يوه ولسوالۍ په ټول افغانستان ملسط
07.05.2013 20:30د ولسمشرحامدکرزي د حاکميت په ۱۲کلن دور کې د هېواد يوې وړې ولسوالۍ اوسيدونکي پر ټول افغانستان مسلط شول او پر ټولو يې راج وکړ، پنجشير چې پخوا يوه وړه او غريزه ولسوالي وه پر ولايت تبديل شوه او د همدې ځای خلک د کرزي د حاکميت په دوران کې د لومړي معاونيت څخه نېولې د وزارتونو تر معينیتونو او مستقلو رياستونو ورسېدل، هغه چا چې په تېر ۲۰ کلن تاريخ کې د هېواد له مهمو زيرمو څخه د ځان، کورنۍ او سياسې ګټې ترلاسه کړي او د ګټې پيسې يې پر جهاني بانکونو کې سپما کړي ، دوی د همدې معدنونو له استخراج څخه امريکا، اروپا او نورو هېوادونو ته ولاړل او هلته یې سرمايه ګزاري وکړه، لدوی څخه بايد د هېواد او د خلکو په مقابل کې د شویو خيانتونو پوښتنه شوی وای او دا پلټنه شوی واي، چې ولې يې د هېوادوالو او دې هېواد سره دومره لوی ظلم وکړ، خو دا کار ونشو، برعکس همداء خلک راپورته شول، د کرزي د حاکميت په دوران کې ورته نړيوال شهرت، امتيازونه او اعتبار ورکړل شول.
[پنجشیر، فهيم]پکې مارشال شو، د دفاع وزارت څوکۍ يې ترلاسه کړه او اوس د ولسمشرحامدکرزي لومړی مرستیال دی، فهيم د شمالي ټلوالې د وتلې ګروپ [پنجشير] د مشرتګلار صفت هم خپل کړی، چې د پاليسۍ سره سم یې د همدې ګروپ ټول خلک په هر ځای کې حمايه کړي، مقرر کړي يې دي او يادې ولسوالۍ ته يې تر ډېره بريده مثبت کارونه ترسره کړي دی، د شمالي ولاياتو مالک بلل کېږي او په همدې دوران کې د سرو، سپينو خاوند شو.
[پنجشير، احمدضيامسعود] د ولسمشرحامدکرزي د لومړۍ دورې لومړی مرستيال و، چې په ۵کلن دوران کې د مارشال په شان خپلې ولسوالۍ، خلکو، همفکرو او پنجشيریانو ته کار کړی، او د شکر خبر دا بولي، چې وایي په ۵کلنه دوره کې هېڅ يو پښتون مېشته ولایت ته نه دی تللی، چې د هغه خلکو ستونزې واوري او د حل لار ورته ومومي، ده هم اقتصاد تقويه کړی، قراردادونه يې د نړيوالو څخه ترلاسه کړي، د شيرپور ځمکې يې توزيع کړي او د بلندمنزلونو ځمکې يې خپلو خلکو ته ورکړي دي، په لوړ بستونو، سفارتونو، وزارتونو، ولاياتونو او د جنرالۍ په څوکۍ يې خپل دوستان، ملګري او همفکره مقرر کړي دي، نړيوال شهرت یې ترلاسه کړی، احمدضيامسعود پنجشيريانو ته دومره کار وکړو، چې سره د ټولو بې قانونيو چې دوی يې کوي، هېڅ يو يې دوسيه نه لري او نه هم له چا ځینې پوښتنه کېدای شي.
[پنجشير، ډاکټرعبدالله عبدالله] د ولسمشر په لومړۍ دوره کې د څو پرله پسې کالونو لپاره د هېواد بهرنيو چارو وزیر و، چې د نورو په شان يې تر هر څه زيات کار خپل سمت، ولسوالۍ او خلکو ته کړی، ولې د دې ترڅنګ يې د ځان د بقا او اقتصاد د پياوړتيا په موخه نړيوالو ته د حقيقت څخه ليری او بعضې وخت محرم معلومات ورکړي، د هغه سفيرانو او قونسلانو په مقابل کې هدايات استول، چې د دې د مفکورې خاوندان نه و، د هم په همدې دوران کې نړيوال شهرت ترلاسه کړ.
[پنجشير، محمديونس قانوني] د حامدکرزي د حاکميت په دوران کې د کورنيو چارو او پوهنې وزیر پاتې شوی، وروسته يې د ملي شوراء د رياست څوکۍ په غاړه وه، چې اوس مهال د همدې شوراء غړی دی، د مسووليت په دوران کې يې ډېرو پر وطن مينو اشخاصو ته دوسيې جوړې کړي او پر تورونو يې بدنام کړل او له هغه وروسته یې د خپل سمت، خاورې او فکر اشخاص راوستل او ځای پر ځای يې کړل، ده هم په همدې دور کې نړيوال شهرت ترلاسه کړو.
[پنشجير، احمدولي مسعود] په انګليس هېواد مرکز لندن کې افغان سفير و، چې په خپل وخت کې يې ډېر محرم معلومات د اقتصادي ګټو او سياسي پاېښت لپاره يې د دې هېواد له خلکو سره شريک کړي، د هغه مظلومو افغانانو په پیسو يې مستۍ کړي، چې په لندن کې د مسافرت د شپو ورځو پر مهال یې ګټلې وې، احمدولي اوس مهال د مسعود بنسټ مشر دی چې د ملي نهضت په نوم د سياسي ګوند مشري هم په غاړه لري، مسعود په لندن کې هم د خپلو پنجشیریانو ملاتړ نه دي پرېښې، نوموړی هم يو پيژندل شوې څهره شوه، مسعود، امرالله صالح او ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډه سره د هېواد څخه په غير قانوني توګه لاجورد او زمورد استخراجول او بيا یې د نړۍبازار ته عرضه کول.
[پنچشير، امرالله صالح] د ملي امنيت رياست پر دوران کې يې داسې بنياد کېښود، چې په ياده کې ادراه کې کېښودل شوی بنياد له منځه وړل ډېر وخت او پوره تبدير ته اړتيا لري، ويل کېږي، چې صالح د حامدکرزي له دوران څخه مخکې ديو عادي ژباړن دنده درلوده، خو پدې دوران کې د نړيوال شهرت څخه برخمن شو، صالح په دې موخه له نړيوالو څخه ډېرې پيسې ترلاسه کړې وې، چې دی به په هېواد کې تروريزم له منځه وړي، ولې هغه څوک او هغه پښتانه یې له منځه يوړل چې د سر سړي و او ملي څهرې بلل کېدې، د نوموړي په وخت کې دده ملګرو ډېرې ګټې وکړې او ډېر قراردادونه يې ترلاسه کړل.
[پنجشير، بسم الله محمدي] محمدي د کرزي د حاکميت په دوران کې لومړی لوی درستيز و، له هغه وروسته کورنيو چارو وزیر شو، او کله چې د ملي شوراء له لوري له ده څخه د ده د نااهليت په وجهه چې نه يې شو کولای د کورنيو چارو وزارت څوکۍ پر مخ يوسي د اعتماد رايه واخيستله، خو دوه اونۍ وروسته يې د ولسمشرحامدکرزي له لوري د دفاع وزارت ته نوماند شو چې د پيسو د ويش په مقابل کې يې د ولسي جرګې څخه د اعتماد رايه ترلاسه کړه او د دفاع وزیر شو، په هغه وخت کې چې محمدي د کورنیو چارو وزیر و، ده ډېر کوښښ کاوه، چې په پښتون مېشته ولاياتو کې هېڅکله بنسټيزې پروژې پلې نه شي او همېشه يې د داسې عمل د پلي کېدو د مخنيوي اقدام کړی، او په مختلفو بهانو يې دده مخه نيوله، محمدي په تېرو يولس کالوکې دې حد ته اقتصاد رسولی، که ټول عمر هم کار ونکړي او همداء سپما شوې پیسې مصرف کړې هم ترې زياتې دي، محمدي په همدې دوران کې نړيوال شهرت ترلاسه کړو.
[پنجشير، جنرال حسام الدين حسام] حسام د ملي امنيت عمومي رياست سرپرست دی، چې په تېرو ۱۲کالونو کې د نورو پنجشيريانو د پلان په عملي کولو کې پوره ونډه اخيستي او هر ځل يې د ياد پلان د عملي کېدو په موخه قدم اخيستی، حسام هم د نورو پشان يوازې خپل سمت، خاورې او همفکرو ته کار کړی، او د دې ترڅنګ يې نړيوال شهرت هم ترلاسه کړی دی.
[پنجشير، ظاهر اخبر]، اخبر د دفاع وزارت اړوند د کشف په څانګه کې کار کاوه، چې اوس مهال د هېواد المپيک ادارې مشري په غاړه لري، اخبر همېشه د هغه لوبو مخنيوی کړی، له کومو سره چې پښتانه شوق لري، که وګورو اخبر همېشه د فوټبال په سيالو کې برخه اخيستې مګر د کرکټ په سياليو کې هېڅ نه معلومېږي، ځکه لدې سياليو سره پښتانه علاقه لري.
[پنجشير، فضل احمدمعنوي] د سترې محکمې پخوانی قاضي او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمدمعنوي که څه هم په ظاهري لحاظ ورته ملا او قاضي وېل کېږي، خو په باطن کې د پښتنو سرسخته دښمن او شیطان دی، د ده په شتون کې چې څومره د نفاق تخم شيندل شوی، په کالونو کالونو به جبران نه شي، د غزني په ولايت کې له ټول ولایت څخه يو پښتون وکيل هم ولسي جرګې ته نه دی بریالی شوی، معنوي د ولسمشر او د ملت کور تر منځ ستونزه زېږولې او ترڅنګ يې د ملت کور، لويې څارنوالۍ سره په ټکر کې اچولې، د معنوي غلطو او بېځايه پرېکړو په نتيجه کې د ولسمشر، لوي څارنوالۍ او سترې محکمې پرېکړې بې حيثته او بې اعتماده شوې، دده په اداره کې د پيسو په مقابل کې ګمارنه هم هغه څه دي، چې مخه يې بايد ونيول شي، خو نيول کېږي ځکه نه چې دی هم د نړیوال شهرت ترڅنګ د پنجشير د ګروپ سړی دی.
[پنجشير، جنرال دين محمدجرائت] د کورنيو چارو وزارت د وخت معين و، چې د دندې له لاسه ورکولو وروسته يې هم ډېر شمېر ساتونکي له ځانه سره لرل، جرائت د وخت لوی څارنوال عبدالجبارثابت په لوی لار د موټر څخه ښکته کړ او ډېر زيات يې وواهه، جرائت اوس هم ډېر ساتونکي لري.
[پنجشير، جنرال بريالی] د دفاع وزارت پخوانی معين و، چې پر هغه وخت يې ډېرې کورنۍ د غم په ټغر کښېنولې، او د فرعونيت کارونه یې وکړل، دا هم لکه د نورو په شان د پنجشير ګروپ په پله پل کېښود او د پښتنو ضد څهره وه.
[پنجشير، مديرمحمديوسف اعتبار] د چارو د ادارې او د وزیرانو شوراء د دارلانشاء رئيس، په ايران هېواد کې قونسل او د اوسني لومړي مرستيال فهيم د دفتر رئیس دی، چې د فرعونيت خاصه لري، اعتبار همېشه پردې خبرې اعتراف کوي، چې هغه وخت ډېر خوشحاله وی، چې پښتانه په غم او عذاب کې ګوري او لدې حالاتو ډېر خوند اخلي، اعتبار د فهيم څخه ډېر مقتدر بلل کېږي، اوس هم د وزیرانو، واليانو او جنرالانو په مقررولو کې ډېر کار کوي.
او داسې نور هم شته، چې په تېرو ۱۲کالونو کې يې ډېرې ناکردۍ کړې دي، که رېښتيا وويل شي، په تېرو کالونو کې حکومت د همدې خلکو په لاس کې و، او د کرزي له سر څخه چاپیر شوی او ارګ یې انحصار کړی و، هغه پښتانه چې د ملي دريځو او هوئت څښتنان و، د دوی له لوري له منځه ولاړل، او د تعجب خبر دا ده، چې روسيې، امريکایي او يو شمېر اروپايي هېوادونو څخه نغدي امکانات ترلاسه کوي، په هېواد کې لوی قراردادونه هم دوی اخلي او هغه څوک چې د دوی د اقتصادي منافعو په مقابل کې خنډ شي، بې له ځنډه یې له منځه وړي.
د همدوئ له لوري د وخت د هوايي چلند او ترانسپورت وزير ډاکټر عبدالرحمن د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د چاقوګانو په ذريعه ووژل شو، خو چا يې پوښتنه ونکړه، ولسمشرکرزي د هغه وزير په اړه سر هم خوږ نه کړو، چې د دوی له لوري ووژل شو، دوی هر يو يې د سلو نفرو په شاوخواء کې ساتونکي، چوپړګر او باغوانان لري، ميليونونه ډالر سرمايې يې پيدا کړې، باغونه او بلندمنزلې يې جوړې کړي، په پنجشير کې يې د ګل هوسۍ لپاره ځايونه جوړ کړل، هر يو يې د پادشاهانو ژوند لري، خو اوس هم د پښتون قوم سرنوشت د دوی په لاس تړلی دی، ولسمشر ته چې د دوی له لوري څه ورشي حتمي یې امضاء کوي، او دوی هېڅکله داسې نه کوي، چې د پښتون قوم په خير وي.
ولسمشر کولای شول، چې په دواړو دورو کې معاوينين د بل ځای څخه انتخاب کړي، خو داسې يې ونکړل، د پنجشير درې څخه يې څوک پر موږ مسلط کړل، دوی د تېرې ۱۲کلنې دورې مزې ليدلي او غواړي چې په راتلونکي کې هم لومړی مقام، لومړی مرستيال، دوهم مرستيالۍ څوکۍ او نورې ډېر څوکۍ ترلاسه کړي، د همدې هدف ترلاسه کولو لپاره يې سر له اوسه د ولسمشر ورور سره خبرې کړي او ورته یې ويلي دې چې ټول خلک پر تاسو راټول دي او تاسو موږ په راتلونکي کې مشران کولی شو، او يا یې هم د نورو خلکو سره خبرې کړي،چې اوسمهال وزیران دي. حال دا چې په تېر ۱۲کلن تاريخ کې د همدئ له لورې د بشر حقوق تر پښو لاندې شوي، اداري فساد هم د دوی په شتون کې زيات شوی، د رسنيو ازادي هم دوی سلب کړې.
موږ، تاسو او ټولو پښتنو په تېر ۱۲کلنې دورې کې وليدل، چې زموږ په سر څومره ملنډې ووهل شوې او له هر پل څخه تېر شو، اوس راتلونکی قضاوت، پرېکړه او تصميم رېښتني پشتنو مشرانو ته پرېږدئ، کله چې دوی د راتلونکي سرنوشت، وحدت، ملي یوالي او ملي ګټو لپاره غږ کوي، بايد موږ ويښ شو، او راتلونکې لپاره پر داسې بېځايه څهرو تېر نه وځو، موږ ته پکار ده، چې د سپيڅليو قومي مشرانو سره يو ځای د نوي راتلونکي افغانستان لپاره لاسونه سره يو کړو، او د خان پاچا خان هغه خبره پرځای کړو، چې (لا به يو کېږو کنه ورکېږو)، که په راتلونکي کې مو لاسونه سره ورنکړل، ډېر ژر له منځه ولاړ شو او که لاسونه مو سره ورکړل او د يو سپيڅلي مشر ترشاه ودرېدو نو بيا به تر اخيره پورې په اقتدار کې اوسو.

