ځينونوماندو څخه د ولسمشرکرزي حمايت او راتلونکې ټولټاکنې
23.04.2013 16:41د ۹//۱۱ پېښې وروسته نړيوالو د امريکا متحده ايالاتو په مشرۍ زورېدلي هېواد افغانستان ته مخه کړه، د طالبانو نظام يې ړنګ کړ، نوی نظام منځ ته راغی، حامدکرزی د موقتې دورې لپاره مشر وټاکل شو، د موقتې دورې وروسته د انتقالي حکومت مشري هم د اوسني ولسمشر حامدکرزي په غاړه وه، او کله چې لومړۍ ټولټاکنې د جمهوري رياست لپاره ترسره شوې، بيا هم ولسمشر حامدکرزی بريالی شو، د حامدکرزي کړنو ته په ليدو، دوهمه دوره ټولټاکنو کې ځکه بريالی شو، چې کوم قوي نوماند يې په مقابل کې نه درلوده، داسې شواهد او اسناد هم شته، چې ويل کېږي، دوهمه دوره ټاکنې د درغليو ډګې وي، ډېری ځايونو کې د حامدکرزي په ملاتړۍ بکسونه ډک شول او پايله یې د ولسمشر حامدکرزي په برياليتوب پای ته ورسېده.
د ښاغلي کرزي دوره ۱۲ کلنه شوه، چې پدې دوره کې د نړۍ ۴۷هېوادونه افغانستان ته د عسکري قوت تر څنګ مالي قوت سره راغلل او ډېر ډالر يې د دې هېواد د بياجوړونې په برخه کې مصرف کړل، ولې دا چې ولسمشر کرزي وطن ته ژمن کاري ټيم نه درلود، پايله يې په ۲۰۱۲ کالو کې معلومه شوه، چې دا هېواد د نړۍ تر ټولو فاسد ترين هېواد د Transference International ياد روڼتيا نړيوال سازمان له لوري معرفي شو، د ټولو مرستو سره سره اوس هم دا هېواد د بې کارۍ، غربت، او نورو ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان دی، چې نړيوال هم ښاغلی کرزی د قوي ټيم په نه درلودلو تورنوي.
په تېره شوې ۱۲کلنه دوره، کې د ولسمشر اړيکې د څو محدودو هېوادونو (امريکا، برتانيا، کانادا، استراليا او نور) سره سياسي، دفاعي او اقتصادي اړیکې ښې وي، چې نړيوالو رسنيو د پام وړ به هم وې او بې سارې به بلل کېدې، د دې ترڅنګ د ولسمشر کرزي چپن او قرقول په نړۍ کې شهرت پیدا کړ، افغانانو د نړۍ په کونج کونج کې نورو ته د ډالۍ په توګه ورکولې او پر دې به يې افتخار هم کاوه، خو حالات ورځ تر بلې د تغير لور ته ولاړل، د نړيوالو اعتبار کم شو، مرستې محدودې شوې، عسکري حضور يې په کمېدو شو، د نړيوالو فشارونه د فساد په مقابل کې زيات شول او نورې ډېرې خبري دي، چې ليکل يې وخت ته اړتيا لري.
نړيوال، شننونکي، او سياسي مشران ولسمشر حامدکرزی تورنوي، چې کوم مشخص کورنی او بهرنی سياست نه لري، همداء لامل په ګوته شوی، چې نړيوال اعتبار د بايللو ترڅنګ په کور دننه جنګ زور واخلي، او ټول جنګ د پښتون مېشته ولاياتو ته لار ومومي، د ښاغلي کرزي په کاري ټيم کې ځان خوښونکي مشاورين يا سلاکاران د دې ټيم د پرمختګ د مخنيوي اصلي لاملونه په ګوته شوي، ويل کېږي، چې د ولسمشر حامدکرزي مشاورين د ځان په ګټه زیات وخت ولسمشر ته بې ځایه او وخت تېرې مشورې ورکوي، چې د ګټو پرځای يې زیانونه زيات وي، سياسي شننونکي پدې اند دي، چې د امريکا متحده ايالاتو، برطانيا او نورو هېوادونو سره د اوبو خړولو او پدې هېوادونو د ولسمشر حامدکرزي کلکې نيوکې هم د يادو مشاورينو د غلطو، بې ځایه او وخت تېرو مشورو وجه ده.
ولسمشر کرزی د نړيوالو ترڅنګ په کور دننه او په خپل پلارني ټاټوبي کندهار کې هم د ټکرونو سره مخ دی، او لامل یې د ولسمشر له لوري، نړيوالو، هېوادوالو او خپل قوم ته د ورکړل شويو ژمنو نه پوره کېدا په ګوته شوي، ولسمشر حامدکرزي په نړیوالو کانفرانسونو کې نړيوالو ته په وار وار ژمنې ورکړي، چې هېواد کې به فساد ختموي او د ډاډمن امنيت لپاره به هلې ځلې کوي او هېوادوالو ته يې د سولې، پرمختګ، امنيت، بياجوړونې، نوې جوړونې او نورې ډېرې وعدې ورکړي، چې يو يې هم تر اوسه د عمل جامه نده په تن کړې، بلکه ورځ تربلې په هېواد کې اداري فساد زياتېږي، امنيت له ګواښ سره مخ کېږي، د سولې او ملي پخلاينې څرک نه ليدل کېږي او ټولې شوې ژمنې پر ځای پاتې دي.
د پورته ذکرشويو ژمنو د نه ترسره کېدا له وجهې، ولسمشر تر فشار لاندې دی، د مشاورينو او سلاکارانو د غلطو مشورو په وجه کله پر امريکا متحده ايالاتو او يا هم پر نورو هېوادونو نيوکې کوي، چې پرون يې تر ټولو نږدې دوستان بلل او نن ورته د غلطو، بې ځايه او يا هم وخت تېرو مشورو به وجهه د افغانانو دښمن خطاب کوي، د ولسمشر حامدکرزي د نه پاملرنې له وجهې پښتانه هم که هغه د هېواد په هر کونج کې دي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي او پښتون غرور یې د له منځه تلو په حال کې دی، ډېری شمېر پښتانه (کوچنيان، ځوانان او سپين ږيري) د شخصي غچ اخيستنې او نورو شيطانيو په وجهه افغانانو او يا هم د نړيوالو سره په زندانونو کې شپې ورځې تېروي، دا افغانان هم د تعليم څخه محروم پاتې شول او نه يې هم کوم کار کسب زده کړی شو.
د پورته ذکر شویو ستونزو سر بېره نورې هم ډېرې ستونزې شته، چې ولسمشر يې د ماتې سره مخ کړی، او لامل یې هم د ولسمشر صادق، وطندوسته، کارپوهه او افغاني ګټو ته ژمنه کابينه او کاري ټيم نه درلودل په ګوته شوي، ولې بيا هم د ولسمشر حامدکرزي له لوري د اوسنۍ کابينې او ټيم پر څو تنو ګوته کېښودل شوې، چې راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو ته چې د يو کال څخه کمه موده ورته پاتې ده، نوماند شي او هڅه وکړي، چې راتلونکی ولسمشر يو د لاندې اشخاصو څخه شي، (دا معلومات ارګ ته نږدې سرچينو د نوم د نه ښوولو په شرط ذکر کړي).
(۱): د ولسمشر حامدکرزي مشر ورور قيوم خان کرزی: قيوم کرزی په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی پاتې شوی، او تر هغه مخکې يې په امريکا کې ژوند کاوه او امريکایي تابعيت درلودونکی دی.
(۲): د ولسمشر ورور محمود خان کرزی: محمود کرزی د يو اقتصادي فکر لرونکی شخصيت دی، چې په امريکا سربېره یې په نورو هېوادونو کې هم د ژوند شپې ورځې تېرې کړي، په اقتصادي چارو اګاه شخص دی، چې د امريکا متحده ايالاتو تابعيت يې درلود، خو محمود کرزي په وينا چې دی د امريکا متحده ایالاتو د تابعيت څخه د افغاني ګټو د خوندي ساتلو په موخه تېر شوی، محمود کرزی هغه څهره ده، چې د کابل د اختلاس په موضوع کې يې ډېر وار نوم ذکر شوی، خو نوموړي هر وار پر ځان تړل شوي تورونه رد کړي.
(۳): مارشال محمدقسيم فهيم: د دفاع چارو پخوانی وزیر، جهادي قومندان او د ولسمشر لومړی مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم چې اوس مهال د افغانستان پر سياسي، اقتصادي، نظامي او ملکي اوضاع پوره بلديت لري، د ولسمشر حامدکرزي له لوري ورته د راتلونکي ولسمشرۍ وعدې ورکړل شوي.
(۴): محمدعمرداودزی: په ايران کې پخوانی د افغانستان سفير، د ولسمشر حامدکرزي د انتخاباتي مبارزو پر وخت مالي او سياسي مسوول، د ولسمشر کرزي د دفتر پخوانی رئيس او اوسنی په پاکستان کې د افغانستان سفير دی، چې کرزي کورنۍ وروسته نوموړي سره د راتلونکي ولسمشرۍ وعدې شوي ، عمرداودزی چې کله د ولسمشر حامدکرزي د انتخاباتي مبارزو پر وخت مالي او سیاسي مسوول و، د زيات شمېر سياسي رهبرانو، سياسي مشرانو، د ټولنو مسوولينو او نورو سره یې مختلفې ژمنې کړي، چې د کرزي تر برياليتوب وروسته به د نغدې مرستو ترڅنګ سياسي څوکۍ هم ورکوي، د عمردوادزي د دفتر يو نږدې شخص واي، چې په هغه وخت کې دوادزي دا فکر درلود چې د کرزي تر برياليتوب وروسته به دا هېواد پرېږدي او کوم بل هېواد کې به هستوګن کېږي، ولې چې داودزي د ډېرو سره وعدې کړې وي او حتی چې د ځينو سره یې د ژمنې د پوره کېدا د تضمين په خاطر لاسليکونه هم کړي و، تر څو د ولسمشر سره حمايت اعلان کړي، پر عمر داودزي دا تور هم پورې دی، چې نوموړی د ايران هېواد سره نږدې اړيکي لري او د همدې په تماسونو د ايران څخه ډېرې پیسې ارګ ته راانتقال شوي، کله چې عمرداودزی د ولسمشر کرزي د دفتر رئيس و، رسنيو په هغه وخت کې دا خبر افشاء کړه او د يادې افشاء وروسته يې پاکستان هېواد ته د سفير په صفت واستاوه.
(۵): د پوهنې اوسنی وزیر فاروق وردګ: د چارو د ادارې پخوانی رئيس او د پوهنې وزارت اوسنی وزیر فاروق وردګ د اسلامي حزب د نوم څخه په ګټې اخيستنې د کرزي په ۱۲کلنه دوره کې ځان تر دې څوکۍ ورساوه، وردګ چې د چارو د ادارې او د وزیرانو شوراء د دارالنشاء ریاست څوکۍ رئيس و، په هغه وخت کې يې د ولسي جرګې په منځ کې تفرقه واچوله، پر وکيلانو يې پيسې ويشلې او ډلې ډلې يې کړل، د همدې په وجه چې وردګ په ولسي جرګې کې د وکيلانو يوه ډله درلوده، د بهرنيو چارو پخواني وزير ډاکټر رنګين دادفرسپتنا سره يې د شخصي بغض له وجهې پر وکيلانو فشار راوړ، ترڅو نوموړي ته د بهرنيو چارو وزارت څوکۍ لپاره د تائيد رايه ورنکړي، همداء لامل و، چې نوموړی د دوهم ځل لپاره د بهرنيو چارو وزارت پر څوکۍ کښې نه ناست.
وردګ، پخوانی لوي څارنوال عبدالجبارثابت او شهيدډاګتر عبدالله لغماني، چې وخت ملي امنيت عمومي رياست معاون و، په ګډه به یې پيژندل شويو اشخاصو ته پروګرامونه جوړول ترڅو د صحنو څخه يې له منځه يوسي، فاروق وردګ د پوهنې وزارت اوس په اسلامي حزب وزارت مشهور کړی، ټول اړونده رياستونه او سلاکاران يې د مرکز سربېره په ولاياتو کې هم د اسلامي حزب غړي وټاکل.
(۶): پروفيسور استاد عبدالرب رسول سياف: جهادي رهبر او د ولسي جرګي غړي ته وعدې ورکړل شوي، د هداياتو سره سم چې استاد سياف ته شوي، نوموړی به په خپله پلارنۍ مېنه کې لوې غونډې جوړوي او له هماغه ځایه به ملاتړي ترلاسه کوي، استاد سياف په توندروۍ هم شهرت لري او ويل کېږی، چې نوموړی ډېر توندروه شخص دی.
(۷): تورن اسماعيل خان: جهادي څهره، د هرات پخوانی والي ، اوبو او برېښنا اوسنی وزیر ته هم د لویو غونډو جوړولو او د يوې مشخصې ټولنې د جوړېدو مستقيم هداياتونه ورکړل شوي و، چې نوموړي وار له مخه په هرات ولایت کې لويې غونډې جوړې او د مجاهدينو د سرتاسري شوراء د جوړېدو پرېکړه اعلان کړه، سره لدې چې نړيوالو پر تورن اسماعيل خان د ځينو مشخصو لاملونو په وجهه پیسې بندې کړي او ښې اړيکې ورسره نه لري، بيا هم پر نوموړي د راتلونکي ولسمشريزو ټاکنو د نوماندۍ لپاره کار کېږي.
(۸): ډاکټر زلمی رسول: په روم کې د ملت بابا اعليحضرت ظاهر شاه د دفتر رئيس، پخوانی د هوايي چلند وزیر، د امنيت شوراء پخوانی غړی او د بهرنيو چارو اوسنی وزیر ډاکټر زلمی رسول، چې د ښه کفايت په نه لرلو مشهور دی، ځان پښتون معرفي کوي، خو د پښتنو بوی هم نه لري، همېشه د لاسته راوړنو د نه لرلو په وجه د ولسمشير له لوري د توندو انتقادونو لاندې راغلی خو د نوموړي هېڅ جرئت نه خرابېږي، ځکه خو وايي، چې (پهلوان زنده خوش است).
(۹): علي احمدجلالي: نړيواله پيژندل شوې سياسي او په نظامي چارو پوهه څهره، د کورنيو چارو پخوانی وزیر او په امريکا کې د نظامي پوهنتون استاد علي احمدجلالي د کاري دورې په وخت کې چې له کله د کورنيو چارو وزیر و، د هېوادوالو په منځ کې يې ډېر خواخوږي پيدا کړل، د نېک مديريت په وجه په ټول هېواد کې امنيت ډاډمن و، او د يوې ملي مفکورې او ښه شهرت لرونکی شخص بلل شوی، خو دا چې په امريکا متحده ایالاتو تابعيت لري دې قربانۍ ته نه حاضرېږي.
(۱۰): ډاکټر زلمی رسول: نړيواله پيژندل شوې سياسي څهره، په افغانستان ، عراق، او ملل متحده کې امريکا سفير ډاکټر زلمی رسول هغه لومړني افغان دی، چې په ډېرو لوړو پوستونو کې کار کړی، د ښو نړیوالو اړيکو، قوي سياست، نړيوال شهرت او ښه مديريت درلودونکی شخص دی، ولې دا چې د امريکايي تابعيت لري دې قربانۍ ته نه حاضرېدونکی دی ترڅو ياد شوي تابعيت څخه تېر شي.
(۱۱): ډاکټر اشرف غني احمدزی: نړيواله پيژندل شوې سياسي او اقتصادي څهره، د مالي پخوانی وزیر او د امنيتی لېږد مسوول، اشرف غني احمدزی د ښه نړيوال او وطني شهرت درلودونکی، چې د وزارت پر وخت يې د هېواد اقتصاد د پياوړتيا لپاره نېکې طرحې وړاندې کړي، تر اوسه په مالي وزارت کې د ښاغلي احمدزي له طرحو، مفکورو او تجربو څخه کار اخيستل کېږي، ډاکټر اشرف غني احمدزي په هېواد کې هغه وخت شهرت زیات ترلاسه کړو، چې د نړيوالو ځواکونو څخه يې افغان امنیتي ځواکونو ته د قدرت انتقال او د بګرام محبس افغان ځواکونو ته د سپارلو طرحه وړاندې کړه، ويل کېږي، چې د روسيې هېواد اوسني مالي سيستم طرحه هم ښاغلي احمدزي وړاندې کړې او د ملل متحد سرمشرۍ لپاره هم نوماند و.
(۱۲): ډاکټر انورالحق احدي: د امريکا د پوهنتون استاد، پخوانی د ماليې او د تجارت او صنايعو اوسنی وزیر ډاکټر انورالحق احدي، په نړيواله سطحه په اقتصادي چارو د پوهالۍ په صفت پيژندل شوی، سياسي او اقتصادي څهره ده، چې يو وخت يې د افغان ملت ګوندي مشري هم په غاړه وه، خو د وزارت لپاره یې ياده څوکۍ قربان کړه، انور الحق احدي د نړيوال نیک شهرت ترڅنګ هم ونشو کولای د افغان ملت ګوند د مشرۍ پر وخت پخواني ملي فکرونه تقويه او پر ژوندي کولو بريالی شي، او د افغان ملت ګوند د تګ لارې سره سم د دې ګوند مشري په غاړه واخلي، د وزارت مسوليت تر اخيستو وروسته افغان ملت ګوند په څو ټوټو وويشل شو، چې اوس مهال د ختمېدو په حال کې دی.
ډاکټر احدي په شخص پيژندنه کې هم زيات وخت له ماتې سره مخ کېږي، سره لدې چې احدي په تجارت او صنايعو وزارت کې پرمختګ لري.
(۱۳): عطاءمحمدنور: د بلخ اوسنی والي عطاءمحمد نور ته هم د ولسمشر حامدکرزي له لوري غير مستقيم وعدې ورکړل شوي ترڅو راتلونکو ټاکنو لپاره چمتوالي ونيسي، موده وړاندې نور اعلان وکړ، چې دی به د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماندېږي، د اعلان څخه دوه اونۍ وروسته یې د ولسمشر حامدکرزي سره ملاقات وکړ، د ملاقات وروسته نور اعلان وکړ، چې دی به د ولسمشر حامدکرزي هر امر مني او هېڅکله به يې نافرماني نه کوي، دا چې ولې يې دا خبر وکړه وروسته به په ډاګه شي، خو دا جوته ده، چې د ولسمشر له لوري نور سره هم ژمنې شوي.
د پورته ذکرشویو اشخاصو سره په جلاء جلاء توګه د ولسمشر حامدکرزي له لوري وعدې شوي، او هر يو ته یې وعدې ورکړي، چې اوسنی ولسمشر به د دوی ترشاه ودرېږي او حمایت به ورځیني اعلان کوي.
د يادو شويو وعدو په وجهه يوشمېر وزارتونو او مستقل رياستونو کې کارونه په ټپه ولاړ دي، او يو شمېر نورې ادارې پدې فکر دي، چې له کوم نوماند او چا سره خواخوږي وښايي ترڅو په راتلونکي کې ورڅخه حمایت اعلان کړي، د دې ترڅنګ بهرنيو سفارتونو، سياسي حزبونو ته ډېره ولې ولس ته کمه توجه شوې، تر اوسه معلومه نده، چې د بخت باز به د چا په سر کښينې ولې حالات سر له اوسه ترينګلي ښکاري، دې مرض ولایاتو ته هم سرايت کړی او د ولاياتو (رئيسان، مديران، امران او قومندانان) هم پدې لټه کې دي، چې چا سره غاړه غړۍ يوسي.
سره لدې چې ټولټاکنو ته د يو کال موده په مخکې لرو، ولې حالت سر له اوسه ترينګلتيا لور ته روان دي، ناسالم رقابت هم اوج ته رسيدلی چې پايله به یې د ولس او هېواد په زيان وي، ټولو سره د ولس، امنيت، بيارغاونې او ملي فکرونه له منځه تللي او یوازې پردې څرخ څرخېږي،چې له چا حمايت وکړي، پداسې حالاتو کې به د کورنيو اړيکو تر څنګ نړيوالې اړيکې هم زيانمنې شي، او هېواد به د نه خلاصېدونکي بحران لور ته روان شي.
او پايله به یې د ننګرهار، هرات او کندهار د خلکو په شان په لاريونونو ولاړه وي، په ياد ولاياتو کې روان بحران هم د همدې پلان برخه ده، چې وروسته به دا مرکز کابل ته هم لار ومومي.

