د دوی مېرمنې
12.03.2013 21:45دمساوات په نوم مغروره کړه دوي
له ډېروبرخو نه محرومه کړه دوي
دعفت باغ نه يې وحشت ته ليـــږي
خبررېښتيا ده چې مظلومه کړه دوي
د خپلســـــــــــــرۍ او ازادۍ په نامه
بيدياوتلو ته مجبـــــــــــوره کړه دوي
نظــــــام دژوند يې سرچپه کړ ورته
لږه متـــــاع باندې مسروره کړه دوي
کـــــــــور کې دننه يې سرشاره ګڼي
بهرنۍ چاروکې اسيــــــره کړه دوي
په هريوځاى کې يې انځورځوړند دى
بربنـــډصورت باندې حقيره کړه دوي
د اختـــــــــلاط چلم يې خوله کې ورکړ
خواره مېرمن دام کې راګېره کړه دوي
کفري نظام کې هرانسان ورک شوى
ښځه يودم په کې مشهوره کړه دوي
حقوقي دا دى اوس څرګـــــنده شوله
کيــــنه دزړه چې رامعلومه کړه دوي