د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپاکستان حکومت ته ضرب الاجل

سلام خان 18.01.2013 13:37

د پاکستان مذهبي عالم طاهر القادري چې په اسلام اباد کې یی له خپلو لسګونو زرو پلویانو سره مظاهره پیل کړې ده، دپاکستان حکومت ته یی د خپلو غوښتونو د منلو په خاطر ضرب الاجل ورکړی دی ،نوموړي نن خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، د پاکستان فاسد حکومت باید نوموړي ته یو پلاوی واستوي، چې د انتخاباتو په سیستم کې ورسره د دیموکراتیکو اصلاحاتو په باب خبرې وکړي ،نوموړي ويلي چې خپل لاريون ته به تر هغه ادامه ور كړي چې د پاكستان حكومت او دواړه قانون جوړوونكي مجلسونه له خپلو دندو استعفا وكړي، دطاهر القادری دغه څرګندونی دپاکستان دملکی حکومت دپر ځیدو په معنا دی ،نوموړي په يوه اعلاميه كې چې د اسلام اباد د اعلاميې نوم يې ور كړى دی، ويلي چې د اوسنيو لاريونونو پاى په پاكستان كې د انقلاب د پېلېدو پيلامه ده ،هغه ګوتڅنډنه كړې ده چی، پلويان يې اماده دي چې په يوه اشاره د پاكستان پارلمان ګډوډ كړي چې هيڅ قدرت به يې مخه ونه نيسي ، مذهبی عالم طاهر القادری دکانا ډا او پاکستان دوه ګونی تابعیت لری او په پاکستان کی دفساد پرخلاف را پورته شوی دې ،نوموړي په خپله اعلاميه كې پوځ د پاكستان د فزيكي او عقيدوي ارزښتونو ساتونكى وباله او ملكي حكومت يې تورن كړ چې د پوځ د بدنامولو هڅه كوي ،كه څه هم د پاكستان پوځ د قادري په لاريون كې د لاس لرلو خبره نه مني، خو د نوموړي له څرګندونو ښكاري چې قادري د پاكستان د پوځ تر ملاتړ لاندې په ورته كار لاس پورې كړى دى ،طاهر القادري چې د منهاج القرآن د اسلامي سازمان مشري کوي، درې اصلي غوښتنې لري: یو دا چې حکومت دې سمدستي برطرفه شي او د پوځ او قضاییه قوې په مشوره دې تر انتخاباتو پورې یو بې طرفه موقت حکومت د چارو واګې په لاس کې واخلي. د یادولو ده چې په پاکستان کې که څه هم د انتخاباتو نېټه نه ده اعلان شوې خو ویل شوي دي چې پنځه میاشتې وروسته به د می په میاشت کې عمومي انتخابات وي. د پروفیسر ډاکتر قادري بله غوښتنه دا ده چې د انتخاباتو کمیسیون دې نوی او له سره جوړ شي. درېیمه غوښتنه یې دا ده چې درغل او فاسد عناصر دې په راتلونکو انتخاباتو کې د شرکت اجازه ونه لري. مولانا قادري له زرګونو ملګرو سره له لاهوره اسلام اباد ته راغلی دی او د فوري اصلاحاتو غوښتنه کوي. دی چې په اسلامي علومو او خیریه چارو کې نړیوال شهرت لري، هم واکمن پیپلز ګوند او هم د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند ورنه سترګه کوي. د مولانا قادري د منهاج القرآن دینی سازمان په پاکستان او نورو هېوادونو کې ګڼ ښوونځي، کلنيکونه او خیریه مرکزونه جوړ کړي دي. دغه سازمان په غیراسلامي هېوادونو کې فعالیت کوي او یو شمېر غیرمسلم کسان یې د اسلام مقدس دین ته راجذب کړي دي. صوفي عالم پروفیسر ډاکتر محمد طاهر القادري اسلام د سولې او اخوت دین ګڼي او په دې عقیده دی چې واقعي مسلمانان په تشدد او تېري باندې عقیده نه لري. ده تېر کال په شپږ سوه مخونو کې یوه مشهوره فتوا صادره کړه چې د هغې له مخې انتحار په اسلام کې بېخی ناروا دی. څرنګه چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان خلک له بمي او انتحاري حملو او ترورونو پوزې ته رسېدلي دي، د مولانا طاهر القادري خبرې ښې ورباندې لګېږي او په همدې وجه د ده سیاسي غوښتنې حکومت پرېشانه کولای شي،د قادري لاريون په پاكستان كې د بلوچستان له پېښې، له هندوستان سره د اړيكو له خرابېدو او د سترې محكمې له خوا د صدراعظم راجا نادر پروېز اشرف د نيولو له حكم سره مستقيمې اړيكې لري.
د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمن ملك ويلي، د قادري پلويان حق نه لري چې قانون په لاس كې واخلي او ممنوعه سيمو ته داخل شي، كنه نو د پاكستان امنيتي ځواكونه به د لاريون كوونكو پر وړاندې له مناسب چلند څخه كار واخلي. په ورته وخت كې د پاكستان دولت له پوځه غوښتي چې د امنيتي حالت د كړكېچنېدو په صورت كې ميدان ته را ودانګي، خو ويل كېږي چې پوځ به د پاكستان د دولت دې غوښتنې ته د هو ځواب ور نه كړي. د پاكستان پوځ يو مبهم دريځ خپل كړى او پوځي جنرالان يوازې د حالاتو څار كوي ،یوه بل نا تا ېید شوی خبر چی نن شپه ډیر ناوخته تر لاسه شوی دی ویل کیږی چی د منهاج القران او د حکومتي پلاوي ترمنځ خبری اتری بالاخره کامیابی شوی دی او د منهاج القران د مشر طاهر القادري سره په اسلام اباد کی یو لوړ پوړي حکومتي پلاوي لیدلي او د خبرو اترو څخه ترلاسه شوي نتایج په یوی مسودی کی را غونډی شویدي چی لومړي وزیر راجه پرویز اشرف ته به د لاسلیکولو لپاره وړاندی کیږي.پاي