د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هوښيار خبردار!

محمود نظري 14.12.2012 19:53

زر به سي ، پوره به نه سي دهغو لس
دې شرایطو له هغو هیره کړه کلمه د بس
چوپړ ته انتظارکوئ چې راسي بل او بل
یا دهغو دیوه حساب پوره سي تر سل
هیڅ واکمن نه پوهیږي دلته په حساب
ټوله ناکامان د حساب دي په هرکتاب
خدایه ورک کړې دا ناکامان دریاضي
چې راتلونکی مو جوړ سي بلا پسي دماضي
چې د وزیر په لوټو وخیژي څه نا څه ارمان
په بکسو یې روږ سي د پارلمان موږکان
استیضاح پيل سي لوبه دشرمښ او وري
وکیلان بنډلونه ګوري نه اوري دهغو غرتي
که یې خوشاله کړه دا مسلکي لوټماران
په چکچکو به بدرګه سي لکه قهرمان
هغه مجبوره دزرو څوکۍ په دلالانو پلوري
دیو تش بکس پرځای لس بې خاره ډکوي
که دشورا په وطن زړه وسو وېوهه یوپه کوتک
ارګ کله مني د ولس آزادي له دې صابونک
داوزیران دي دارګ د تیاتر تکړه هنرمندان
یوازې یې رول بدلیږي مکیاژ او داستان
***
موږ څه خبر و چې په درد خوري لوچکي
قمار ، ډنډه ماري خلک وژل او سګواني
څه خبر چې خدای ورکوي هغه چا ته واک
چې په خلکو کې تر ټولو روان وي چاک
نه پوهیدو چې د دنیا خلک دي ټوله ړانده
نه پيژني ولاړي بدبویه او به او مانده
»نظری» ولي دې چنجانو ته یې په خښم
چې پټ سوي دي په غوزه کې دورېښم
چې مړه نسي په غوزه کې دا چنجي
داهیواد به خلاص نسي د ګنجي منجي
د دې جوړ سوي منجلاب بوی نه ورکیږي
که ملایکه ورته راولې په هغه کې ډوبیږي