دلیکلو لپاره کوم معیار؟
05.05.2013 17:53ځینې لیکنې آن په یو وار لوستلو هم نه آرزي، لوستونکی ډیر ژر ورسره خسته کیږي او بل مطلب ته مخه کوي، دا چې ولې یو شمیر لیکنې بې مالګې او بې خونده وي کیدای شي ډیر لوستونکي یې په لامل باندې پوه شي. زما له انده د بې مزې لیکنې یو لامل خو دادی چې لیکوال سره، له وړاندې د لیکنې یومنظم پلان اومفکوره نه وي(په دې هم بښنه غواړم چې ما دټولو هغو کسانو لپاره چې لیکل کوي د لیکوال کلیمه وکاروله). ځینې لیکوالان کوښښ کوي چې په بیلابیلو پاڼو کې په لوستونکو ځان وپیژني او خپل نه استعداد ورباندې ور وتپي او خلکو ته ثابته کړي چې زما لیکنه په پلانکي ویب سایټ کې خپره شوې ده خو دا فکر نه کوي چې د بې خونده لیکنې په لیکلو سره مې خپل قلم ته څومره زیان ورساوه. یو وخت زه په یو سیمیزه راډیو کې د خپرونو او خبري برخې مسول ومه، یو شمیر ژورنالیستانو به کوښښ کاوه چې یوازې دومره زمینه ورته مساعده شي چې له مایک څخه یې غږ پورته شي او خلک یې واوري. که دري ژبۍ به وه په پښتو به هم ورګډ شه او سمې شودیارې به یې په کې وکړې او پښتو ژبي به دري ویله خو داسې دري به یې ویله چې اوریدونکی به راډیو ورڅخه غلې کوله دوی د ځان لپاره ویاړ ګاڼه چې په راډيو کې خبرې کوي او اوریدونکی یې خبرې هم اوري خو په اصل کې دوی خپل مسلک او خپل شخصیت ته لویه صدمه رسولې وه. اوس لیکنو هم دا ډول بڼه ځانته غوره کړې ده. لیکوال د الفاظو له اړخه دومره غریب وي چې په دوهمه کرښه یې الفاظ ور خلاص شي او په اوتو بوتو پیل وکړي. اوس چې دنیا دې اختصار یا لنډيز خواته روانه ده خو زموږ لیکوالان( البته ټول نه) په دې فکر کې دي چې څه ډول خپلې خبرې وغزوي، خو استاد غضنفر د ژورنالیزم د انځوریزو راپورنو دجوړولو په برخه کې درس را کاوه د نوموړي درانه استاد دا خبره مې اوس هم په غوږ کې کلکه نیولې ده چې ویل یې موږ باید په دې فکر کې ونه اوسو چې خبر یا لیکنه څومره اوږده کړو په دې فکر کې اووسو چې څومره یې را لنډه ولای شو. د محمد نعمان دوست لاندې لیکنه چې د څومره والي له پلوه ډيره کوچنی دی د هغه لیکوال له لیکنې ماته څو زره ځله وارې ارزښت لري چې هسې یې خبرې اوږدې کړې وي.
زما هديره(محمد نعمان دوست)
ملګرو!
زه په يوه هديره کې ژوند کوم ، د ورځې په ويښه او د شپې په خوب مړي وينم .
اوس راته ژوندي انسانان هم ګرځنده جسدونه ښکاري .
چاته چى لاس ورکړم ، د لاس يخني يې احساسوم ، بېرته يې ترې را کش کړم ، فکر کوم مړي ته مې لاس ورکړى دى.
کله چې د خوب په هيله وغځېږم او سپين څادر په ځان راکش کړم ، ځان راته مړى ښکاره شي . ژر را پورته شم. هندارې ته ودرېږم او چې کله مې کلمې ويلو ته شونډې په حرکت راشي او عکس يې په هنداره کې وګورم ، پوه شم چې لا ژوندى يم .
پوهېږئ ولې !؟
ملګرو !
زما په ملک کې هره ورځ په لسګونو انسانان وژل کېږي او چې هرچېرته ووژل شي لومړى احوال يې ماته راځي
پوهېږي! دا هديره چې زه په کې اوسېږم چېره ده ؟
دا زما دفتر دى او زه يوه ژورنالست يم.
د یو بل لیکوال د لیکنې بیلگه به هم درته وړاندې کړم چې د الفاظو کمی څومره له ورایه په کې مالومیږي او سړی داسې فکر کوي چې دا لیکنه چا ورباندې په زور او یا هم د پیسو په بدل کې کړې ده دلیکنې څو جملې به یې درته وړاندې کړم او دلیکوال نوم نه اخلم.
((دلوګر په خروار او ازرې ولسواليو كې چې اوس امنيت په كې ضرب د صفر دى، همدا كيسې روان دي. په ازرې كې څو ښوونځي شته، خو په خروار ولسوالۍ كې بيا بلكل يو ښونځي هم نشته، خو معلمان يې د لوګر د پوهنې له رياست څخه معاش اخلي .دا چې دغه ولسوالۍ ناامنه ده، نو د لوګر د پوهنې رياست هم زړه نه ښه كوي، چې هلته تفتيشان وليږي//// دا چې لوګر ته په دې وروستيو كې د ولسمشر په منظورۍ نوى والي استول شوى دى ، نو د لوګر خلك هيله من دي، چې هغه به يې د ژوند دا ستونزمن شرايط ښه كړي او د مشكلات د پټولو پر ځاى به يې د هغو د حلولو هڅه وكړي. د نوي والي ارسلا جمال په مخكې تر ټولو مهمه خبره د امنيت راوستل دي، چې ګټه به يې چارواكو ته هم ورسيږي او د طيارو پر ځاى بيا په اسانۍ سره وكولى شي، چې ولسواليو ته تګ راتګ وكړي)).
فکر نه کوئ چې لیکوال په دې لیکنه کې ذوق پاللی دی او درباري لیکنه هم ورته ویلی شو او درباري توب به یې په ځای پریږدو د لیکلو هنر ته به یې راشو ددې لیکنې ګرامري جوړښت او د جملو پییل څومره بې خونده دي او بل داچې سربلونه، اوستربلونه، تاړي(مختاړي او روستاړي) د جملې مبتدا او خبر یې هم په تول پوره نه دي نو که لیکوالي دومره اسانه او د هرچا لاس ته ورسیږي نو لیکوالي به یو ډول تر پوښتنې لاندې را نه شي. کله چې دا ډول لیکنې وګورم باور وکړئ چې ډیر ورته ځوریږم او دا پوښتنه هم راته پیدا کیږي چې زموږ لیکل په کوم معیار ټولنې ته وړاندې کیږي؟ او دا معیار چا ټاکلی دي؟
په پای کې زموږ هیله له ګرانو استادانو، او دپښتو د ادب او لیکوالۍ په برخه کې له سر لارو لیکوالانو او شاعرانو څخه داده چې په خپلې چوپتیا سره بې خونده لیکوالان خوشاله ونه ساتي او له دې نه وروسته ددوی په وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي. ترڅو زموږ لیکوالي د بې خوندۍ پرځای د کره والي په لور یون پیل کړي.

