له ... څخه، د... سره
17.03.2013 01:22،،له ... څخه،، ، ،،د ... سره،، with ، from
موږ ولوستل: مایع اوبلن نه دي، بهیدونکي دي. که ا وس مو د ناروغانو ځای ته نوم ټاکلی، نو ناروغتون یا رغنتون به مو نومولي وی. ،،تر ډېره بریده،، نه شته او د،،تر،، لاندې مو ولوستل، چې له خپله بریده یې پښه اړولې یعنې له بریده اووښتی( دې ته دې پام وي چې ،،تر ډېره بریده،، نه شته او ،،له بریده اووښتی،، سم دی.
اوس راځو دې پورته پرېپوزیشنونو ( لنډ : پ) ته.
یادنه: . نه پوهیږم چې دا څه وبولو دا خو دا فکر کوم، چې دې ته به څیرکوم وایي، ځکه چې سره بیلیږي.
،،له ... څخه، د ... سره،،
د افغانستان په ځنو ځایونو کې وایو:
له ... څخه، له ... سره او ځنو ځایونو کې بیا وایو: د ... څخه ، د... سره.
انګرېزي یې لیکو او بیایې د پښتو د ژباړې سره پرتله کوو. ما دا له الملني څخه ژباړلې او الماني مې له انګرېزي څخه را نیولي یا ښه یې: راژباړلې.
پیل له ،، له .. څخه،، کوو او داسې مخ ته ځو:
د انګريزي from په الماني کې یې هغه غوره دا لاندې درې پ دي: ab ، aus ، von
دا درېواړه په پښتو کې هم ،،له ... څخه،، په معنا دي. که وایو چې له هسکې مینې څخه... ، دلته په الماني ab راځي، که وایو له سپین څخه... ، نو von راوړل کیږي، که وایو له اوسپنې جوړ دی، نو وایو ... aus.
که ،،له ... څخه،، وایو، نو له یو څه څخه يو څه رابیلیږي. له سپین څخه مې کتاب واخست.
دا جمله داسې ویلی شو: له سپین مې کتاب واخست یا له سپینه مې کتاب واخست او یا له سپین څخه مې کتاب واخست.
همداسې: سپین څخه مې کتاب واخست.
،، له ،، بې له ،،څخه،، او همداسې ،،څخه،، بې له ،، له ،، پ دی او که دواړه؟.
وړاندیز: که ،،څخه،، ورسره وي او که نه خو ،،له،، دې پ وي او یا ،،له... څخه،، او یا دا دواړه.
پورته مو ولیدل: له هسکې مینې څخه...، له سپین څخه... او له اوسپنې څخه....
دا په دې معنا، چې: له یو ځای څخه ځي، له یو چا څخه څه رانیسې او له یو څه څخه یو شی جوړ دي، له یو څه څخه څه ساتې، د یو چا له خوا څخه څه درکول کیږي.
دا په پام کې لرو، چې ،، له،، د ،،څخه،، سره یا بې له ،، څخه،، پ دی.
ور څخه در څخه، راڅخه، او داسې نورو ته دې هم پام وي.
د پوښتنې په ځواب کې: تا له سپین څخه کتاب واخست؟ نه! ورڅخه اخلم یې. او داسې نور.
دلته دې ،،ورته،، یعنې ،، هغه ته ،، ته هم پام وشي.
اوس راځو with ته، چې الماني یې ...mit دی :
موږ یې د الماني درې انډول پ را ا خلو: mit ، bei ، Dabei.
څه وکړو؟ ،،له ... سره،، او که ،، د ... سره،،؟
که ،، له،، هغه د مخه تیر پ وي ، نو بیا خو یې دلته نه شو راوړی، هغه ،،ترې لرې کیدل،، دي او دا ،،ور سره یوځای کیدل دي،، یا ،، نښلول،، دي. دلته اړیو، چې ،، د ... سره،، ولیکو او نه ،، له... سره،،.
. په الماني ژبه کې ،،د... سره،، لږ تر لږه دا درې پ کارول کیږي: که ووایو، کتاب د... سره دی، نو دلته یې الماني mit دی. که ووایو، چې سپین د برګ سره دی، نو دلته یې ا bei راځي او که ووایو، چې هغه ورسره دی، نو دلته د ا Dabei راځي. ورسره ، درسره، را سره،
دلته به په دې بسیا وکړو او زما وړاندیز ګران لوستونکو ته دا دې، چې د نورو زده ژبو څخه دې ګټه واخلي، دا دې هغه ژبې وي، چې یو څه وده یې کړې وي.
دا بیا هم په ګوته کوم، چې ژبه مو ځوانه یا دا اوس رامنځ ته شوې ده او د نورو ژبو څخه پوره مرسته د لاسه کولی شو.
موږ که د پښتو لیکنو ته ځیر شو، نو په هر ځای او هره لیکنه کې د ،، تر،، پ زیات راغلی، چې د نورو پ ځای نیوی شوی. دا هر څه چې لولو، نو سم یا ټیک راته برېښي.
دا ولې؟
که موږ او تاسو یو ناسم شی هم ډېرواره پرلپسې ووایو ورسره بلدیږو، یعنې د ناسم وي یا لغات سره هم بلیدېدل شوني دي او په پښتو کې یې بیلګې شته، چې بیرته سمون یې هم بیا ډېر زور غواړي. دا لیکنه به هم راته نابلده او وړانديزونه ناسم برېښي، خو هیله مې د ګرانو لوستونکو څخه هم دا ده، چې مرسته دې وکړي.
دا ،،تر،، زموږ کره پوهان او لیکوالان دا زما په اند ناسم ډول لیکي. تاسو کړی شۍ، چې وروسته له دې لیکنې نورې لیکنې وګورۍ او دا ،، تر،، په پام کې ونیسۍ، چې څنګه کارول شوی. زه به د دې لپاره د نورو کارونه یا استعمال راوړم او خپل اند به ورسره ولیکم.
هغه څه، چې ډېر راځي، هغه ،، ..ترمنځ ...،، دي.
که یوه مڼه وګورو او پوست کې داسې لږ څه راته خراب یا خوسا وبرېښي او موږ په دې اند یو، چې منځ به یې هم خوسا وي، نو وایو، چې دامڼه ترمنځه (پورې) خوسا ده.
که دوه یا زیات کسان سره په جنګ وي، نو لیکو، چې د ... او د... ترمنخ جنګ دی. دا دا تراوسه راوړنې له امله ناټیک دی، ځکه دلته کوم واټن نه په ګوته کیږي. د دې سم داسې دی، چې د ... او د ... په منځ کې جنګ دی. ګورو چې د ،، ترمنخ،، په ځای ،، په ،،منځ کې،، لیکو.
تل دې د ،، تر،(پورې)،، ته پام وي.
د ،، تر،، سره باید وخت - یا ځای - یا اوږدوالي واټن په نخښه شي.
لولو: ،،په افغانستان کې د کرکټ تر لوبغاړو کرکټ پوهان زیات دي،،.
سم یې: ... له لو بغاړو (څخه)... .
لولو: ،،تر دې مخکې د ایران...،، یا ،،تر ټاکلې مودې مخکې; ومو لیدل، چې ،، تر،، واټن په ګوته کوي، نو له دې امله په دې ډول لیکنې ټیک نه دي. ټیک یې ،، له دې څخه د مخه د ایران ..،، همداسې ،،له ټاکلې مودې څخه د مخه،، دی. دلته د ،،تر ،، وی ناسم کارول شوی دی.
،،تردې مخکې،، کې دې ،،مخکې،، ته هم پام وي. ،، مخکې،، کلیواله پښتو ده، زما په اند یې د ،، مخکې،، په ځای که،، د مخه ،، ولیکو مناسب به وي.
لاندې ته پام:
یو څوک د یو چا په څنګ کې او که یو څوک د یو چا تر څنګ؟
که په پورته جمله کې د ،، تر،، سره پوله یعنې تر څنګ ( پورې) وي، خو تر به ورسره وي او که نه نوڅنګه؟
ګډ فکر، خو زماپه اند به ،، په څنګ کې ،، سم وي.
د پښتو د جملو جوړولو سره که موږ کومې ستونځې ولرو
.... ددی مخکی په(۲۹/۰۱/۱۳۹۰) نیته یو ځانمرګی برید کونکی د دفاع وزارت په دننه کی..
... له دې د مخه.....
احمدي نژاد وروسته تر هغه په مصر کې له....
... له هغې وروسته....
ملاله یوسفزۍ تر عملیاتو وروسته اوس اوریدلی شي.
....له عملیاتو څخه وروسته...
عملیات هم تر سره شول.............
... هم د سره شول...
............... هم د ځمکي تر تل تير کړم.
... له تل څخه ...
د دغه هیواد تر ټولو جګپوړی
... له ټولو...
يوه سړي تر وژلو وروسته خپله ښځه سوځولې ده
... له وژلو....
اوباما د شیکاګو تر سرمشریزې مخکې له راسموسن سره مشوره وکړه.
دا جمله داسې ناټیک ده او ټیک یې:
.... د ... له سرمشریزې( څخه) د مخه ( د)... سره مرکه وکړه.
لولو: او د اړونده تر څیړنې او سپړنې له مخې......
د دې ،،تر،، په ځای ،،د،، راځي.
د ایران تر اسلامي انقلاب او په افغانستان کې تر ثور انقلاب راهیسې د دواړو هیوادو اړیکي هیڅکله هم له کړکېچه خالي شوي نه دي
په پورته د دواړو ،، تر،، پرځای ،، د ،، راځي.
تر دې مخکې نن محصلانو تاند ته ویلي و…………..
له دې ( څخه) د مخه..........
،،په مرکزي بغلان کې د پولیسو ترمنځ جګړه روانه ده،،
،، ...... په منځ کې........
میسي د کال تر ټولو ډېرو ګولونو ريکارډ جوړ کړ.
( ګران لوستونکي دې جملې ته لږ زیر شي. په موخه پوهیږو، خو ایا د جملې څخه هم موخه روښانه ده او که څنګه؟)
... د ټولو...
میسی د کال په دې لوبه کې د ګولونو ریکار ډ جوړ کړ
ماته یې ډېر ښه برېښي: میسی په کلنیو لوبو کې دا ځل د ګولونو ریکارډ جوړ کړ.
څو لسيزو جګړو د افغانانو تر منځ د افغانستان د
... په منځ کې...
ازادو ټاکنو ترسره کولو لپاره يې هڅې..
... د سرته کولو د پاره...
نوره به هم ښه وي، که ولیکو: ... د سرته رسولو د پاره.
نور پ هم باید یواځې په څو جملو کې وڅیړو.
د خلکو په منځ کې، په کور کې او هم د کور په منځ کې( تر منځ نه لیکو)
په بوتل کې. د مڼې په مڼخ کې زړي دي. په کتاب کې او داسې نور.
په - یا ښه یې پرباندې: پر میز باندې یا د میز پر سر باندې، د غره پر سر یا پر غره. د بام پر سر یا پر بام باندې.
د میز لاندې ، بام لاندې، د کټ لاندې او داسې نور. زمو لیکوال تر.. لاندې لیکي، چې دا مو د تر د څیړنې له مخې د ناټیکاوي سره مخامخ کوي.
کله کله تر د ترې په ځای هم کارول کیږي، چې باید پام ورته وشي.
ترې د ورڅخه ... سره په برابره معنا دی.
دلته مو بل غوره څه ولیدل او هغه له او تر دي. په یوه جمله کې، چې دواړه راشي، پیل او پای ټکي په نښه کوي.
یعنې له... تر....
دا په دې معنا، چې به یوه واټن کې ،، له ،، پیلټکی او ،، تر ،، پای ټکی په ګوته کوي.
بیلګه له هسکې مینه تر کابله یا له هسکې مینې څخه تر کابله پورې.
سپین د ۱۹۶۰ ز ک د مارچ له ا تم د ۲۰۱۰ ز ک د مای تر څلورم پورې ژوند کاوه یا ژوندي وو.
لیکنډول یې په انګریزي: 08 , 03 , 1960 - 04; 05 ; 2010
ګورو، چې په دې هکله موږ یو لړ ستونځې مخ ته لرو.
زما وړانديز: ګران ژبپوهان دې هر څه چې لولې یوځل په دې هکله ژور د ( نه تر) څیړنې لاندې ونیسي. که تاسې هر انګرېزي یا جرمنې پ په ن ج کې وګورۍ، هر یو یې څو لسونه ځله تشریح شوی. او موږ یا څه نه لرو یا ما ته نه دې معلوم.
زه مرسته غواړم او دا نه وایم، چې زه دې په حق وم. ما یو څه د ګرانو لوستونکو لپاره خبرو ته وړاندې کړل. د ډېرو اندونو سره کډول همغومره ډېره ګټه لري.