د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیښي (۹) برخه

ګل آغا احمدي وردګ 06.08.2012 21:20

ایجاب او قبول
په وردګو کې د شیریني د مجلس پر مهال که هغه ناسته وي او یا ستن وي نو له ډوډۍ خوړلو وروسته د هلک او نجلۍ د شرعي وکیلانو تر منځ د ټاکلي ملا صاحب په منځګړیتوب د ایجاب او قبول مراسم تر سره کیږي. په دې ډول چې د نجلۍ له لوري د نوموړې پلار یا کاکا او هلک له لوري د هغه پلار، کاکا، ماما یا بل سرپرست د ولي یا شرعي وکیل په توګه تعین کیږي او له دې مرحلې څخه وروسته ستن یا دسمال په یوه لویه مجمه کې د وچې میوې او دسمالونو په سر د مجلس منځته راوړل کیږي او د دواړو لوریو شرعي وکیلان د ملا صاحب خواته ورځي. شرعي وکیلان ملا صاحب  ته په غوږ کې پټ څه وايي چې ګواکي ملا صاحب د ایجاب او قبول د تړون پر مهال د مهر یا ولور د کمیت یادونه وکړي او که یوازې دومره ووایي چې مهر مسمی؟ همدارنګه د ایجاب او قبول په طریقه کې د یادولو په موخه د نجلۍ او د هغې د پلار نوم په بشپړه توګه ملا صاحب ته په همدې وخت کې ور ښودل کیږي.
کله چې ملا صاحب له وکیلانو څخه د خپلې پوښتنې ځواب تر لاسه کړي بیا نو د هلک او نجلۍ شرعي وکیلانو ته مخ ور اړوي او د نکاح په مخصوصو جملو د ایجاب او قبول مراسم سر ته رسوي. د قبول ایجاب دغه طریقه د دریو ځلو لپاره د داړو لوریو تر منځ په مخصوصو الفاظو تکراریږي او له دې طریقې وروسته د هلک په پلرګنۍ، خیښانو او شرعي وکیل د مبارکیو باران جوړ شي. پخوا به د نجلۍ پلرګنۍ ته مبارکي نه ورکول کیده او هغوی به په دې وخت کې ځانونه ډیر عاجز او څه نا څه شرمګیر احساسول خو اوس مهال د خلکو د ځیر ساحه پراخه شوې او دواړو لوریو ته له دې طریقې وروسته مبارکي ویل کیږي او داسې الفاظ استعمالیږي چې دواړو لوریو ته دې دغه ښادي او خیښي مبارکه وي.
د مبارکۍ په ویلو سره بیا نو د نجلۍ د کورنۍ یا کلي کوم بیدار او مخور شخص چې مخکې له مخکې انتخاب شوی وي را پورته کیږي ملا صاحب ته لونګۍ، چپنه یا پټو او په ورا کې ټولو راغلیو نارینه لویانو ته په پلاستیکي خلتو کې پاکټ شوي کالي په مخکې ږدي او هغه دسمالونه ور ویشي چې په منځ کې یې وچه میوه، نقل، پتاسې، چاکلیټ او داسې نور څیزونه ګنډه شوي وي. په همدې توګه د ښځو په مجلس کې بیا ټنګورو ته ورته ډالۍ او کالي ایښودل کیږي. ځینې کورنۍ چې اقتصاد یې ښه نه وي بیا نو په دسمالونو کې توت، نینې، د بنګو دانې او داسې نور څیزونه ورته ږدي او د مجمې پاتې میوه هغو کسانو ته ور ویشي چې په دې مجلس کې له دسمال څخه پاتې شوي وي او غالبا د نجلۍ د کورنۍ میلمانه یا کلیوال وي. همدارنګه د مجلس په پای کې د هلک د کورنۍ د کوم یوه مشر له لوري ملاصاحب او ډم ته نغدې پیسې ورکول کیږي او  د دې خبرې یادونه هم اړینه ده چې پخوا به د ورا ټولو کسانو ته کالي نه ورکول کیدل او له ډیرو نږدې خپلوانو پرته به نورو ته یوازې داسې دسمالونه ورکول کیدل چې میوه به پکې ګنډه شوې وه.
کله چې کالي، میوه او دسمالونه وویشل شي نو د هلک پلار او یا مشر ورور د تعین شوي ولور یوه برخه چې په کاغذي پاکټ یا دسمال کې یې ایښول شوې  وي د میوې په پتنوس کې ږدي او د خپلو خیښانو باوري شخص ته یې سپاري. له همدې سره خیښان رخصت اخلي، ستن د یوه نوي ځوان په خولۍ او یا اوږه باندې ور ټینګوي او ورا د نارینه او ښځینه په شمول د نجلۍ له کلي څخه د هوايي ډزو، دریاوو او سندرو په بدرګه وزي او د هلک کلي ته ځان رسوي.

د هلک کور ته د ستنې رسیدل
کله چې د ستنې ورا خپل کلي ته ورسیږي نو هغه شخص چې غالبا هلک یا نوی ځوان وي چې ستن یې په سر یا اوږه کې ټینګه کړې وي د ځانګړي ویاړ احساس کوي او د ورا په مخکې روان وي او په ورا کې د ټولو شاملو کسانو تر ځانګړې پاملرنې لاندې په ناز  قدمونه اخلي. په ورایځه کې ټوپک ویشتونکي څو ډزې کوي، هغه ښځې چې له پوښ سره تللې وي د خپلو سندرو او دریاوو وهلو ته نهايي زور ورکوي او د هغې خوا څخه د هلک د کور او کلي ښځې چې د ستنې راوړلو ته انتظار باسي دغه بهیر په سندرو سره پالي، دریاوې وهي او په ځینو ځایونو کې خو نارینه ځانته او ښځینه ځانته اتڼونه جوړوي، هوايي ډزې کوي، خپل ټوپکونو او چادرونه هم د خوښۍ په موخه په لاسونو کې نیسي او ورسره نڅیږي. هغه ښځې چې د ستنې او ورا انتظار کوي په سندرو او دریاوو سره سره د ورا لور ته د نیکمرغۍ په موخه اوبه او میوه ور شیندي او هغه ځوان یا هلک په ډیر ناز او خوښۍ سره د کور انګړ ته بیايي چې ستن یې په سر کې ټینګه وي او کومه مشره او مخوره ښځه یې له سر څخه راخلاصه او هلک یا نوی ځوان د جار او قربان په کلیماتو او ښکلولو سره نازوي، ستن یې له اوږې یا سر څخه راخلاصه او د اتڼونو، دریاوو او سندرو په بدرګه یې د خپل کور هغې خونې ته وړي چې مخکې له مخکې ورته انتخاب شوې وي. په ځینو کلیو کې هغه هلک یا نوی ځوان چې ستن یې په اوږه ټینګه وي تر هغه پورې د ستن له خلاصولو څخه ډه ډه کوي څو چې د کور د ښځینه مشرانو څخه یې نغدي ډالۍ تر لاسه کړې نه وي.  د دې لپاره چې په ستن باندې په دې وروستیو کلونو کې د نغدو پيسو ټینګول زموږ په ټولنه کې رواج شوي دي نو له ستنې څخه لاندې یو ښکلی او لوی دسمال په دیوال ځړول کیږي او د ستنې د راوړلو سره سم هغه دوستان او خپلوان نغدې روپۍ پرې ټینګوي چې له ستنې څخه لیدنه کوي او په دې سره د خپلې خپلوۍ او خوښۍ ولولې د پیښې له خاوندانو سره شریکوي.