د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندز امنيه قوماندان وژل شوی او په کامه او هرات کې طالبان ژوندي نيول شوي دي

ټول افغان خبريال 20.11.2012 21:47

د کندز امنيه قوماندان وژل شوی دی

 د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حسيب الله د ماين په چاودنه کې ووژل شو. دغه خبر د باختر آژانس پرون د لړم د ۲۸ – مې پر شپه خپور کړ.

 ویل شوي دي چې ښاغلي حسیب الله هغه وخت په حق ورسېد کله چې د بغلان له ولايت څخه د کندز ولايت د خان آباد ولسوالۍ ته روان و او په لاره کې موټر يې په سړک کې په ایښودل شوي ماين وخوت .

 دغه پيښه د بغلان ولايت د زاړه بغلان ولسوالۍ د چارشنبې تيپې په سيمه کې رامنځته شوې ده .

 د بغلان ولايت د زاړه بغلان د شپږمې امنيتي حوزي د مرستيال رمضان له خبرو سره سم په نوموړې چاودنه کې د خان آباد ولسوالۍ د امنيه قوماندان د وژل کېدو تر څنګ يو زوى او ساتونکي يې سخت ټپي شول .

د ملي امنيت او پوليسو په بريد کې طالبانو ته په ننګرهار کې زيان اوښتی دی

 په يو بل خبر کې راغلي دي چې پرون د لړم په ۲۹ نېټه د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو په طالبانو بريد کړی او طالبانو ته د یې د مرګ ژوبلې زيان اړولی دی.

 باختر آژانس په خپل يو رپوټ کې ويلي دي چې ملي امنيت او پوليسو په ګډه د کامې په ولسوالۍ کې د طالبانو يو ګروپ چې په پټه یې فعاليت کاوه له مودې راهيسي تعقیب کړی و. په دې ګروپ کې د طالبانو لوړ پوړي سيمه ييز چارواکي شامل وو.

 بريد د کامې ولسوالۍ د شیرګړ په سيمه کې ترسره شوی دی. ملي امنيت وايي چې یو طالب جنګيالی یې په بريد کې وژلی او بل يې ټپي کړی دی چې ژوندی په لاس ورغلی او وايي چې څېړنې ورسره روانې دي.

 ملي امنيت په ډاګه کړې ده چې دې ګروپ په کامه او د ننګرهار په نورو ولسواليو کې سياستوالو او دولتي مامورينو ته تهديدونه ورکړي دي او په مرموزو مرګونو کې لاس لري.

 باختر اژانس دا هم ويلي دي چې دې ګروپ په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولايت استازي ميرويس ياسيني د وژلو او له منځه وړلو توطیه جوړه کړې وه. ملي امنيت وايي چې د دې بريد په ترسره کولو یې دا توطیه شنډه کړې ده او د نيول شوي طالب څخه څېړنې او تحقیقات روان دي.

 په هرات کې درې بريد ګر نيول شوي دي

د هرات له ښار څخه په رپوټ کې ويل شوي دي چې د هرات په ښار کې وسلوالو غوښتل په يو واده بريد وکړي.

د طلوع په رپوټ کې راغلي دی چې د هرات په ښار کې ترهګرو چې د ښځو جامې يې اغوستې وې له يوه موټرسيکل چلونکي سره ځان يې د غازي امان اله خان سالون ته ورساوه او نيت يې درلود چې لومړی د سالون پرساتونکو بريد وکړي او وروسته ځانونه د ګډون کونکو منځ ته ورسوي.

د هرات د امنيې قوماندانۍ سرپرست وايي درې واړه بريد کونکي نيول شوي دي.