نوپه افغانستان یې هم لږڅه دخپل پلان دوخت نه مخکې راو دنګل اویرغل یې پې وکړ.که نه نوددې موخې دپاره به دهغوي پلان څه موده وروسته عملي شوی وای.                                             خیال ته مې په هماغه وخت کې وویل چې دامسایل ولې نه لیکې؟همدا د خپل سفرخبرې اومالومات ولیکه چې یووخت چاپ شي.هغه زړه نازړه ؤ. مابیاوریاده کړه چې لیکل یې ښه دي.په اخیرکې یې ژبه(ژمنه)راسره وکړه چې ښه ده وه به یې لیکم . بل ځل چې ورغلم نوده راته وویل هغه موضوعګانې خورانه دومره اوږدې شوې چې اوس ترې یوکتاب جوړ یږي .ماورته وویل داخولاښه شوه چې کتاب شونودکتاب په ډول به یې چاپ کړو. بل وارچې مې بیاولیدونوراته وې ویل: دسیاسي خاطروکتاب خومې ولیکولیکین اوس په دې چروت کې یم چې خپوریې کړم که نه ؟ ځکه چې بیابه دیوشمیرکسانوسره چې نومونه یې یادوم په قلمي نښته کې کیوځم .                                                                           ماورته داځل ښه په سړه سینه وویل چې نوره یې ستاخوښه که نشروې  یې اویانه ، خوداچې ودې لیکونوډیرلوي کاردې سرته ورساوه . زه به هیڅکله په دې ټینګارونه کړم چې هوبهویې همدا اوس خپورکړه . ځکه که کوم قلمي جنجال درته پیښ شي نوبیابه وایې چې تاپه کې ورولړلم .   کتاب یې بیادې ته وساتوچې ویل یې: هرکله که مړشوم نوبیادې خپور شي.اوس اوس مې دهغه دمیرمنې نه واوریدل چې دخپلوسیاسې خاطرو قلمي کتاب یې څیرې څیرې کړاودګندپه ستل(باطله دانۍ)کې یې وغور ځاوه .                                                                              مامخکې هم وویل چې خیال یوهوښیاردیپلومات واودهروخت شرایط یې ښه درک کولای شول . دهماغوشرایطوپه نظرکې نیولوسره سم یې ګام پورته کاوه . نوکیدای شي چې دخپلوسیاسي خاطروقلمي کتاب یې ریشتیاشکولي وي . که شکولي یې هم نه وي نودده زوي ګران اباسین «کټوازي» اونورې کورنۍ ته به یې پریدوچې هروخت یې خوښه شوه بیادې نشرکړي .مونږبه تري دزرخپریداغوښتنه نه کوو.هغه خامخادځان سره فکرکړی چې په ژوند مې نشرنه شي نوپس له مرګه به څه خوند وکړي ؟ لاپه قبرکې به هم په قلمي جنګ اخته کیږي اودده ګوتې به توروخاوروخوړلی وي چې ځواب یې ولیکي.امیددی چې نور پاتې اثار یې خپاره شي . تراوسه یې دشعرونودا درې ټولګې خپرې شوي دي :    ۱ـــ پریشانه ولولې .                                                           ۲ـــ دستوروورأ .                                                             ۳ـــ درڼابهیر .                                                                    شعري ټولګې خوکه یې په لاس درغلې اونه مووي لوستلې، په غوریې ولولئ ، خامخا به موخوښې شي . زه درته دلته دهغه دشعرونویواځې یوه  نمونه وړاندې کوم ،وې ګورئ!  دستوروورأــ لسم مخ.      مرغلرې                                                                       که لرې رانه پاته دې که برې رانه پاته+                                   دزړه دواړه ټوټې مې برابرې رانه پاته                                      په ځالودګوربتوکې چرګوړې میشته شوي+                                 دچتکوپه منګولوکې کوترې رانه پاته                                         پردیویرغلونوکړم له ساندوسره روږدی+                                    له ډول اوله اتڼ سره سندرې رانه پاته                                       نسیم یې له پلوسره خوځښت کولای نشو+                                   دږیروپه تاړاک کې خیالیګرې رانه پاته                                       نږدې ورته ورتلای نشم له زهرویې ویریږم+                            په ستونې دښامارکې مرغلرې رانه پاته                                      واټن دپردېسیومې دهیلوزمری وژني+                                       وطن مې ترغدیولاندې لرې رانه پاته                                        له تېکې څخه توره مودبل په امروزي+                                     بدله زمانه شوله ډغرې رانه پاته                                              د«خیال»دزړه شاهین دی دهواپه لټه پايي+                                 دښکارپه تورولموکې وزرې رانه پاته                                       شعرلکه څنګه چې په کتاب کې و،دیاګانوپه ګډون په هماغه املأ ولیکل شو .                                                                                یوه ورځ یې راته ویل: اعصاب مې دومره کمزوري شوي دي چې موټرچلوم اوپه لاره کې دکوم پله لاندې تیریږم نوسرټیټوم چې له پله نه ونه لګیږي. میرمن یې راته وویل چې په هرځای اوهره پیښه کې به کوم افغان مړشونودده په مخ به د اوښکوسیلاب راروان ؤ.                    هغه ته خپله میرمن، دوه زامن، دوه نوڼه، پینځه نوسیان اود ټولې کورنۍ  غړي ډیربې کچې ګران وواوپوره پاملرنه یې ورته کوله . له هرچاسره یې ښه راشه درشه لرله اود یارانودوستانو په زړونوکې ده هم ژورځای نیولی ؤ. دسیاست سره یې دژوند تروروستۍ سلګۍ پورې دزړه رګونه ټینګ غوټه وواو سترارمان یې دهیواد ارامي، یووالی اوپرمختګ ؤ. افغاني موسیقي پې ډیره ګرانه وه اودخپلې مورنۍ ژبې دخذمت دپاره یې ښه ټینګه ملاتړلې وه . ډیرمیلمه پال اوخوش خلقه انسان و. تل به یې د هرچاسره ټوکې ټکالې کولې اودحاضرینوتبه(طبعه)به یې ساتله. په ټوکو کې به یې یومتل یالنډۍ اویادخپلې سیمې ځایي کیسې استعمالولې او دوستان به یې خندول. مااوده خوپه خپل مینځ کې بې شمیره ټوکې کولې چې یوه نیمه به یې دلته دمثال په ډول راوړم اوله نوروبه تیرشم .          یوه ورځ یې زمونږنوروانډیوالانوته زماپه اړه داسې ټوکه وکړه:        دعیان دیودري ژبي محصل سره په کومه سیاسي سکالو(موضوع)بحث واوچې هغه یې ملامت کړنوده ورته وویل چې: «چشمایت خاکي شده». یانې چې «سترګې دې خړې شوې». دده دري دومره ضعیفه ده چې د پښتو«خړې سترګې»یې ورته په«چشمای خاکي»ژباړلې وې. مابه بیا ناستوکسانوته ښه په غوره کې خپله ټوکه وروغروله :                       خیال له کابله په«ښرنه»کې دچاسره په تلیفون خبرې کولې.هغه ترې تپوس وکړچې په کوم ځای کې یې؟ ده ورته په ځواب کې وویل چې «د تلیفوني په کوټه کې یم» . هغه بیاورته نارې کړې : وایم له کوم «جایه» غژیژې؟ ده ورته په ځواب کې په غوسه شان وویل:خدای دې خوارکړه  «خوله خولې نه غژیژم،بل له کوم جایه غژیژم».                          همدارنګه دده دتره زوي عبدالملک سره موهم دغه ډول ټوکې لرلې . هغه هم اوس دبښنې دی،خدای دې وبښي. دخیال تابوت به دهغه دقبرتر څنګ دکابل په «خیرخانې مینې»کې خاوروته سپارل کیږي. دوی دواړه په یوه ورځ درحمان باباپه پینځم ټولګي کې داخل شوی وو . ملک به په ښوونځي کې نوروزده کوونکوته په خنداخنداکې ورچغې کړې.راشئ نن موله نوې خبرکړم! مازیګر، مازیګرراته ددهمزنګ په سیمه کې عیان مخې ته راغی چې دښارپه لوررهي و. ماترېنه پوښتنه وکړه چې چیرې روان یې؟ ده ویل ښوونځي ته ځم. ماویل ته خوښارته رهي یې.ښوونځی خودې په کارته چارکې دی.راځه چې زه دې ورسوم!ددې غریب نه لاره ورکه شوې وه.دهلکانو دخندانه وروسته به پې ماهم ورغړمب کړ: ملک  اوس په دې ټوکه خپله نننۍ کارروایي پټوي. دی نن دمیوندواټ د یوه «سیک هندو»درخت دوکان دروازې ته ودریدواوورته کړل یې:«کاکایو یوپاوتوتان په څوافغانئ دي»؟ هغه ورپسې داوسپنې نیمګزی راواخیستو چې پې وې وهي،خوده ځان منډې ته جوړکړاوچې مخ یې شاته راواړاوه نوزه یې شاته ولاړوم . ټولې خبرې مې ورله اوریدلې وې اوبیاترې ما خلاص کړ. بس نوهلکانوبه دخنداغورځې وکړ. یاددې په خیروي.        دتیروتودوسړواولوړوژوروله کبله دخیال هغه دتنکۍ ځوانۍ اودتحصیل ددوران ساه بندي نوره هم کرار کرار زیاته شوه. چې ډاکترته ورغلی و نوهغه ورته ویلي ووچې تا دسیمټوپه فابریکه کې کارکړي اوهغه دسیمټو ګردونه دې په سږوپریوتلي دي. دګردونودلرې کیدوامکان نه شته . مونږ یې کنترولولای شو، خویره داسې درملنه یې نه کیږي چې چټ پټ (په بشپړه توګه) جوړشي. سیمټ له سږونه نه رابیلیږي .                      ویل یې ماورته وویل چې دسیمټوپه فابریکه کې خومې کارنه دی کړی لیکین زمونږپه ځای(ښرنه)اوپه ټوله کې په ګرده سیمه کې ډیرې دوړې بادیږي اودخاوروډکې سیلئ الوزي. کیدای شي چې په کوشني والي کې مې همدغه خاورې په سږو(ششونو)پریوتلې وي . ډاکترهم ورسره منلې وه چې بس همداخاورې دي .                                                    هالیندي ډاکترانوترې دمورنۍ خاورې دوړې له سږونه لرې نه کړای شوې چې بالاخره دچا خیال، دچاخیال جان، دچا غوړاو دچاخیال محمد «کټوازی» یې په(۲۰/۱۱/۱۳۹۱ــ ۸/۲/۲۰۱۳)نیټه دتل دپاره په دومره  درانه اواوږده خوب ویده کړچې نوربه هیڅکله ددرداوساه بندۍ احساس ونه کړي .                                                                         یادبه یې تل ژوندي وي.                                                       اروادې ښـــــــــاده وي.                                                     یــــادونه: اوس چې دالیکنه زه نشرته سپارم نودخیال دګوراوکفن،خاورو ته دسپارلواوفاتحې ټول مراسم هم په کابل اوهم دلته په هالیندکې پای ته رسیدلي دي .                                    «پای»