د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان په امنیتي تړون کې خپلو ملي ګټو ته اهمیت ورکوي

سلام خان 27.11.2012 19:06

د ۲۰۱۲ نوامبر د مياشتي په نیمايي کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امریکا متحده ايالاتو د پوځي حضور پر سر باندي د افغانستان او امريکايي چارواکو ترمنځ په کابل کی په رسیمی توګه خبری خبري اتري پيل شوی دې،په دې اړه، چې تر۲۰۱۴ کال وروسته به چې په افغانستان کې د امریکا محارب ماموریت پای ته رسیږی، په دې هیواد کې څومره امریکایي عسکر پاتې شي په دې وروستیو کې د شاوخوا لس زره امریکایی عسکرو د پاتې کیدو مسله په رسنیو کې رابرسیره شوې ده ،د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون ته په پام سره، چې له یوې مودې راهیسې یې په اړه خبرې پیل شوې دی، ټینګار کړی دی چې افغانستان په امنیتي تړون کې خپلو ملي ګټو ته زیات اهمیت ورکوي ، ولسمشرکرزي په کابل کې د ملې صنایعو نندارتون په وینا کې په دې اړه څرګندونې کړی دی، نوموړی دغه راز په خپلو ځرګندونو کی لویدیځ تورن کړی دی، چې د افغانستان د وضعیت په اړه د ضد ونقیض تحلیلي راپورونو په خپرولو سره یې په دې هېواد کې د خلکو ذهنونه د راتلونکې په تیره له ۲۰۱۴ کال وروسته وضعیت په اړه مغشوش کړي او هم یې له دې لارې پر افغانستان فشارونه زیات کړي دي ، ولسمشر ویلی دی موږ له امریکا او د هغې له نورو متحدینو سره د خپلو ګټو د ساتلو یوه شدیده معامله پرمخ وړو، هغوي له افغانستان سره په امنیتي تړون کې د خپلو ګټو د خوندي کولو هڅه کوي او موږ خپلې ګټې لټوو ،هغوی قوي مطبوعات لري او غواړي د خپلو مطبوعاتو او څیړنیزو ادارو له لارې پر موږ فشارونه راوړي، چې موږ یې ګټو ته غاړه کښیږدو، موږ محکم ولاړ یو چې نه؟ موږ خپلې ګټې غواړو او زیاتې یې هم غواړو ،مونږ له امریکا او غربیانو سره یوه داسی معامله کوو چی نه سیخ وسو ځیږی او نه هم کباب،دوي زموږ ګټې ومني او موږ هم په هغو ځایونو کې ګوتې ونه وهو چې د دوی لپاره حساس دي، خو خپلې ګټې سل په سلو کې ترې وغواړو. همدارنګه ولسمشر کرزي پر افغانانو باندي ږغ کړی دی، چې د ۲۰۱۴ کال په باب دځینو کړیو بیځایه تبلغات له سره وباسی، ځکه تردغي نېټې وروسته به په افغانستان کې هېڅ ناوړه حالت رامنځته نه شي.ولسمشرکرزي د صنايعو په برخه کې پرمختگ ستايلی دی او د گاونډيو هېوادونو په گډون يې له ټولو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پانگونه وکړي ،بله خوا د آیسا یا پانگه اچوني ملي ادارې هم په هېواد کې د پانگوني د کچې د راکښته کېدو په اړه ټولي څرگندوني بې بنسټه وبللې. د دغي ادارې مشر د ملي صنایعو غونډي ته وویل، چي د تېرکال په پرتله سږکال په افغانستان کې د پانگوني کچه۲۰ سلنه لوړه شوې ده او هیله یې وښوده چې په ۲۰۱۳ کال کې به دا کچه نوره هم لوړه شي ،تېر کال په هېواد کې د ۴۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت پانگونه شوې وه، په داسې حال کې چې سږکال دغه کچه ۵۵۳ میلیونه ډالرو ته رسیدلې ده. موږ په دې آند یو، هغه فرصتونه چې زموږ هېواد یې لري په ۲۰۱۳ میلادي کال کې به د پانگوني کچه نوره هم لوړه شي.
د سپيني ماڼۍ وياند جی کارنی د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۶) په واشنگټن کي خبريالانو ته وويل، چي جمهور رئيس اوباما تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د پاتېدونکو امريکايي ځواکونو د شمېر په اړه تصميم لا نه دئ نيولی،موږ په افغانستان کي د دوامداره پاتېدو له پاره د پينتاگون او نورو وړانديزونه گورو او بررسي کوو، چي له افغان حکومت سره ورباندي بحث وکړو،هغه زياته کړه، چي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پوځي حضور په دغه هيواد کي له تروريزم سره په مبارزې او افغان ځواکونو په روزنه پوري تړلی دئ ،د تیری دوشنبې په ورځ «والستريت ژورنال» د امريکا د يوه لوړپوړي چارواکي په حواله داسي راپور خپور کړ، چي متحده ايالات غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي ۱۰۰۰۰ سرتيري پريږدي.
دغي ورځپاڼي د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۵) د امريکا د متحده ايالاتو د يوه لوړپوړي چارواکي، چي نوم ئې نه دئ اخيستل په حواله لیکلي دي، چي دغه پلان په افغانستان کي د امريکايي جنرال جان الن له طرحي سره سرخوري ،د ورځپاڼي په خبره په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن له ۶۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ امريکايي سرتيري د پاتېدو سپارښتنه کړې وه.
د رویترز اژانس د راپورله مخې د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جورج لیټل وویل، لیون پانیتا چې نن (سه شنبې) به د ویډیو کنفرانس له لارې په افغانستان کې له جنرال جان الین سره خبرې وکړي، تراوسه یې اوباما ته په دې اړه سپارښتنه نده وړاندې کړې،لیټل خبریالانوته وویل، په دې اړه چې څومره شمیر امریکایي عسکر به له ننه تر۲۰۱۴ کاله او له هغی وروسته مودې لپاره په افغانستان کې حضورولري، دا ټولې له وخته مخکې تبصرې اواوازې دي،داچې اوباما به څه وخت په اړه پریکړه کوي، تراوسه معلومه نده خو د دفاع وزیر لیون پانیتا د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و چې دی هیله من دی چې په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د پاتې کیدونکو عسکرو شمیربه په څوراتلونکو اونیو کې نهایي شي ،د افغانستان او امریکا ترمنځ په امنیتي تړون کې یوه لانجمنه مسله په دې هېواد کې د پاتي کیدونکو امریکایي عسکرو د مصونیت مسله ده، چې د افغانستان حکومت وایي، پر امریکایي عسکرو د جرم په صورت کې باید د افغانستان قوانین تطبیق شي او داهغه څه وچې امریکایې مجبوره کړه چې په عراق کې خپل پوځي حضورختم کړي ځکه د عراق حکومت هم په ورته مسلې ټینګار کاوه،که څه هم ولسمشر نن په خپلوتازه څرګندونو کې دې مسلې ته اشاره نه دی کړی،خو دومره یې وویلی دی، چې موږ له امریکا سره یوه داسې معامله کووچې دواړو لوري پرې خوښ وي:
په داسي حال کې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د باندنیو چارو وزیر ته ډادډ ورکړ چې له ۲۰۱۴ وروسته به هم د افغانستان پوځي ملاتړ جاري ساتي، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن وویل چې له ۲۰۱۴ وروسته به د افغانستان حالات لا ښه شي ، په داسی حال کی چی د تیر جون په میاشت کې ښاغلي ویستر ویلې ویلي و چې له ۲۰۱۴ وروسته، چې د ناټو پوځیان له افغانستانه ووڅي، جرمني به په افغانستان کې پوځیان پرې نږدي ،په یوه بل نوي راپورکې د جرمني حکومت وایلی دی چی، افغانستان د یوه دوامداره ثبات او امنیت پر لوري ډير لږ پرمختګ کړی دی ،طالبان تر اوسه د یوه وسله وال ځواک په توګه فعال دي، د ملي روغې جوړې په پروسه کې پرمختګ نه دی شوی او د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پر نړېوالو ځواکونو حملې هم د اندیښنې وړ مسله ده ، دجرمنی دحکومت دغه را پور دافغانستان دراتلونکی امنیتی وصعیت په باب یو بدبینانه تصویر شي،د افغانستان د پرمختګونو په اړه د جرمني حکومت په دغه نوي راپورکې چې د جرمني شپیګل مجلې یې کاپي تر لاسه کړی ده، وایي، د نړیوالو له خوا د افغان ملي پولیسو او عسکرو د روزنېی له هڅو سره سره د دښمن ځواکونه تر اوسه فعال دي ،راپور وایي، په افغانستان کې یوه دوامداره سوله هله ترلاسه کیدای شي چې دا هیواد د ملي روغی جوړې په پروسه کې پرمختګ وکړي هغه څه چې تراوسه ندي شوي،له دی سره بیاهم جرمني په پام کې لري چې تر۲۰۱۶ کال پورې هرکال افغانستان ته ۴۳۰ میلیون ایرو یانې ۵۵۸ میلیون ډالره ورکړي چې په دې هیواد کې د خلکو ژوند اوحکومتي ادارې ښې شي ،جرمني له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیون ایرو اضافي مرسته هم کوي څو دا هیواد وکولای شي د خپلو امنیتي ځواکونو لګښت تامین کړي.