د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړۍ شپږ مذهبي هيوادونه

پښتون زوی 12.01.2013 13:10

دنړۍله څه کم دوه سوه هيوادونه څخه يوازي دشپږو هيوادونو په اړه ويل کېږي چي بنسټ يې پر مذهب ايښوول سوي دی.لدې څخه لمړۍ هيواد"هندو رياست "نېپال دي. داتلسمي پېړۍ په پاي کښي پرتهو رائن يوڅو کوچني رياستونه سره يوځاي او دنېپال بنسټ يې کښېښود ! ورپسې يې د‏(۱۹۶۲)م کال په اساسي قانون کي په لمړي ځل سره نېپال"هندو رياست"وباله.
چي په (۱۹۹۰)م کال کښي په نوي اساسي قانون کښي دا برخه هم ور ډېره کړه چي "نېپال يو داسي هيواد دي چي يوازي يې هندو اولسمشري کولاي سي"البت وروسته پر دي خبره ډېرکشمکش جوړ سو چي ځيني يې بريالي او ځيني يې نابريالي سوه .
دوهم دولت چي بسټ يې پر مذهب ولاړ دي "ويټيکن سيټي "ده داد نړۍ تر ټولو کوچنی دولت دي. چي ټول ۲۱۶ جريبه او
دښاريانو سرشمېرنه يې يو نيم زر ده.
اما دويټيکن بېل بيرغ،کرنسي او د پوسټ جوړښت سته .چي دنړۍ له ۱۷۶ هيوادونو سره سفارتي اړيکي لري .
سعودي عرب هم يو مذهبي دولت دي چي دلمړي ځل څخه يې دولت اسلامي بلل سوي ،خو تر ځنګ يې عربي هم بولي. داساسي قانون په لومړۍ برخه کي راغلي دي چي"سعودي عرب يو خپلواک عرب اسلامي دولت چي دين يي اسلام دي ".
د زرو جزيرو او درې لکو نفوسو لرونکي مالديپ هم مذهبي دولت دي . په ۱۹۵۳م کال له انګرېزانو څخه خپلواک سوي مالديپ کښي په ۲۰۰۸م کال کښي نوي اساسي قانون جوړ سوي چي پکښي ويل سوي دي چي اسلام د دولت رسمي دين دي او په نهمه ماده کښي ليکي "چي يوازي مسلمان دمالديپ پېژندپاڼه درلودلاي سي. مالديپ يوه نوې کليزه هم خپره کړه چي د حضرت محمد (ص) له پدايښته پېلېږي.دمالديپ په دولت کښي د نامسلمانو شمېره له يو سلني څخه هم کمه ده .
پنځم بدمرغه او نا مشروع دولت اسرائيل دي چي يوازي يهودي بلکي صيهونيسټ دولت دي . په ۱۹۴۸م کال دملګرو ملتونو په کوښښ منځ ته راغلي چي فلسطين يې پر درو بر خو وه وېشي . يوه فلسطيني برخه ،دوهمه یهودي برخه او دريمه برخه يروشلم دي چي دملګرو ملتونو ترڅارني لاندي دي .چي دواړو ته به يو ډول برخه ورکول کېږي. اما له همهاغه لمړي ورځي څخه د يهودو تر واک اتيا سلنه برخه لاندي ده چي ځيني نړيوال زورور يې هم تر شا ولاړدي .
شپږم هيواد پاکستان دي چي جوړښت يې له ټولو څخه بېل دي.ځکه چي دسعودي له نامه سره عرب سته چي قبلوي پېژندنه ځيني اخستل کېږي،دنېپال په قانون کښي د هندو توري سته چي په ورستي ځل ځيني وه استل سو.
او ويټيکن چي يو عسوي دولت دي بلکي تر ډېره دپاپ دفتر دي،يوازي دپاپ د درنښت له امله دولت ځيني جوړ سوي دي .او داسرائیلوپه جوړښت کښي
دمذهب ترڅنګ يو ډول جغرافيايي لامل هم سته .
خو پاکستان ځکه له پنځو څخه بېل دي چي دلته بېلابېلي قبېلې
اوبېلابېلې ژبي سته .ترڅنک ځيني سيمي له ګاونډيو سره پخواني اړيکي لري .
دبېلګي په ډول د پښتونخوا ايالت له افغانستان سره او دبلوڅستان اړیکه له اېران سره ډېره پخوانی ده .
همداسي دسند ايالت له بمبی او دپنجاب له هندوستاني پنجاب سره ډېري کلکي اړيکي سته .
نو پاکستان د اړتيا له مخي مذهبي هيواد بلل کېږي ،ځکه يوازي مذهب کولاي سي پاکستان له ټوټه کېدو وه ژغوري .
مننه
waliafghan123@gmial.com