په ګوشته د پاکستان د تیري په اړه د کلیفورنیا ټولنې اعلامیه
06.05.2013 20:27د گوشتې په ولسوالۍ باندې د پاکستان د تیري په اړه په کلیفورنیا کی د افغاني کلتوري ټولنې اعلامیه
څو ورځی د مخه پاکستانی پوځیانو د افغانستان په خاوره کې دمومندو (مهمندو) دگوشتې په سيمه تیری وکړ، او هلته یی ځينې تأسيسات جوړ او یوه دروازه ودروله .
دغه سيمه دمومندو په ميشته کيدو سره د پيړيو راهيسې تل د افغانستان خاوره پاتې شويده. د گوشتې سيمه په اصل کی د مومندو د لوی قوم د اوسيدو یوه برخه ده او مومند د افغانستان هغه لرغونې پښتون قوم دئ چې د قندهار له «مرغه» نومې سیمې نه اول په غزني او بیا د کامی− پیښور په سیمه کی میشت شول . بل مهم ټکې دادئ چې د مومندو سیمه یا نوم د تحمیلی ډیورنډ توافق لیک په متن کی هیڅ یاد شوې ندئ او امیرعبدالرحمن خان په هماغه وخت کی د هندوستان برتانوی حکومت ته په ټینگه ښکاره کړه چی ټول مومند د افغانستان برخه ده. د برتانوي هند وایسرای هم د امیر نه غوښتي وو چې د کوز مومند او بر مومند تر منځ پوله په رسمي ډول وپیژني، خو امیر د هغه دغه غوښتنه په غوڅه توگه رد کړه او پر هغه برسیره یې د خیبر په مقابل کی، چې د برتانوي هند په لاس کی وو، له کامی نه تر پیښوره پورې د یوه لوی سړک دجوړولو کار هم پیل کړ چې دا کار د هغه د مرگ نه ورسته بند شو.
کله چی د برتانوي هند حکومت د کوزو مومندو (اوارې / هموارې د مومندو) سيمه، چې د افغانستان خاوره وه، په زور غصب کړه او د خپل نفوذ سيمه يې وگڼله بيا هم د بر مومنديا د غره د مومندو سيمه د آزادې قبايلي سيمې په توگه د هغوې د نفوذ تر ساحې بهر پاتې شوه. په داسې حال کې چې د مومندو دگوشتې سيمه تل دډيورنډ د تپل شويې ليکې پورې غاړه د افغانستان خاوره پاتې شويده.
په هند باندی د انگریزانو د حاکمیت په ختميدو سره پاکستان ، چې ځان په اوله درجه اسلام پال او بيا د انگلیسانو وارث هم گڼي، نه يواځې دا چې د کوزو مومندو سيمه افغانستان ته ورستنه نکړه، بلکې پدې وروستيو کلونو کې يې د بر مومند په آزاده قبايلي سيمه کې هم د خپل نفوذ ساحه پراخه کړه، چی دا موضوع له ډیرو نورو موضوعگانو سره د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیره غټه کشاله شوی ده.
مونږ د افغانستان په گوشتې باندې د پاکستاني پوځیانو دغه څرگند او بيشرمانه تيرې د افغانستان د خاوری پر تمامیت بربنډ تيرې او ستر خطرگڼو. پاکستان بايد د افغانانو د تير تاريخ نه چې د نړۍ ستر طاقتونه يې په گونډو کړي، درس واخلي، او د افغانستان د خاورې دلاندې کولو هر راز خیالونه او مقاصد له سره وباسي .
مونږ دلته د امریکی په شمالی کلیفورنیا کی ميشت افغانان هم د پاکستاني پوځ دغه تیرې په کلکه غندو او ډاډ لرو چې د کابل د اوسنۍ ادارې د بې تفاوتۍ او يا پردې تر شا د لوبو او سازشونو سره سره زمونږ باتور او په هيواد مين ولس به لکه د پخوا په شان په يووالي سره د هيواد په خاوره دهر راز تیري مخنيوې وکړي .
په درنښت
په شمالی کلیفورنیا کی د افغاني کلتوري ټولنې دمشرتابه ډله
د ۲۰۱۳ کال د می د میاشتی څلورمه نيټه

