د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د زور مېلمه ته

احمد شاه حقوقي 19.02.2013 21:49

    يوځل که تاکړى وى پوښــتنه انګـــــــــرېزانو نـــه
        لاره او ګودر دې لږ زده کړى وى روســــــيانــو نـه
 
        کبراوغرور کې ستا له پښو نه شـــړۍ لنډه شـوه
       ستاپه تورقانون کې ماته پاکه لاره بنــــده شــــــوه
       نه شې خلاصېدلى چېرته درومې افغــــانانو نــــــه
       يوځل که تاکړى وى پوښـــــتنه انګرېزانــــــــو نــــه
 
       بحر داسياکې مونږمـــــوجونه اوطوفانــــــــونه يــوو
       غلو اويرغلګرو ته تاريخ کـــــې ښه درســــونه يــوو
       ګواکې خبر نه يې له چنګېزاومـــــــغولــــــــــيانو نه
       يو ځل که تاکړى وى پوښـــــــتنه انګـــــــــــرېزانونه
 
       ته دځمکې يوسرپه دې بل سرکې يې څه غواړې؟
       ته په کوم قاموس کې خپل تېرى په بشريت ژباړې؟
       لږعبرت خو واخله غـــــــــــــــــزنزيانو او ابداليانو نه
       يوځل که تا کړى وى پوښتنه انګــــــــــــــــرېزانو نه
 
      کوډې اومنـتر دې اوس په هيـــــــــــــچااثر نه کوي
      مشردټګانــو يى په تاڅوک بـــــــــــــــــــاور نه کوي
      عزم دافغان دى غچ به اخلي دښــــــــــــمنانو نــه
      يوځل که تا کړى وى پوښتنه انګـــــــــــــــــرېزانونه
 
      اوس هم لا وختي دى اعتراف په غلطـــــــۍ وکړه
      ټولو مسلمانو سره ژمنه د دوســـــــــــــــتۍ وکړه
      هلته به امان کې شې دحــــــــــــق له لارويانو نه
      يوځل که تا کړىوى پوښتنه انګرېزانــــــــــــــــو نه
 
     مخکې قدم اخله حقوقي ګوره ډېرپـــــــــــــام کوه
      کوم کورکې چې شپه کوې ساتنه يې دبــــام کوه
      ځان ساته په علم کې له پوهــــو جـــــــاهلانو نه
      يوځل که تاکړى وى پوښتنه انګـــــــــــــــرېزانو نه