د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

میرویس نیکه، پولیو، فتوا، او پښتون

اتل احمدزی 08.03.2013 18:15

بلاخره یوی ډلی د مصر په مفتی اعظم ډاکتر ابو طیب باندی چیغه ګډه کړه او بله ډله ورپسی استبول ته ورسیده، د اسلامی هیوادونو جیدو علما ته يی جولی وغوړوله. موضوع بله نده بلکی د یو ملت د بقا سوال ده. یوه ستره کتله د وګړو ژوند ته شا کړی، په مرګی مین شوی. ځان ورته بیګانه شوی او د ځان نه یی د قربانی پسونه جوړ کړی.
د الاظهر په انګړ کی یی ډاکتر ابو طیب ته وویل چی واړه او کوچنیان یی ټول ګوډ او مات شول. هغه ناروغی چی نوری دنیا کی اوس یواځی د تاریخ د کتابونو په پاڼو کی ژوند کوی خو په دوی کی اوس هم ښه په پریمانی سره پیدا کیږی. پولیو یی ټول ماشومان په ګنډو کړی دی. واکسین نه ورکوی اووایی چی واکسین کافر ده، بچیان مو را کافران کوی. مکتب خو یی لا دمخه د کفر په تور سوځولی دی. لګیا دی او وایی چی واکسین کی دا کافران ددی لپاره د سرکوزی (خنزیر) وازدی اچوی تر څو زموږ راتلونکی نسل نه د جهاد جذبه شڼډه کړی.
دا بله بیا په استنبول کی د توری بحیری په غاړو د قسطنطنی د دیوال نه ور پاس د سلطان احمد د شنه جومات شاوخوا د اسلامی نړی علماؤ باندی ژړا کوی. ځانونه يی ټول سره سټ کړل. په مرګی سره مین شوی. ځانمرګو باندی یی پام شوی، داسی سره ځانونه الوزوی لکه خوسا مولی. بس چا په غوږ کی ورته د حورو او غلمانو، ګبینو او خورماؤ، د میو او ویلو ویلی دی را ټنګیږی نه. تاسو څه وکوی، د تباهی په کنده ولاړ دی، د ژوند نه یی نفرت کړی. څه وکړی! وګړی بچ کړی کنه نړی به د یو خپل ځانی جینوسائید شاهده وی او تاریخ به بیا نو ددی نړی بی تفاوتی هیره او معاف نه کړی.
ستر میرویس نیکه می را په یاد شو. چی د ۱۸ پیړی په شروع کی یی خپل اس زین کړ تر څو د عثمانی امپراتوری د مکی د خطیت نه په پښتونو باندی د خوځښت فتوا راوړی. تر څو که خدا کول چی فنوا کار وکړی او پښتون لږ سره وخوځی ، ځکه چی د ایران د صفوی امپراتوری د کندهار د جورجیایی والی ګورګین د ظلم او بربریت نه هر څه خوځیدل خو پښتون نه خوځیده. پښتون د پسه په شان ځان وګورګین تع نیولی وه او په میرویس خان کی یی زړه شین کړی وه. ځکه چی دی وګړو ته چا په غوږ کی ویلی وه چی تاسی بوسلمانان یی او صفویان هم بوسلمانان دی او ګودګین یی والی او حاکم دی. او حکم په اسلام کی دادی چی حاکم اولولامره وی.
خان نیکه راغی د ځان سره یی د ګورګین خلاف فتوا پټه په جیب کی راوړه او ماښامونه به په پټه پټه د پښتنو په ډیرو سر و تر څو ئی سره وخوځول اوسره را ویی پارول او د ګورګین ګیلم یی پری ټول کړ. خیر دی اوسی عثمانی خلافت چی د صقویانو د سیاسی نفوز او جغرافیایی قلمرو د محدودولو لپاره یی د مکی خطیب ته اشاره ورسوله چی خان نیکه په فتوا ونازوی. خو که نیکه په اوس زمانه کی وايی او یا اوسنی حالات په هغه زمانه کی وايی نو میرویس نیکه به نه یواځی دا چی د مکی لاره به یی په تګ او راتګ پوټی کړی وه تر څو چی عرب مفتی نه د افقان د بقا فتوا و جیب ته کړی وايی بلکی د اکوړی ، پنډی، راونډ، او ډیره اسماعیل خان په لارو به ډیر ناامیده تللی راغلی وه. او دا ځکه چی د پښتنو د دین ستنی او د مرګ او ژوند خدایان خو ئی په همدغو شیطانی ځالو کی ناست دی.
په ۲۰۰۱ کال کی کله چی طالبانو په بامیانو کی د بودا د تاریخی مجسمو په بمونو د الوزولو پریکړه وکړه او دغو د دین پتنګانو او د اکوړی ، پنډی، راونډ، او ډیره اسماعیل خان وفادارانو د دنیا هیڅ غږ نه اوریده، نو هغه وه چی د الاظهر د هغه وخت ستر مفتی شیخ نصر فرید واصل او مشهور عالم دین شیخ یوسف القرضاوی (چی روسته بیا خپله هم ستر مفتی شو) په مشری یو هیت ډیر په بیړه کندهار ته راغی تر څو ملا عمر قانع کړی چی سړیه په دی لاره چی روان یی مکی ته نه بلکی راولپڼډی ته ځی. او دا حکم دی شرعی بنسټ نلری. ستر مفتی د ملا فضلو شاګرد ته جولی خپره کړه چی دا د افغانستان ملی پانګه وساتی. خو مشر ملا ته ددی ستر مفتی خبری مفتی کیسی وی ځکه چی مشر ملا ته حکم له پنډی نه راغلی وه او پنډی مشر ملا ته د امارت تاج ورپه سر کړی وه نو ځکه ستر مفتی باید چی ده ته بیعت ورکړی وایی، نه دا چی نصیحت. او با دا چی د بتانو د ورانولو حکم د پنډی نه راغلی وه او پنډی خو هغه سپڅلی او د عقیدت ځای وه چی مشر ملا او د مشر ملا د سورګیری سمع او ځوړند خیټی فضلو استادانو ته مفته حلواوی له دی ځایه راتلی. او د دی نه مخکی چی بتان ونړیږی نو د امارت دوخت وزیر خاریجه مترقی، په وطن مین، او معتدله مولا وکیل احمد متوکل د جاپان نه په ننواتو راغلی دیپلوماتیک هیت په دی ویلو سره نا امیده بیرته د پښتون له وطن نه رخصت کړ چی « زموږ پریکړه د بتانو د نړولو په اړه تفیر نه مننونکی ده». ملا خو لا څه کوی په هغه ورځ چی بتان ونړیدل نو د کابل پوهنتون په لیلیه کی ۳۰۰۰ محصیلینو چی ډیره سلنه یی پښتانه روڼ اندی ول چی د ساینس په زده کړو بوخت ول د غوائی په هغه غوښه ئی د خوشحالی شخوند واهه چی پښتون مولا کبیر د بتانو د ورانولو په موقع نظرانه کړی ول.
خبره دا نده چی د الاظهر د مفتی اعظم فتوا به کار وکړی او پښتون پلار به د خپلو یو درجن زامنو او لوڼو په خوله کی د پولیو څاڅکی وڅڅوی. او یا به په استنبول کی د جیدو علماو په وعظ او فتوا باندی پښتون ځوان نور ځان نه بم نه تړی. او خبره دا هم نده چی څنګه د میرویس نیکه تګ لاره عملی شی تر څو دا اوسنی راوړی فتواګانی کار وکړی او عملی شی. بلکی د فکر او سوچ ځای دادی چی په یوشتمه پیړی کی لا هم یو قوم او د وګړو یوه عظیمه کتله شته چی داسی یو سیاسی شعور باندی لړل شوی چی نور خو لا څه کوی حتی چی د دارو او واکسین لپاره به هم دوی ته له مولا نه حکم راوړی. داسی یو په افت لړل شوی ملت په دی د ساینس او جنتیک په پیړی کی هم ژوند کوی چی لا تر اوسه پوری د ژوند ابزار او وسائل د ګمراهی او انحراف توکی ګڼی. بنده ئی بولم چی دا د قاهری او استنبول وړی دی شړی شی.
دلته ژوند شته معنی نشته انتشار دی اذدهام دی
بس کتلی دی د وګړم سربداله هاخوا دی خوا
دا وګړی انسانان کړی لویه خدایه لویه خدایه