د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سره مياشت او کارونه يې

همت الله توکل 23.12.2012 23:35

د نوي حکومت له پيله په هېواد کې د سرې مياشتې کارونه په ځلېدو راغلل، د مرکز سربېره يې په ولاياتو کې نماينده ګۍ پرانيستل شوې، او ګڼو افغانانو ته پکې د کار موکه برابره کړی شوه، ګڼو افغان بچيانو ته چې د زړه او يا په نورو ناروغيو اخته و، په هېواد دننه او بهر ته د علاج له پاره واستول شول، د دې ادارې مامورینو ته چې لوړې زده کړې يې نه درلودې دا موکه هم په لاس ورکړه، چې په ځينو مشخصو پوهنتونو کې د شپې له لوري لوړې زده کړې وکړي، ډېر ځوانان يې ښه ورزول او که رېښتيا وويل شي د دې رياست د مقام له لوري نوي نوي نوښتونه يواز ې د افغان ولس په خاطر منځ ته راغلل چې ډېر پرځای او د افغان ولس په خير تمام شول.
سره مياشت نيمه حکومتي اداره ده، چې مستقیماً د مرکزڅخه هدايات ترلاسه کوي، اوس مهال يې په ولاياتو کې د نماينده ګيو کړنې او کارونه له سقوط سره مخ دي، ويل کېږي، چې د دې ادارې مشران په ولاياتو کې د هېڅ راز کړنو مسولين ځان نه بولي او ځانونه مستقل حسابوي، په ولاياتو کې د ادارو له لوري خپل سري کارونه، شخص بعض، کينې او قوم پرستي اوس مهال اوج ته رسېدلی، او هغه چاته پکې د کار کولو موکه او يا هم د ستونزې د حل زمينه برابرېږي، چې د ولاياتو له مسوولينو سره اړيکي ولري.
سره مياشت چې پخواء په کومه لار روانه وه اوس مهال يې په ولاياتو کې نماينده ګۍ هغه مسير پرېښی او په رسمي اوقاتو کې په خپلو شخصي کارونو بوخت وي، د مرکز له لوري پر ولايتي نماينده ګيو نظارت نشته، همداء لامل دی، چې ولايتي نماينده ګۍ يې خلاصې تڼۍ ګرځي او بې مسووليته ځان حسابوي، د عامه خلکو ستونزو ته پروخت توجه نه کېږي، او هغه کومکونه چې د مرکز له لوري ولاياتو ته پر مستحيقينو سپارلو په خاطر استول کېږي د مسولینو له لوري يې زياته اندازه حيف وميل کېږي او شخصي جيبونو ته غورځول کېږي، چې دې کړنې هم افغان ولس له اندېښنو سره مخامخ کړی.
دا چې سره مياشت بې پرې او ناپيلې ټولنه ده، افغان ولس هم ترې ډېر ې هيلې او اميدونه لري،خو د دې لپاره چې نور له ستونزو سره مخامخ نشي، پکار ده، چې د مرکزي ادارې له لوري په ولاياتو کې د نماينده ګيو څخه ځانونه خبر کړای شي، مياشتني راپورونه ترې وغوښتل شي، د شکاياتو اورېدولپاره دې په يو ميکانيزم کار وکړای شي، چې هر وخت هر افغان وکولای شي، چې ستونزې ورسره شریکې کړي، د ولاياتو نماينده ګۍ دې د ولايتي ادارو تر رهبرۍ لاندې خپلې کړنې اعيارې کړي، چې په ولاياتو کې د ناهمغږۍ له منځه ولاړې شي، د کومکونو په ويش کې دې له شفافې او عادلانه پروسې څخه کار واخيستل شي، چې حق حقدار ته وسپارل شي، په ګمارنه کې دې له دقت او اهليت څخه کارواخيستل شي، هر قشر او قوم ته دې زمينه برابره کړی شي، چې پدې اداره کې کار وکولای شي، د ولايتي نماينده ګيو ملکيتونه دې تثبيت او ودې کتل شي، چې د سرې مياشتې په ملکيتونو کې خو خپل سري دوکانونه، تجارتي ځايونه او مارکيټونه ندي جوړ شوي او که جوړ شوي هم دي ايا ټول ترلاسه کېدونکي امکانات مرکزي ادارې ته پوره ورسول کېږي کنه؟
د پورته يادو شويو ستونزو د حل وروسته سره مياشت به وکولای شي، خپلې کړنې او کارونه نور هم چټک کړي او افغان ولس ته به نور هم د خدمت مصدر وګرځي.