د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ناروغ سره مرسته وکړئ

مجیب الرحمان انګار 12.09.2012 11:53

د پيښور په لیډي ریډينګ یا جرنیلي روغتون کې ناڅرګندو غلو بستري افغان ناروغ لوټلی.

دوی وايي چې د افغانستان له شماله پيښور ته د درملنې لپاره راغلي او له څو ورځو په جرنیلي دولتي روغتون کې پراته دي.

ددغه ناروغ په خبره څو تنه افغانې میرمنې راغلې او په ډیر مهارت يې جیب ترې پرې کړی.

دی وايي یواځې لس کلدارې ور پاتې دي نور نو نه د درملنې پيسې لري او نه د لارې کرایه چې بیرته کور کلي ته ستانه شي.

نوموړی له شتمنو افغانانو هیله کوي چې لږ تر لږه دومره مالي مرسته ورسره وشي چې خپل کور کلي ته پرې ورسیږي.

پته : د پيښور لیډي ریډينګ یا جرنیلي روغتون، ميډيکل سي وارډ، لومړی نمبر کټ