بدل سړي
13.05.2013 00:31دګران افغانستان په جنتي زمکه يرغل دی
دکفر دلښکرو نن زما په کور غوبل دی
پاچا مو هم په ډيرو نومياليو کې ياديږي
څوک وايي شا شجاع دی او څو ک وايي چې کارمل دی
دا چا ويل چې کافر زمونږ ټپونو ته دوا ده
دا دروغ دي دهمدوی له لاسه اور په مونږه بل دی
دا دومره پرمختګ ټول دهمدغوی برکت دی
هر خوا ته اختلاس دی او هريو چارواکی غل دی
ډير خلک دلته شته دي چې مرګی ورته ضرور دی
دا ولې لرې شوی نن له دې خلکو اجل دی
عجيب غوندی دوران دی ډيرو سمه لاره پرېښوه
پرون وه مجاهد خو نن غلام دی او بدل دی
نن بيادګران وطن له کوم يو غم نه خبرشوی
مشفقه چې نن مړاوی او خفه ستا حريتمل دی

