د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ګوشتې د بریدونو په اړه د حزب اسلامى افغانستان اعلاميه

حزب اسلامى افغانستان 06.05.2013 12:56

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

حزب اسلامي افغانستان دګوشتې ولسوالۍ په حدودو کې دپاکستان ښکاره نظامی تیری په کلکه غندي اود ټولو بین المللی اصولو مخالف یی ګڼی .
په سیمه کې د هند کبیر (برصغیر) د حاکمیت په دوران کی هم له ګندهاب نه تر ګوسړی پوری د هغه وخت حکومت تسلط او حاکمیت نه درلود چې هغه وخت لا پاکستان تولد شوې هم نه وه.
د پاکستان د تولد تر ۶۰ کالو پورې هم پدی علاقه پاکستانی حکومت هیڅ ډول دخل او تصرف نه درلوده دا خو لرې خبره وه چه د پاکستان عسکر دې د ګوشتی ولسوالی تر سرحدونو راورسیږی . دخاپښ نه ترګوشتې پورې دا سیمه چې اوس پاکستاني فوځونواشغال کړې دافغانستان خاوره ده اوپدې خاوره د مهمندو د لوی قوم مختلف خیلونه اوبرګنۍ اوسیږی چه زیاتره یی خویزی او بایزی دی دا خلک ټول د افغانستان تابعت لری او د کامی، ګوشتی او لعلپوری په ولسوالیو کی ځمکی او کورونه لری.
د طالبانو د حاکمیت په دوران کی هم طالب حکامو د افغانستان بیرغ د خاپښ په کنډو ودرولی وو چې هغه مهال پدې سیمه کې د پاکستاني فوځ یو عسکر هم نه ترسترګو کیده چې دا بیرغ راکوز کړی، نو چې تاریخی سوابق د هند او پاکستان د جوړیدو وروسته هم داډول وو نو اوس څه باعث شو چه پاکستاني فوځونه دلته راځي اونظامي مراکز جوړوي . خو لدې کړنو داسې ښکاري چې د دی قضیې ترشا د استعماري قوتونو پټ لاسونه موجود دي . استعماري کړۍ غواړي په منطقه کې د کړکیچ په دوام خپلو شومو استخباراتي اهدافو ته تحقق ورکړي او له بل لورې پاکستان هم خوشحاله کړي.
حزب اسلامي افغانستان دپاکستان دا بې شرمانه تیرې او د استعماري قوتونو داډول شوم پلانونه په کلکه غندي اودخپلې خاورې او حریم نه دفاع دافغانانو مسلم حق ګڼي.

حزب اسلامی افغانستان
کابل