د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شهید قاسم ته ډالۍ

حفيظ 05.05.2013 23:48

شهید قاسم ته ډالۍ

د وینو رنګ ګلاب ګلاب کفن د واغوست لاړې

د ازا دۍ د انقلاب کفن د واغوست لاړي

سکوت د مات کړ پنجابیان د په لړځه راوستل

د تاریخونو د لوی باب کفن د واغوست لاړی

د وینو هر څاڅکی د لراوبر افغان ویښوي

د غیرتونو د سیلاب کفن د واغوست لاړی

د لر او برو افغانانو د شملې تاج شولې

د مظلومانو د ثواب کفن د واغوست لاړې

په اخرت کې به سرلوړی تر هرچا روان یی

انکر منکر ته دځواب کفن د واغوست لاړی

قاسمه ستا له شهامت حفیظ ملیار لوګی شه

د ارمانونو د کتاب کفن د واغوست لاړی