د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکتراشرف غني په نړۍ واله کچه دویم مفکر،دافغانانوویاړ

لال پاچا ازمون 05.05.2013 17:52

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

 ډېر پوهان ور ته سر ټيټ  په شاګردۍ کړي
ډېر شاهان يې په تعظيم مخې له ورشي .


افغانانو ته دا دخوښۍ ځای دی چې په نړۍ واله کچه دویم مفکرلري.مفکردعلمي سویې اوذهني لوړې کچې لرونکي ته ویل کېږي چې هغه پرخپل فکري ځواک اولوړې پوهنیزې کچې دټولنې لارښود شي،اودنړۍ په کچه داسې علمي اوبنسټیزدلایل وړاندې کړي چې په هغې کې هره ټولنه ځان وویني اوله مخې یې  دپرمختګ جوګه شي.  هسې يې چې ارواښاد الفت وايي (( په شاهي لويو قصرو کې نه ځاييږي ))  مفکرین (( هغه څوک چې په علم او فضل داکبر لوى شي )) ځان په یوې وړې کړۍ کې نه را ایساروي.هڅه کوي چې له یوې وړې کړۍ نه لویه کړۍ جوړه کړي اوخپل فکردیوې لویې دنیا په جوړېدوکې وکاروي چې بنسټ یې عدالت ،ولسواکي اوثبات وي .علم دیوانسان داستعداد(ای کیو)درجه دنورو انسانانوپه پرتله اوچته ښيي اوعادي انسانان چې دغه نعمت نه لري نوداستعداد کچه یې ټیټه اوله استعداد لرونکیویامفکرینوسره دپرتلې وړ نه وي.مفکرین دجذب لوړ استعداد لري .دجذب دلوړ استعداد پربنسټ دوی دټولنې ټول ارزښتونه ډېرژر پېژندلی شي.دوګړیوپرکړو وړو ،خبروځان ژر پوهولی شي.یادښت یې فعاله وي.تکرار نه مني.ذهن یې دومره حساس وي،چې هره خبره یې په یادکې وي.یوه داسې وړاندوینه کوي چې هغه عملي بڼه مومي.داورېدو او ویلوتوان لري.په غور اوري اوغورخپلې خبرې کوي.
ډاکتراشرف غني زموږ دهېوادهغه ویاړ دی چې ترڅېړنواوارزونووروسته نن دنړۍ په ژبه دخپل علمي استعداد ،سویې ،لوړذهن اوژورفکرله مخې دویم مفکرګڼل شوی.نړۍ لګیاده زموږ پرمفکرینوبحث کوي .نړۍ زموږ پراستعدادونو ویاړي .خوموږ بیاداسې یوملت یوچې دخپلواستعدادونودنمانځلواوویاړلو استعداد نه لرو.ډاکتراشرف غني زموږ دهېوادهغه لویه پانګه ده چې دده په پوهه اوتجربونړۍ ویاړي.نړۍ ترې رنګ اخلي.خو
   حمزه قدرپه خپل کورکې دچانه وي
دعربوخلک کم دي چې حاجیان دي
موږ ډاکتراشرف غني لروخوداسې فکرنه لرو چې دبد اوبدترینوپرځای په ښووغږېږو.دهېوادپه رغاونه اوثبات کې له ده ګټه واخلو.
زمادهغه بهرني خبره نه هېرېږي چې په یوه کنفرانس کې یې راته وویل:
افغانستان خوشبخته دی چې ډاکتراشرف غني لري خوتاسې نېکمرغه نه  یاستئ چې دده په قدر نه پوهېږئ.تاسې بایددده له پوهې اووجوده ګټه اخستی وای.
ډاکترصاحب هغه وطنپرسته شخصیت دی چې بهریې زموږ لپاره پرېښود. له شخصي ګټوتېرشو.دهېواد رغاونې اوملي فکردټینګښت لپاره یې دهېواد تړه تړه وکتله او واورېده.
دهېواد روان کړکېج حل ته یې لار وښوده.دسیاسي اواقتصادي بحران دمخنیوي لپاره یې خپله طرحه وړاندې کړه.اوس هم لګیا دی اوپه زهیرځان پرته له کوم امتیازه کارکوي.
دنړۍ په مفکرینوکې دده نوم په دویمه درجه کې راوستل ،دګران افغانستان لپاره یولوی ویاړدی.خدای دې وکړي چې داځل زموږ هېوادوال  دغه افغاني ویاړپه خپله شمله کې وټومبي .نړۍ راشي اوله موږه دحکومتوالۍ علم زده کړي.
دهمدې ورځې په هیله