عمل
15.12.2012 14:57د ژوند کتاب یم لږ مې ولولـه پـه مـا کې څـه دي
هغه عنوان یم چې دریـاد کـړم په مانا کې څه دي
ما ته بدرنګ وائی زه بـدرنـګ یمه دا ستا په نظر
ځان ته دې وګوره یـو ځلې چې پـه تـا کې څه دي
پـه ورکــو لارو کــې مـنــزل لا چــا مـنـدلـی نــه دی
تـا د تـیـارو لـمـن نـیـولــي سـتـا رڼــا کـې څـه دي
خپله د دروغو په پول ګرځې مــا پـه مــه ګــرځــوه
غوږ کړه راوړندې چې په نن او په سبا کې څه دي
د انــسانــیــت د اوچـــت فــکـــر تـــرجــمــان یــمـه زه
دا ستا په زړه کې ستا په فکر ستا وینا کې څه دي
مـا نسـیـم سـتـوري تـه قیـصـه وکــړلـه سـتا د عمل
سترګې دي خلاصې کړه لږ و ګوره ښکلا کې څه دي