دواړه ستـرګی
06.05.2013 15:21رانما کـه شبستان کــی دواړه ستـــرګــی
لوغړن کـړمه نیران کـی دواړه شتـرګـی
ستــرګـی ستا دی خو مجرم ورلره زه یم
ځکه کړمه په زنـدان کی دواړه ستـرګــی
راز او نیاز د ژوندانــه می ټول برهم کړو
چی مفتون کړم په جهان کی دواړه سترګی
(ایـــوبــی) اخـــلاص به هله درمعلوم شــی
چی تری وغواړی فرمان کی دواړه سترګی

