د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنوبل د جایزی کاندیده هم په فساد کی ککړه ده

سلام خان 30.08.2012 20:24

د یوی افغانی رسیني په حواله دبشری حقونو د خپلواک کمېسيون رئیسه او په ځانګړي ډول د دغه کمېسيون مشره سيما سمر په اداري او مالي فساد کي ښکیله بلله شویده ،ددي دکاراوکړنو په اړه له وړاندې هم شکايتونه موجود وو ،خو اوس یوتازه راپورد دغه کمېسيون دیوه کمېشنرلخواوایی چي پخپله سيما سمرپربې عدالتۍ اواداري فساد تورنه ده .د ياد کمېسيون يوه کمېشنرعبدالکريم عزيزي پرون د ولسي جرګې د قانون پر پلي کېدو د څار په کمېسيون کې د بشري حقونو پر خپلواک کمېسيون د وکيلانو د نيوکې پر مهال وويل چې سيما سمر په اداري او مالي فساد کې ښکېله ده. ده وويل چې سمر دغه راز د بشري حقونو په خپلواک کمېسيون کې پر خپل سر خلک پر دندو ګوماري او د افغانستان قوانينو ته درناوى نه کوي ،د پارلماني چارو د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې عزيزي د سيما سمر د فساد په اړه يو لړ اسناد هم د ولسي جرګې غړو ته سپارلي دي.
وکيلانو نيوکه کوله چې په تېرو لسو کلونو کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کړنې سياسي او د پرديو د کټو لپاره دېکه ځه هم ډیر مخکی باید د سیما سمر دمخ ځخه دغه دبشر ی حقونودتحقق ددروغ پرته پورته شوی وایی داچی ،تر او سه دغه اقدام ونه شو دازمونږ افغا نانو بد قسمتی ده چی دهری پیښی دواقع کیدو ورو سته مونږ اقدام کوو،په هرصورت دسیما سمر په باب ډیر کره اوژوندی شاهیدان موجود دی او په خپه ناری وهی چه مونږ دسیما سمر له لوری وجنسی استفادی ته تشویق شوی یو او اعتراف کوی چه زمونږ ځخه یی ناوړه استفاده کړی دی اودسیما سمر دشخصی ګټو قربا نی شوی یو ،چی دهغو له جملی ځخه یوه رمونږ دطن با غیرته لور د( فریده ) په نامه یا دیږی چه ځه وخت دمخه یی دهند په هیواد کی دمهاجرت شپی او ورځی سبا کولی دغی پاک لمنی ځوانی انجلی ۲۰۰۹ م کال دفبروری په لمړی نیټه دیک شنبی په ورځ خپل داعتراض ږغ داریانا افغا نستان دتلویزیون په وسیله ښاغلی سجیه دپروګرام له لاری اوچت کړی او مستیقما خپله دسجیه سره ومصاحبه ته حاضره شوه،ممکن رمونږ ډیرو وطنوالو دغه مصاحبه اوریدلی وی اوپه زړه وی،نوموړی په ژړا ژړا کی وویل: چی زه یوه بی سر پر سته اوبی کوره او خواره څوانه انجلی وم او دژوند لاره راڅخه ورکه و حیرانه وم چی څه وګړم بالاخره په کابل کی یو چا راته وویل چه دبشرحقونو وخپلواک کمیسیون ته چه مشره یی یوه ښخه ده چه سیما سمر نومیږی ورشه هغه به درسره مرسته وکړی،فریده وایی زه هم ورغلم دسیما سمر سره می وکتل اوهغی زما سره اول ښه وضیعت وکړی اوماته یی ددی په یوه میلمستمون کی ځای راکړی وروسته ځوځله سیما سمر زماسره وکتل او زه به یی ومعشرتی ژوند ته تشویق ولم اوډیری ښه ښایسته اومودرنی جامی په یی راته په تن کولی او ځینو میلمستیا ګانو اوشخصی محافلونو ته به یی بیولم اوډیره یی جنسی استفادی او ګټی ته تشویق ولم او یوه ورځ یی په ډیرو ښکاره الفاظو کی راته وویل چه ستا ستیل او اندام دخارجیانو ډیر خو ښیږی ته باید ځان دشخصی اسفادی په منظور اماده کړی او که هر وخت ضرورت و ته به زما سره یوځای ځی او دخارجی او داخلی میلمنو غوښتنه به پرځای کوی او فریده وایی چه سیما سمر ماته وویل چه دا کوم بد کار نه دی او هره څوانه انجلی حق لری چه ازاد ژوند ولری او دځوانی ځخه خوند او مزه واخلی .په دغه باب سجیه کولای شی چه دفریده دمصاحبی برخه په ژوندی توګه درسنیو په اختیار کی ورکی( البته دا یو خواهش دی).
دوهم : دمستندواوموثقو معلومات په اساس کوم وخت چی په ۲۰۰۸ م کال کی په کابل کی په سرینا هوټل باندی څانمرګه حمله وشوه او څان مرګو هوټل در محاصری لاندی ونیوی دهوتل په داخل کی ټول خارجی او داخلی میلمانه کلا بند پا تی ول چی په هغه وخت کی سیما سمر هم هلته دخارجی میلمنو سره بنده پا ته وه او له دی سره دری نوری ځوانی انجونی هم وی کوم وخت جه امنیتی مسولین وهوټل ته ننوزی اورې چه دهوټل په لاندنی طبقه کی دښخو ژراوی دی کوم وخت چه هلته ورځی ګور چه سیما سمر سره له درو ځوانو انجونو سره یو ځای پرځمکه پرتی دی او څونفره خارجی میلمانه هم هلته پراته و چه دهغو له جملو ځخه یو یی دناروی دخارجه چارو وزیر و،دامنیتی مسولینو ځخه یوه دا هم وویلی دی چه له هغو درو انجنو ځخه چه دسیما سمر سره په هوټل کی کلا بند ی وی په ژړا ژړا یی چیغی وهلی که( ما را سیما سمر بازی داده است وما را انجا اورده بودند که با مهمانان خارجی بیشنم) او دا هم ویل شوی دی چه سیما سمر او هغه در ی نوری څوانی انجونی اوخارجی میلمنو په ګډون سخت دنشی په حال کی په څمکه پراته وه او ډیر شراب یی ځښلی ول،بنا دښاغلی نجیب اله کابلی دغه لاندی ځرکندونی حقیقت او واقیعت لری چی ځو کاله مخکی یی له رسنیو سره کړی دی اوویلی یی دی چی : د بشر د حقونو په خپلواک کمیسیون او د شهدا ارګناییزشن په نوم ټولنه کې، چې سیما سمر یې مشره ده ، له کونډو او نجونو څخه جنسی ګټه اخیستل کیږی،توجه وکړی دښاغلی نجیب اله کابلی لاندی ځرګند ونو ته :
د افغانستان د ملی مشارکت جبهې ریس او د ولسی جرګې غړى نجیب الله کابلی خبریالانو ته وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به د شاوخوا سلو هغو کسانو نومونه په ډاګه کړی چې د ده په وینا په جنګی جنایتونو، اداری فساد او قاچاق کې لاس لری ،د افغانستان د ملی مشارکت جبهې د بشری حقونو د خپلواک کمیسیون پر رییسې سیما سمر تور ولګاوه، چې د دغه کمیسیون له نوم او حیثیته شخصی ګټه اخلی او په لوى لاس یې د جنګی جنایت کارانو او د بشر د حقوقو د تېرې کوونکو د محاکمې مخه نیولې ده. د دې جبهې مشر او د ولسی جرګې غړی نجیب الله کابلی په کابل کې په یوه خبری کنفرانس کې وویل، دا، چې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون په تېرو اتو کلونوکې د یوه جنګی جنایت کار نوم هم افشا نه کړى شو، علت یې په دغه کمیسیون کې موجود اداری فساد دى ،نوموړی وویل، میرمن سمر د رشوت په بدل کې د جنګی جنایت کارانو له لیست نه د ځینو کسانو نومونه لرې کړی دی: د افغانستان د بشری حقونو د خپلواک کمیسون مشره سیما سمر"دوستانو موږ داسې اسناد لرو، چې یوې ځانګړې محکمې ته به یې وسپارو، دا اسناد ښیی، چې د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون له ځینو رهبرانو او قومندانانو دوه دوه نیم لک ډالره باج اخیستى دى او په جنایتونو یې سترګې پټې کړی دی، د څو تنو لیست یې جوړ کړی دى او د ځینو نورو، چې هغوى هم جنایت کاران دی، لیست یې نه دى جوړ کړی. د بشر د حقوقونو کمیسیون په خپله په یوه مافیایی باڼد بدل شوى دى."کابلی همداراز وویل، د بشر د حقونو په خپلواک کمیسیون او د شهدا ارګناییزشن په نوم ټولنه کې، چې سیما سمر یې مشره ده ، له کونډو او نجونو څخه جنسی ګټه اخیستل کیږی. هغه وویل، د افغانستان د ملی مشارکت جبهه به، چې له لسګونو سیاسی ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو جوړه ده، د شاوخوا سلو کسانو، چې ده قومی ټیکه داران او په اداری فساد او د مخدره موادو په قاچاق کې ښکیل وبلل، نومونه هم ډیر ژر خپاره کړی.
په افغانستان کې ګڼ کسان د تېرو کلونو په جګړو او جنګی جنایتونو کې ښکیل بلل کیږی، خو تراوسه پورې هیڅ کومې ادارې د دوى پر خلاف په کومې ملی او یا نړېوالې محکمې کې په رسمی توګه ادعا نه ده کړې ،داوه هغه معلومات کوم چه ددشاغلی نجیب اله کابلی دځرکندونو په اساس دبشر دحقونو دخپلواک کمیسیون دمشری ښاغلی سیما سمر په باب زما سره وه تا سو ته یی دمطالعی پخاطر ډالی کوم . پای