د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سياسي ګوندونه د طالبانو په دريځ کې نرمښت ته هيله من دي

پژواک خبري اژانس 23.12.2012 14:01

کابل ښار (پژواک ٣ مرغومى ٩١): سياسي ګوندونه په پاريس غونډه کې د وسلوالو طالبانو دريځ نرم بولي او هيله څرګندوي، چې که دغه ډول ناستې ادامه پيدا کړي، ښايي مثبتې پايلې ولري.

د فرانسې د يوه څېړنيز مرکز له خوا د افغان حکومت په ګډون د سياسي او نظامي وسلوالو ډلو په شتون کې درې ورځنۍ څېړنيزه غونډه د تېرې چهارشنبې په ورځ په پاريس کې پيل او د جمعې په ورځ پاى ته ورسېده، خو يادې غونډې کومه اعلاميه خپره نه کړه.

د وسلوالو طالبانو استازي د پاريس په غونډه کې د خپل دريځ روښانه کولو پر مهال له هېواده د بهرنيو ځواکونو د ژر تر ژره وتلو، په اساسي قانون کې د بدلون او د بهرنيانو تر وتلو وروسته د يوه اسلامي حکومت په چوکاټ کې د ټولټاکنو د ترسره کولو غوښتنې کړې دي.

دغه راز دوى د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پر درناوي او د جګړې پر ځاى د سولې پر خبرو اترو ټينګار کړى دى.

د حق او عدالت سياسي ګوند غړي معين مرستيال د مرغومي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وسلوالو طالبانو په دريځ کې دغه ځل نرمښت راغلى و او هيله ده، چې دغه ډول ناستې به مثبته پايله ورکړي.

د هغه په وينا، د ورته غونډو دا درېيم ځل دى، چې پخوا په کې طالبانو په رسمي ډول ګډون نه کاوه او دا ځل يې د قطر له دفتره درې غړي راغلي وو، چې دا په خپله د هغوى په دريځ کې د نرمښت څرګندونه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې د طالبانو د ښځو د حقونو په اړه دريځ، د جګړې پر ځاى پر خبرو باور، له هغو اړخونو سره، چې کلونه کلونه ورسره جنګېدلي دي، ناسته، په خپله د بدلون معنا ورکوي.

مرستيال وايي: ((دا د ناستو لړۍ ده او تر اوسه په کې يواځې د نظرونه تبادله کېږي، هيله شته، يوه ورځ به پرېکړې هم وشي او مثبتې پايلې به ولري.))

د ده په خبره، تر اوسه د ټولو اړخونو په نظرونو کې ډېر توپير شته، خو ورو ورو به توپيرونه رالنډيږي او يو جوړ جاړي ته به سره رسيږي.

د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شېرزاد هم وايي، چې د وسلوالو طالبانو په دريځ کې نرمښت راغلى او هغه اندېښنې، چې پخوا خلکو درلودې، طالبانو يې په اوسني دريځ کې ځواب ورکړ.

د هغه په وينا، د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو دريځ نرم و او له هغو سياسي ګوندونو او اړخونو سره چې پخوا ورسره په جګړه کې ښکلېل وو، ورسره د خبرو پيل هيله مندي ښيي.

نوموړي زياته کړه، دا تر اوسه پيليزې خبرې دي او ډېر وخت ته اړتيا لري، چې دوى يوې ګډې پرېکړې ته سره ورسيږي.

شېرزاد وويل، چې اوس د امريکا د متحدو ايالتونو او پاکستان په دريځ کې سياسي هوارۍ ته ميلان زيات شوى، چې دا په خپله پر وسلوالو طالبانو فشار راوړي او دوى خبرو ته اړ باسي.

د ملي اېتلاف غړي فضل الرحمن اوريا پژواک اژانس ته وويل، چې د سولې په تړاو بايد هره هڅه د ملګرو ملتونو په مرسته او د هغوى تر چتر لاندې ترسره شي.

د هغه په وينا، هر هېواد چې په افغانستان کې سولې ته لېوالتيا ښيي او غواړي، چې ښکېل اړخونه خبرو ته سره کېنوي، نو بايد په رسمي ډول د ملګرو ملتونو همکاري په کې وي، خو د پاريس غونډه په هغه ډول نه وه.

نوموړي زياته کړه، چې بيا هم د پاريس غونډه د يو بين الافغاني ډيالوګ په توګه ښه وه او هغه اړخونه، چې تر اوسه ډېر کلک مخالفت سره لري، پر يوه مېز کېناستل او په ډېر زغم يې د يو بل نظرونه واورېدل.

اوريا وويل: ((موږ د سولې له خبرو ملاتړ کوو او هيله من يو، دغه ډول ناستې که د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې ترسره شي، مثبتې پايلې به ولري او په افغانستان کې به د نورو هېوادونو د لاسوهنو وېره نه وي.))