د دعوت لاره
16.11.2012 13:49لاره ددعوت کۍ يې خورا زحمت ګاللی دی
ځکه يې په مينه کې ما هر تهمت منلی دی
یو لک او څلرویشت زره ګران پیغمبران لرو
ښه په افتخار مې د حبیب شریعت منلی دی
پرته له اسلام نه که څوک بل قانون دستورغواړي
رب ته هرقانون له اسلام پرته نامنلی دی
دا امت منځلاری دی په نورو هم ګواه به وي
ورځ کې د حساب یې ګواهۍ لره بللی دی
پرته له الله څخه بنده نه چې څوک طمعه کـــا
مخکې له قیامت نه په دنیا کې شرمېدلی دی
لاس که شو عادت په اوږدولو کې دبل په لور
ځانته یې کمیس د ذلت تار باندې ګنډلی دی
خوند که دشهرت او دشهوت په چا جادو وکړي
بیا نو دغرور په توره کنده کې لوېدلی دی
هرڅوک په مسلک کې یو له بل سره توپیر لري
بېخ د عبادت په وحدانیت کې ما موندلی دی
سترګې دسپکوالي که چا پرانیستی د بل په لور
تاج دمفلسۍ یې په خپل لاس په سر تړلی دی
صیب په میخانه او رقصخانه کې لا نارامه شو
ځوان دژوندون خوند به عبادت کې پېژندلی دی
مینه پیغمبر سره له ځان نه هم ضرور ګڼم
دا حدیث د مینې مې څو وارې ښه لوستلی دی
متن دشعر یو دی خوبیتونه یې بابونه دي
کبــــــر او حســـد ما حقوقي په کې غندلی دی