د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شرافت

احمد شاه حقوقي 14.02.2013 23:35

شرافت د هرانسان په صــــــــــورت نه دى
    په عمل کې اخلاص شرط دى کثرت نه دى
    خزانې که دمــــــــــال څومره شي پرېمانه
    چې الله ترې رضـــــــــا نه وي عـزت نه دى
    يوالله چې وي خوشــــــحاله همدابس دى
    د نـــــادانو جدايي خوحــــــــــسرت نه دى
    بې کتــــــــــابه چې تعبير دهر يوخوب کړي
    هغه خــــيال وي خو اصلي حقيقت نه دى
    ټکوي چې دمــــــــــــظلوم دروازه هر وخت
    ځناور په شان خوړل خو قـــــــــدرت نه دى
    لاس په لاس چې شي دخلکو له پېغــــوره
    دا ريـــــــا ده او اصلــي محـــــــبت نه  دى
    هرمـــجلس که احاطـــه پرعـــــــلم نه وي
    تشه ناسته د پوهـــــــــانو صـــحبت نه دى
    داخــــــــلاص جوهر که نه وي په هرکارکې
    که قلــــــــــبه کړي دنيا ټوله خدمت نه دى
    دخوار زړه بـــــــــــزګري ښه ده حقوقي ته
     د دوه مخـــــــــــو ملګرتيا يې صفت نه دى