د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د سياسي اعدامونو په لومه کې

ډاکټر لمر 23.11.2012 23:54

په افغانستان کې مې د وروستيو اعدامونو په اړه په يو شمېر افغاني او بهرنيو رسنيو کې ځينې ضد او نقيض معلومات ولوستل، چې ما هم په برېښنايي جال کې پلټنې پسې پيل کړې. له بده مرغه په سلهاوو څه چې په زرهاوو ليکنې مې رابرسېره کړې، چې په افغانستان کې يې انسان وژنو ته نغوته کوله. وروسته له ليکنو مې انځوريزه برخه په ګوته کړه، نو په افغانستان کې د اعدامولو او په تېره بيا په عامه ننداره کې د انسان وژلو برخه ډېره زړه بوږنونکې وه، چې د وژلو بېلابېلې توګې، د انسانانو د غړيو او غاړو غوڅول سربېره، په وينو کې د انسان لت او پت کېدل ول، مګر د ننداره چيانو په شوندو موسکا، د قصابانو د الله اکبر هېاهوی او د وژلشويو په اړه د راټولشويو خلکو مړې سترګې، زه له ډېرو پوښتنو سره مخامخ کړم.
زه مرګ حق ګڼم او لکه ډاکټر غوندې مې ډېر ناروغان تر چاړې لاندې هم نيولي دي، چې ګڼشمېر يې وروسته له عملياته روغ شوي دي، د يوشمېر زړونه درېدلي دي او بل شمېر خلکو زما مخکې د تل لپاره سا ورکړې ده، چې نه هم د زړه مساژ او نه هم د برېښنا بريد شوک ورته ګټه کړې ده، خو بايد ياده شي، چې دغه ټول مړي د ناروغي له کبله له منځه تللي، مګر په افغانستان کې د انسانانو وژل لکه يو ناروغ ذهني سپورټ غوندې راته ښکاره شو، چې هره واکمني د خپلو سياسي لوبو او يا هم د ظلم انتها د خلکو په اعدامولو او يا وژلو څرګندوي، مګر رېښتني مجرمين، قاتلين او خاينين بيا يا عفوه کوي او يا يې مصؤن ځي ته استوي!
د افغانستان د نننۍ لاسپوڅې ادارې هم يوولسم کال دی، چې د واک په ګدۍ ناسته ده، مګر ټوله په وينو، فساد، بې اعدالتي، بې امنيتي او ټولنيزو برباديو کې ښکېله اداره او د مريتوب زورواکې واکمني ده. د ۱۱ کلونو په بهير کې په افغانستان کې په لکهاو ملکي خلک ووژل شول، کورونه برباد شول او د افغانستان په هر ګوټ بمونه واچول شول، چې نه واده، نه کوژده او نه هم بله خوشالي له صليبي بمباريو پناه شوه، بلکې د اور په لمبو کې پوپناه شوه، له بده مرغه په ټولو سيمو کې يې د افغان ولس وينې وبهولې. له شرقه تر غربه، له شماله تر جنوبه او له پورته تر ښکته يې ټول د بې انصافي په اور کې لمبه کړل.
په وروستيو څو لسيزو کې په افغانستان کې له کومنيسته رانيولې تر جهاديسته پورې ټول په بهرنيو ملکونو کې وروزل، ولمسول او بيا د خپلو خلکو د ځپلو لپاره راواستول شول، چې هرې ډلې تر خپلې وسې افغان ولس د وېر په ټغر خپل غم ته کېنولو. هرې ډلې د افغان ولس د اېل کولو لپاره د اعدامونو، شکنجو، سپکاوي، توهين او هرې نورې بدمرغي چارې خپلې او پلې کړې او خپلو بادارانو ته يې ليستونه ورکړل، چې څوک مړ، څوک چانواري او پر چا څه وکړي، خو له ټول ظلم سره يې زموږ افغان ولس نه بېل کړ او نه هم اېل!

د افغانستان بدمرغي د ۱۹۷۸ ميلادي کال د غويي له غوبله پيل شوه، چې افغاني سورخپوشانو د خپلو شيزوفرېنيک لېنينستي او ستالينيستي غوښتنو په اړوند سره د انسانانو په وژلو پرته له محکمې لاس پورې کړ، چې د سرې غميزې لومړني شهيدان د سردار محمد داود خان کورنۍ او خپله شهيد سردار محمد داود خان وو، چې د افغان ولس په تاريخ کې يې د هېوادپالنې پاڼه د درنښت، عظمت او سپېڅلتيا په ارزښتونو په خپلو وينو سره کړه، په زرينه کرښه يې په تاريخ کې پرېښودله او د افغاني شهامت مشال يې روښانه کړ، چې ټول نسلونه به پرې وياړي، خو قاتلينو ته به يې لعنت وايي!
کمونيستانو د خپلو ناوړه غوښتنو د پلي کولو لپاره په لومړي کال کې تر ۲۰۰۰۰ (شلو زرو) ډېر خلک له تېغه تېر کړل (صديق فرهنګ در پنج قرن اخير). وروسته د افغان په لاس د افغان ولس د وينې توييدنې، د شوروي اتحاد (روسيي) سرو ځواکونو هم په افغانستان تېری وکړ، چې کارمل او د پرچم ډلې له يو شمېر دو آتشه خلقيانو سره د روسيې د يرغل زمينه هم برابره کړه، چې کارمل د خپل افغان ولس د وژلو او تباهي لپاره له سرو پوځونو او کمونيستي شډلانو سره لاس يو کړ او په افغانستان کې د اعدامکېدونکو، بنديان کېدونکو او له افغانستانه تبعيد کېدونکو لېست يې هم د کاجيبي مسؤل کس (کروچکوف) ته ورکړ او په اندروپوف يې هم ټينګار وکړ، چې دغه اشخاص مخکې د ده (کارمل) له تګه بايد نېست او نابود شي.
 په افغانستان کې د غيرقانوني او د سياسي لوبو په لومه کې د سرې غميزې له لومړۍ ورځې خلک اعدام شول، چې د کمونيستي واکمنيو په ترڅ کې په زرهاوو افغان مجاهدين په دار وځړول شول. هغه مهال په هر افغان د روسيې د سرو پوځونو پر ضد جهاد فرض شو، ځکه د افغانستان په خاوره بربنډ تېری شوی وو، مګر افغاني کمونيستانو د هوايي برېدونو او ځمکني اورونو تر څنګ په زرهاوو خلک پرته له محکمې او يا د روسي بادارانو د خوښولو او يا اينترناسيوناليستي غوښتنو سره سم زموږ هېوادپاله افغانان د دار په لومه کې وځړول، چې نن تاريخ هغوی ټولو ته شهيدان وايي او دافغانستان د خپلواکي د لارې قهرمانان يې بولي او کمونيستان بيا بلواکان بولي.
د پاکستان او ايران د هستو مجاهدينو هم هغه څه پر افغانانو وکړل، چې د قلم اوښکې په وينو اوړي او د پاڼې له تورو کرښو سرې وينې څڅېږي او د تاريخ پاڼې پرې سرې کېږي. مجاهدينو له ۱۹۹۲ نه تر ۱۹۹۶ په افغانستان کې هغه څه وکړل، چې د تاريخ پاڼې پرې شرمېږي. يوازې په کابل کې له ۸۰۰۰۰ تر ۹۰۰۰۰ انسانان د خپلمنځيو او ملکولطوايفي جګړو قرباني شول. د کابل کوڅې بيا له مړيو ډکې شوې، ډېر خلک د سياسي لوبو قرباني شول او په ډېرو سيمو کې خلک په عامه ننداره کې راوځړول شول، چې ډېر يې د يوې او يا بلې سيمې اوسېدونکي ول، خو ګناه يې دا وه، چې يا پښتون يا تاجک ول او يا هم هزاره او يا ازبک ول، خو له خپلې سيمې بلې سيمې ته وراوښتی ول او يا يې کور او اور هملته له دوی سره شريک وو، خو د هېواد دغو بدمرغيو ته د سولې پرښتو د پای ټکی کېښود، چې بيا طالبانو په غازي ستديوم کې د فتبال پر ځای د خلکو لاسونه پرېکول او د وزلوبې پر ځای يې د سنګسار ننداره جوړوله، چې ډبرې يې په بې وزلو کونډو، رنډو او پېغلو ولګېدلې.
د افغانستان د تاريخ پاڼه په ۲۰۰۱ کال کې بيا واوښتله، پروني جهاديان ننني غلامان اود ارګ واکمنان شول. که هغه مهال افغان ولس د سوسياليستي ژرندې خوراک شوي ول، نو اوس افغان ولس په امپرياليستي ژرنده کې مېچن شول، ليا هم اوړه کېږي او د صليبي شؤنيزم قرباني کېږي، چې د (ISAF) يعنې (ISA) عيسی او (Forces) ځواکونه يې يانې د عیسی ځواکونو په بڼه افغانستان ته ننوتي دي او زموږ او تاسو هېواد يې لاندې کړی دی، چې يو امريکايي ليونی په نيمه شپه کې د خپل ذهني تسکين لپاره د کليو په لسهاوو تنه وژني، سوځوي يې او سپکوي يې، مګر په ارګ کې ناستې نانځکې ورته چکې وهي، نور يې هم لمسوي، يا يې ژغوري او بيرته يې صليبي ملکونو ته استراحت استوي!
مګر که افغان ګل محمد يا عبدالصبور صليبي يرغلګر په نښه کوي، بيا د خاين، تروريست او مجرم نوم پرې اېښودل کېږي او د دار لومې ته ودرول شي! بايد ياده شي، چې افغان ولس په سيمه کې د نوې لويې لوبې ګروګان دی. له څو ورځو کېږي، چې په افغانستان کې د مجرمينو تر څنګ د اعدامولو نوې سياسي ننداره هم پيل شوې، چې هلته او دلته يو او يا بل په سياسي نندارتون کې په دار خېژول کېږي. د افغانستان لاسپوڅه او يا غربي صليبي ذهنيت ته ژمنه اداره وايي، چې ځينې خلک يې له طالبانو سره د غړيتوب په تړاو هم په دار خېژولي دي. په وژل شويو خلکو کې داسې اشخاص شته، چې وژنه يې سياسي انګېزه لري. په وژلشويو کې ډېر داسې خلک وژل شوي، چې کېدی شي هېڅ ملامت هم نه وي او يا د نننۍ ادارې د سياسي لوبو قرباني شوي وي.
عجيبه لوبه روانه ده، په تېرو يوولسو کلونو کې د امنيت، عدالت او فساد د له منځه وړلو او امنيت رامنځ ته کولو لپاره هېڅ سم کار ونشو، مګر په قطر کې د طالبانو سره له خبرو سره جوخت په هند کې اجمل قصاب په دار ځړول کېږي، په ايران کې افغان اعدامېږي او په افغانستان کې هم د افغان په غاړه کې د دار د رسۍ لومه لوېږي، خو په انځور کې د وژلو يمني ستايل (توګه) ښودل کېږي!
په زړه پورې ده، چې روزګان کې شجاعي، چې د ۱۲۰ تنو ملکي خلکو په وژلو ګرم دی، د افغانستان له لوړپوړو چارواکو لکه خليلي سره اړيکې لري، نو له زندانه خوشې کېږي او بيرته سيمې ته ځي او بيا جنرال مجتبی پتنګ څارندوي پسې استوي، چې ويې څاري، يعني: پشت نخود سياه عسکرميفرستند! او شجاعي بيا د روزګان په غرونو، رغونو او ځنګلونو کې ورکېږي اود نيولو هڅې يې شنډېږي يا ناکامېږي او یا لکه تيمور شاه غوندې چې د دار له تخته تښتول کېږي، مګر بيا يې يو بل څوک پر ځای په دارخېژول کېږي، چې د افغاني سياسي لوبو قرباني کېږي او وژل کېږي.
پايله
افغانستان کې د وروستيو ۳۵ کلونو په بهير کې کومه خپلواکه، ملي او ولسي واکمني نه ده رامنځ ته شوې، نن يې هم  نه لري او اوسمهال هم د صليبي قواو په مټ زورواکه اداره پر افغانانو واک چلوي، ځکه نو د روسيي زبرځواکي او تيري توپير له ننني صليبي زبرځواکي او يرغل سره هېڅ توپير نه لري. که د کمونيستانو په موده کې افغانان د کمونېستي روسيې په لمسون د اشرار، مجاهد، ضد انقلاب او انتيسوېتيکوس په نامه وژل کېدل او يا نن د ۵۰ ملکونو د يرغل او د هغوی نظامي ځواکونو په موجوديت کې افغانان د بنسټپال، طالب، القاعده، تروريست او انتيډېموکراتيکوس په نامه وژل کېږي، ځکه نو بايد د بشري حقونو د خوندي کېدو په اړوند سره د افغاني زورواکانو دغه د سياسي اعدامونو کړنې په کلکه وغندل شي. په افغانستان کې هر ډول سياسي وژنه د بشري ارزښتونو سره په مغايرت کې ده او نړيوالې ټولنې بايد پرېنږدي چې افغان ولس د ننني چارواکو د سياسي لوبو قرباني شي او د سياسي لوبو په پلمه د افغان ولس ريښتني مبارزين په دار وځړول شي.

د افغانستان د ټولنيزې او سياسي خپلواکي په هيله