د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مونږ د افغانستان سره څه وکړل؟ او څه کولاى شو؟

امان الله ورین 03.07.2012 15:08

افغانستان تېرو څه د پاسه دريو لسيزو جنګ،وژنې، غلا، چورچپاول، ژبني تعصب، سمت پرستۍ.... ډېر سخت ځپلى دى د سردار داوود خان د شهادت سره سم په هېواد کې جنګ، نسل وژنه، غلاوې، ټوپک واکي، تعصب، فساد او نورې ناوړو پدېدو لړۍ شروع شوه او ښکېلو خواوو تر خپل وسه هغه څه وکړل چې غوښتل يې او تر وسه يې پوره وو په ميليونونو وګړي ووژل شول او په ميليونونو وګړي معيوب، يتيم، بې سرنوشته او د هېواد څخه مهاجر شول د هېواد اقتصادي بنسټونه له منځه ولاړل په هېواد کې هره زره موجوده اوسپنه او نور قېمتې اجناس د بېلا بېلو ټوپکسالارانو او وطن فروش اشخاصو لخوا په ګاونډيو هېوادونو وپلورل شول د هېواد لوېشت لوېشت ځمکه ټپي شوه او د نړۍ د هر زبر ځواک هېواد هر ډول وسله په افغانستان کې وازمايل شوه او اوس هم ځينې همغه جنګسالاران چې هېواد يې دغه بدبختۍ ته ورټېل واهه په قدرت کې لېدل کېږي او ځانونه د ټولنې تر ټولو سپېڅلي وګړي بولي او خپلو هغو جنايتونو ته چې خپل ژوند يې ورسره تړلى وو مشروع بڼه ورکوي.
افغانستان زمونږ هېواد دې او مونږ ټول د خپل هېواد سره د مينې چيغې وهو او هر وخت يې ستايو او هېواد پر خپلو وګړو د خدمت کولو او ساتلو حق لري خو مونږ په عمل کې برعکس د هيواد سره جفا وکړه هېواد مو وران کړ د هېواد لوېشت لوېشت خاوره مو په وینو سره کړه او د نورو په اشارو او خپلو شخصي ګټو په خاطر مو له خپل هېواد سره يو لوى خيانت کړى دى....
همدا اوس هم په قدرت کې ځينې داسې اشخاص شتون لري چې په لېدو سره د ډېرى وګړو ټپونه بيا راتازه کېږي دوى ډېر قتلونه کړي دي او لا اوس هم په بيلا بيلو ډولونو د هېواد بېچاره وګړي ګواښي او د خپل ټوپک شپېلۍ ورښيي او د همدې ټوپک د استعمال له برکته يې ډېره زياته سرمايه هم پيدا کړې په ځانګړي ډول د غربيانو د ډالرو په راتګ سره خو يې حتى ځينې ځينې کېداى شي چې ميلياردران شوي هم وي د همدغه ظالمو او خاینو له وجې نن افغانستان په نړی کې د یو بدنامه هېواد نوم ګټلی وګړي يې ترورستان معرفي شوي ...
زمونږ د ټولنې تقريباً ټول وګړي مسلمان دي او اکثريت يې د بهرنيو د يرغل پر وړاندې ښه په مېړانه جنګېدلي دي او د جهاد سپېڅلې دنده يې ښه په مېړانه سرته رسولې ده خو نن مونږ زياتره همغه وګړي ګورو چې د ټولنې د يو عادي وګړي په توګه ژوند کوي نه موټر لري، نه بنګله او نه هم ډالر.
نو راځئ چې ټول د خپل ځان او د هېواد د هر وګړي په اړه رښتينى قضاوت وکړو چې مونږ او نورو د هېواد سره څه کړي دي او لا څه کوو او پدې توګه د هغو خلکو سره د زړه له تله مينه وکړو څوک چې د هېواد سره د زړه له تله مينه کوي او له هغو خلکو سره د زړه له تله کرکه وښيو چې هېواد او هېوادوال يې تر دغه حالت رارسولي دي.
ډېرى وګړي دا خبره په بيا بيا کوي چې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې لاسوهنه کوي او د بېلا بېلو نومونو، نژادونو، سمتونو او نورو پلانونو او په هېواد کې د بېلا بېلو ډلو له لارې د جنګ اور ته لمن وهي او نه پرېږدي چې هېواد او هېوادوال مو آرام او سوکاله وي او پرمختګ وکړي. داخبره هم د منلو وړ ده چې ګاونډي هېوادونه زمونږ په هېواد کې لاسوهنه کوي خو دلته دا پوښتنه را پيدا کېږي چې آيا ګاونډي هېوادونه دلته راغلي دي چې زمونږ هېواد وران کړي؟ خو که څوک راغلي هم دي نو هغو ټولو ته خو مونږ ماتي ورکړېده او له هېواد څخه مو په ټيټ سر شړلي دي خو د هغوى د شړلو څخه وروسته مونږ له خپل هېواد سره څه وکړل مونږ خو هر وخت يرغلګرو ته ماتي ورکړې ده خو هغه د چا خبره چې افغانانو جنګ هر وخت ګټلى خو سياست يې بايللى دى.
نو پدې توګه ټول مسئوليت بيا هم مونږ ته راجع کېږي دا ځکه چې ګاونډيانو خو زمونږ په مرسته زمونږ هېواد وران کړ او که مونږ د خپل هېواد او د هېوادوالو د راتلونکي په اړه فکر وکړو او په خپل منځ کې د يووالي لاسونه سره ورکړو او د هيچا تر اغيز لاندې رانشو نو په هغه وخت کې مونږ بايد د هيواد او هېوادوالو سره د مينې خبرې وکړو.
که چېرې د خپل ځان او نورو په اړه رښتينى قضاوت وکړو چې چا د هېواد او هېوادوالو سره څه وکړل نو بيا به مالومه شي چې په افغانستان کې ښه او بد خلک څوک دي چا خدمت کړى او چا خيانت؟ چا پر هېواد ځان قربان کړى او چا هېواد د ځان قرباني کړی؟
نو دا چې مونږ له هېواد سره څه کړي هغه خو شوي دي راځئ چې د راتلونکي په اړه فکر وکړو چې مونږ اوس د هېواد او هېوادوالو لپاره څه کولاى شو؟
راځئ چې په خپلو تېرو اعمالو پښېمانتيا وښيو او په پوره رښتينوالي او صداقت سره الله پاک ته توبه وباسو او له هېوادوالو څخه بخښنه وغواړو او نور نو د خپل ژوند پاتې برخه په واقعي توګه د اسلامي احکامو سره سمه تېره کړو.
مونږ هر څه کولاى شو که هيواد ورانولى شو نو جوړولاى يې هم شو د دویمې نړېوالې جګړې په جریان کې جاپان او جرمني تقریبا په کامله توګه وران شول ټول شته يې له لاسه ورکړل ولې اوس دواړه هېوادونه د نړی د تر ټولو ځواکمنو هېوادونو له ډلې څخه دي د نوموړو هېوادونو وګړو تکليف اېستلي خواري يې کړې او له خپل هېواد او هېوادوالو سره يې د مينې پر بنسټ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړيدي خپل ځانونه یې قربان کړي دي او نن يې ځانونه دې حالت ته رسولي دي چې په نړې کې پرمختللې اقتصاد او د مزاياو څخه ډک ژوند لري نو راځئ چې د ورورى لاسونه سره ورکړو چې د دغه جنګ ځپلي هېواد او د دغو کړېدلو خلکو د راتلونکي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو او په واقعي ډول سره د خپل ژوند پاتې برخه د هېواد او هېوادوالو په خدمت کې تېره کړو تر څو مونږ هم په نړى کې يو سر لوړى او له برياؤ څخه ډک ژوند ولرو او د نه موجوديت په صورت کې په تاريخ کې هر يو د اتل نوم سره ياد شو.
په همدې هيله .