د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیښي (۴) برخه

ګل آغا احمدي وردګ 15.07.2012 13:26

رویباري
په وردګو کې رویباري هغه ورتګ ته ویل کیږي چې د خپلې کورنۍ یوه ځوان ته د بلې کورنۍ د پيغلې د کوزده کولو یا په بله مانا د دواړو کورونیو تر منځ د خیښۍ او دوستۍ د رامنځته کولو په هدف تر سره کیږي او هغه کسان چې په دې پلاوي کې شامل وي مفرد ته یې رویبار او جمعې ته رویباران ویل کیږي. په لومړي رویبارۍ کې کیدای شي یو شخص یا له یوه څخه زیات کسان شامل وي خو غالباً دغه پلاوی د هلک د کورنۍ له دریو ډیرو نږدې کسانو څخه نه زیاتیږي ځکه چې که چیرې د نجلۍ کورنۍ د همدې خیښۍ او دوستۍ د وړاندیز په هکله موافقه ورسره و نه کړي چې عام ولس پرې خبر نه شي، د زلمي شخصیت او یا کورنۍ ته کومه عیب جنه خبره متوجه نه شي یا دا چې څوک د نجلۍ د پلار ذهنیت ته د دې دوستۍ په هکله ناسم معلومات ور نه کړي او پښیمانۍ ته یې و نه هڅوي.
د رویبارۍ په موخه چې لومړی ځل پلاوی د پيغلې کره ورځي نو کیدای شي د کور غړي یې په لومړي سر کې په موخه پوه نه شي او د عادي میلمنو په څیر چلند ورسره وکړي خو رویباران په داسې موقع د پيغلې د کور مشرانو ته د خیښۍ او دوستۍ یادونه کوي چې په مجلس کې پردي کسان موجود نه وي. که غرمې د ډوډۍ پر مهال ورسره میلمانه شي نو د غرمې له ډوډۍ تر صرف کولو وروسته د چای خوړلو پر مهال د خیښۍ یادونه ورته کوي او که د ماښام له لوري ورسره میلمانه شي نو د بیګاه د ډوډۍ وروسته د چای چښلو پر مهال په داسې توګه د دواړو کورنیو تر منځ د خیښۍ یادونه کیږي چې لومړی د راغلي پلاوي په ترکیب کې د یوه هوښیار، په خبره پوه او تجربه کار شخص په وسیله په غیر مستقیمه توګه د مجلس مرکزي ټکی د انسانانو تر منځ د خیښیو او دوستیو اهمیت ته ځانګړی شي. ممکن د هغې په شرعي اړخ خبرې وکړي، په ټولنه کې د ځوان هلک او ځوانې پیغلې پر دریځ خبره منځته را واچوي او بیا د دوی په هغه حق خبرې وکړي چې شرعي نکاح، د دوو کورنیو د خیښۍ پر اهمیت، د نارینه او ښځینه تر منځ د ګډ ژوند پيل، د نیکو اولادونو روزنه، د یوې بختورې کورنۍ او ښې ټولنې جوړښت یې مهم اړخونه تشکیلوي. همدارنګه په دې ډول مجلسونو کې یو لړ هغو بریالیو او مثالي خپلویو ته هم لنډه اشاره کیږي چې د تاریخ په اوږدو کې د دوی د خپلوانو، دوستانو یا کلیوالو تر منځ شوې او ښې پایلې یې درلودلې وې او ممکن دغه مشهوره خبره هم وکړي چې (ښه خیښي باغ ده او بده خیښي د زړه داغ). کله چې دغه راز خبرې د مجلس مرکزي ټکی و ګرځي نو د هغه اصلي مطلب سرلیک را برسیره کیږي چې دغه پلاوی یې نوموړي کورته د میلمنو او رویبارانو په توګه راوستلي وي. دا خبرې په دې ډول پيل کیږي چې شکر زموږ پلانکی ځوان شوی، ښه سړی دی، د ښه خوی، ښې پوهې، ګټور کسب او غوره تجربې خاوند دی او موږ غواړو چې تاسو زموږ پلانکی زوی یا ورور د خپل زوی یا غلام په حیث و منی او ستاسو پلانکۍ چې اوس نام خدای   پيغله شوې او هغه وخت یې را رسیدلی دی چې پرده یې پر ځای شي او د خپل ژوند لپاره ښه ملګری و مومي نو د دې لپاره چې خور یا لور آخر د بل کور ده او د خپل قلم او قسمت له مخې بل کورته ودیږي نو ښه خبره دا ده چې تاسو له موږ سره خیښي وکړی.
کله چې د راغلیو میلمنو یا رویبارانو له خوا د اصلي موخې مطلب ښکاره شي نو د نجلۍ پلار د ډول ډول فکرونو او سوچونو نړۍ ورسره په مخه او په غوږونو کې یې ډول ډول غږونه انګازې خپرې کړي. ځینې هغه کسان چې  د مخکیني تفاهم له مخې چې غالباً د ښځو په وسیله رامنځته شوی وي او د خپلې کورنۍ له غړو سره یې خوښه کړې وي په همدې مجلس کې رویبارانو ته د ټاکلي وخت وعده ورکوي چې ګواکي د دعا لپاره په پلانکۍ نیټه راشی. خو هغه کورنۍ چې د لومړي ځل لپاره د داسې یوه وړاندیز سره مخ کیږي چې مخکې ترې ناخبره وي، نو رویبارانو ته که د دې غوښتنې پایله منفي یا مثبت وي، مستقیم ځواب نه ورکوي بلکي ورته وایي چې دا ښه کار دی، ستاسو څخه ډیره مننه چې له موږ سره مو دوستۍ یا خیښۍ ته زړه ښه کړی دی، که قسمت وو نو دا ښه خبره ده ځکه چې متل دی وايي: ( سل یې غواړي، یو یې وړي) موږ به خپله خوښه وکړو او احوال به در کړو. که له خوښې وروسته د پیغلې د کورنۍ  د مشر ځواب د رویبارانو د وړاندیز په هکله منفي وي نو خبره د یوې یا دوو ورځو په تیریدو سره په یوه لنډ ځواب مقابل طرف ته روښانه کوي چې د دې کار هیڅ راز امکانات نشته او تاسو په دې موخه زموږ کور ته د بل ځل راتګ تکلیف مه باسی او که ځواب مثبت وي نو هغوی ته د دعا لپاره د ټاکلې نیټې وعده ورکوي.

د دې سلسله بله برخه به ډیر ژر په لیکه شي له موږ سره اوسی...