د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نوی کال

نسیم ستوری 20.03.2013 22:00

نــــــــــوی کـــال پـــــــدې خــــــــــبـــر دی
پــــه چــــا غـــم پــــه چــــا اخــــتـر دی

دا هــــم بــــــیــا کـلــــــې تـــــــــه راغـــــــــی
ددی کــلـــــــــــــې زړه پـــــــــرهــــــــــــر دی

مــیـلــــمــــستـیـا بــــه ئــــــې ښـــه وکــــړو
چــــې راغـــلـــــــی مــــــــو پــــــــه ور دی

دســــــتـرخـــــــوان د پـــــښـــتـــــنــــو هــــم
پــــه جـــهـــان د ټــــــــولــــــــو بــــــر دی

هــــــــم ســـپـــرلــــې د ســـرو ګـلـــــــــونــــــو
رالــــــیــــــږلــــــی خــــــپــــل رهـــــــبــــر دی

خــــو پــــښــتـــون پـــه خـــپـلـه خــــاوره
بـــې اخــــــتـــــیــــاره در پـــه در دی

چـــــې ســـپـــرلـــی ورتــــه خـــــنـــدیــــــږې
هــم ئـــې زړه د مـــیــنـــې ســــپـــر دی

خــــو افــــــســــوس پــــــــه دی خــــــــبـــره
بــــې اتــــفـــاقــــــــه ئـــــــې نـــــــظـــر دی

خـپلـه ژبــه چـــې څــــوک پـــــــریــــــږدې
لــکــه مـــات ئــــــې خــــــپـــل وزر دی

چـــــې د بـــــل ډول تــــــــه ګــــډیـــــږې
دا لـــښـــکــــــر د بــل لـــښــــکـــــــر دی

حــــقـــیـــقـــت ئــــــې دربـــیــــــان کــــــړو
دا شـــاعــر تــیــر لــه خــپـــل ســـر دی

دا نســیــــم ســـــــتـــوری مـــلــــــګـــــــرو
پــــه کــــونـــــړ کــــې د تـــــــنــــر دی