د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ په مرګی مین

اتل احمدزی 05.04.2013 19:52

تیره ورځ د یوی مذهبی اصلاح ټولنی په فیسبوک پاڼه کی د یو ماشوم یو ډیر زړه بوګنونکی انځور خپور شوی وه. تصویر کی پدی کوچنی لپ لغړ ماشوم د پاسه په دوه پښو یو کس ولاړ دی. په تصویر د پاسه په انګلیسی او د تصویر په شرح کی په دری لیکل شوی چی ددی ماشوم کناه یواځی داده چی د برما مسلمان دی. خو نه تصویر حیران کړم او نه هم په تصویر لیکل شوی توضیحاتو. ځکه چی دا تصویر ما لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال په پیل کی ډیلی ته د یو سفر په ترڅ کی د هند د ټیلویژونونو په پرده په بیړنی خبرونو (Breaking News) کی د هندیانو په خبره په ډیر سنسنی انداز سره لیدلی وه. خبر داوه چی “ سادو بیمار بچو کی زندګی سی کهیل رهاهی” یعنی چی ملنګ د ناروغو کوچنیانو له ژوند سره لوبی کوی. کیسه داوه چی د هند په یوه ډیره لیری پرتی سیمی کی یو جوګی را پیدا شوی وه او داعوه یی دا کوله چی دی سپیڅلی دی او کولای شی چی د کوچنیانو په بدن باندی د غبرګو پښو د دریدلو له لاری د هغوی له بدن څّخه ناولی روح چی د ناروغی لامل یی ګرځیدلی و باسی او سپیڅلی روح د ماشوم بدن کی دنه کړی. بیا نو دا خبر وه او په سبا یی د هند د مدنی ټولنو فعالان په ځانګړی توګه نر مخه او په ځان باندی ښځی کوڅو ته په نارو او شعارونو را تویدل ول تر څو یی چی دولت مجبور کړ نوموړی سادو (جوګی) چی لکه د دریمی نړی په هر ځای کی د حاکمو مذهبیونو په څیر یی مذهب د خپلو بی منطقه او تحجری افکارو او کړووړو وسیله ګرځولی وه د قانون پنجو ته حواله کړي.
تقریبا څه دری څلور میاشتی وړاندی نوموړی تصویر می د فیسبوک په مخ بیا ولیده. خو دا ځل نه خبره د جوګی او ملنګی وه، نه هم د مداریتوب او نه هم د هند. بلکی د هندو سادو نه د تصویر په شرح کی برمایی بودایی راهب او د هندو ماشوم د دریم ذات نه مسلمان برمایی جوړ کړل شوی وه. دا تصویر یو لوستی پښتون د یو پنجابی له صفحی نه شریک کړی وه او په اردو پری لیکل شوی چی “ اس بچی کا ګناه یی هی که ایی برما کا مسلمان هی”. بس د پښتنو احساسات ول چی په کا منټونو کی د ښګنځلو، بدوردو، توبو او استغفارونو، ، او ښیراؤ په ښکل ښکته پورته کیدل. او چا په کی یهود ښکنځل ، چا اسرايیل ، او ډیرو پکی د جهاد غږ کړی وه . یو کس پکی په پښتو لیکلی ول چی باید د بنګال له لاری برما ته ځان ورسول شی. په ځواب کی بل مسلم پښتون ورور چی معلومیده چی ښایسته د جغرافی او د روانو سیاسی حالاتو مطالعه یی درلوده ویلی وه چی د بنګلی له لاری برما ته تګ ستونزی لری، ځکه چی منځ کی هند دی. نو بهتره خبره داده چی افغا نستان کی روان جهاد ته ورټوپ کړای شی. تر څو د کافرانو سرغنه په ګونډو کړای شی او بیا پسی هند ، برما، اسرايل او ټوله نړی. بس په دی فیتواؤ او ښکنځلو سره می صفحه بنده کړه او د معلوماتو د اصلاح کوښښ می ځکه ونه کړ چی د پښتون مسلم وروڼو احساسات دومره په جوش او خروش کی بهیدل چی معمولی اختلاف نظر سره به نه یواځی دا چی ښه په ښکنځلو سره لمبول شوی وای بلکی په فیتواؤ باندی به یی ښه سابه را په مالګه کړی وای. او په هغه جذباتی ماحول کی په ما باندی د جهاد د فتوا امکانات څه ناشونئ نه ښکاریدل. او زما بله کمزوری داوه چی زما د فیسبوک مخ زما په اصلی شناخت باندی ده.
باالاخره اونی مخکی دا تصویر په خیر او د سر په سلامتی سره کابل ته را ورسید او د تصویر ژبه اردو نه دری ته شوه او د اصلاح ټولنی په فیسبوک پاڼه را څرګند شو. او ښه ښایسته شئر شوی هم وه. بیا هم هغه ناشوړتی او اپلتی، هندی جوګی نه بودایی راهب، او د هندو ماشوم نه مسلم برمایی جوړ ول.
خبری دوه دی. اول د ناسمو معلوماتو او پروپګنډی جګړه (Disinformation and Propaganda Warfare) او بل د افغانانو منونکی راوان او سائکی (Psyche) و داسی نا سمو معلوماتو او پروپګنډی ته. د ناسمو معلوماتو او پروپګنډی جګړه دا کلونه کلونه پر افغانانو د پاکستان د فوځی او استخباراتی کړیو له لوری تپل شوی. چی ددی جنګ وسائیل ناسم معلومات دی چی داسی معلومات د ډلیزی ګمراهی او او بی لاری توب وسلی (Weapons of Mass Deception) په نوم هم یادیږی چی په سړو او وسلوالو جګړو کی یی مؤثریت د ټولنیز فکر، روان، او مورال باندی ثابت شوی. او موخه یی د ټولنی د خپلو ټولنیزو، اقتصادی، سیاسی، جغرافیوی، عنعنوی، او روایتی او مذهبی مقدساتو په وړاندی بی سده او بی حسه کوی دی. ددی ناولی جریان د نوعیت نه داسی ښکاری چی دا جګړه په افغانانو د ژوند نه د بی زاره کولو او په مرګی یی د مینولو لپاره پیل شوی. افغان ددی لپاره چی د پنجاب او عربو د قربانی ارزانه پسه وی باید چی د ژوند نه بیزاره وی او تل باید چی خپل هدف په مرګی کی ووینی. د اندیښنی خبره داده چی دا جګړه په ډیرمؤثریت سره روانه ده. بس د یو تصویر او یا یو خبر خپرول او زموږ قضاوتونه او عکس العملونه. دا ځکه چی تر ډیره بریده پوری افغان او پښتون د تورلینګی مولا او مولاټیری د روانی او ذهنی تاثیر لاندی راغلی. څومره مو ایمانونه د دغو دیوبندیانواو د ISI د مذهبی ملیشو تر تاثیر لاندی دی. څومره ورته لویدلی او ټیټ شوی یو چی ددوی جوړشوی دروغ او پروپاکنډی موږ ته د زمان اصل او د کاڼی کرښی ښکاری.
ایا کله مو په دی فکر کړی چی ولی زموږ حکومت او دولت باید چی هر ځل د فضل الرحمان ، سمع الحق، د خیټور، شرابی، د لاهور د شبینه معفلونو مداح مولا اشرافی، او حتی چی د عمران په فیتواو باندی چیغی او ناری جوړی کړی ؟ ایا کله موږ دا فکر کړی چی ولی د مولا اشرافی او مولا فضلو د افغان دولت سره د سولی د خبرو کی د مرستی کولو نه انکار افغان دولت دومره ناراحته او وارخطا کوی چی خبره تر زاریو پوری رسیږی. که موږ د یو ملت په توکه د ازاد فکر او ارادی خاوندان اوسو نو بیا خو باید چی هغه د سلیمان لایق صیب په خبره چی د “ جومات د حرامیانو” خبری د اوښ پسکی وای چی بس په هوا کی ډزیدی او هیڅ مشامونو ته نه را رسیدلی. خو نه ! داسی نه ده. دا زوړند خیټی، ببر او ناولی مولایان زموږ د نالوستی قباېلی ټولنی مجازی خدایان ګرځیدلی. زموږ په لا شعور کی د دوی سره محبت او دوی د اسلام ستنی کڼل را پیچکاری شوی دی. او په دی حقیقت نه یواځی افغان دولت، بلکی خپله د پاکستان دولت، استخباراتی اداری، مولایان ، او حتی غربی نړی ښه پوهیږی. کنه پاکستان به ولی دومره په حقانی، مولا عمر او نورو باندی د نړی فشارونو ته ځان ټینګ کړی چی خپل وجود یی ورسره په خطر کی اچولی . دا ځکه چی پاکستان په دی پوه ده چی د پښتون فکر او سوچ د افغان دولت او هم د نړیوالی ټولنی ژوبله ګوته ده. بس دا را ټنګوه نور یی چی غم ونه کړی!!! کنه نو د مولا اشرافی او فضلو په خولو او ازانو خودکشی څه چی روژی هم باید پښتون نه وای ماتی کړی. زموږ اوږد لمنی قاضیان او جهادی مشران خو چا هم ونه لیدل چی د ملی اردو د شهید شویو سرتیرو جنازو او فاتحو ته ورغلی وی، خو په ښه شان او درز سره د قاضی حسین احمد د فاتحی مراسم جوړوی. په کلیو بانډو کی د دیوبندی په مدرسو کی په وظیفو را لوی شوی مولایان خو مو د شهید شویو ملی اوردو سرتیرو جنازی هم نه کوی، خو په لاوډ سپیکرونو کی ښه په درز سره د فلسطین، برما، کشمیر، سوریی، چیچنیا... هغه مسخه شوی معلوماتو باندی شخوند وهی چی د دوی د پاکستانی پیرانو په زوړنډ خیټواو متعفنو انسدادی کلمو کی پروسس او ترکیب شوی وی. زه دا نه وایم چی په یادو شویو ځایونو کی انسان وژنی نه کیږی او یا جواز لری، نه کله هم نه. خو د ځمکی په سر څومره چی افغان او د افغان بچی په غیر طبیعی مرګونو باندی وژل کیږی بیا څوک نه وژل کیږی. که د انسان او یا هم د مسلمان د وینو بندولو چیغه وی نو دا چیغه اول باید چی هم د مکی نه، هم مدنی نه، هم الاازهر نه، هم دیوبند نه، هم اکوړی او هم راونډ او منصوری نه د افغان د وینی بندولو په طرفداری را اوچته شی. دا لا د کوم منطق، او شعور غوښتنه ده چی زما دی وینه بهیږی، روانه دی وی خو زه دی چیغه وهم چی هله راشی چی د فلسطینی، برمایی وینه یی تویی کړی. عجیبه ده!!! دی جهادپوهانو، د شهیداو مجاهد د کان ټیکهدارانو، او د مرګی دلالانونه یواځی دا چی په لاوډ سپیکر کی یوه ورځ هم چیغه پورته نه کړه چی هله هلکو راشی د افغان بچی وینه وربنده کړی بلکی په خپلو خیټو کی غلاظت پروسس کوی او موږ ته یی را لیږی چی ښه مزه دار شخوند پری ووهو. دا ولی؟ دا په دی چی اصلا زموږ وینه خپله موږ ته سور نه بلکی سپین رنګ لری. دا ځکه چی موږ د ژوند نه بیزاره شوی یو او په مرګی سره مین شوی یو. دا ځکه چی موږ خپل شناخت ورک کړی. دا ځکه چی موږ دومره احمقان شوی یو چی یو چا په غوږ کی راته دروغ ویل چی په فلانی کوڅه کی دی ورور دی او موږ نو د همدی مجازی، جعلی، خیالی، او افسانی ورور لپاره خپل ځان، وجود، او شتون او شناخت له فنا سره مخا مخ کړی دی. څومره ځان وژونکی او په مرګی سره مېن شوی وګړی او مخلوقات یو.