د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دیورند کرښه یوه مهمه او تاریخی مسئله ده

سلام خان 24.10.2012 21:49

په نا ځا پی او حيرانوونکي توګه د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن په يوه مرکه کې وويل، چې امريکا د ډيورېنډ کرښې ته د رسمي سرحد په سترګه ګوري. د ګروسمن د خبرو پر وړاندې له لومړنيو غبرګونونو وروسته د امريکا سفير په کندهار کې وويل چې نه يوازې امريکا، بلکې نور هېوادونه هم ډيورينډ کرښه د رسمي سرحد په توګه پېژني.کله چې دامریکا له سفیر( کننگهام ) څخه د گروسمن د خبرو په اړه وپوښتل شو هغه وویل: د گروسمن په خبرو کې کومه نوې موضوع نه شته. متحده ایالات د نورو ډیرو هیوادونو په څیر، له ډیر وخت راهیسې دغه کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توگه په رسمیت پیژني. دا کومه نوې موضوع نه ده ،ګروسمن له دې وړاندې په پاکستان کې ويلي وو، چې له حنا رباني سره يې په کتنه کې د افغانستان – پاکستان پر سرحدي لانجه هم په دوستانه فضا کې خبرې کړي دي ،د دیورند کرښه په ۱۸۹۳ کال کې د امیر عبد الرحمان خان د واکمنۍ پر مهال له بریتانوي هند سره د یوه تړون په ترڅ کې وټاکل شوه. خو وروسته له هغه چې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان هیواد رامنځ ته شو، د افغانستان د هغه وخت دولت دغه سرحدي کرښه په رسمیت و نه پیژندله
سره له دې چې ځيني کسان د ګروسمن خبرې د هغه شخصي نظر ګڼي، خو له پاکستاني چارواکو سره هم د ډيورينډ پر مسئله د هغه خبرې او ورپسې د امريکايي سفير څرګندونې ښيي چې ددغو خبرو تر شا يو پلان شته او دا خبرې د هغه پلان د را څرګندېدو لومړني څرکونه دي. دغه پلان د امريکا او پاکستان يوه معامله ده چې له مخې به يې په افغانستان کې د پاکستان نامشروع ګټې او غوښتنې منل کيږي او پاکستان به يې پر وړاندې د امريکا پر ضد روان مقاومت له منځه وړي او له هغوى سره به مرسته بندوي. ياد پلان په رسمي ډول اعلان شوى نه دى،خوپاکستان ته د ګروسمن له سفر، په افغانستان او پاکستان کې د نوموړي له څرګندونو او ورپسې په کندهار کې د امريکايي سفير له څرګندونو ښکاري چې امريکا پاکستان ته هغه څه ورکوي چې پاکستان يې د لاسته راوړلو لپاره کلونه کلونه په افغانستان کې جګړه ګرمه ساتلې ده.لکه د ډيورېنډ کرښې رسميت، د کونړ سيند په اوبو کې پوره حق او د لوېديځ په ځانګړي ډول د امريکا له لوري د پاکستان له سترګيو د افغانستان ليدنه او داسې نور هغه څه دي چې امريکا يې غواړي پاکستان ته ورکړي. پاکستان به ددې کار په بدل کې هغه وسله وال له پښو غورځوي چې په افغانستان کې د امريکا پر ضد جګړه کوي، جګړه به پاى ته رسوي او په پاکستان کې دننه به هم هغه ډلې ځپي چې د امريکا ضد احساسات لري. ددې ترڅنګ ويل کيږي چې ددې کرغېړن توافق له مخې به پاکستان د امريکا د هغه هڅو ملاتړ کوي چې غواړي په منځنۍ اسيا کې خپل نفوذ او لاسوهنه زياته کړي دبله لوری په عین حال کی،د امریکا د کانګریس یوه غړی په خپلو ځرګندونو کی داهم ویلی دی چې د پاکستان استخباراتي اداره(آی ایس آی) په مختلفو سطحو او برخو کې د افغان طالبانو لارښوونه کوي ،په کانګریس کې د کلیفورنیا ایالت استازي او د جمهوریتپال ګوند غړي دونکن هنټر پرون وویل چې دا ادعا په افغانستان او سیمه کې له خلکو، پوځي قومندانانو او چارواکو سره د خپلو خبرو پراساس کوي د امریکا د پوځ د مختلفو کچو قومندانانو ویلي چې دوی په دې باوري دي چې پاکستان او په ځانګړي ډول د دغه هیواد استخباراتي اداره ،آی ایس آی، په افغانستان کې د بلوا لارښوونه کوي ،تر دې مخکې هم د امریکا د حکومت، پوځ او کانګریس بېلابېلو چارواکو په ځلونو پاکستان د افغان مخالفینو په ملاتړ تورن کړی دی خو له کله چې پاکستان په افغانستان کې د ناټو ترانزیتي لار بېرته پرانستې ده، امریکايي چارواکو دافغانستان له مخالفینو سره د پاکستان پر ملاتړ خوله پټه کړې ده خو هینټر له نسبتاً یوې اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا له مخالفینو سره د پاکستان د ملاتړ موضوع راپورته کړه ،ده ویلی دی:«حقیقت دا دی د پاکستان له لوري د دوی (بلوا کونکو) کنټرولېدا ماته بیخي ثابته شوې، دا بده خبره ده، فکر کوم چې دا به د اوږدمهال ثبات لپاره هم بده وي. د دې مانا دا ده چې دا یو بهرنی ګواښ دی ،هنټر د کانګریس له یوه پلاوي سره افغانستان ته سفر کړی چې له دې هیواده د ۳۳ زره امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د حالاتو جاج واخلي ،.
ده داهم ویلی دی چې پاکستان ممکن د افغان امنیتي ځواکونو له منځه د ناټو پر پوځیانو په حملوکې هم لاس ولری
تر اوسه پوري په دا ډول حملو کې یوازې سږکال د ناټو نژدې شپېته پوځیان وژل شوي چې اکثره یې امریکایان دي. د داخلي حملو وروستۍ پېښه د یکشنبې په ورځ په هرات کې وشوه چې په ترڅ کې یې ده امریکايي او یو بریتانوي روزونکي ووژل شول ،.
د تیرو لسو کلونو په جریان کی هیڅ یوه افغان، پاکستاني او یا هم غربي چارواکي د دیورند د کرښي په اړه دومره روښانه خبرې نه وې کړې. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر سیاسي څیړونکي وایي چې له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ یو هدف د دیورند د کرښې په رسمیت پیژندل دي ،که څه هم پاکستان او افغانستان په وروستیو کلونو کې د دیورند د کرښې په اړه خبرې نه دي کړي خو په دغه سیمه کې ډیر وخت شخړي او جگړې رامنځ ته کیږي. افغانستان ادعا کوي چې پاکستان د دیورند د کرښې له بلې غاړې پر دې هیواد باندې توغندي توغوي. تر دې مخکې د افغانستان د پارلمان یو شمیر غړو هم ویلي وو چې د دې امکان شته چې پاکستان دغه کار (د توغندیو توغول) د دیورند د کرښې د په رسمیت پیژندلو له پاره تر سره کړي.
د افغانستان د سیاسي چارو څیړونکي عتیق الله امرخیل، په یوه مرکه کې دویچه ویله ته ویلي دي چې د دې امکان شته چې امریکا او پاکستان د پردې تر شا د دیورند د کرښې په اړه یوه معامله کړې وي. هغه زیاته کړې ده: «زه فکر کوم چې په دې اړه افغان دولت هم سر خوځولی وي [دا خبره یې منلې وي] چې د توغندیو دغه بریدونه د دې سبب شي چې یوه معامله وشي ترڅو د افغانستان خلک ورباندې اعتراض و نه کړي
افغان چارواکو د دغو څرگنونو په اړه غبرگون ښودلی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د مارک گروسمن نوم نه دی اخیستی خو به یوه بیانیه کې یې د دې موضوع په اړه خبرې کړي دي. په دغه بیانیه کې راغلي دي چې «د دیورند کرښه د افغانستان د خلکو له پاره یوه مهمه تاریخی مسئله ده.» د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کې زیاته کړې ده چې «له همدې کبله د افغانستان حکومت د دیورند د کرښې د حقوقي وضعیت په اړه هر ډول څرگندونې د هر چا له خوا چې وي بې ربطه بولي او هغه ردوي
په عین حال کی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راتلونکی ستراتيژيک تړون به هکله په رسنیو کی بحثونو زرو اخيستى، ځينې سیاسی کړی دا تړون د افغانستان په زيان ګڼي او وړاندوينه کوي چې په دې تړون کې به افغانستان د ډيورېنډ کرښه په رسميت وپيژني. ځينې وايي چې پاکستان همدا اوس په افغانستان لاسوهنه کوي،پر کونړ بريدونه کوي او له وسله والو مخالفينو سره مرستې کوي، نو په داسې حالاتو کې بايد له پاکستان سره ستراتيژيک تړون ونه شي. ځينې کسان وايي چې دا پر پاکستان د نړيوالې ټولنې د فشار پايله ده او پاکستان اړ شوى چې له خپلو نامشروع غوښتنو تېر شي او په افغانستان کې يوازې خپلې مشروع ګټې خوندي کړي.
که څه هم له يوې خوا پر افغانستان د پاکستان راکټي بريدونه روان دي، خو له بلې خوا افغانستان او پاکستان په پام کې لري ، چې په خپلو کې سره د اوږدمهاله همکاريو تړون لاسليک کړي ،دافغانستان ولسمشر حامد کرزى مخکی دیوه مطبوعاتی کنفرانس په جریان کی وويل، چې له پاکستان سره تر هغه، دا ډول تړون نه لاسليکوي، چې د افغانستان د حکومت شرطونه پوره نه کړي،کرزي، افغانستان ته د ترهګرو او ځانمرګيو بريدکوونکيو د راتګ مخنيوى او په افغانستان کې د لاسوهنو بندول د ياد شوي تړون له مهموشرطونو وبلل ،ده د يادو شرطونو په اړه زياته کړه : " ټول هغه عوامل، چې زموږ د ماشومانو د له منځه تلو او بې ثباتۍ لامل کيږي، بايد له منځه ولاړ شي ،دى وايي ، کله چې د افغانستان دولت ډاډمن شو، چې پاکستان له افغانستان سره ښې اړيکې غواړي ، نو د تړون د لاسليک پر سر به خبرې وکړي ،له تېر شاوخوا يو نيم کال راهيسې پاکستان د افغانستان پر ځينو سرحدي سيمو راکټي بريدونه کوي، چې له امله يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي ،حامد کرزي دغه موضوع څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هم مطرح کړه او د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند له مخې ، بايد امريکا په دې برخه کې د افغانستان مرسته وکړي ،د يا شوي سند له مخې، پر افغانستان د هر ډول تېري د رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري په بېړني ډول يو له بل سره په مشوره کې د سياسي، ډېپلوماتيکو، اقتصادي او نظامي اقداماتو په شمول، د دواړو لوريو په توافق او د دواړو هېوادونو د اساسي قوانينو د احکامو مطابق پېښې ته مناسب ځواب طرحه او تطبيق کړي خودو لسمشر کرزی په وینا ، امریکا په ډاګه ورته ویلی دی چی له افغانستان څخه دفاع ته چمتو نه دی ،حامد کرزی ویلی دی چی امریکا دبریدونو شمیری سمی نه بولی او نه یی ددی وړ ګڼی چی جواب یی ور کړی ،دده په وينا:" امريکا ان دا نه مني، چې بريدونه شوي دي ،ولسمشر زياته کړه:"دوى وايي دا راپورونه ناسم دي او څرګنده نه ده ،چې له کومه ( راکټونه ) راځي او دې ته حاضر نه دي، ترڅو هغې نقطې ته متقابل ځواب ورکړي ، چې بريدونه ترې پيل شوي دي .پای