د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د ۱۳۹۱ کال د شپاړسمې غونډې ریپوټ

نعیمه غني 09.07.2012 18:25

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د چنګاښ د میاشتې په ۱۷نیټه د ښوونې او روزنې د وزارت په کلوپ کې غونډه وکړه. غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه د پاکیزې آرزو په ویندویی پیل شوه د غونډې مشره میرمن ګلالۍ امرخیل وه همدارنګه د خوست ولایت د نسوان د عالي لیسې مدیره او په خوست ولایت کې د میرمن بهیر د څانګې مسؤوله میرمن حسینه( احمدزۍ) له جرمني څخه د خپریدونکې رادیو( دویچه ویله) د پښتو څانګې مسوول ژورنالیست اولیکوال ښاغلی نجیب الله(زیارمل)او د هیواد وتلی انځور ګر او شاعر ښاغلی ومان نیازی د غونډې میلمانه و.

 

غونډه په دریو برخو ویشل شوې وه چې په سر کې یې د کاري مسایلو په لړ کې میرمن حسینه احمدزۍ   په خوست ولایت کې د میرمن بهیر په فعالیتونو رڼا واچوله، نوموړې په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د میرمن بهیر د خوست څانګه یوه فعاله څانګه ده چې هره اونۍ په مسلسله توګه غونډې لري او په لسګونو ادب پالونکې میرمنې په کې ګډون کوي چې د شعر او نثر په برخه کې ډير نوي استعدادونه د غوړیدو په حال کې دي چې د خپل کلتور او ژبې لپاره د خدمت کلک هوډ لري، خو د دې استعدادونو د ودې لپاره د لارې هوارولو او همکارۍ ته اړتیا ده، چې تمه ده د میرمن بهیر مرکزي څانګه او نورې ادبي او کلتوري ټولنې دا مرسته ورسره وکړي. د میرمن احمدزۍ د ستونزو د اوریدلو وروسته د میرمن بهیر دارلانشأ له نوموړی بهیر او د بهیر له نورو څانګو او د ادب او کلتور په برخه کې له هرې فعالې میرمنې سره د هر راز مرستې او همکارۍ وعده وکړه همداراز ښاغلي نجیب الله زیارمل هم د نوموړي بهیر او د بهیر له مرکزي څانګې سره د یو لړ مرستو د ژمنې په لړ کې وویل : چې غواړي د میرمن بهیر فعالیتونه له نیژدې څخه د یوه ریپوټ په لړ کې تر پوښښ لاندې راولي تر څو د نوموړې رادیو او نورو اړوندو ټولنو پاملرنه دې بهیر ته ور واړوي.بله د بحث موضوع د هغه کتابونو د کره کتنې وه چې د میرمن بهیر له خوا چاپیږي تر څو هغه شته ستونزې چې په تیرو چاپ شو کتابونو کې موجودې وې له سره تکرار نه شي همداراز میرمن بهیر له خپل دایمي مرسته کوونکې کاروان مطبعې څخه هم مننه وکړه چې تل د کتابونو د متن په اصلاح کې له میرمن بهیر سره مرسته کوي.

د غونډې په دویمه برخه کې د میرمن مدهونا حیدري په شعر کره کتنه وشوه. د کره کتنې په لړ کې میرمن مدهونا ته د شعر په هکله د مطالعې سپارښتنه وشوه او هغې یې له دې کبله چې مورنۍ ژبه یې دري ده خو دا په پښتو ژبه شعر لیکي وستایله له کره کتنې وروسته د تل په څیر مشاعره وشوه چې په سرکې له وردګو ولایت څخه تکړه شاعرې موسکا(ساحل) خپل شعر د تلیفون په لیکه واورولو له هغې وروسته میرمنو هرې یوې فریده فقیري،مدهونا حیدري، ناهیده سحر، بلقیس محبوبي حقیق،ګلالۍ امرخیل،عادله حصین، سایره شریف،هیلۍ احدي،پاکیزه ارزو،حورې سپيڅلې،شکریه کمالزۍ، نظیفه نیازۍ، سیمین صدف،رخسار ساحلجو،او نعیمې خپل شعرونه ولوستل. غونډه د ورځې په څلورو بجو پای ته ورسیده. د یادولو وړ ده چې میرمن بهیرد افغان ادبي بهیر له ویبپاڼې، تاند ویبپاڼې، ټول افغان خبري ویب پاڼې، سمسور ویبپاڼې،شرنګ ویب پاڼې،اصلاح ورځپاڼې سنګر ویبپاڼې او د هیواد له ټولو هغو خبري رسنیو څخه چې د میرمن بهیر راپورونه او د غونډو حال خپروي ځانګړې مننه او قدر داني کوي او د دوی د راتلونکو همکاریو هیله من دي.