د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کلنګ

احمد شاه حقوقي 07.03.2013 14:42

 فکر د دوستانو که همــــــرنګ نه شي
هلته بياخلاصون له لوى ګړنګ نه شي
 
قام که خبرنه شي تباهـــــــي راځي
ټول که په يوغږسره په ننګ نه شي
 
لاره دتوحيد چې لوى هــــــدف نه وي
ځانته په کلتور او په فرهنګ نه شي
 
 چاکه دښېګڼې ګام اخېســـــــتى وي !
پام کوئ چې دغه سړى تنګ نه شي
 
پيل اوپاى دهرکارپه تدبيــر ښه وي
هرمهال دژوندچارې په جنګ نه شي
 
زور د زورورو سره زور ښکاري
سترګى برګول خو په ملنګ نه شي
 
 بــــــاز د حقوقي دژوند ملګــرى دى
 درې وخته ډوډۍ خو په کلنګ نه شي