د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غوره وېندويي ( ورکشاپ )

معروف افغان 28.07.2012 16:03

د سپېڅلي خدای په نامه!
سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز
د ټولنيزو چارو څانګه
درک : ګردېز ښار ، غزني لېن سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنيز مرکز د پکتيا سحر مجلې دفتر


د لايزال خدای په تل پاتې نومونو!
زړه ته راتېرو لوستونکو!
خبرې کول پدې مانا ندي چې يوازې دې انسان وکولای شي تر څو وګڼېږي ، بلکې خبرې کول څو ماناګانې لري يو دا چې انسان د لومړي ځل لپاره وغږېږي ( د ماشومتوب په حالت کې ) او د راکه يا راکړه کلمه ( اکه ) تلفظ کړي همدا شان کله چې لږ لوی شي نو د ډوډۍ پخه کړه کلمه ( دودو پکه که) تلفظ کوي په همدې ترتيب بالاخره داسې خبرې کولای شي لکه ستاسې په لاسونو کې په سپين کاغذ کښل شوې دي، دوهم دا چې کله يو څوک د چا پر وړاندې غږېږي او بيانيه کوي نو دې ته هم خبرې وايي، درېيم په کوم چا پسې په غياب کې غږېدل او يا هم له چا سره په غياب کې غږېدل د خبرو په مانا دي .
لکه څرنګه د دې کوچني مضمون په لومړي مخ کې کښل شوي دي تر څو د خبرو پر وخت وکولای شو چې جرات پېدا کړو او له ځانه ستونزې لېرې کړو ،نو د همدې لپاره غوره بولو تر څو لاندې څو ټکي په دقيق ډول وڅېړو:
1 : بسم الله وېل .
2 : ځان پېژندنه .
3 : ځان په خپله قيافه برابرول .
4 : د خلکو اکثريت په پام کې نيول .
5 : ټول تالار ته کتل .
6 : نوټ نيول .
7 : له موضوع څخه د باندې نه وتل .
8 : غلطي پېوندول .
9 : د ګډونوالو خوښه په پام کې نيول .
10 : ډېر شيان په مغزو کې نه ساتل .
11 : د پردېو تاثير نه ساتل .
12 : په لاسونو خبرې کول .


1 - بسم الله لوستل :
د نبوي حديث شريف مانا ده چې کله کوم څوک کوم کار پرته له بسم الله وېلو پېل کړي نو نوموړی کار ابتر کېږي البته دغه باېد نېک کار وي .
نو کله چې مونږ کوم کار پېلوو باېد چې بسم الله ورته ووېل شي نو راځو دې ته چې کله هم غواړو د دريځ تر شا ودرېږو او خبرې وکړو نو لومړی باېد بسم الله ووايو هغه که په هر ډول وي تر څو له مونږڅخه وارخطايي لېرې شي او خپلو خبرو ته په ډېرې خوښۍ سره ادامه ورکړو.
د خبرو په پېل کې دې هڅه وشي تر څو په ادبي لحاظ له بسم الله وروسته څو ټکي اضافه کړو که بسم الله مو په پښتو، عربي، دري، اردو، انګليسي او يا هم په نورو ژبو ولوسته د ديني علماوو په وېنا هيڅ کوم توپير نلري ، وړاندې مو يادونه وکړه چې ادبي ټکي دې استعمال شي هغه يوازې دا ګټه لري چې له مونږ څخه وخت نيسي او وروسته مو خبرو کولو ته پرېږدي ، نو کله موهم چې له وېنا وړاندې نور څه وېلي وي په اسانۍ سره کولای شو تر څو فشار راڅخه لېرې کړو ، د فشار يا وارخطايۍ د لېرې کولو لارې نورې هم شته چې په راتلونکو شمېرو کې به يې ولولو، خو هېره دې نه وي له بسم الله او نورو نوښتګرو ټکو له وېلو وروسته باېد سمدست د ګډونوالو د احترام په خاطر له هغوي څخه د خبرو اجازه وغوښتل شي که څه هم په نوره نړۍ کې دا اجازه غوښتل د پام وړ نده خو دلته يې مونږ ته دا ګټه رسېږي چې متقابل احترام ته ټول قاېل کېږو چې دا زمونږاوستاسې دمحمد ( ص ) شريعت يوه ښېګړه او له رمزه ډکه ډالۍ ده .

2 - ځان پېژندنه :
دا ډېره په زړه پورې نقطه ده ، نن سبا داسې وخت رارسېدلی دی چې خلک نه غواړي تر څو نور خلک وپېژني بلکې دا غواړي تر څو ځان په نورو خلکو وپېژني چې دې ته د ځان مطرح کول وايي خو دا کومه اسانه خبره نده چې څوک دې په ټولنه کې مطرح شي او يو ټولنيز شخصيت ترې جوړ شي بلکې په کلونو کلونو خدمتونه او زحمتونه ګالل غواړي خو که کوم چاته يې چل زده وي نو يوازې ترې څو مياشتې په بر کې نيولی شي ، نو کله چې مونږ غواړو تر څو ځانونه په خلکو وپېژنو يا په عامه اصطلاح ځانونه مطرح کړو نو همدا يې تر ټولو ښه ځايونه دي چې په غونډو کې ګډون وکړو ځکه چې په غونډو کې د بېلابېلو نظرونو خاوندان موجود وي .
کله چې يو چا بلنه راکړه نو حتما زمونږ نوم او رتبه يادوي يا دا که په خپله وېندويان شو او نورو ته بلنه ورکوو نو غوره ده تر څو د اولې شمېرې له پلې کولو وروسته ځان د تالار ګډونوالو ته وروپېژنو او بيا په اجنډا باندې عمل وکړو، د ځان پېژندنې ګټه دا ده چې د بېلابېلو نظرونو خاوندان درته متوجه کېږي او خپله اړتيا درپکې ويني نو کله چې ته په خپلو خبرو کې جذاب پاتې شې خپله درته يو څوک محتاج پاتې کېږي او بيا د اسلامي وجدان له مخې تاسې دې ته اړ کېږئ تر څو يې اړتيا پوره کړئ په همدې سلسله د نورو د خدمت کولو په پاېله کې تاسې نيمه ټولنيز کېدای شئ له هغې وروسته تاسې يو سياسي او څېړنيز فکر پېدا کوئ چې د فکر په پلي کولو تاسې خپله تشه ډکولای شئ او پوره ټولنيز جوړېدای شئ، خو البته دا د يوه انګرېز په يوه تخنيکي تجربه ( ټکي په ټکي فکر کول ) په نتيجه کې کېدای شي.

3 _ ځان په خپله قيافه برابرول :
د ارواه پېژندنې په ځينو کتابونو کې راغلي چې انسانان په بېلابېلو قيافو اوڅېرو پېدا شوي دي چې د هغوي د مطالعې له مخې کولای شو يو انسان وڅېړو مثال که د انسان په بدن ډېر وېښتان وي څه ډول خاصيتونه لري که وېښته پرې نه وي څه خاصيتونه لري همدا شان نور ډېر خاصيتونه او قيافې خوکله چې دريځ يا سټېج ته ورپورته شوو يا هم د خلکو پروړاندې ودرېدو ډېره مهمه ده تر څو ځان داسې اعيار کړو چې شخصيت ته مو زيان ونه رسوي ، ډېر ځله به مو ليدلي وي چې کله جمهور رييس صاحب بيانيې ته راځي نو لومړی خپله چپنه سمه کړي او بيا خبرې پېل کړي ، يا وټوخېږي ، خپلو کالېو ته وګوري ، قره کولي سمه کړي همدا شان نور ډېر کارونه ، لنډ مثال په پکتيا کې خو به مو په ډېرو غونډو کې ګډون کړی وي کله چې کوم مېلمه راځي او خبرې پېلوي لومړی خپله خولۍ ، لونګۍ ، څادر، کتره، لمن او داسې نور حرکات سم کړي بيا خبرې پېلوي لدې ټولو کړنو نه مطلب يوازې دا دی چې د نوموړي په څېره کې بدرنګي ورکه شي ،بل دا چې کله هم غواړو د دريځ تر شا ودرېږو اول باېد د پښو د پنجو په سر زور راوړو چې دا زمونږ فزيکي روحيه تازه کوي ، له ځانه کتره، څادر تاوول دا مانا لري چې خلکو ته خپل کلتور ورښايي او يا هم خپل ځانګړی خاصيت يې ورپېژني، پدې حالاتو کې مونږ کولای شو چې له ځان څخه وارخطايي لېرې کړو لکه په اوله شمېره کې مويې يادونه وکړه هغه پداسې ډول چې مونږ کله خپل اصلي شکل خلکو ته وړاندې کړ نو باېد پدې وپوهېږو چې خلک راته متوجه دي او څارنه مو کوي نو مونږ باېد له ځانه عکس العمل وښېيو چې هيڅ کوم څوک نشته ځکه چې مونږ خپله اصلي څېره وړاندې کړېده بل دا چې زمونږ حرکتونه له مونږ سره يو شان شي نو له مونږ څخه به وارخطايي لېرې شوې وي .

4 _ د خلکو اکثريت په پام کې نيول :
کله چې کوم څوک بلنه راکړي تر څو وېنا وکړو نو اړينه ده چې د خلکو اکثريت مو لومړی په پام کې نيولی وي يعني د دريځ تر شا چې ودرېږو باېد ټول خلک وګورو چې د کومې ډلې، مذهب، هېواد او يا نظر خلک ډېر دي ، دا طبيعي خبره ده چې د يوه چتر لاندې ټول خلک د يوه نظر خاوندان نه وي خو بيا هم مونږ کولای شو چې خپل نظر تر دوي پورې په سمه توګه ورسوو هغه په داسې ډول چې د خلکو د اکثريت په اساس به مونږ پوهېدلي يو چې کوم ډول نظر د خلکو د پام وړ ګرځي او يا هم مونږ د کومو خلکو لپاره خبرې وکړو او نور پدې قانع کړو چې خبرې مو ستاسې لپاره دي ، بله اړينه خبره دا ده چې څنګه اکثريت پېدا کولی شو؟ دا يو ډول جادوګري غواړي خو يوه لار يې مونږ دا هم بللی شو چې له ځانګړې موضوع څخه د باندې دې يوه خبره وکړو او معلومه دې کړو چې دا خبره د څومره خلکو خوښه شوه بيا دې ځانګړې موضوع په هماغه ډول ترتيب کړو يا دې يوه ټوکه وکړو او د خلکو زړونه دې پرې لاسته راوړو بيا دې په ډېر دقت سره د خلکو ذهنيت وڅارو او له خپل ذهن سره دې يې مقايسه کړو، د مقايسې وروسته دې ډېرو خلکو ته درناوی ولرو او د هغوي په پلويېت دې خبرې اترې وکړو خو هېره دې نه وي چې پاتې خلکو ته قناعت ورکړی شو مګرپه خپلو خبرو کې ، د اکثريت په پام کې نيولو بله ګټه دا ده چې مونږ بيا هم ټولنيز پاتې کېدای شو او د هيچا په پلو نشو غږېدلای نو لدې نه دې نتيجې ته رسېږو چې د خلکو اکثريت په پام کې نيول د خبرو کولو يو مهم اصل دی .

5 _ ټول تالار ته کتل :
ټول تالار ته کتل پدې مانا ندي چې د خبرو پر مهال دې په يو وار ټول تالار ته وګورئ بلکې مانا يې دا ده چې کله د تالار يو ځای ته کله بل ځای ته ، کله يو چاته کله بل چاته او داسې نورو مشخصو ځايونو ته وګورئ، د کتلو او ليدلو پر مهال ويونکی کولای شي چې ټول خلک وڅاري او د خپلو خبرو اړخ د هغوي د توجه سره سم بدل کړي، بله دا چې ټول تالار ته په کتلو سره مونږ د خلکو اکثريت په اسانه توګه پېدا کولای شو او هم دا چې جرات مو يو په څو چنده زياتېږي .
يومثال راوړو : په پښتنه ټولنه کې خو مونږ او تاسې ټولو ته جوته ده چې خلک يو له بل سره څومره نږدې اړيکې لري هغه هم يوازې د ورورولۍ او اسلاميت له مخې نو که چېرې د همدې اړيکو تسلسل تردې حده ورسېږي چې هر څه پکې ازاد شي هغه د چا خبره سترګې يې سره سپينې شي نو که مونږ بيا بيا د تالار ګډونوالوته وګورو نو سترګې مو ورسره په ادبي ډول سپينېږي او جرات مو زياتېږي بل دا چې که مونږ د ځينو خلکو په څېر د ځان لپاره خبرې وليکو او بيا يې وايو او هم د خبرو پر مهال هماغه خبرو ته ګورو نو ګډونوال چندان علاقه نه ښيي او داسې فکر کوي چې املا زده کوي تاسې به د دريځ تر شا وېنا کوئ او ګډونوال به له يو بل سره ګوڼېږي نو د تالار کنټرول تالار ته په کتلو سره زياتېږي او هم باېد د وېندويۍ پرمهال د خلکو نظرونه پلي نشي او په خپله ټاکلې اجنډا باندې عمل وکړی شي .


6 _ نوټ نيول :
وياند هيڅکله نشي کولای چې له نوټ نيولو پرته وغږېږي خو رابلل شوی شخص پرته له نوټ نيولو هم غږېدلای شي چې دا ډول خلک ډېر کم پېدا کېږي ، که وغواړو خبرې مو بې پېونده نشي نو باېد له خبرو وړاندې له ځان سره نوټ ونيسو ددې کار بله ګټه دا ده چې په خبرو کې به مو ځانګړی رمز نغښتی وي هغه څه چې مونږ غواړو په خپلو خبرو کې خلکو ته ورسوو په همدې طريقه يې رسولی شو .
که وغواړو وېندويي په سمه توګه وکړو نو باېد هر هغه څه چې په اجنډا کې موجود دي لومړی يې باېد تکرار کړو، په وېنديۍ کې مو کنايي وېناوې وجود ونلري او هم باېد د رابلل شوي شخص هره خبره له ځان سره د نوټ په ډول وساتو تر څو د هغوي له خبرو وروسته ترې په وېندويۍ کې ګټه پورته کړو خو باېد په ياد ولرو چې د نوټ طريقه مو ځانګړی ډول ولري يعني په رمزي ډول يې نوټ کړو هغه داسې چې ټکي په تکي نوټ ونکړو بلکې متاثر ټکي يې نوټ کړو ددې يوه ګټه دا ده چې وخت مو نه ضاېع کېږي بله دا چې بل څوک زمونږ په نوټ نه پوهېږي او بله مهمه خبره دا چې له نوټ څخه د خبرو پر مهال نورو ټکو ته هم توجه کولای شو که چېرې مو ټکي په ټکي نوټ نيولی وي نو نشو کولای له خپلې موضوع څخه د باندې شو چې دا به زمونږ لپاره د ناکامۍ سبب وي .

7 _ له موضوع څخه د باندې نه وتل :
ډېری خلک به مو ليدلي وي چې له نوټ سره بيا هم له موضوع څخه د باندې وځي ددې اصلي ستونزه دا نده چې جرات له لاسه ورکوي او يا هم د خبرو پېوند نشي ساتلی بلکې ستونزه دلته ده چې نوموړي نوټ نه وي تکرار کړی او پرته له نوټ څخه وېنا کوي خو بيا هم پورته درې واړه ستونزې احتمال لري نو ددې ستونزې د حل لپاره غږېدونکی باېد بيا هم تېرو شمېرو ته نظر وکړي او د ځانګړې موضوع ټول اړخونه له ځان سره حفظ يا زده کړي که چېرې بياهم ستونزه حل نه شوه نو د خبرو په پېوند کې دې کار وکړي يعني که خبره له موضوع څخه د باندې کېده نو د مثال په ډول دې پېوند ورکوي او هم دې د خبرو تر منځ ضميموي خبرې زياتې کړي او د ګډونوالو توجه دې بلې خواته واړوي د دې کار په کولو سره غږېدونکی کولای شي چې خپلې نيمګړتياوې بېرته پوره کړي خو باېد يادونه وکړو چې د خبرو په منځ کې بخښنه ونه غوښتل شي ځکه چې د خلکو پام دراوړي چې ولې بخښنه غواړي نو خبره دې په پټ ډول تېره کړی شي .
د تجربې په ډول يوه خاطره را اخلم : د غوړېدلي ګلان په مشاعرې کې مې د خپلې ټولنې په استازيتوب خبرې کولې د خبرو په جريان کې مې د مظاهرې پر ځای د مشاعرې لفظ وکاراوه خو بېرته مې په عادي ډول مظاهره ووېل په پای کې مې له بل انډيوال څخه وپوښتل چې پدې ځای کې مې کومه غلطي وکړه خو هغه بې خبري وښوده نو زه پوه شوم چې د خبرو پېوند او بخښنه نه غوښتل څومره متاٍثر تمامېږي .
پس مونږ او تاسې په ځانګړې موضوع کې دقيق واوسو او هيڅکله مو فکر بل خوا لاړ نشي .

8 _ غلطي پېوندول :
په نړۍ کې بېلابېل شيان له يو بل سره پېوند اخلي خو د خبرو پېوند داسې يو پېوند دی چې ډېر لږ تر سترګو کېږي خلک وايي ( خپله ژبه هم کلا ده هم بلا ) نو لدې متل څخه په ګټې اخيستنې سره به دا روښانه کړو چې که چېرې راڅخه خبره غلطه شي شاېد چې د چا خوا پرې بده شي او يا هم ترې چاته زيان ورسېږي نو زمونږ پر وړاندې به خامخا غبرګون ښيي باېد مونږ څوک دې ته پرېنږدو چې زمونږ پر وړاندې غبرګون وښيي .
ددې لپاره چې مونږ دغه ستونزه حل کړو باېد لاندې خبرې مو په ياد وي :
1 _ د خبرو پر مهال دې غلطي ته پام ونشي او ځان دې ترېنه تېر کړي .
2 _ د غلطۍ نه وروسته دې داسې ټکي وکارول شي تر څو اورېدونکوته ملامت نشئ .
3 _ هر کله چې مو چاته په خبرو کې زيان ليده نو باېد له هماغه خبرو څخه تېر شو او يا هم خبره بلې خواته واړوو.


9 _ د ګډونوالو خوښه په پام کې نيول :
تر دولسمې شمېرې پورې ټول موضوعات په يو وار تشرېح کوو:
د ګډونوالو خوښه پدې مانا ده چې داسې موضوعات وړاندې کړی شي کوم چې د هغوي د اکثريت له مخې د پام وړ وي ګټه يې دا ده چې په خبرو کې به مو تشه نه وي موجوده او د بيا لپاره به موخلک خبرو ته په دقت سره غوږ نيسي ، خو په همدې مهال په مغزو کې ډېرې موضوع ګانې ونلرو ځکه چې ډېرې موضوع ګانې انسان په ډېرو لارو پلی کوي او له اصلي موضوع څخه يې باسي نو د حل لپاره يې بيا هم يادونه کوو چې نوټ ولرو .
که د خبرو پر مهال مو غلطي درلوده شاېد يو څوک غبرګون وښيي نو د غبرګون په غبرګون کې باېد خاموشي اختيار کړو او هيڅ داسې فکر ونکړو چې چا څه ووېل که نه ؟ خو د خبرو ټول جرات په لاسونو خبرو کولو کې دی چې پداسې کولو سره لا پياوړي کېږو او له بله پلوه مو د ذهن انکشاف مومي .