د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اتصالات په هرات کې د 3G خدمتونه په لاره واچول

نعمت الله ظفرزی 07.08.2012 20:42

اتصالات په افغانستان کې په ډیره چټکه توګه د پرمختګ په حال کې دی، چې ددغه پرمختګ په اوږدو کې یې د هرات په ښکلي ښار کې د 3.75G خدمتونه په لاره واچول.
اتصالات وړاندې د 3G خدمتونه په کابل، جلال آباد او مزارشریف کې په لاره اچولي وو، چې دادی اوس د هرات په ښار کې دغه خدمتونه په لاره واچول.
د افغانستان اتصالات په افغانستان کې چټکه پرمخ تلونکې مخابراتي کمپنۍ ده او د عربو متحده اماراتو داتصالات ګروپ یوه برخه ده، چې په ډیره چټکه توګه په آسیا او افریقا کې د پراختیا په حال کې دی او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده، چې په افغانستان کې یې د 3G  خدمتونه وړاندې کوي.
دغه غونډه دهرات ښار په یوه ملکي هوټل کې په لاره واچول شول، چې دهرات ولایت چارواکو او د رسنیو ګڼو غړو پکې کډون کړی وو.
د بازارموندې د څانګې مشر، ښاغلي یاسر ابوالعمایم پدې پرتمینه غونډه کې په خپله وینا کې وویل، نن زمونږ لپاره ډیره د ویاړ ځای دی، چې مونږ د 3.75 خدمتونو پدې ښار کې خپلو پیریدونکو ته وړاندې کوو.مونږ ژمن یو، چې د اتصالات پیریدونکي به ددې خدمتونو له غوره او چټک انټرنټ څخه په ډیر هوسا او اسانه ډول ګټه پورته کړي.
مونږ په ریښتوني توګه ژمن یو چې 3G د افغانانو راتلونکی دی، نو پدې خاطر زمونږ کاري ډله تل هڅه کوي، چې خپلو پیریدونکو ته د هغوی د اړتیاوو سره سم خدمتونه او وړاندیزونه چمتو کړي.
نوموړي وړاندې وویل، په افغانستان کې داتصالات پیریدونکي کولای شي، چې له ویډیويي اړیکو، له چټک انټرنټ  او د معلوماتو د لیږد رالیږد څخه د خپلې خوښې د شرکت له خدمتونو  څخه خوند واخلي.
د غونډې په جریان د اتصالات ډلې لخوا د اتصالات د 3G خدمتونو د ګټو او له هغه څخه دګټې اخیستنې په هکله معلومات ورکړل شول، همدارنګه د اتصالات کاري ډلې دوی ته د GRPRS/ EDGE او 3.75G ترمینځ توپیر هم روښانه کړ.
د هرات ولایت د افغانستان په سویل کې موقعیت لري، چې د هیواد یو له لرغونو ښارونو څخه دی  د هرات ولایت د پوهې او زده کړې او  مشهورو عالمانو مرکز هم پاتې شوی دی.
 د افغانستان اتصالات او 3.75G په هکله د لاډیرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړﺉwww.etisalat.af او www.facebook.com/etisalatAfg څخه لیدنه وکړﺉ.

د اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د عربو متحده اماراتو د اتصالات یوه څانګه ده، چې په نړۍ کې یوه ترټولو غټه مخابراتي شبکه ده. په ختیځ او لویدیځ کې د عربو متحده اماراتو ستراتیژیک موقعیت ددې لامل شوی، چې اتصالات په منځني ختیح کې د غږیزو اړیکو، معلوماتو استولو،انټرنټ او رومینګ څخه د ګټې اخیستنې او همدارنګه د سوداګریزو خدمتونو په وړاندې کولو کې ترټولو مخکې دی. د یادونې وړ دی، چې اتصالات  د ۲۰۰۶ کال راهیسې ۱۰ ځله د غوره شرکت په توګه او تیرو ۳ کلونو کې۴ ځله د خرڅلاو غوره چمتو کوونکي په توګه پیژندل شوی دی. اتصالات اوس د نړۍ په ۱۷ هیوادونو کې فعالیت کوي او تر ۱۶۷ ملیونه ډیرو پیریدونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د افغانستان اتصالات په اړه:-
اتصالات لومړۍ مخابراتي شبکه ده چې په افغانستان کې یې 3.75G خدمتونه په لاره واچول او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې رسمي تمویلوونکی دی. اتصالات افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او تردې دمه یې په بیلا بیلو برخو کې لکه پوهنه، روغتیا، لوبې او ټولنیزو چارو په ترسره کولو له افغانانو سره د زړه له کومې مرستې کړیدي او د اتصالات شرکت همدارنګه د افغانستان د ملي لوبې وزلوبې تمویلوونکی هم دی.