د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پټې معاملې او خطرناکې پایلې یې

عبدالغني «هاشمي» 08.05.2013 22:16

په افغانستان کې د وروستیو لسیزو د ډېریو پېښو او سیاسي لوبو له بهیر څخه داسې څرګندېږي، چې ددغو پېښو او لوبو د لاملونو ریښې د سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي شبکو له سرچینو خړوبېږي.
په هېواد کې د وروستیو لسیزو سیاسي او امنیتي بهیر ښيي چې ګاونډي او د افغانستان په کړکېچ کې ښکېل نړیوال نور هېوادونه، زموږ په هېواد کې دخپلو ځانګړو سټراټیژیکو اهدافو د پلي کولو په موخه، پر نورو زمینو او وسایلو سربېره، د استخباراتي چېنلونو له لارې د پیسو د مبادلې او وېش څخه دیوې اغېزمنې وسیلې په توګه په لوړه کچه کار اخلي او دا کړنه نږدې د هغوی د استخباراتي لوبو محور جوړوي؛ خو هغه څه چې د بحث او شننې وړ ده، داده، چې په افغانستان کې دغه معاملې او مبادلې په لویه کچه ترسره کېږي او ان دحکومت ډېر لوړ پوړي او لومړي لاس جارواکي هم ترې خبر نه وي.
نږدې یو کال وړاندې د ایران هېواد لخوا د ولسمشر دفتر ته د پیسو ورکولو د مسلې افشا
کېدل او اوس هم د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتي شبکې CIA لخوا د ولسمشر دفتر ته د ملیونونو ډالرو ورکولو افشا کېدل، په افغانستان کې د سیاسي لوبو ترشا د استخباراتي شبکو ژور لاس لرل څرګندوي، چې دغه مسایل د افغانستان ربړېدلي خلک له نورو اندېښتو او شکونو سربېره، د بې باورۍ او اندېښنو په یو بل ژور او زورور ګرداب کې ښکېلوي او خلکو ته داسې لسګونه شکونه، اندېښنې او پوښتنې راولاړوي، چې د افغانستان په قضیه کې به نورې کومې پټې او د پردې ترشا معاملې روانې وي؟
په دې کې خو هیڅ شک نشته چې اوسمهال د سیاسي، امنیتي او اقتصادي بنسټیزو چارو ترڅنګ، دافغانستان ټولې چارې له نورې نړۍ، په ځانګړي ډول لویدیز پورې تړلې دي؛ خو د ملت له سترګو پټ،شکمن او نا مرﺉي مرستې بیا د هېواد راتلونکي برخلیک په اړه د ملت د اندېښنو کچه لاپسې زیاتوي.
دا مسله د ډېرو نورو اندېښنو او پوښتنو ترڅنګ، دوې مهمې پوښتنې او اندېښنې راولاړوي:
لومړی دا چې د افغانستان حکومت له ملت څخه د لوړو برخلیک ټاکونکو ملي مسایلو حقایق پټوي او د هېواد له ټولو نافذه قوانینو څخه پر ښکاره سرغړاوي د دغو ملي مسایلو په اړه د نړۍ له استخباراتي سازمانونو او چېنلونو سره پټې او د پردې شا معاملې کوي.
دویم دا حقیقت لا پسې روښانوي، چې هغه هېوادونه او شبکې چې د بېلابېلو اهدافو لپاره زموږ د هېوا د په سیاسي او ملي مسایلو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ښکېل دي، د استخباراتي تاکتیکونو په ګډون له بېلا بېلو ابزارو څخه کار اخلي.
هغه څه چې د افغانستان دولت پورې اړه لري او ملت ته دا حق ورکوي چې په اړه یې په زغرده له دولت څخه وپوښي؛ هغه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د لګښت په موخه له نورو هېوادونو او شبکو څخه د پیسو اخستل دي، چې دا معاملې باید د قوانینو په رڼا کې په ښکاره ډول، د ځانګړو قراردادونو له لارې، چی د هېواد ملي ګټې پکې خوندي وي، ترسره شي.
په دې توګه ویلای شو چې افغان دولت په پټه له استخباراتي شبکو څخه د پیسو پر اخستلو ـ چي پخپله پرې اعتراف کوي – په زغرده د هېواد ملي قوانین ترپښو لاندې کړي دي.
دا د ډېرو پوښتو او اندېښتو وړ خبره ده چې ان ددولت ډېر لوړ پوړي چارواکي چې د قانون له مخې ضرور او بې له شکه باید ددغو معاملو په اړه خبر وي، هم له دغو پټو معاملو بې خبري ښيي.
له دې سره چې ولسمشر هڅه کوي د دغو پیسو اخستلو او لګښت ته قانوني بڼه ورکړي، خو د اندېښنې وړ خبره داده چې د یوه بل هېواد له استخباراتي شبکې سره، د هېواد د ملي مسایلو په تړاو د ولسمشر د دومره لوړې پټې پولي معاملې څخه ان د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر سلاکار هم خبر نه دی؛ چې دا پخپله ددغو استخباراتي لوبو او پټو معاملو عمق او ژورتیا ښيي.
خو دا یوازې ولسمشر نه دی چې په دغو معاملو کې لاس لري؛ بلکې په بشپړ باور سره په دې معامله کې له هغه سره نور خلک او ډلې هم شریک دي، ځکه د لګښتونو کوم مدرکونه چې ولسمشر د دغو پیسو لپاره په ګوته کوي، دا ولسمشر په مستقیمه توګه پخپل لاس نه دي لګولي؛ بلکې نور لاسونه هم په دې معامله کې شامل دي، اوس بله پوښتنه او اندېښنه راولاړېږي،دا چې ان د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر سلاکار له دې معاملې ناخبري ښيي، نو په دې معامله کې به له ولشمشر سره نور څوک او کومه ډله خلک شریک وي؟
که څه هم ولسمشر کرزي له ایران څخه دده دفتر ته د پیسو راتللو د معاملې د افشا کېدلو پرمهال له نوم اخستلو پرته اشارتآ وویل، چې دده دفتر ته له نورو شبکو هم پیسې راځي او دی یې په هېوادنیو چارو کې لګوي، خو ښاغلي کرزي تر هغه مهاله چې د CIA لخوا دده دفتر ته د پیسو ورکولو مسله له بلې لارې افشا نه شوه، ده پخپله لس کاله دا مسله له ملت څخه پټه وساتله.
دې مسلې ددولت پروړاندې د ملت بایللی باور او اعتبار بېخي په صفر کې ضرب کړ او د اړیکو واټن یې څو څو برابره پراخ او زیات کړ، ځکه په داسې شکمنو او ناوړه سیاسي لوبو کې به ستونزمن وي چې ملت دې نور د داسې یوه حکومت پر قانوني کړنو او معاملو هم باور وکړي.
ددې مسلې بل اړخ په افغانستان کې د سیاسي او ملي مسایلو ترشا د نړیوالو استخباراتي لوبو مسله ده، داسې ښکاري چې نړیوالې شبکې او په خاصه توګه امریکا متحده ایالتونه په ځانګړو شرایطو کې ددغو استخباراتي لوبو پر لوبولو او په خاصو حالاتو کې ددغو پټو معاملو پر افشا کولو، د بدنوموونکو اسنادو په توګه د هېوادونو پر لوړ پوړیو او اغېز ښندونکو چارواکو د خپلو اهدافو د پلي کولو په موخه د فشار د یوې الې په توګه کار اخلي .
پر همدې بنسټ ځيني شننونکي په دې اند دي چې ددې قضیې افشا کېدل د ولسمشر کرزي او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د اړیکو د خړپړتیا او بې باورۍ روښانه شاهدي ورکوي او له ولسمشر کرزي سره د امریکا د مخالفت کلک برید څرګندوي.
بله خبره دا هم ده، چې تراوسه داسې تبصرې کېدې چې د افغانستان په قضیه کې ښکېل هېوادونه په ځانګړي ډول امریکا، په افغانستان کې د فساد په خپرولو کې لوی لاس لري، خو ددې مسلی افشا کېدل دا شکونه په یقین بدل کړل او دا حقیقت هم څرګند شو، چې کله چې د یوه حکومت اصلي سرچینه په فساد ککړ وي نو دا روښانه او انکار نه منونکی حقیقت دی، چې ددغه فساد ریښي ضرور د دولت ښکتنیو شبکو او ادراو ته هم غزېږي.
ځيني شنونکي په دې اند هم دي چې ددغې پټې معاملې پر افشا کولو دامریکا یو بل بنسټیز هدف دا هم دی، چې په دې توګه د افغانستان پر دولت فشار واچوي څو د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې د امریکا ځانګړو غوښتنو او شرایطو منلو ته غاړه کېږدي، ځکه داسې معلومېږي چې امریکا دا مسله دیوې کوچنۍ هغې په توګه افشا کړه، کېدای شي د پردې ترشا داسې نور ې پټې سترې معاملې هم وي، چې په افشا کولو به یې د هېواد لوړ پوړیو او اغېز ښندونکو چارواکو باور او اعتبار ته زیان رسېږي چې امریکا به له شکه پرته د اړتیا پرمهال له هغو وسلو او وسیلو هم کار واخلي.
د ځينو شننونکو په اند، ددې مسلې د افشا کېدلو یو بل اړخ داهم دی چې امریکا په دې توګه ښاغلي کرزي ته خبرداری ورکړ، چې په راتلونکي حکومت کې د ځان او خپلې ډلې د ګډون له هڅو لاس واخلي. ځيني دا هم وايي چې دا مسئله په افغانستان کې د راتلونکي حکومت چارواکو ته هم خبرداری و، چې له امریکا سره په اړیکو کې محتاط اوسي او بریالیتوب ته تر ر سېدو وړاندې او د حکومتولۍ پرمهال ددغه هېواد غوښتنو، اهدافو او ګټو منلو ته غاړه کېږدي.
پر همدې بنسټ د افغانستان ملي کټې په افغانستان کې هر راتلونکي حکومت ته دا حکم کوي، چې که مخکې له دې یې د هېواد ملي مسایلو په اړه له نورو هېوادونو سره پټې معاملې نه وي کړې، د حکومتولۍ پرمهال په ملي کچه له نړیوالو سره په معاملو کې له ډېر احیتاط څخه کار واخلي او هیڅ ډول معامله د ملت له سترګو پټه ترسره نه کړي، له دې پرته به ددغو لوبو پایلې ډېرې خطرناکې وي.