د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د ۱۳۹۱ کال د پينځلسمې غونډې ریپوټ

نعیمه غني 02.07.2012 23:33

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د خپلو نوبتي غونډو په لړ کې تیره شنبه د چنګاښ د میاشتې په لسمه نیټه غونډه وکړه. نظیفه نیازۍ د غونډې ویانده، رخسار ساحلجو د غونډې مشره او میرمن مریم هاشمي د غونډې میلمنه وه. غونډې درې برخې لرلې، په لومړي سرکې په کاري مسائلو خبرې وشوې چې په لړ کې یې د بهیر د تکړه غړې سیمن(صدف)د هغه نوښت یادونه وشوه چې غواړي د آغلې مریم هاشمي په مرسته یې د ښځینوو په ځانګړي تجارتي او تفریحي مرکز باغ شهرارأ کې د یوه واړه او مستقل تجارت بنسټ کیږدي چې لومړني کارونه یې د میرمن بهیر د دارلاانشأ په مرسته بشپړ کړي او د میرمن بهیر له غړو یې وغوښتل چې په خپلو وړاندیزونو او سالمو مشورو سره دې د هغې سره مرسته وکړي، او د میرمن بهیر د دارالانشأ له خوا ورسره د هر راز مرستې او مادي او معنوي ملاتړ ژمنه وشوه. بله خبره د ما( نعیمې غني) د ځینو د ماشومتوب د هغوخاطراتو(چې لوستل یې ماشوم ته یوه څه ورزده کولی شي) د چاپ مسئله وه چې میرمن بهیریې په اړه د مصور بنسټ ته وړاندیز وکړ تر څو یې په چاپ کې راسره مرسته وکړي او میرمنو په دې اړه وویل چې دا کار به له یوې خوا د ماشوم په ادبیاتو یوه زیاتونه وی او له بلې خوا به ماشومان دې ته وهڅول شي چې دوی هم خپل خاطرات ولیکي.

له کاري مسائلو وروسته د آغلې سیمین صدف په یوه آزاد نظم کره کتنه وشوه    چې شعرپه لاندې ډول و:

وایه! زه به ژوند څنګه وکړم؟

څوک مې ملاله د میدان بولي

څوک مې شمله د هر افغان بولي

څوک راکوي راله دنیا په مینه

څوک مې خاینه د جهان بولي

وایه! زه به ژوند څنګه وکړم؟

چا د پیسو په زور واخیستم بد کاره یې کړم

چا دمکتب په نامه وسوم په تیزابو باندې

چا په کاڼو وویشتم سنګساره یې کړم

وایه! زه به ژوند څنګه وکړم

چا د شپې د تلاشۍ په نامه زما ابرو لوټلې ده عزت لوټلی

بد رنکه لاسو رانه مینه ده لوټلې محبت لوټلی

بیا هم ولاړه یم د جنګ په میدان کې

خو نا ترسه حالاتو رانه زور لوټلی قوت لوټلی

چې د اصلاح په برخه کې یې میرمنو داسې وړاندیزونه وکړل:

پاکیزې ارزو وویل:غیر محسوس یعنې (د سیلابونو د حساب نه پرته )وزن او آهنګ د آزادو نظمونو تر ټولو مهم توکي دي چې د سیمین صدف په شعر کې دې اجزأوته یو،یو ځای پاملرنه نه ده شوې همداراز میرمن بلقیس محبوبي وویل: د لومړۍ برخې د موضوع اړول هم چندان منطقي نه بریښي چې شاعره یې باید اصلاح کړي.نورو میرمنو هم دې ته ورته نظرونه درلودل چې شاعرې هغه له ځان سره یاداشت کړل او د اصلاح ژمنه یې وکړه.

له کره کتنې وروسته مشاعره وشوه چې میرمنو هرې یوې، رخسار ساحلجو،پاکیزې ارزو،حوریې سپيڅلې،بلقیس محبوبي،تورپيکۍ مومند، سونیتا، سیمین صدف،ساهرې شریف، فریده فقیری فروغ،مجاهدې مبارز او نعیمې خپل شعرونه ولوستل. د غونډې په پای کې د پاکیزې ارزو په زیار د میرمن بهیر له خوا نوی چاپ شوی اثر(د عطرو نقاشي شوی آواز) د غونډې په ګدونوالو وویشل شو، غونډه د مازدیګر

په څلورو بجو پای ته ورسیده.