د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بيا به افغانستان د ۱۹۹۲ کال د حالاتو شاهد وي ؟

روئيد همت 14.01.2013 21:42

وايي چې مار چيچلی د پړي نه هم ويريږي او افغانان ټول پدې ښه پوهيږي، د تير کال په پرتله اوسني کال کې د ۲۰۱۴ نه وروسته د افغانستان نه د امريکا او ناټو ځواکونو وتل د اکثرو خبرونو سر ټکي جوړوي سياسي شننونکي بيا راتلوونکي حالات د خپلې سياسي مفکورې،تجربې او ليدلوري پر بنياد ارزوي،او اقتصاد پوهان بيا ورته بېلابېل نظرونه لري څوک يې د ترقۍ او پرمختګ په لور روان انځوروي او څوک يې بيا د پانګې او شتمنيو د چور او تالا ځای ګڼي د ۲۰۱۴ کال نه وروسته چې کوم حالات د افغانستان برخليک ټاکي نو د سړي ذهن ته د ۱۹۹۲ نه وروسته چې کومو حالاتو افغانستان د اور په څادر کې راتاو کړ انځوريږي، اوس نو خبره دلته ده چې ۲۰۱۴ کال د ۱۹۹۲ سره څه تړاو لري، کله چې روسان د افغانستان پرېښودو ته اړ شول او افغانستان نه يې خپلې ټولې راغلې قواوې خپل هېواد ته ستنې کړې نو په داخل کې يا خو د بهرنيو هيوادونو په سازش او يا هم خپله د افغانانو له لورې د قدرت سره د بې کچې مينې په سبب کورنيو جګړو ته لمن ووهل شوه ، دا نو داسې وخت و چې افغانستان د جنګ لپاره خلاص ميدان و هر چا پکې خپل،خپل زور ازمايه تر څو د قدرت سره د مينې تنده يې خړوبه شي.

جنګونه پيل شول د توغنديو بريدونه پيل شول افغانان په خپلو منځونو کې په داسې لانجه او لالچ اووښتي ول چې ګټه يې په مستقيم او غير مستقيم ډول ګاونډيو هيوادونو ته وه او بس، په سيمه کې اور بل شو د کابل فضا د باروتو په تورو لوګيو داسې وپوښل شوه لکه په اسمان چې ټينګه ور‎ېځ راغلي وي هر خوا نه د هوانونو او توغنديو بريدونه کېدل خو کله به چې دغه هوانونه او توغندي چا توغول نو دا به ورته معلومه نه وه چې د چا په کور به رالويږي کومه مور به د خپل زوی سر ته کښيني د کوم کور نه به د سرو وينو لښتي راروانيږي او بيا به د چا ارمانونه د تورو خاورو سره خاورې کيږي بس خو د دري ژبو په خبره ((خون به ګردن)) روان و. حالات همداسې ورځ تر بلې ترينګلي کېدل په سړکونو د خلکو منډې رامنډې وې په کورونو کې ورته پاتې کېدل د غيبې مرګ بلنه وه هر چا خپل سر او مال په امان کې غوښتل، له سامانونو ډک ډک کورونه يې پرېښودل چې بيا همدغو په جنګ کې ښکيل وګړو به يا چور کړل او يا به يې وپلورل، جنګ ورو ،ورو اوج ته رسېده او په کابل کې به يې د خلکو د وينو فوارې بهولې ډېری ځوانان شهيدان شول ډيرې ميندې بورې شوې،کونډې شوې او ماشومانو خو به په هره ژړا کې د پلار مينه غوښته خو څه خبر ول چې پلار يې ورته بې ګناه په ټټر سوری سوری کړی دی ،جنګ و جنګ و او بس جنګ و چې د قدرت او واک د نيولو لپاره روان و داسې جګړې راپيل شوې چې ژوندي انسانان پکې په کانټينرونو کې ژوندي سوځول کيدل، د ژوندي انسانانو په سرونو کې شپږ،شپږ انچه ميخونه ټک وهل کيدل د ښځو نه سينې پرې کېدلې بس خو هره خوا يو وحشت و، يو جابريت و، يو ظلم و ، يو استبداد و ، وژل و قتل و او د وينو بهېدل و، اخ څومره وېرونکی ، دردونکی او ژړونکی وخت و او اوس دادی يو کال پاتې چې د افغانستان برخليک وټاکل شي دا دی ۲۰۱۴ کال ته يو کال پاتې امريکا او ناټو به افغانستان پريږدي بيا به د قدرت او واک په مينه مست خلک د جنګ تابيا نيسي بيا به لګيا وي ځانونه به سنبالوي چې په راتلونکي جنګ کې خپل بادار ته پاتې رانشي بيا به افغانستان نه د جنګ ميدان د جوړولو پلانونه سنجوي.

آه بيا به زمونږ ښکلی افغانستان د قدرت او واک غوښتونکو خلکو د شومو اهدافو قرباني کيږي ؟

بيا به زموږ ګران افغانستان د هاغسې نه هېرېدونکو جنګونو، وژنو، د وينو د لښتيو د اورونو او لمبو شاهد وي؟ نه ،نه،نه داسې بدرنګ حالات خو دې زما په ژوند بيا هيڅکله تکرار نشي. (آمين)