د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاسي هیواد

محمود نظري 02.02.2013 15:01

ي .
یو هم ناست پاته نسو ، ټوله په کتار کې ودریدل، له زړه مې شرک سو، له ځانه سره مې ویل لکه چې دا اوړۍ به شړۍ نسي .
مسول سړي د یوې ترخې مسکا وروسته وویل :
هر یو خبرې کوونکي ته یوه دقیقه د خبرو کولو وخت ورکول کیږي .
نو هر یو ه دځان له پيژندولووروسته ایله یوښکنځل کولای سو .
خو دهر ښکنځل کوونکي په لږیدو سره دا کتار لا اوږدیدی . نو مسول سړي څوکیدا ر ته وویل:
یو نفر دوه واره مه پریږده چې خبرې وکړي .
خو کتار لا اوږدیدی .
مسول سړی بهر ووت که ګوري هلته یو میکیاژر ولاړ دی د هر یوه جوله او ویښتان اوکالي وربدلوي او هغه بیرته د خبرو لپاره په کتار کې دریږي .
هغه ویونکوچې په لومړي وار یې ږیرې د رلودی په بل وار به یې کوچنی یا و خرییلئ او بې ږیرو بیا دهغوږیري پر مخ ومښلولې .
مسول سړی راِغی چې کتار کنترول کړي هلته په کتار کې هلکان هم ولاړ وه، هغه له یو ماشوم څخه وپوښتل : ته هم خبرې کوې ؟
هغو ورته ویل: یا، ما خپل ماما ته دخبرو وار نیولی دی هغه څلور واري ښکنځل وکړه اوس په هغه سماوار کې چای څښي ما د پېنځم وار نمبر ورته نیولی دی .


لنډی بوڅۍ سیاستوال

په خبروکله جوړیږي دا وران ویجاړ وطن
چې د اوریدو یې څوک نه و نسته نه به وي
یوه خبره کوه یوه اوره که کوې رښتیا سیاست
دلته داوریدو سیاست نه و نسته نه به وي
خړوسو سیاست له خرواني لا کړ ساده
بې سیاسته څوک نه و نسته نه به وي
هرچیرې ملت کش ناست دی درې ورسره مله
بیله بوړي غله بل پوه نه و نسته نه به وي
دلته کفن کشان سوي ددې هدیرې مجاوران
ځکه د افغان د وژلوغم نه و نسته نه به وي
موږ چې ویل نغوتان دی رایې مو ورکړه
تر هغو نور سپورغوږي نه و نسته نه به وي
د جهاد او مقاومت په نارو یې نه یوغلط سوي
پوه و ترهغو بل کیسه بر نه و نسته نه به وي
پيژنو دي تک سپینه په پګړۍمه وهه لاسونه
پردوته له تا بل چپړوس نه و نسته نه به وي
پرناقابل طبيب مو مخ سو د ناروغانو
تر هغه بل کش بکش نه و نه سته نه به وي
چی له خدایه وویریږي له هغه مه وریږئ
په دوی کې له خدایه ډارن نه و نسته نه به وي
دهرغله چې لاس بر سي هغه زموږ غټ پیر سي
دهغه هر کار بېله کبیره ګناه نه و نسته نه به وي
ټوله لومړی وطن جوړوي دوی اول خپله خیټه
د وطن په آبادیدو یې باور نه و نسته نه به وي
دجال د وسپنو پر خروپه پښه تړلي راوستله
تر هغو بل اوش کش کش نه و نسته نه به وي
په ډيرو بینایانوکې یې يو سترګى پا چا کړئ
تر هغه بل په سترګو معذور نه و نسته نه به وي
هغوی د قیامت سور اور ته د ټینګیدو دي
خوشنو ډالرو ته د ټینګي نه و نسته نه به وي
متل دی وایي لیوه پوستکی بدلوي نه سوچ
خپلو ګتو ته تر هغو پسه نه و نسته نه به وي

داسلام او افغان نوم یې بد کړ ئ په دوی دجال
ددجا ل تر دې بل لوی ارمان نه و نسته نه به وي
نن هر چوړی اووبالی په خپلو بدو کړو ویاړ ي
په ښوکړو وړو ویاړ والا نه و نسته نه به وي
د لوی تزن د غلام وي خورا لوی کش وکړوب
د علم دغلام دلته ږوغ ږغ نه و نسته نه به وي
خبری ښې که بدي ګونګ سونګ ته څه په کار دی
په هغه ملک چې غوږو واکمنان نه و نسته نه به وي
زموږ له اوسني سیاستوالو جوړ سوي کورلي خره
د خپل او پردي توپیر پر هغو نه و نسته نه به وي
«نظری» ته هم په پوچو کارتوسو ماشه کښوې
ډز نه لري چې باورت په کې نه و نسته نه به وي