د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوست پالنه

نجيبه سارا بياباني 08.05.2013 22:18

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د ليکوالې له نوي اثر څخه يوه لیکنه .

ځينې بنيادمان تر غرض پورې دوستي پرمخ بيايي چې دا ډول بنيادمان نه يوازې ځانته تاوان رسوي بلکې په ټولنه کې خپل باور ختموي چې هېڅوک نشي کولی چې د دوستۍ لپاره زړه ښه کړي او يا د دوست په نامه لاس ورکړي چې دغه کسان په رښتيا سره چې يوې خوا د دوستۍ وړ نه ښکاري له بلې خوا هغه وصول ماتوي کوم چې د دوستانو تر منځ اړيکې ساتي . دوست پالنه هم په صفا نيت ، پېرزوينې ، خلوص او رښتيا سره کېږي ، چې يو دوست د بل دوست له نيت څخه خبروي ، يو پر بل په خلوص او اخلاص سره پېرزوينه ولري چې ددې هر څه ثبوت مخامخ وينا او رښتيا ويل دي .
 حضرت محمد (ص) ويلي دي چې ، ٫٫ له دې نه به بل لوی خيانت څه وي چې يو دوست به تاته رښتيا وايي او ته به ورته درواغ وايې؟٬٬
همدا راز يو عالم وايي ، ٫٫ د دوستانو سره دې رويه مردانه کړه ولؤ که يو دينار هم نه لرې٬٬ . هغه څوک چې صادقه او پاک زړه نه لري نه يوازې په دوستۍ نه ارزي بلکې په يوه دينار هم نه ارزي .
دا يو حقيقت دی چې راستکاره او صادقه انسان هېڅکله هم وروسته نه پاتې کېږي . موږ او تاسو يو متل لرو چې وايي ، ٫٫ راست اوسه په لويه لار کې ملاست اوسه ٬٬ بې غرضه او صادقه دوست ټول عمر دوست پاتې کېدی شي ، ولؤ که په مادي لحاظ کمزوری وي ، خو که رښتونی او صادق وي نو دغه معنوي سرمايه يې نه پرېږدي چې ستاسو دوستۍ ته په ټيټه سترګه وګوري .
د انسان سرمايه د ده په معنوي شخصيت پورې اړه لري ، نه په مادي شتمنۍ پورې . مادي شتمني د وخت په تېرېدو د انسان له لاسه وځي  او انسان ترې سفر کوي ، معنوي شتمنۍ تر ګوره پورې ملګرتيا لري چې همدا راز ښه دوست هم د معنوي سرمايې حيثيت لري که د انسانيت او اسلاميت له نظره يې وڅېړو . نو دا به ضرور ومنو چې له دوستانو سره بايد خپل خلوص په ريا تبديل نه کړو ، چې خدای مکړه له موږ څخه داسې ونه انګېري چې ګنې ياري يې په جواري وه . هرکله که ستاسو دوستانو ته ستاسو په دوستۍ کې شک پيدا کېږي داسې مه ګڼۍ چې ګنې په ما يې ولې شک وکړ؟ بلکې داسې يې وګڼۍ چې خامخا له ما څخه تېروتنه شوې ده . مخکې له دې چې مخ ورڅخه واړوۍ يا خپه شۍ او ټول عمر په زړه کې د کرکې خيره وساتۍ ښه به دا وي چې مخامخ ورسره کېنۍ او د زړه خبره ورسره وکړۍ . په غټ زړه د دوستۍ په نامه په صادقه څېره ، په خلوص سره ترې وپوښتۍ ! چې تاسو ولې پرما شک کړی دی؟ يا خپه شوي ياست؟ که په تاسو کې ملامتيا نه وي يا مو تېروتنه نه وي کړي ستاسو په همدې خلوص کې هم واضع ښکاري او د خپلې صفايۍ ثبوت په رښتينولۍ سره وروړاندې کړۍ ، او که چېرې مو اشتباه کړې وي د خپلې تېروتنې په منلو سره په بخښنې مه شرمېږۍ . پخپلې تېروتنې باندې اقرار کول د ډېر اعظيم او با همته انسان کار دی .بخښنه غوښتل د باشخصيته انسانانو وجيبه ده نو ځکه چې ستاسو مقابل لورې دوست تاسو پېژني او په تعقل سره فکر کوي چې انسان په ټولنه کې د خطا او تېروتنو سره مخامخ کېږي ، نو ستاسو له خطا تېرېږي خو تاسو هم محطاطه اوسۍ چې د تېروتنې تکرار ګناه ده .
زاړه دوستان مه هېروۍ
د نوي دوست په پیدا کولو زوړ دوست له ياده مه باسۍ ، ځکه چې زوړ دوست د آزموينې له بټۍ وتی وي ، ډېر نوي دوستان پيدا کړۍ خو زاړه له لاسه مه ورکوۍ . د نويو دوستانو سره د زړو دوستانو ښې خاطرې يادې کړۍ . هېڅکله د نويو دوستانو سره د زړو دوستانو بد مه وايۍ ، ځکه چې ستاسو وقار او اعتماد له منځه ځي . دومره خوشبينه اوسۍ چې تل ښه په ياد ولرۍ . له نويو دوستانو سره د زړو دوستانو ښه ياد کړۍ او د دوستۍ په وخت کې د دوی فداکارۍ ، لاس نيونه ، ښه ناسته پاڅه  او نورې مرستې په ياد ولرۍ او تل يې مننه کوۍ چې د نوي دوست لپاره د دوستۍ د زده کړې سلوک وګرځي او ستاسو وقار او شخصيت ورته د يوه واقعي انسان په توګه څرګند شي .
ځينې کسان د خپلو دوستانو څخه دومره ګيله من وي چې نور نه غواړي هغه وويني نو سترګې پټې کړي او خوله خلاصه کړي تر وسې پورې ورپسې بدې خبرې او کاږه واږه تورونه لګوي ، او خپل ډک زړونه غواړي لدې لارې تش کړي ، چې دا نه يوازې د انسانيت او تهذيب لار نده بلکې پخپل لاس خپل ځان سپکول  او د ځان لپاره په ټولنه کې د دوستۍ د لارې بندول دي . دا ځکه چې هېڅوک نه غواړي چې له داسې يو کس سره د دوستۍ اړيکې ټينګې کړي چې د عمرونو دوستانو پسې په سپکو سپورو لګيا وي . نو د ځان سره ېې انګېري چې که نن زما سره دوست شو نو سبا به په ما پسې هم په وړو وړو خبرو ګيلې ماڼې کوي او کږې وږې به راپسې وايي ، نو بيا ښه يې بولي چې د سلام پورې پېژندګلوي محدوده پاتې شي . په همدې راز داسې د وړوکي زړه خاوندان بې مسوليته او بې زغمه کسان نه د  دوستۍ وړتيا لري او نه هم د دوښمنۍ . د دوستانو ترمنځ باید د مسولیت احساس وي . د مسولیت احساس د رښتينولۍ او صداقت پر بنسټ باید بې ريا وي او دغه بنسټ په يووالي ، رښتيا  او خلوص ټينګېږي، چې يود بل څخه که خپه هم شي يا ګيله من شي د پخوانۍ دوستۍ د صداقت په وجه خپل مسولیت ورته دا اجازه نه ورکوي چې يو او بل وغندي او يا د هرچا سره د خپل دوست په هکله ګيله منې خبرې وکړي يا ورپسې سپکې سپورې ووايي او په سپکه يې ياد کړي . هوښيار او با مسوليته خلک هېڅکله د خپه  شوي دوست تر شا خبرې نه کوي ، که نارينه وي خپل نرينتوب ورته دا اجازه نه ورکوي چې خپل مسولیت د يوه دوست پر وړاندې هېر کړي او که ښځه وي خپل عزت ورته دا حق نه ورکوي چې د دوستانو تر شا هم خپل د دوستۍ مسولیت هېر کړي . دا د دواړو طبقو لپاره ډېره د پښتو درنده او اړينه خبره ده چې د دوستانو تر منځ خپل مسوليتونه وپېژنو او تر شا یې هم يو بل ته د پخوا نۍ دوستۍ تر نامه لاندې احترام ولري . ځکه چې دا يو  انساني او اخلاقي کردار ته دی ،چې ټول ځوانان که نارينه وي او ښځينه خپل مسولیت وبولي تر څو ټولنې ته مثبت عناصر وړاندې کړي ځکه چې ټولنه زموږ کردار ته ضرورت لري ، چې هره مثبته زده کړه خپلې ټولنې ته په عمل کې وروړاندې کړو . ويديارو يو عالم دی چې وايي ، ٫٫هېڅوک مجبوره او موظف ندی چې په دې لويه نړۍ کې يا عالم يا فيلسوف او يا د پوره عقل خاوند وي ، خو په هر چا فرض او واجب ده چې صادق او رښتينی وي ٬٬.
له خبرو دوستان ځار کړو که خبرې له دوستانو؟
که چېرې د دوستانو تر منځ د ژبې په سر لاندې باندې خبرې د خپلمنځي شخړو لار هواروي لومړی باید د اعتدال نه کار واخيستل شي او په سړو مغزو سره کښېني د استدلال او منطق پر بنسټ دې خپلمنځي شخړې ختمې کړي او په علمي استدلال دې يو بل ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړي تر څو سلامت او ملامت وپېژندل شي چې ملامت د بخښنې د غوښتلو په اساس او سلامت هم د بښنې کولو او تېرېدنې په وجه يو د بل سره پخلا شي او زړونه يو بل ته صفا کړي. او که چېرې زياتی وشي نو د دواړو خواوې باید هڅه وکړي چې په غوسه کې هم د دوستۍ تر نامه لاندې له خولې داسې کرکجن الفاظ راونه باسي چې بله ورځ که سره پخلا هم شي چې د کرکجنې خبرې شرم يې وجدان ته نارامي ورنه کړي . تل د دوستانو سره شخړه کې تعدل وساتۍ چې خدای مکړه د تل پاتې وجداني شرم او عذاب سره مخامخ نشۍ ، حتی هڅه وکړۍ چې د خپل دښمن سره هم د تعدل څخه کار واخلۍ . يو عالم وايي، ٫٫ د دوښمن لپاره تنور دومره مه تودوه چې له تپ (تودوخې) نه يې پخپله وسوځې٬٬. په دوستۍ او دوښمنۍ کې هېڅکله له تعدل نه مه وځۍ ! ځکه چې الله تعاالله (ج) افراط نه خوښوي او د ژوند په هر اړخيزه برخه کې تل له اعتدال څخه کار واخلۍ ، چې اعتدال د اخلاقي روزنې يو اړخ دی . څرنګه چې په ټولنه کې افراطي بنيادم د هېچا نه خوښېږي همدا راز په دوستۍ کې هم د خپل حد نه سېوا افراط د انسان لپاره لويه صدمه رسوي . موږ او تاسو يو متل لرو چې وايي ،٫٫ مه دومره خوږ شه چې ودې خوري ، مه دومره تريخ شه چې هېردې کړي٬٬ . دا متل زموږ او تاسو لپاره د کاڼي کرښه ده چې په ښو او بدو کې افراط د ښو خلکو کار ندی . خدای (ج) تعدل لروونکی انسان خوښوي او انسان باید تعدل اختيار کړي او که مو نه وي اختيار کړی ، هڅه وکړۍ چې له دې وروسته يې په ځان کې وروزۍ که څه هم چې د هر څه روزل زغم غواړي خو ستاسو زغم به بې له ګټې نه وي .
لکه مخکې مو ووېل چې ښه دوست په نړۍ کې هغه سرمايه ده چې هېڅکله نه په مادياتو اخيستل کېږي او نه هم پلورل کېدی شي ، نه بازار لري نه مغازه . د ښه دوست پیدا کول که له يوې خوا ګران کار دی له بلې خوا ډېره اسانه او ساده لار لري چې موږ کولی شو پخپل خلوص دوستان خپل کړو .
خلوص او رښتينولي چې د اخلاقي روزنې يوه اهمه برخه ده او دغه اخلاقي روزنه که زموږ په وجود کې د يوه انسان تر نامه لاندې وده وکړي نو انسان پخپل خُلق باندې د انسانانو د دوستۍ لاره په ډېرې اسانۍ سره موندلی شي . څرنګه چې د مېخانيکي قانون له مخې يې منلی شو چې د هر عمل عکس العمل په مساوي توګه څرګندېږي د اخلاقو په علم کې هم دا يو حقيقت دی چې ښه او بد دواړه عکس العمل لري . په همدې راز په بنيادمانو کې هم په طبعي ډول عکس العمل لیدل کېږي ، خو انسان د حوادثو پيداکوونکی دی . همدا انسان دی چې په ټولنه کې ښه او بد زېږوي . زموږ حقيقي قوه او قدرت زموږ له اخلاقياتو څخه سنجول کېږي . ښه نيت، پاک زړه او صادقه اخلاق ، د عقل د قواعدو له لارې د دوستانو د ښې پالنې او ساتنې ضمانت په غاړه اخلي چې دغه عادات د نېکو انسانانو په وجود کې روزل کېږي او وده مومي چې د عمر تر پايه د ښو خاطرو د مرکزيت بڼه پيدا کوي او د ټولنې د زده کړې بېلګه ترېنه جوړېږي .
انساني اخلاق ، عقل او تفکر د عمل لار هواروي
انساني اخلاق کله چې د عقل ، فکر او عمل سره يوځای شي د ابديت او تل وجه ځانته نيسي او د تل لپاره لکه تاريخ د انسانانو په منځ کې تلپاتې بېلګې جوړوي چې همدا راز هر انسان د خپلو دوستانو په منځ کې کولی شي تل ژوندی پاتې شي او د يوه ښه دوست پشان ورسره تل پاتې ملګری وي . په بل اړخ د اخلاقي روزنې سره سم پخپله ژبه درېدل يانې وفا تر نامه لاندې رښتينولي ده چې زموږ په ټولنه کې ځينې داسې کسان دي چې پخپلې ژمنې باندې بې باوره دي او خپله ژمنه نشي ترسره کولی خو خپلو دوستانو ته په زغرده ويلی هم نشي چې د بېلګې په توګه داسې ووايي ، دغه کار زما تر وسې لاندې ندی داسې انګېري چې زما څخه به دغه دوست ګيله من شي ، د دغه يوه ټکي په خاطر د ټول عمر لپاره خپل دوست له لاسه ورکوي ، ځکه چې يو دوست له بل دوست څخه دا هيله نلري چې درواغ ورته ووايي او يا د بېلګې په توګه د بل له خولې هاغه خبرې اوري کومې چې د ده او د دوست ترمنځه لکه يو پټ راز ويل شوي دي چې دا د دوست په نامه د يوه ښه شخصيت کار ندی . لومړی خو دا چې انسان يو له بله ډېره تمه ونلري . دويم د وس د نه درلودلو په اساس هېڅوک بايد په ځواب اخيستلو خواشينی نشي ، له بلې خوا د درواغو ژمنه د انسان باور ته صدمه رسوي او مقابل لوري ته باید ووېل شي چې ګرانه/ګرانې دا کار زما په وس پوره ندی او مقابل لوری باید د خپل دوست تر وسې توقع ولري چې دا يو انساني کردار دی . درېيمه خبره دا چې د بل له خولې څخه اوتې بوتې اورېدل هم د انسان حيثيت ټيټوي چې د يوه دوست ګيله يا د خواشينۍ خبره د بل چا سره شريکوي . دا نه يوازې انساني کردار نه بلل کېږي بلکې مقابل لورې ته د باور او اعتماد حيثيت ټيټوي او د دوستانو تر منځ د باور مزی له منځه ځي لکه يو متل چې وايي، ٫٫ هر څه چې خام وي پخېږي ، خو باور چې خام شي بيا نه پخېږي ٬٬ . نو هېڅکله دې خدای انسان د بې باورۍ په مکروب نه اخته کوي او نه دې خدای څوک خپل دوست ته بې باوره کوي . ځينې انسانان له حده زياته ډوډۍ هضمولی شي چې له بده مرغه د يو کس د زړه د درد خواله نشي هضمولی . يانې نه يې شي هېرولی او هڅه کوي چې د دغه کس خبره باید بل ته ورسوي چې زموږ په ټولنه کې په افسوس سره داسې ډېر په ناوړه دود اخته خلک لرو چې په عامه ژبه ورته شيطان ويل کېږي يا ورته چوغل وايي . د اسلام په مبارک دين کې چوغلي کول لويه او اعظيمه ګناه بلل کېږي . موږ او تاسو ته مالومه ده چې زموږبې ساری مذهب زموږ د مثبت کردار او اخلاقو ضامن دی چې انسان د خدای پاک (ج) حضور کې پخپل نېکواعمالو ، ښو اخلاقو او عالي کردار په نامه د مکافاتو مستحق بلل کېږي ، بلل شوی دی او بللی به يې وي . او همدا راز د  بدو کردارو په کولو کې بنيادم بې له شکه څرنګه چې په ټولنه کې بې باوره او په ټيټ حيثيت پېژندل کېږي او د خلکو په ډله کې ځای نلري او د سزا وړ بلل کېږي ، همدا راز د الله (ج) په دربار کې هم ندی منل شوی ، سر ټيټی ، شرمېدلی ، ګناهکار او د مجازاتو وړ بلل کېږي او په اشد مجازاتو به محکوم وي او هېڅکله د بخښلو وړتيا نلري .
هر څوک چې د خپل دوست پټې خبرې يا پټ راز د بل دوست سره اظهاروي د خپل وقار تله سپکوي . که څه هم چې بدې خبرې به هم نه وي خو لوزوم نلري چې انسان خپل اعتماد او باور د يو څو خبرو د نه ساتلو په وجه له لاسه ورکړي او ټول عمر د وجدان په شرم اخته شي ، ځکه چې دوست ډېر اوچت نوم دی چې الله (ج) د نوم سره نژدېوالی لري . د دوست نوم په مانا او تحلیل کې بې ساری دی چې لومړی توری يې (د) ـ له درد ، دعا ، دوا ، دارو ، درمل ، دين ، دنيا ، ديندار، او داسې نور چې همداراز په ټولنه کې له همدغه دال(د) توري د پيل څخه ډېر منفي نومونه هم زېږول شوي دي ، خو  ښه هېڅکله د بدو په پرتله کې نه راځي . او موږ که يې له دغو مثبتو ټکو څخه يو (درد)  راواخلو نو بې له دې چې تحلیل يې کړو په واضع ډول څرګندېږي چې د زړه درد له چاسره شريکېږي يا وېل کېږي؟ تاسو هم له ماسره همغږي کېږۍ او واضع کوۍ چې مالومه خبر ده چې انسان د خپل دوست سره خپل د زړه درد شريکوي او دوستي هم له دوست سره کېږي نه له بل هرچا سره . اوږده څېړنه نه پرې کوم ، زما په اند همدا يو مثال به بس وي ځکه چې که د فکر يو کس وي ، نو همدا ټکی به ورته بس وي .
د دوستپالنې په شننيزه کې د دوست لفظ شنل او څېړل.
لومړی لفظ د دوست (د) و چې په لنډو الفاظو کې مې څرګند کړ ، دويم لفظ يې (و) دی چې موږ دغه لفظ هم د ټولنې د مثبتو لفظونو څخه را اخلو او منفي يې غورځوو لکه وفا ، واضع، وطن ، وجود ، وزر ، وحدت ، ورا ، وکيل ، وقار او داسې نور چې موږ يې يوازې د (وفا) ويی تر کتنې او شننې لاندې نيسو چې د وفا کلمه يې يا لفظ د دوست دويم لفظ شمېرل کېږي ، چې باید له دوست سره انسان وفاداره ووسي . ځکه چې په ژمنه باندې درېدل د ايماندارو انسانانو کار دی او انساني کردار بلل کېږي . هرکله که څوک د چا سره ژمنه کوي او پخپلې ژمنې درېږي او وفا کوي نه يوازې پخپل ځان باوري وي بلکې مقابل لورې ته هم اعتبار ورکوي او د باور کولو وړ ګرځي ،ځکه چې ثابت قدمي د وفا کولو لومړی ګام دی . د دغه ګام د اثباط لپاره انسان اړ دی چې په ځان کې د باور لرلو روزنې ته وده ورکړي . صادقه انسانان تل په ځان باوري وي او د خپل د ځان باور په اندازه ګام پورته کوي چې هرراز دوستۍ کې د تعدل نه کار اخلي او هېڅکله درواغ نه وايي چې درواغ په انسان کې باور او باور ورکول دواړه وژني ، اعتماد سلبوي او په ټولنه کې د يو بې باوره بنيادم په توګه شهرت مومي او هېڅوک زړه نشي ښه کولی چې په درواغجن بنيادم باندې باور وکړي . درواغجن بنيادم که په هرقالب کې ځان واچوي څرګندېږي ، که په ورځو کې څرګند نشي په مياشتو کې څرګندېږي او که په مياشتو کې ونه پېژندل شي په کال او کلونو کې خامخا خپله اصلي څېره څرګندوي . ډېر داسې بنيادمان په ټولنه کې ، په ځانګړې توګه که انسان له خپلې ټولنې څخه نوې ټولنې ته ننوځي نو ترڅو چې ددغې ټولنې په ځانګړتياؤ پوهېږي ډېرې تجربې پخپل ځان کوي ، تر څو د تجربو له بټۍ څخه ووځي او د يوې نا پېژندل شوې ټولنې سره پېژندګلوي پيدا کړي ځکه چې د هرې ټولنې په انسانانو کې ځانګړي خصوصيات شته او هره ټولنه د جغرافيې (ځمکپېژندنې) له نظره د اقليم او پيداوار له اړخه د تاريخ او نسلونو له نظره په توپیرسره ځانګړتياوې لري چې د لږعمر خاوندان يا په ځانګړې توګه ساده او صادقه انسانان بې له تجربو نشي کولی چې هرې ټولنې ته د پاخه تفکر سره ننوځي او بې له ستونزو سمدلاسه د ژوند طرز او طريقه زده کړي او يا بې له تېروتنو د تجربو خاوندان يا خاوندانې شي، ځکه چې په ناپېژندل شوې ټولنه کې له دود دستور څخه نيولې بيا تر ځانګړو کولتورونو پورې تر مروجه قانون پورې د توپیر لرونکو مروجه تربيت او روزنې سره مخامخ کېږي او په هر ګام کې لارښود ته اړتيا لري تر څو خپله لاره او د ژوند کولو لار ومومي . نو همدا وجه ده چې انسان لکه اوبو اخيستی هر بوټی ټينګ بولي او لاس ورغځوي تر څو ځان له اوبو وباسي ، خو د ټينګ او سُست بوټي توپیر نشي کولی او دا دومره اسانه خبره هم نده چې بې له پېژندنې ، بې له تجربې څخه انسان وکولی شي چې سُست او ټينګ بوټي توپیر وکړي او په اسانۍ سره ځان له ډوبېدو وژغوري . پدې توګه د انسانانو پېژندنه ګرانه ده او د دوستۍ ټينګېدل هم ګران کار دی ، ځکه چې ځينې دوستان تر خپل مطلب پورې دوستي پالي ، ځينې دوستان تر مادياتو پورې دوستانه ساتي او ځينې دوستان معنوي او پاخه دوستان دي چې په غم او ښادۍ کې انسان يوازې نه پرېږدي . د بېلګې په توګه ،٫٫ ستا عزت د ځان عزت بولي ٬٬. ستا ذلت د ځان ذلت بولي ، بې له مطلبه مادياتو ته ارزښت نه ورکوي ، رښتيني ، صادق په معنوي ارزښت ولاړ  د دوست تر نامه لاندې د هرراز پت ساتونکی او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د وفا خاوند او د دوست د دويم توري يانې (و) د مانا او مفهوم مثبت اړخ په ځان کې روزي او وده ورکوي .
درېيم د (س) توری دی چې پدې توري کې د ښو او بدو ځانګړتياوې څرګندېږي ، چې موږ يې د بدو څخه تېرېږو او مثبت يې اخلو . د (س) توری له ساتنې ، ساتونکي ، ساه ، سم ، ساهو ، سرلوړی ، سبا ، سحر ، ستي ، او داسې نور چې د ساتنې ياساتونکي له دروند لفظ څخه دا جوتېږي چې هر بنيادم د راز ساتونکی يا د ساتنې وړنه وي ، يوازې هاغه انسان ساتونکی يا د ساتنې وړتيا لري چې د دوستۍ ارزښت پکې څرګند وي ، رښتونکی اوپالونکی وي او د دوست د نوم ارزښت ولري چې په کار کې مريئ وي او په خوی کې د سرلوړي (ساحو) پشان وي . د تروږمۍ غوندې پټ نه بلکې د (سپين) زړه خاوند او د (سحر) پشان روښانه وي او د عقل تفکر يې د (سبا) خيال وساتي ، ځکه چې ښه دوست  د وينې له رشتې څخه هم انسان ته نژدې دی . پدې هکله مې د نوشېروان د وخت يوه پوښتنه په زړه شوه .
يوه ورځ عادل نوشېروان له بزرجمير څخه وپوښتل ! ٫٫ چې دوست ښه دی که ورور؟٬ بزرجمير ورته په ځواب کې ووېل !٫٫ هاغه ورور چې دوست وي ٬٬ . په رښتيا چې انسان نشي کولی چې د ژوند په کږلېچو ، لوړو ژورو او ناخوالو کې د هر چا سره د زړه خبرې شريکې کړي ، په خانګړي توګه هغه رازونه چې د انسان په ذاتي شخصيت پورې تړاؤ لري ،بې له هغه دوست څخه چې اعتماد او د باور وړ وي او د واقعي دوستۍ ځانګړتيا ولري نو انسان هېڅکله د دښمن په هکله سوچ نه کوي ځکه چې ښه دوست لري . د دوست ويی (لفظ) نه يوازې په راز پورې تړاؤ لري بلکې په ساه پورې تړلی ښکاري او لکه پتنګ هرې قربانۍ ته (ستي) ولاړ وي . همداراز ښه دوست په ژوند کې د (سمې) لارې مربي ګڼلی شو ځکه خو وايي چې ، ٫٫ بده ورځ ورور نلري٬٬ ، خو ښه دوست او ښه ملګرتيا په بده ورځ کې پکار راځي او دا څرګنده خبره ده چې د تاريخ په اوږدو کې تل د ښه دوست ، ښه ملګري ، او ښه يار ذکر شوی دی. د بېلګې په توګه ډېر د کاڼي کرښې متلونه راپاتې دي لکه ٬ ٫٫ يار د يار لپاره خوري د غوايي غوښې٬٬ يا ٫٫د يار له مخې سپي ته مه وايه ستخې٬٬ چې دا هر څه د تجربو د پايښت لپاره وييل شوي دي ، نه د هېرېدو لپاره .
که د هرې خبرې پای ته يا د هر متل شاته لږ ځير شو خپله يې لیدی شوی چې په ټولنه کې څومره منفي اغېزې د تجربو د لاسته راوړو لپاره خلکو شيندلي ، ليدلي او لا روانې دي . ډېر مثبت ټکي دي چې پايله يې د لږې بې پروايئ له لامله منفي ختلې او ډېر منفي نقاط دي چې په هڅې سره يې د مثبت لوری نيولی دی . په همدې راز که لږ څه غور وکړو د دوست له نامه د (ت) د توري مثبت او منفي اړخونه هم په ټولنه کې لیدی شو چې د دوستپالنې تر نامه لاندې موږ يوازې مثبت خپلوؤ چې د مانا او مفهوم معيارونه لري چې د (ت) توری له تاريخ ، تواضع، تراوت ، تمدن، تړاؤ ، تورزن ، توريالی ، تميز ، تهذيب ، او داسې نورو لفظونو سره تړاؤ لري چې که د (ت) توری له (تهذيب) څخه راواخلو او که له (تاريخ) څخه د دواړو اړخونو شينل زما په اند يو د بل سره ډېرې نژدې اړيکې لري ، چې د اسلام له تاريخ سره د تهذيب لفظ يا کلمه يو ځای راغلې ده چې د مسلمانانو د ايماندارۍ ضمانت کوي او که د تمدن له تاريخ څخه يې راواخلو او شننه پرې وکړو نو د ډېرو کلونو وړاندې به هم همدا د (تهذيب) لفظ په رازو رازو الفاظو کې ومومو، چې بې له شکه به په دې توري بريالي شو چې د دوست د (ت) توری يانې اخري توری يې له تهذيب څخه رااخيستل شوی دی چې واقعآ د دوستانو تر منځ باید ارومرو تهذيب وجود ولري تر څو ترېنه د دوستۍ بېلګه په تاريخ کې پاتې شي . په دوستۍ کې باید (تميز) يانې يو بل ته په صداقت ، رښتينولۍ او پاکۍ سره د تواضع په کمال ښکلی وي او په هر حالت کې د دوستپالنې مسولیت هېر نکړي او د خپلې دوستۍ پاس په (تورياليتوب) يانې مېړانې سره وساتي.
د هند يو عالم وايي ، ٫٫ هاغه څوک چې شپږ (۶) ځانګړتياوې ولري د دوستۍ وړ بلل کېږي٬٬ .
۱)ـ هاغه څوک چې ستا په عيب پوه شي او په پرده کې يې له ځان سره وساتي ، او هېڅکله يې ظاهر نکړي او تاسره يې په يوازېتوب کې شريک کړي او اصلاح دې وغواړي .
۲)ـ هاغه څوک چې ستا په هنر پوه شي او شهرت درکړي .
۳)ـ هاغه څوک چې احسان وکړي او ياد يې نکړي .
۴)ـ هاغه څوک چې احسان منونکی اوسي او هېڅکله احسان هېر نکړي.
۵)ـ هاغه څوک چې بد وويني او هېر يې کړي .
۶)ـ هاغه څوک چې اشتباه وبښي.

همداراز ابوعلي سينا بلخي وايي ، ٫٫ لس (۱۰) ځانګړتياوې که په انسان کې وروزل شي د انسانيت کان بلل کېږي يانې کامل انسان ترېنه جوړېږي او په دوستۍ کې د لومړيتوب حق لري ،، .
۱)ـ په حقيقت ولاړ او صادق انسان .
۲)ـ د خلکو سره ڼيا يا (انصاف) کول.  
۳)ـ پخپل نفس باندې حاکميت.
۴)ـ د عالمانو څخه تجربه اخيستل .
۵)ـ د ځان او نورو پت ساتل.
۶)ـ رحم او شفقت کول .
۷)ـ د دوستانو سره تفاهم کول .
۸)ـ حُلم له دښمنانو سره .
۹)ـ سخاوت کول .
۱۰)ـ ناپوهانو ته لارښوونه او زغم کول .
رښتيا هم چې دغه اوصاف په انسان کې د انسانيت بېلګه څرګندوي او هر څوک کولی شي چې ددغو نېکو او ښو عاداتو څخه برخمن شي . که اراده وکړي او زغم خپل کړي او د عمل په مرستې دغه خواص په ځان کې وروزي او وده ورکړي نو خامخا به د انسانيت والا مقام ته ورسي او ددوستۍ وړتيا به خپله کړي .
د دوست او دوستانو په پیدا کېدو کې هڅه وکړۍ ځکه چې د دوستانو پيدا کول له ځانه پيلېږي . که تاسو د ښو او نادرو اخلاقو خاوندان اوسۍ هر څوک ستاسو د دوستۍ هيله لري او په تاسو وياړي . که تاسو سل دوستان ولرۍ بيا هم لږ دي ، خو که يو دښمن ولرۍ ډېر زيات يې وګڼۍ . باید چې انسان هڅه وکړي چې دوستان يې نهيلي نشي . هېڅ وخت خپل دوست يا دوستان د مادياتو سره مه پرتله کوۍ ،ځکه چې که ماديات درڅخه لاړ شي بيا به يې لاس ته راوړۍ ، خو که دوستان درڅخه بېزاره او يا د مرګ په سفر لاړل بيا هېڅکله لاسته نه راځي . که فرضآ دوست مو هم نه وي يو انسان خو به وي چې ستاسو د مادياتو په مرسته له مرګه خلاسېږي او يا ستاسو د مادياتو په مرسته له ستونزو خلاصېږي باید چې د انسانيت تر نامه لاندې انسان ته ارزښت ورکړو نه د مادياتو. ماديات پيدا کول ګران کار ندی ، يوازې د انسان هڅه اوزيار غواړي ، کار او زغم غواړي تر څو تللي پيسې يا څيزونه بېرته لاسته راوړو ځکه چې ټول ماديات انسان پیدا کړي او انسان يې پيدا کوي ، پدې چې دا د انسان تر وسې لاندې کار دی ، خو هغه چې د انسان له وسې پورته وي ناشونی دی او ناشونی د خدای پاک (ج) په ارادې پورې تړلی دی . لکه د انسان پیدا کول . که چېرې يو انسان زموږ د مادياتو د نه پېرزوينې له کبله د هلاکت سره مخه کېږي ، له منځه ځي ، دا به نه يوازې انسانيت نه وي ، بلکې يوه لويه ناځواني او نامردي به وي . که چېرې د دغه حسود بنيادم وجدان ويښ شي او د کنجوس او يا ماديات پرست غږ پرې وکړي ، د بېلګې په توګه ، ٫٫ ائ نامرده ! ولې دې مرسته ورسره ونکړه ؟ ، ستا خو وسه رسېده !، که دې د خدای (ج) د رضا په خاطر مرسته نه کوله په پور به دې ورسره مرسته کړې وی ! ، خير که ستا د احسان لاندې وی ، ژوندی خو به وی ٬٬ . ٫٫ ستا له وجې چې د مادياتو سره دې مينه درلوده خو د انسان سره نه .٬٬ . ٫٫ ستانه به خدای (ج) دا پوښتنه ونکړي؟ ٬٬ . ٫٫ څه ځواب به ورکوې؟٬٬ .
دا زموږ په ټولنه کې زښت زيات ليدل کېږي چې د انسان له ژونده د خپلې شخصي ګټې په وجه تېرېږي او خپل انساني احساس د مادياتو په مينه وژني او نن سبا په انسانانو نه يوازې د مرستې ورونه تړل شوي دي ، بلکې په پيسو پلورل کېږي .
د کور په بدل کې انسانان له لاسه ورکوي ، د موټر په بدل کې انسانان هېروي او د مرګ کومې ته يې اچوي ، چې خدای پاک (ج) دې د داسې بنيادمانو په زړونو کې د انسانيت د احساس ډيوه بله کړي چې د نېکۍ په هدايت د انساني تفکر خاوندان شي ، چې نه يوازې دوستان وپېژني بلکې تولو انسانانو ته د انساني کرامت له مخې په درنه سترګه وګوري (آمين).
حضرت علي (ک) ويلي دي ، ٫٫ بد ترين کسان هغه دي چې د دوست په قدر نه پوهېږي او په مادياتو يې پلوري او په غرور يې له زړه څخه باسي ٬٬ .
زما په اند د دوستۍ پيوند په تواضع ټينګېږي ، او په غرور ماتېږي . په زغم ټينګېږي او په بې زغمۍ ماتېږي. په مېړانې ټينګېږي ، او په بخيلۍ ماتېږي . موږ او تاسو يو متل لرو چې ، د ټولنې نسبتآ ټولې اړيکې له انسانانو څخه نيولې بياتر هرشي پورې سره نښلوي . بېځايه به نه وي که د دې متل پايله په نظر کې ونيسو او غور پرې وکړو چې په ځانګړي توګه د انسانانو د دوستۍ د اړيکو د ټينګېدو وجه پکې ليدی شو .
وايي ، ٫٫ ګټه په تاوان کې ده ٬٬ . دا متل د ټولنې په هر اړخ پورې د سمون پايله ده . که څه هم چې ګټه په تاوان کې ښه غږ نلري ځکه چې ځينې بنيادمان د تاوان لفظ اوري نو اکثرآ له ګټې څخه هم تېرېږي او وايي نه غواړم داسې ګټه چې تاوان پکې وي ، خو نه ! داسې نده ! .
که موږ لږ څه غور پرې وکړو د بېلګې په توګه د يوې سالمې او پر مخ تللې ټولنې جوړول ، د يوه سوکاله ژوند جوړونه ، د يوماشوم د ښې روزنې ، ښې پالنې او په سهي توګه يې ټولنې ته سالم وړاندې کول ، هېواد ته د امن راوستل او ساتل ، د استقلال ګټل او ساتنه همداراز بېرته لومړۍ کرښې ته راځم چې د دوستانو پالنه او ساتنه پکې نغښتې ده چې خلوص ، رښتيا ويل ، وفا کول ، صداقت درلودل ، يو بل ته لاس ورکول او همداراز نورې تېرېدنې دي چې زما په اند همدا متل پرې تطبيقېږي چې ووايوو ٫٫ ګټه په تاوان کې ده ٬٬ . ځکه چې انسان د توپیر لرونکو قربانيو په ترسره کولو سره خپلو احدافو يا مرامونو ته په تدريجي موده کې د تکامل پړاؤ ته رسېږي او په دغه اوږده تدريجي موده کې د زښت زيات تاوانونو او ګټو سره مخه کېږي او بې له زحمت څخه راحت نشي موندی ځکه چې زموند کول زيار ګالل دي . دا چې په هره حرثه کې وي همدا تاوان به هرومرو قبلوي بيا به د ګټې هيله کوي . دوست يا دوستان هم همدا شان په تاوانونو لاسته راځي او د ښه دوست پيداکولو د ګټې ارمان به هله پوره کېږي چې تاوان ومنو او زغم ورته وکړو . راځۍ چې په وړو وړو او بې ارزښته خبرو له دوستانو خپه نشو ځکه چې واقعي دوستان ستاسو سره د تشريفاتو او سياست کولو ځانګړتياوې نه ساتي او په سيده او ساده لحجه په خلوص او صداقت سره خپل نظر وړاندې کوي . هېڅکله د دوستانو د نظر سپکاوی مه کوۍ ! ځکه چې هر انسان ځانګړی نظر لري . له ځان څخه نمکښه دېوال مه جوړوۍ ! چې پدې هکله موږ او تاسو يو متل لرو چې وايي ، ٫٫ غل په غره کې نه ځايېږي ،، ـ يا ٫٫ د غله ږيره کې خلی دی ٬٬.
که موږ د دوستانو تر منځ هره خبره ځانته راکاږو نو هرومرو به په موږ کې د زړه د سپېڅلتيا او صداقت د روزلو کمی وي . يا به د وېرې او اندېښنې په ناروغۍ اخته شوي يوو، ځکه چې که انسان د شک او ترديد په ناروغۍ اخته شي د ټولنيز ژوند د ستونزو سره مقابله او زغم نشي کولی او ورو ورو په عصبي ناروغيو اوړي او شکمن انسانان په ژوند کې يوازې پاتې کېږي . ددې لپاره چې له دوستانو بېل نشو او د ژوند  په لاره کې تل بريالي اوسو هېڅکله باید په شک او ترديد کې خپل فکر ښکېل نکړو او د شک په حال کې ژر تر ژره له دوستانو سره خپل شک شريک کړو او د ځان د قانع کولو لپاره د خپل شک کولو په رښتيا پسې وګرځۍ او ځان د دغې ناروغۍ چې د شک او ترديد يا په عامه ژبه ځانته خبره کشول يا په اصطلاح ځينې کسان وايي چې پلانکي زه په غوږ ووهلم ، يا يې ماته کنايه ووېله او داسې نور شکونه چې که چېرې موږ پخپل ځان کې څه نه وينو پخپله د اشتباه مرتکب نه يوو ، يا موږ د همدغو دوستانو په مقابل کې داسې يو حرکت نه وي کړی چې مقابل لوری مو خپه کړي وي نو ولې موږ دا انتظار ولرو چې موږ ته به څوک داسې خبره کوي يا به موږ په غوږ وهي ؟ زما په اند د دوستانو تر منځ ډېرې داسې خبرې کله نا کله ښکته پورته کېږي چې که چېرې يې موږ د دوستۍ په پاس مثبت واخلو ايا بده به وي؟؟
که يې په منفي توګه واخلو ښه به وي؟؟ . زما په اند د دوستانو تر منځ هرڅه په خلوص او صداقت شريکه وجه لري او دغه اړيکې هر اړخ لري حتی که انسان لږ غور وکړي او دومره حساس شي چې هره خبره وڅېړي زه فکر کوم د وخت ضايع کول به ځکه وي چې کله کله ډېره ښه خبره هم منفي جنبه پیدا کوي ، او همداراز کله کله ترخه خبره مثبت اړخ زېږوي. که بيا هم دوستان په دا هر څه برسېره په دا راز ځانګړتيا اخته کېږي ، چې بل ته خبره کول ځانته راکاږي او ماڼېژن کېږي مقابل لورې که په دې حال خبرېږي ، د دوستۍ په پاس يې لازمه بولم چې د خپل نمکښه دوست څخه بښنه وغواړي او توقع يې پر خای کړي . بښنه غوښتل د انسان کار دی او بښل د رحمان کار دی . په بل ځای کې وايي ، ٫٫ بښنه غوښتل د انسان کار دی ، خوبښنه نه کول د شيطان کار دی . راځۍ چې د دوستانو د ساتنې لپاره او د خپل صداقت ، خلوص او اخلاص لپاره هغه وړو وړو خبرو ته ارزښت ورنکړو کومې چې موږ د يوه ښه دوست څخه جلا کوي . ځکه چې د ژوند بهترينه سرمايه ښه دوستان دي او ښه دوستان له وينې څخه هم انسان ته نژدې دي .
يوه ورځ يو سړي د بايزيد بسطامي په نامه يو نامتو عالم وپوښته ، ٫٫ ولې هجرت نه کوې؟ او په سفر نه ځې؟ تر څو تاڅخه نور خلک هم ګټه واخلي ،، عالم ورته ووېل ،٫٫ ددې لپاره چې دوست مې مقيم دی ، د هغه سره بوخت يم نه غواړم چې د نورو سره بوخت شم ،، . سړي ورته ووېل ، ٫٫ اوبه چې په يوه ځای ډنډ شي ګنده کېږي ،، عالم ځواب کې ورته ووېل ، ٫٫ سيند اوسه تر څو ګنده نشې ،، .
زه هيله لرم چې تاسو دومره نېکبخته واوسۍ چې په ژوند کې له داسې دوستانو سره مخه شۍ چې د دوستۍ وړ او په ښه خصلت ښکلي وي چې هم يې عقيدت د باور وړ وي او هم يې له تجربو څخه ګټه ترلاسه کړۍ . هغه کسان په ټولنه کې د دوستۍ د ارزښت وړ ګرځي چې د باور ، ارادې ، هوښيار تيا ، فکر خاوند ، آزاد او د مسوليت پېژندونکی وي . د نورو پر وړاندې بدبيني ، ځان ښودونکی او کبرجن نه وي چې له نورو ځان ښه ونه ګڼي. متقابل لورې ته خدای مکړه په سپکه ونه ګوري او له مسوليت څخه ځان ونه باسي ، په نورو تکيه ونکړي ، د حقيقت پلوی وي او ژوند ته د حقيقت په سترګو وګوري . د ځان ساتنې او کورنۍ ساتنې وړتيا ولري . د هر کار په اجرا کولو کې محتاط او د پوره ارادې خاوند وي . په ژوند کې ښه دوست يو نعمت دی خو بد دوست يو مصيبت دی . پخواني دوستان نه پيدا کېږي ، د پخوانيو دوستانو ځای ډک کړۍ ! دوست هغه دی چې ستاسو هر راز ورسره وساتل شي . په رښتيا سره چې ستاسو په مخ کې ډېر اوچت کارونه پراته دي چې تاسو يې باید سرته ورسوۍ له دغو ډېرو کارو له جملې څخه يو کار چې ډېر مهم دی هغه د ښه دوست پيداکول دي چې زه هيله لرم چې لټون کې يې ستوماني احساس نکړۍ او زما پشان له خپلو دوستانو منندويه اوسۍ . زه له خپلو دوستانو چې په هر موقعيت کې ورسره مخه شوې يم ماته يې بې فيسه علمي تجربې راکړي چې د دغو تجربو په وجه نن زه له خپل ژوند څخه ډېره مشکوره يم. ځکه چې د ژوند په هر پله کې مې يو لوی عبرت لاسته راوړی دی . نو ځکه خو زه له خپلو هغو دوستانو چې د ژوندانه په لاره کې راسره مخه شوي يوه نړۍ مننه کوم او هيله لرم چې دوی به هم مننونکي وي . ډېر داسې دوستان يا دوست پيدا کېږي چې د انسان د ژوندمسير ته يو لوی بدلون راولي . د ځوانۍ په دوران کې د داسې دوستانو سره انسان مخه کېږي چې د دغه دوست په ناسته پاڅه کې به دومره اثر او اغېزه پرته وي چې د انسان ټول ژوند تر خپلې شعاع لاندې راوستلی شي . نو دا به ستاسو لپاره ډېره مهمه خبره وي چې د نېک صالح او نېک عمله انسان سره د دوستۍ لاس ورکړۍ چې هم ځانته درناوی ولري او هم تاسو ته ، ځکه هاغه څوک چې په ځان باور ولري او پخپل نفس حاکميت ولري هغه تل خپل شخصيت ته په درناوۍ سره ستا شخصيت ته هم صدمه نه رسوي . هم د ځان خيال ساتلی شي او هم ستا درناوي ته نېکه اراده لري . داسې انسانان د ايماندارۍ او راستۍ په وجه د ټولنې د سمون تاريخي بېلګې حسابېږي .
په درناوۍ