د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له داسې دریوري دي خدای ساته !

محمود نظري 19.10.2012 19:12

دټنبه موټرانو له هر خوا بوغ بوغ وي
د ترافیکو له خور خور او خاموشي دي خدای ساته
خلک په مزه مزه رهي وي په منځ کې دسړک
دهغو دخیالونو له خود کشي دي خدای ساته
موټر واني نه ده دا کشتي کج ده وروره!
په یوه طرقه له دوطرفه راني دي خدای ساته
دځینو موټرانو مخ ته لوی عکسونه دي مښتي
دهغو ددریورانو له بدمعاشي دي خدای ساته
دسړک په منځ کې پراته دي ډله ډله فقیران
په سړکو د هغو له خانه بدوشي دي خدای ساته
که په ویښه څه درباندې ونه سوه یاره!
د ټکر له ویرې دشپې له بې خوابي دي خدای ساته
نه لیسانس سته، نه بیمه ،نه جوازسیر،نه ترافیک
د دریور له دې آزادي اوعیاشي دي خدای ساته
په دې موټرانو مړ دی پاک دبیروبار شهید
پر هغو ددوستانو له فخر فروشي دي خدای ساته
دچا چې کابل کې لومړی ورځي وي د موټر سورلي
له ویرې په لاره دهغه له نس خوږي دي خدای ساته
اوومه خوله ماشومان لا موټرواني کوي دلته
په لاره د هغو له ناوکۍ اوګیم بازي دي خدای ساته
پوه پلرونه خپل زامن هڅوي دلته موټرواني ته
پر بالښت ناست د هغوله دریوري دي خدای ساته
شکر زموږ ترافیک دي خورا ډیر فعاله
په دفترو کې د هغو له دنډه ماري دي خدای ساته
که دووموټرو سره وکړه بغل کشي اومخ مچي
هغه وخت د ترافیکو له لن تراني دي خدای ساته
اوس شکر افعانستان د ترافیکو لري جنرالان
نوځکه د ترافیکو له ګډوډي دي خدای ساته
چې یو يې مفلس سي بیا یو کنج ته خزه سي
بیا دخوارنو له جریمه نقدي دي خدای ساته
موټران دیو بل مخي ته لویږي خو څټ مخی یې تیریږي
دموټروانانو له ځانه سره د بد زباني دي خدای ساته
ته چې وایې د ټولو له سترګو اوبه دي وتلي
یو بل ته دهغو له غاښ چیچي دي خدای ساته
ټوله له یو بل سره پند کوي نه اوري هارنونه
دهغو له تلویزیونو او لوړه موسیقي دي خدای ساته
ټوله موټروانان یو بل ته په سر اولم کیږي
په کتو یو بل ته له شونډو مسکي دی خدای ساته
تا به گوته په غاښ نیولې وي دې اوضاع ته
ناببره دموتړترڅنګ له ثنا خواني دي خدای ساته
بې لاسه بې پښو فقیران به په موټر طواف کړي پيل
دهغوله ژړاو،زاریو او خوله کږي دي خدای ساته
دسړک په منځ کې به ناڅاپي برید وسي د لاسپلورو
په زاریود هغو له پرتوګاښ فروشي دي خدای ساته
اریان به سې ځان ووهې په سوک که ځان یا ځان
له دې بیروبار اوانډوخري دي خدا ی ساته
زیرۍ په ټول کابل کې یوه ترافیکي اشاره نسته
لویو لویو لوحو دلیدو له ځګرخوني دي خدای ساته
ددنیا یوازینی بې اشارو مرکزدی کابل جان
زموږ دترافیکو د دې خردواني دي خدای ساته
که غواړې ژوند وکړې زده کړه چرب زباني
د ناتو اودولتي موټرانو له بد چلني دي خدای ساته
خیر دی که ټول خلک کیږي عصبي اوناروغان
په ټکرو کې د هغو له غوالوشي دي خدای ساته
هر ډول زړو موټرو ته د وطن غیږ ده پرانیستې
دسولې دشورا له دې زړه سوي دي خدای ساته

***
ټکسیان ډیر دي لا دي خدای ډیر کړي
دهغو دکرايې دګراني دي خدای ساته
ټکسي وان چې هر څه غواړي حق یې دی
یو، دوه ساعته له لاره بندي دي خدای ساته
کابل ددنیا د انتیکو ټکسیانو سوی نندارتون
د یوه له دوده د بل له توخي دي خدای ساته
که په ټکسي کې مازې سپور سې یاره
دهډوکود درز او ملا دردي دي خدای ساته
ټکسیان هغه انتیک فیشني موټران دي
دپوښ لاندې له سپرینګ پراني دي خدای ساته
که په پاکو کالو په ټکسی کې ولاړې تر یوځایه
هغه ورځ دمیرمني له عزا خواني دي خدای ساته
دضرورت له کبله که ولاړې په ټکسي کې
د عمر تر اخیره له پښيماني دي خدای ساته
که سالم ورسیدې تر خپله ځای اومقصد ه
دصدمې بدني او مغزي دي خدا ی ساته
وایي کوږ بار نه رسیږي هیڅ وخت تر منزله
رسیږي خو د هغه له دیدني دي خدای ساته
مسولین ټوله د خر ه پر لکۍ دي سپار ه
دهغو لپاره له لارې بندي دي خدای ساته
مسولین د پيل د غوږو دفتروکې ویده دي
په خبرو کې دهغو له غټ بازي دي خدای ساته
دلته له دولت سره دخلکواوبه غلبېلول دي
پارلمان ته د هغو له تور سپيني دي خدای ساته
په دې اوښ کې کوم ځای بیا سم دی « نظري»
له دې لازیاتو ګل ګل میري دي خدا ی ساته
ځینومسولینو دسپي پوست پر مخ دی اغوستی
ژر ژر د هغو له ديپلومات ډکي دي خدای ساته
پر هغو غوړو لوښودا طنزونه کله کوي اثر
تر فنا وروسته د هغو له حراموني دي خدای ساته

[اوبه ور سره غلبېلول] د فتنه سره ګذران کول ، [دسترګو اوبه وتلی دی]- بی حیا کیدل،
[ پند ورسره کول ] ختا ایستل ،[ دخره پر لکۍ سپرېدل] بې باک او فضول کیدل، [ پر سر و پر لم کېدل] ډیر په غوسه کیدل ، [غاښ چیچل] غوسه اوقهر، ،[ اومه خوله هلک ] نابالغ، ،[ خوله کږی] سوال کول. [تورسپیني ] دلایل،
[د سپي پوست پر مخ] بخیل او بې حیا کیدل،[غوړ لوښی] هغه ښوی چې نصیحت اغیز نه پر کوي.