د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمينې پيغمبر

سمیع الدین افعاني 13.02.2013 21:26

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د مینې پیغامبره

زما د مینې پیغامبره ته مې زړه کې اوسې
ای نازولی د زړه سره ته مې زړه کې اوسې

زه دې په مینه باندې پایم ته قبله یې زما
ای دکعبې ښکلی منظره ته مې زړه کې اوسې

ته یې ښکلا ته یې رڼا د دردیدلو زړونو
ای د زرینو وړانګو لمره ته مې زړه کې اوسې

که هرڅو لرې یې ترما نن دهجران تیارو کې
لرې مې نه یې د نظره ته مې زړه کې اوسې

زه دې درتلو ته هرګړۍ هره شیبه شمیرمه
دمین زړونو مازیګره ته مې زړه کې اوسې

سپیڅلې مینه کله هم د هیریدلو نه ده
ای د موجونو سمندره ته مې زړه کې اوسې

ته وسیله د راز او نیاز یې د غمجنو زړګو
ای مدني نورالبشره ته مې زړه کې اوسې

په تا که مینه شته اخلاص شته نعمتونه شته دي
د افغاني د زړه مظهره ته مې زړه کې اوسې
--------------------------------------------
سمیع الدین افعاني
۱۲- ۲- ۲۰۱۳
م ۰ کال