د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلی ضعیف په ځواب کی

محب الله زهیر 14.01.2013 21:38

ښاغلی ضعیف صیب ! ستاسی لیکنه می ولوستله او ستاسی ځینی پخوانی څرګندونی می هم چی د سولی په هکله کړیدی لوستلی دی .
دلته باید ځینی خبری په ډاګه وشی لومړی داچی تاسی د طالبانو له اړخه دا ویلی دی چی دهیواد اساسی قانون ته دی تغیر ورکړل شی . دا باید پټه ونه ساتل شی او باید روښانه شی چی تاسی د اساسی قانون په کومو موادو باندی اعتراض لری؟ په اساسی قانون کی دحکومت - اتباعو د حقوقو او وجایبو- د رئیس جمهور د ټاکلو ډول او واکونه – حکومت – ملی شورا – لویه جرګه – قضا او داسی نورو مهمو مسایلو ته ځای ورکړل شویدی . زه فکر کوم چی طالبان ډیرۍ مخالفت چی لری هغه د اتباعو د حقوقو په هکله لری په خاصه توګه دوه ویشتمه ماده چی د ټولنی نارینه او ښځینه و ته یی برابر حقوق ورکړیدی . آیا تاسو ښځوسره د نارینه و په نسبت تو پیری چلند غوره ګڼی ؟ آیا ښخی د تعلیم ، تحصیل او کار حق نلری چی په ټولنه کی ځانته د شخصیت خاوندانی وی ؟ بله موضوع چی په اساسی قانون کی مطرح ده هغه د جمهور رییس ټاکنه ده چی د اساسی قانون د ۶۱ می مادی له مخی د خلکو د عمومی ، سری او مستقیمی رای اچونی په اساس د ۵ کلونو لپاره ټاکل کیړی . البته یو تن کولای شی یوازی د دوه پړاوونو لپاره ځان کاندید کړی . او وروسته د هر ۵ کلونو به بیا ټاکنی کیږی چی بی له کودتا ، بی له وینی تویونی او ټوپک ته د لاس اچونی ، بیا ځلی خلک خپل مشر د ۵ کلونو لپاره وټاکی . په اساسی قانون کی دا دوه ډیری مهمی مسئلی دی چی خلکو ته خورا ارزښت لری او په هیڅ قیمت نه غواړی دا لاسته راوړنی له لاسه ورکړی او بیا د استبدادی رژیمونو په لومه کی ولویږی . ټوله دنیا شاهده ده چی د همداسی آزادیو او حقوقو دلاسته راوړلو لپاره په عربی ځینو هیوادونو کی خلک مبارزه کوی او خپلی وینی تویوی ترڅو د استبدادی نظامونو څخه هیواد وژغوری او خپلو موخو ته هم رسیدلی دی یا به ورسیږی.
زه خبری ډیری نه اوږدومه ، تاسی د اسلامی شریعت او قانون څخه خبری کوی خو داخبره هم تفصیل ته اړتیا لری . د طالبانو شریعت هم خلکو لیدلی دی او د کوم شریعت څخه چی تاسی خبری کوی د هغی پایله بیا هم هماغه د لاسونو پری کول ، په کیبل وهل او په څلور لارو کی خلک سنګسارول ... دی په داسی حال کی چی په اوسنی متمدنه نړی کی اوس داسی جزاګانی په وضعی قوانینو کی نه دی ځای پر ځای شوی . بله داچی دا جزا ګانی د اسلام د مقدس دین د ذاتیاتو څخه نه شمیرل کیړی . شاه ولی الله دهلوی وایی چی دا ډول جزا ګانی د اسلام د دین له ظهور څخه دمخه په اعرابو کی موجودی وی . د مثال په ډول د اسلام نه دمخه چی مکه یو تجارتی ښار وو او دتجارانو قافلی به چی کله د نورو سیمو نه مکی ته راتلی نو ځینو به په لاره کی دی قافلو ته کمین نیوه او هغه به یی لوټلی چی بیا د مکی مشرانو فیصله وکړه چی که هر څوک په دی عمل ونیول شو لاس باید ورڅخه پری شی .
وروسته چی کله داسلام دین راغی نو اکثر هغه څه چی په هغه وخت کی رواج درلود هغه یی په خپل حالت پریښود لکه د مریانو یا غلامانو ساتل یی بل مثال دی چی داسلام دین هغه محکوم نه کړ بلکی په هغه شرایطو کی چی په ټوله نړی کی دا نظام موجود وو نو هیڅ چا داجرئت نشو کولای چی په یوه سیمه کی د داسی نظام په وړاندی ودریږی. د اسلام دین یوازی دا وکړل چی ویی ویل چی د غلامانو سره د ترحم نه کار واخلی . بله داچی دا هم د مسلمانانو لپاره مجبوری وه ځکه چی په جګړه کی به چی مقابل لوری د مسلمانانو څخه څوک اسیر ونیو نو دغلامانو چلند به یی ورسره کاوه نو ځکه مسلمانانو به هم د خپلو اسیرانو دخلاصون لپاره دمقابل لوری څخه افراد دغلام په بڼه نیول او بیا به یی تبادله کول .
زه یوه خبره په زغرده کوم چی په اوسنیو شرایطو کی د طالبانو جنګ او د مذاکراتو منطق کمزوری دی . دوی باید د خلکو ارادی ته غاړه کیږدی نه دا چی خپل نظر د زور له لاری پر خلکو تپل وغواړی. اکثر طالبان او دهغوی هم فکری کسان یو استدلال کوی چی مونږ په افغانستان کی دشریعت پلی کول او د اسلامی قانون نافذول غواړو او د دی هدف لپاره د زرګونو انسانانو وینی هم تویوی او دا وایی چی که مونږ د دین نوم اخلو او دخدای او پیغمبر نوم اخلو نو حکومت کول هم زمونږ حق دی او بل څوک د حکومت حق نلری . زه به د دی خبری په غبرګون کی یوازی د قرآن عظیم الشان یو مبارک آیت دلته رانقل کړم چی خدای (ج ) فرمایی :
(( و من الناس من یوجبک قوله فی الحیاة الدنیا و یشهداله علی ما فی قلبه وهو علی الدوالخصام و اذا تولا افساد فی الارض لیفسد فیها و یهلک الحرص و النسل والله لایحب الفساد)
ترجمه :ځینی خلک داسی دی چی ډیری ښی خبری کوی او چی خبری کوی پر خدای هم قسم خوری« لکه په کعبه شریفه کی چی قسمونه وخوړل شول اوبیا مات شول » او دخپل نیک نیت نه هم تاسی مطمئن کوی اما هغوی ستاسی دښمنان دی او چی کله واک ته یی لاس ورسیږی فساد کوی (او په کومو ډولونو فساد کوی ؟ ) کښت زارونه له منځه وړی « لکه په شمالی کی چی کښتزارونه له منځه یوړل شول » ( والنسل ) او نسل یعنی انسانان له منځه وړی .
دا مبارک آیت لکه چی خاص د افغانستان د حالاتو په هکله ویل شوی وی او یوازی د ډلو نومونه پکی نه دی مشخص شوی.
اوس راځو دی خبری ته چی هم د دینی پلوه او هم د منطق له پلوه هیڅ یوه ډله داحق نلری چی د حکومت کولو لپاره د زور ژبه استعمال کړی بلکه دا حق د خلکو دی چی وغواړی څوک دی پر دوی واکمنان وی . او دا حق باید خلک ولری چی څوک خپل مشر ټاکی او داحق هم باید ولری چی که مشر یی بی کفایته وی نو هغه له واکه لیری کړی چی دا حق په اساسی قانون کی د افغانستان خلکو ته ورکړل شویدی او هیڅ څوک دا حق نلری چی د افغانستان ملت د دی حق څخه بی برخی کړی . هوښیار ملتونه د داسی حقوقو دلاسته راوړلو لپاره خبلی وینی تویوی نه داچی د امنیت د راوستلو په نوم ځان او خپل راتلونکی نسل د استبداد په لومو کی ښکیل کړی هغه که په هرنوم وی .پاتی شوه د بهرنیانون د شتون خبره چی هغه هم سیاسی موضوع ده چی په ننی عصر کی هیوادونه د خپلو ملی ګټو د خوندی ساتلو لپاره د نورو هیوادونو سره څه ډول اړیکی ټینګول غواړی .نو راځو دی خبری ته چی طالبان باید نور واقعیتونه درک کړی او که د سیاسی قدرت د لاس ته راوړلو هوس لری نو غوره لاره یی داده چی د افغانستان خلکو ته خپله واضح کړنلاره وړاندی کړی او د سیاسی فعالیت له لاری ځان عدف ته ورسوی نه د چګړی ، افغان وژنی او ورانونی او سوځولو له لاری .