د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د متبادلو لارو لټه د امریکا د ناتوانۍ بیلگه ده

مُقبل کاروان 19.06.2012 20:44

امریکا یانو د ازبکستان ،تاجکستان او قرغیزستان سره  تړونونه امضا کړه ددی تړونو پر بنسټ دا دری هیوادونه امریکایی پوخیانو ته د افغانستان څخه د تیښتی په وخت کی لاره پرانیزی ، حتی امریکایانو ومنل چی یو تعداد ټانکونه ،توپونه او وسایط به د باج په توګه و دغه دری هیوادونو ته پریږدی. دا تړونونه د هغه تړون سره چی د انګریزانو د ماتی او وتلو په وخت کی د وزیر محمد اکبر خان ، مکناټن او برایډن تر منځ امضا سو پرتله کیدای سی هلته هم انګریزانو درنه سلاح د باج په توګه د افغان لوری ته پریښوده. زه فکر کوم اوس هم امریکا د انګریزانو څخه د وتلو د ډول په هکله رهنمایی او کمک غوښتی دی . اوس داسوال مطرح کیږی چی هغه ناری سوری چی امریکا او ناټو د افغان امنیتی قواو د تجهیز کیدو لپاره وهی ولی د وتلو په وخت کی سلاح او تجهیزات افغان حکومت ته نه پریږدی ؟ لکه روسانو چی د وتلو په وخت کی ډیری سلاحوی د ډاکتر نجیب الله حکومت ته د کمک په ډول پریښودی .زما په آند دا عمل ددی  ثبوت دی چی امریکایان اوافغانی دوستان یی په خپل منځ کی یو په بل اعتماد نلری  او یا داچی امریکا په یوه لسیزه هڅو و نه کولای سوه جنګی مجرمین و حق ،عدالت او دموکراسی ته متیقین کړی نو ځکه د بی اعتمادۍ له کبله یی لازمه و نه ګڼل خپلی اسلحی داسی چاته پریږدی چه هغوی یی د خپل ولس د وژنی او د دولتی او شخصی هستۍ د چورکولو لپاره وکاروی. له بله طرفه داخبره په ډاګه سوه چی د امریکا ظرفیت دومره هم ندی لکه تصور چی کیدی اوس دوی نسی کولای خپله شتمنی تر ځایه ورسوی.
د امریکا لپاره افغانستان ته راتګ ډیر اسانه او د امیدونو ډک کار ؤ خو اوس چی د وتلو وخت رارسیدلی دی ډیری ستونځی د مایوسۍ سره ور پیښی دی . اول امریکایانو په نظر کی نه وه چی بیا به له افغانستان څخه وزی نو ځکه یی تنها د راتګ لاره سنجولی وه هغه هم د پاکستان لاره چی بحر ته څیرمه لاره ده . پاکستان هم ډیر ژر په لوی اطمینان خپله لاره ددوی په واک کی ورکړه .  خوپه بد ورځ د تیښتی لاره نه وه پلان سوی ، دوی داسی خامه محاسبه کړی وه چی هرڅه به زموږ په غوښتنه تر سره کیږی او پاکستان به همیشه خپله لاره و دوی ته پرانیستی پریږدی ولو که دوی د پاکستان منافعو ته خطر هم متوجه کړی. خو اوس  هر څومره چی لیونپنیتا د امریکا د دفاع وزیر هڅی وکړی چی د پاکستان له لاری د افغانستان څخه د تیښتی لاره   خلاصه کړی. خو میرمن حنا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره دا اجازه نه ورکوی. خکه یی دوی مجبور کړی چی خپلو دایمی دښمنانو ته په ننواتو ورسی او د وتلولاره ځنی وغواړی که دا کار د هغو د درنو غوښتنو ومنلو په بیه هم وی. امریکایی پوځیان سربیره پر دی چی د شمال لاره ډیره ګرانه ارزوی دا تشویش هم کوی ،چی د همیشنی دښمنو هیوادونو څخه تیریدل د نورو داسی احتمالاتو رامنځ ته کیدل شونی کوی چی وړاندوینه یی مشکله ده .تاسو د رسنیو له لاری پوه یاست چی روسانو ددی تړونو په هکله منفی عکس العمل ښکاره کړ. او یاد سوی دری هیوادونه یی د ټول ګټو هیوادو د ټولنی غړی یاد کړل او په یوازی توګه یی ددوی تړونونه له امریکا سره عملی ونه ګڼل. دا ځکه چی روسانو احساس کړل چی اوس هغه وخت رارسیدلی دی چی له یوه طرفه خپل یاسین پر امریکا تیز کړی او له بله طرفه یی د تضعیف کیدو هڅی وکړی او همدا ډول یی نړیوال حیثیت ته تاوان ورسوی تر څو پخوانی انتقام ځنی واخلی او په دی ډول حق و حقدار ته ورسیږی، هغه وختونه چی روسان افغانستان ته راغلی وه او امریکایانو د خپلو صادقه خادمانو په وسیله د پاکستان له طریقه روسانو ته نه یوازی زیاته مرګ ژوبله واړول بلکه د شکست د رسوایی سره یی هم مخ کړه، هغه وخت هرڅومره چی روسانو ناری وهل چی اشرار او تروریستان د پاکستان په خاوره کی روزل کیږی ،تمویل کیږی او تجهیز کیږی هیڅ داسی څوک پیدا نه سول چی ددوی ږغ واوری حتی ملل متحد هم غوږونه کاڼه واچول، اوس هغه وخت دی چی امریکایان همدا ناری سوری وهی ولی ګټه نلری (هغه اور چی دوی بل کړی ؤ اوس دوی پکښی سوځی).د امریکایانو څخه اوس لاره ورکه ده دیپلوماسی یی د درواغو ویلو پر ستون درولی ده کله په لوړه سطح داسی تصویرونه وړاندی کوی چی ګواکی د طالبانو سره په خبرو کی دی او ژر به یو حتمی سوله افغانستان ته راولی ،داړه ماران به له افغان واکمنۍ څخه لیری کړی او افغان ولس ته به د یو صلح امیزه پروسی له طریقه واک وسپاری تر څو جګړی بیا تکرار نسی. خو ډیر ژر بیا هماغه مقامات وایی موږ د مخالفینو سره هیڅکله خبری نه کوو ، د قوماندانسالارانو حمایت ته دوام ورکوو او هیڅکله به ونه تښتو ، او ګاهی هم وای نور هغه وخت دی چی منورین او تعلیم درلوونکی به د مخالفینو په شراکت حکومت ترلاسه کړی او د فساد او مفسیدینو کمبله به ټوله کړی. اما په حقیقت کی ددغه درواغو ترشا د تیښتی لاری لټوی.
 همدا ډول پاکستان هغه هیواد چی د روسانو پر ضد یی کار ځنی اخیستۍ اوس امریکا ته په یو بل ایران او کوریا مبدل سوی دی . دا ټول د امریکا د سیاست نیمګړتیا په ګوته کوی . امریکا په اسیا کی ډیری پیسی ولګولی که په پاکستان کی وی که په افغانستان ،که په عربو او منځنی اسیا کی وی، خو د ښه  رهبری د نه شتون له کبله یی په بدل کی بی شماره دښمنۍ تر لاسه کړی. بوش ،لیونپنیتا ،جان میکن او پطرویس هغه کمسایی بازان دی چی نژدی ده امریکا په قمار بایلوی . دامریکا ولس باید د امریکا د نجات په منظور څومره چی ژر امکان ولری داکسان محاکمه کړی او د تریلیونو ډالرو د زایع کیدو ،امریکایی پوځیانو د کشتار او د امریکا د پرستیژ د سقوط پوښتنی ګرویږنی ځنی وکړی. دوی د غلط سیاست په نتیجه کی نه یوازی و نه کولای سوای افغانستان خپل کړی بلکه پخوانی انډیوالان یی لکه پاکستان هم له لاسه ورکړ. ځکه باید دی حقیقت ته متوجه سو هغه هیوادونه چی قوی اقتصاد لری په دی معنی ندی چی سیاسی متفکرین هم دوی دی. یا دوی جامع الکمالات و ګڼل سی . ما ته د (ماوتستونګ چنایی مشر )مقوله را پیاد سی هغه ویل ټول مرتجعین او امپریالیزم کاغذی ببر دی په ظاهره زمری ښکاری خو چی  پف یی کړی په هوا کیږی.
تاریخ د جوړیدو په حال کی  دی داسی بریښی لکه دا څلور لسیزو مرګ ومیر او ویرانی افغان یتیمان او کونډی په غصه کړیدی او تصمیم یی نیولی دی چی نړۍ ته ماتی ورکړی ، یوازی د سکندر مقدونی ، انګلیس او اتجاد شوروی ماتی ددوی ارمانونه ترسره نکړای سوای ، حقوقو ته نړۍ احترام ونکړ نو ځکه دوی اوس مصمیم دی ټوله نړۍ یو ځای ماته کړی ، افغان ولس نور ستړی سو د هر طاقت جلا جلا ماتیدل ډیری لسیزی غواړی ، نو ښه یی دا وبلل چی نړیوال اسعمارګران یوځای ماته کړی .هیره دی نه وی چی روسان ترماتی وروسته له افغانستانه په ښه او لنډ ډول ووتل، خو ناټو ته وتل په ډیر لوړه بیه تمامیږی او حتی د ځانی تلفاتو اټکل هم کیدای سی، وای ډبره پر خپل ځای درنه معلومیږی، پخوا داسی فکر کیدی چی که امریکا هر هیواد ته په غُصه سی نو ‌ذوب به یی کړی. خو اوس ددوی د بی ځایه مداخلو او خیزونو دا وښودل چی بوش او اوباما دواړه د احمدی نژاد او شمالی کوریا په وړاندی عاجزه دی، لیون پنیتا او پطرویس د ټولو ګواښونو سره  د میرمن حنا په وړاند د ګونډه کیدو په حال کی دی. امریکا یی حکومتونو په تیره لسیزه کی د خپل ولس په وړاندی نه بخښونکی جنایات ترسره کړه، د امریکا حیثیت ته یی په نړۍ که غټ تاوان واوښت، امرکایی ولس یی څه په ټاورونوکی  څه په افغانستان کی  قتل عام کړه .