د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وریځی هم ښکاری به نه

اتل احمدزی 03.04.2013 13:27

لمر پریوتلی
هم یی وروستی وړانګی
په بیړه بیړه پسی ځان ټولوی
او شاته پریږدی داسی خاموشه ماښام
چی د هوا یخی څپی
لا پکی نوری هم سړی لګیږی
هغه یو څو نرۍ د وریځو لیکی
چی....
د تیری شپی د طوفانی واورینو
وریځو نه شاته پاتی
د شین اسمان په لمن
د لیری افق د پاسه
لا اورورینی ښکاری
ژر توربخنی به شی
او بیا به ورکی شی هیڅ ښکاری به نه
ځکه چی رنګ د اور خو
د وریځو خپل رنګ نه دی
او هم...
د تیاره اسمان په لمن
وریځی ښکاریږی کله