د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بګرام محبس بالاخره د افغانستان حکومت ته وسپارل شو

سلام خان 25.03.2013 18:44

بګرام زندان د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د کړکېچ یوه مهمه موضوع وه او حتی ځینو څارونکو وېره درلوده چې دا لانجه ښايي د کابل او واشنګټن ستراتیژیک تړون له ګواښ سره مخامخ کړي نوموړی محبس، چې په افغانستان کې د امریکایانو په کنټرول کې یوازینی زندان و،امریکا یو کال پخوا د افغانستان له حکومت سره د بګرام محبس د سپارلو ژمنه کړې وه. د موافقې پراساس ټاکل شوې وه چې د تېر کال په سپټمبر کې دا محبس افغانستان ته وسپارل شي خو په ټاکلي وخت دا کار ونه شو،د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې بارک اوباما په واشنګټن کې بیا ولسمشر کرزي ته د دغه محبس د سپارلو ژمنه ورکړه او کرزي وویل چې کابل ته له ستنېدو سره سم به بګرام د افغانستان دولت ته وسپارل شي خو د دواړو خواوو ترمنځ پر ځینو مسایلو اختلاف سبب شو چې دا کار دوه میاشتې وځنډېږی خو نن بالا خره دیو لړ خاصو مراسمو په طرځ کی دافغانستان حکومت ته وسپارل شو،افغان حکومت ته د دې محبس د سپارلو کار له ژمنو سره سره په ځلونو ځنډول شوی و او د افغانستان او امریکا د حکومتونو ترمنځ یې اړیکې اغېزمن کړې وې ،امریکايي قومندانان وايي چې په بګرام محبس کې ځیني خطرناک طالبان ساتل کېږي او دوی وېره لري چې د افغانستان حکومت به یې خوشي کړي.د افغانستان ولسمشر ویلي چې په بګرام کې ډېر بېګناه کسان ساتل کېږي او باید خوشي شي،اسوشیتېدپریس خبري اژانس د یو امریکايي مقام له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي چې د شوي توافق له مخې افغان لوری باید د داسې یوې پروسې کارول یقیني کړي چې خطرناک بندیان به نه خوشې کیږي. د راپور له مخې دا توافق هم شوی چې دواړو لوري باید د اختلافاتو د ختمولو لپاره ګډ کار وکړي.
مریکايي چارواکو ویل چې افغان حکومت د دې خطرناکو بندیانو د ساتلو لپاره پوځي قوت او د هغوی د محاکمې لپاره یو اغېزمن عدلي او قضايي نظام نلري، خو دادی افغان حکومت د دې زندان د امنیت سمبالولو په مقصد یوه ځانګړې قطعه جوړه کړې. د دفاع وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري وویل، د پوځي پولیسو په نوم فرقه به د بګرام زندان د امنیت ټولې چارې سمبالوي ،په بګرام زندان کې، چې د امريکا په تر ټولو لويه اډه کې جوړشوی ؤ، ويل کېږي چې شاوخوا ۳۰۰۰ بنديان په کی ساتل کیدل،دبګرام زندان چارې تېر کال د افغانستان او امريکا ترمنځ د يو هوکړه ليک له مخې افغان لوري ته د سپارلو لړۍ پيل شوې وه او ډېر بنديان افغانانو ته سپارل شوي وو، خو د دغه زندان د يو شمېر خطرناکو بنديانو په اړه امريکا اندېښنه لرله، چې ګوندې تر خوشې کولو وروسته به امريکا ته ګواښ رامنځته کړي،له همدې امله امريکا څو ځلې د دغه زندان د بشپړ سپارلو له اعلان سره سره دغه کار له ځنډ سره مخ کړ او دا لامل شو چې د امريکا او افغانستان اړيکې ترينګلې شي ولسمشر حامد کرزي پر دې سخت دريځ خپل کړ او دغه کار يې د افغانستان له ملي حاکميت سره په تضاد کې وباله.
تېره اونۍ د امريکا نوي دفاع وزير چک هېګل له ولسمشر حامد کرزي سره د يوې ټيلېفوني اړيکې پر مهال د بګرام زندان سپارلو لپاره يوه اونۍ وخت وغوښت.
په لومړي سر کې په ۲۰۱۲ کال د لومړي ځل له پاره افغانانو ته د دغه زندان د ځینو برخو د مسوولیت سپارلو لړی پیل شوه. له هغه وخت راهیسې افغانان توانیدلي چې د نهو بلانکونو کنترول په خپل لاس کې واخلي او شاوخوا ۱۲۰۰ بندیان چې د هغوی په اند بیگناه ول، آزاد کړي ،خو اصلي شخړه د دوو بلاکونو پر سر وه چې په کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې بندیان ساتل کیږي. د دغو بندیانو ډیر شمیر پاکستاني وګړي دي. واشنگټن دغه کسان د خپل امنیت له پاره خطرناکه بولي او له همدې کبله ټینگار کوي چې هغوی باید د امریکایي چارواکو له موافقې پرته آزاد نه شي،افغان ولسمشر تر دې مخکې په یوه وینا کې ویلي وو چې په بګرام زندان کې ډیر شمیر بیگناه کسان ساتل کیږي: «کله چې د بګرام زندان انتقال تر سره شي په دغه زندانونو کي موږ پوهیږو چې ډیر بي گناه کسان بندیان دي. زه به له جنایت کارانو پرته د نورو ټولو د خلاصون حکم ورکړم خو هغه کسان به بندیان وي چې چاودني یې کړي وي، خلک یې وژلي وي او داسي نور جرمونه يي تر سره کړي وي،د بشري حقونو مدافع سازمانونو په وار وار په بګرام زندان کې له بندیانو سره د ناوړه چلند له کبله خپله اندیښنه څرگنده کړې ده. په ځینو مواردو کې خو آن په دې زندان کې د یو شمیر بندیانو د مړینې خبرونه هم ورکړل شوي دي.پای