قــــــلا او بـــلا
28.03.2013 20:26څوک چې ژوند کوي په خوښه دبـــــل چا
بې مفـــــــــــهومه به ژونـدون وي په دنـيا
دقالـــــــــب او قـــــــــــــاعدې نه بهـرخلک
له ديــن پرته به جــــــــــوړ نه شي په دوا
که مالــک دعـرش په هروخت يادوي څوک
په هـــېڅ ځاى کې به يې نه کاندي رسوا
مــــرګ نه وروسته که ديدار دچاطلــب وي
نه به غواړي په يو بــــام کې دوه هـــــــــوا
دجنــــــت حورو خپل مهر دى ټاکــــــــــلى
تـــــوره شپه کــــــې له قيــــــــام سره ژړا
حفاطت دمـــال او ځان په کې راټول شي
که شوه ژبـــــه دبـــــــــــــﻻ پرځـاى قــــــﻻ
الله پاک ته دوه خويونه خــــــورا ګـــران دي
شجـــــــاعت سره ترڅــــــــنګه ده سخــــا
برندې سترګې به پرځمکه هروخت ګرځي
که پرځان باندې يې لازمــــــــه کړه رېښتيا
دنــــــــــــــفرت نقاب يې مخ باندې نښلي
د اخلاص سره که وکړه چا جــــــــــــــــــفا
هرورځ دتجارت يو لوى بــــــــــــــــــازار دى
په صفانيت کې وفــاشته هم بــــــــــــهــاء
حقوقي به له مغـــــــرور سره مل نه شي
که يې نقــده وي ســودا يا په و ړيــــــــــــا